کور / هراړخیز / دجګړې حقيقتونه ( First in ) د CIA دمامور خاطرې

دجګړې حقيقتونه ( First in ) د CIA دمامور خاطرې

ليکوال : جنرال ګیري سي شرون – د  سي آی اې پخوانی مامور
ژباړن : لاهور منګل – خوست
انلاين چاري : شمس خوستی – لراوبر ډاټ کام ( خوست )

دتخار په لومړۍ كرښه كې دGPS له سروې  څوورځې وروسته موږاحساس كړه چې دبم غورځونې ستراتيژي څومره چې موږته په پنجشېركې پراته وه اوتعريف كيدله هغومره په اوشنټن كې ښكاره اوپه چټكۍ سره تعريف كيدله .

داكتوبرپه دويمه نېټه CTC يادتروريزم پروړاندې دمبارزې مركزخبر راكړچې دامريكابمباري به دهېوادپه جنوبي برخه كې په همدغه ماښام پيل شي .

موږعارف خبركړاوپه شوق سره ورته انتظاروو،خوبيايې خبرراكړچې دبمباركمپاين بۀ دڅوروځولپاره وځنډول شي ،عارف لدې پرېكړې سره خپه شو،ددې پرېكړې لپاره دليل په سيمه كې دهوايي نجات ګروپ نشتوالى ؤاوديوۀ امريكايي پيلوټ لپاره دهڅې ناهيلي اونشتوالى دامريكاپوځ لپاره جدي مؤضوع وه .

زموږپوځ نه غوښتل چې دحملې كولوله امله په ټيټ ارزښته هدفونوكې خپل پيلوټان له خطرسره مخامخ كړي .

په همدې وخت كې ډاكټراوپيلوټانوپه ګلبهاركې د وزرو لرونكي الوتكې دكيناستولپاره چې دسياف داوسيدلوله ځاى سره نېږدې ؤ،دممكن ډګردټاكلولپاره سروې كوله ،ددغه ځاى سپارښتنه دانجينرعارف اودهغه دمامورينولخواشوې وه ،دوى فكر كاوه چې پخواهلته هوايي ډګرشته ؤ ،دهواله لارې دغه ځاى په اسانۍ سره ترسترګوكيدۀ ،ځكه چې دشاه واخوا سيمې په منځ كې يوه اوږده او  اواره ټوټه پرته وه .

ډاكټرله څومحلي كسانوسره دحافظ دژباړې په مرسته غرږيدلى ؤ،په رښتياهم دغه سيمه په ۱۹۳۰ كال كې دبيرو(مشربات) ديوۀ جرمي شركت لخوادهوايي ډګرپه توګه كارول شوې وه .

عارف ته مې لس زره ډالروركړل چې دغه ډګر اواراوبرابركړي اوكاربايد ديوې اونۍ په اوږدوكې بشپړكړي .

زموږپيلوټان ډاډه ول چې L-100   ډوله الوتكه به په اسانۍ سره پدغه ډګركې كيني اوپه دغه كاربه موږته دبيااكمال وړتياراكړي .

مشكل به داوي چې طالبانولومړۍ كرښې په شاشوي نه وي ،دغه هوايي ډكربه دتوپ اودراكټي ترهدف لاندې وي ،خوموږغوښتل چې دغه وړتياولرو،حتى دلنډې مودې لپاره ګټه ترې وانه خيستل شي ،بياهم دهواله لارې داكمالاتوداكمالاتود راغورځولولپاره ترې ګټه اخيستل كيداى شوه .

ايډ(نوم) زموږدكوچني ډګرلپاره بله مرجع دهغه كتاب له مخې چې دافغان اوانګليس دجګړوتاريخ پكې ؤپيداكړاى شوه ،په ۱۹۱۹ كال دافغان او انګليس د دريمې جګړې پرمهال ،دبرطانيې هوايي قول اردودكابل په ختيځ كې په يوۀ كوچني كلي چې ګل بهارنوميدۀ يوهوايي ډګرجوړكړى ؤ،زموږساختماني هڅو وروسته داثبوت په ډاګه كړ چې دغه هوايي ډګرپه حقيقت كې دبرطانيې پخوانۍ هوايي ډګړ ؤ.

راتلونكي ورځ موخبرترلاسه كړچې دخبرواترواوږدوالى په جنوب كې جګړې ته دپښتنودراوړلوپه څرنګوالي څرخيدۀ .

په اسلام ابادكې زموږمشرهم هغه بابولاله (زماپه فكرپاكستانى ډول )يې غږاوۀ ،چې په شمال كې زموږتمركزاوهلته دطالبانوپروړاندې به زموږپوځي هڅې تاجك شمال ټلوالې ته اجازه وركړي چې دافغانستان نيمايي ،شمال پاك كړي اوكابل ونيسي .

پښتانۀ به بياټوټې ،ټوټې پاتې اوكمزورى نظامي ځواك بۀ لري  اودغه كاربه تاجكان زړور كړي چې دپښتنوسيموته ورننوځي اودطالبانوله غورځيدودمخه سياسي ګټې اوپخوانى حيثيت لاسته راوړي .

دغه سازدواشنټن په يوشمېركړيوكې هم ډېرغږېدۀ ،په ځانګړې ډول ددولت په رياست اوملي امنيت دشوراپه يوشمېردفترونوكې غږيدۀ .

كه چېرې شمالي ټلواله په خپل ځاى كې پاتې شي ،نوموږكولاى شوچې په جنوب كې دپښتنودقابليت په لوړولوباندې تمركزوكړو،پهمدې مهال موږكولاى شول چې طالبان ددوى ثابتونظامي هډوباندې داساسي بمبارۍ پواسطه كمزوري كړو،بيادڅواوونيوپه اوږدوكې وروسته لدې چې (سي ،اى ،اې) ته دطالبانوپروړاندې دپښتانودمقاومت دراغونډولوفرصت په لاس ورغلى واى ،نوموږكولاى شول چې دهېوادپه سطحه دبمبارۍ منظم اومنسجم كمپاين پيل موكړاى وا ى .

دغه به پښتنوته له طالبانوڅخه وروسته دښه نظامي موقعيت دترلاسه كولواجازه وركړې واى ،دحالاتوله تعبيرسره سره ډېرمشكلات شتۀ ول اوددې مشكلاتويوه برخه داهم وه چې دطالبانوځواك په قاوني ډول كوم جوړښت نه درلودوى بنيادي نقطه نلره چې تربمبارلاندې نيول شوى واى .

دثابتونظامي اساساتوبمبارلكه داكمالاتوډيپوګان ،دموټروجوړولواسانتياوې اوپه وروستنۍ برخه كې دپوځ مقررول به ډېرلږ ياهېڅ تاثيرځكه ونلري چې دطالبانوځواكونوزياته برخه په شمال كې راغونډؤاودشمالي ټلوالې سره مخ وو.

داكتوبرپه دريمه مې يوليك وليكه چې په هغه كې د دريوساحوارزښت ټاكل شوى ؤاوخپل نظريات مې زموږدپوځي هڅواړتياپه شمال كې دطالباودكرښوپر وړاندې وليكل .

دساحې ټاكنې كانال(دفتر) يوبې جوړې اود(سي ،اى ،اې) دمشرپه شمول يواوږدمهاله تاسيس شوې پروسه ده چې دهغې له مخې په ساحه كې شته سي اى اې افسران كولاى شي چې دخپل لاس لاندې ساحه كې دمشكل په باره ېك شخصي ارزيابي وكړي اوراپور وليږي ،دغه راپرودڅارګره راپورپه توګه توزيع كيږي ،نوددې لپاره دواشنټن دكړنلارې جوړونكې ډلې په منځ كې په پراخه ډول ګرځي راګرځي ،دغه كانال كله كله كارول كيږي ،نپدې اساس دغه ساحوي ارزيابي مهم اغېزلري .

هانك سي راته وويل چې زماڅيړنې دمركزي استخباراتودمشرلخواپه صحيح ډول منل كيږي خوخبرې اترې به دوام ځكه وكړي چې مختلف پوځي ځواك خطردلاسته راوړنوپه مقابل كې ترمطالعې لاندې دى .

ماته ويل شوي ؤچې شمالي ټلوالې باندې فشار راوړم چې هغوى خپل مقامونه ترهغې چې دامرياك دپوځ سره دكړنوموافقه ترتيب شوي نه وي خوبياهم ددغه كارترسره كيدلومشخص وخت نامالوم دى ،موږدامريكادځانګړوځواكونودډلې پنچشېرته دماموريت لپاره زموږسره ديوځاى كيدوخبرته هم سترګې په لارؤ.

موږپوهيدوچې پنجشېركې د ډلټه (ځانګړى ځواك ،ژ) ځواك كاركوونكي دهډې جوړل اوله درې څخه ددوى پواسطه دطالبانوله هاخوادالقاعده دمشرانوپرضدديرغل كولوپه سرهم خبرې اترې روانې وې ،شايددامرېكادځواكونود(A) ډله به راليږل شوې واى ،كه څه هم چې ددوى راتګ دځانګړي ماموريت څرګندونه كوله ،خودوى غوښتل چې كورنيوځواكونوته زده كړه وركړي اوكه ښايي دلومړنيوكرښوپه اوږدوكې دلايزرټاكل وكړي .

دنورقطعواومختلفودندوپه باره كې هم خبرې اترې روانې وې خوپه ساده ډول دامرېكادپوځ دډلې په داخل كې په افغانستا ن كې دامرېكادپوځ په رول سره هوكړې ته نه رسيدل .دكړې وعدې سره سم نورې ورځې په داسې حال كې په تېريدووې چې زموږافغان كوربه به په تكراري ډول دامرېكادپوځ راتګ اوياددوى لپاره دهغې څخه نورمهم دبم غورځونې كمپاين دپيل كيدودوخت پوښتنې كولې .

داونۍ په تيريدوسره په شمال كې هواپه بدليدووه ،داكتوبرپه څلورمه نېټه پداسې حال كې راوېښ شوم چې سوړسهارچې تيزبادونه ورسره مل ول اوپه شمالي غرونوباندې دباران ورښتونواوپه لوړې ارتفاع دواورې وروښت راپورونه وكړل شوي ؤ.

ژمۍ په تيزۍ سره راروان ؤ،په ځانګړې ډول په لوړوغرونوكې په همغه سهارد درې په شمالي برخوكې دچورلكې لپاره دكوزيدومهال دټاكلوسفرته دپاى ټكى كيښودل شو.

په پوره ډول به دژمي په راتګ سره دغرونوغاښي بندشي ،په شمال كې به دسركونوكارودرول ش دډېرومشكلاتوډك اودملك په نيمايي شمالي برخه كې به هوايي عمليات دخرابې هواله امله له خنډسره مخ شي .

په عنعنوي ډول ژمى په شمال كې دجګړيزوعملياتودكچې راكميدنه اوددوه اړخيزوراكټي اوتوپچي جګړې دبدليدنې په ماناؤچې ځمكني ځواك په مؤثره توكه نه شوي كولى ،كه چېر ې شمالي ټلوالې ددوى دكرښوڅخه بهرشوى  نه واى ،كابل يې نيولى نه واى ،اودلويديځ په خوايې دراتلونكوڅواونيوپه جريان كې فشارنه واى راوړى ،ښايي چې دغه فرصت ترپسرلي پورې ځنډيدلى واى ،دهانك لخوادشپې ناوخته تليفون دامرېكادپوځ دجګپوړوپه منځ كې ګډوډي اوحېرانيتاتصديق كړه .

هانك وويل چې په تامپه (دځاى نوم دى ) كې دځانګړوعملياتودمشرانولخواهغه ته ويل شوي ؤچې زه بايدددغه ډلې مشرتوب هم وكړم اورسماً دځانګړوعملياتوځواك په پنجشېركې له خپل ګروپ سره ديوځاى كيدولپاره دعوت كړم .

زه په خپل ح،اب كې ډېرنرم وم ،دوى به رواغواړم چې سره يوځاى شي ؟

موږخوهريوې كړۍ ،ډلټه ځواك ،ځانګړى ځواك ،سېل ځواك اوخړګيډړځواك ټولوته سوال اودهغوى څخه غوښتنه وكړه چې زموږسره يوګروپ وليږي .

ښاغلى وانك دغه حالات له واكه وتلي ښكاري ،موږبايددغه ګډوډي له منځه يوسو.

داخوهغه څه ندي چې زه يې له پنجشېرڅخه حل كړم،ماخودغوټولوسندرغاړوته تبليغ كړى ؤ،هانك زماپه اندازه پنجشېرته دځانګړوعملياتودځواكونودليږلوځنډيدلواوهوكړې ته دنه رسيدلوله امله سردردشوى ؤ.

هانك دوه ښۀ خبرونه درلودل ،دبمونودغورځولوكمپاين چې داكتوبرداوومې په ماښام پيل كيدل .

هانك وويل چې دغه يوثابت تاريخ ؤ،دامريكادپوځ دسستياله امله دجګپوړوكړنلاره جوړوونكيومامورينوپه منځ كې ناهيلي راپيداكيدله اوپه ښكاره جنرال ټامي فرانك په اوومه نېټه دبمبارى دپيل كيدوهوكړه كړې وه ،كه چېرې نېټه په رښتياهم ثابته وي ،نودايو ښه خبرؤ.

بل مانه غوښت لچې شمالي ټلواله دبمبارۍ دځنډيدوله امله يوځل بياهم خواشيني كړم،دالفاټيم څومشران ،له قرارګاه څخه د سي اى اې دويم ګروپ تاشكندته داكتوبرپه څلورمه نېټه سهارمهال رسيدلى ؤ،ترراتلونكي اوونۍ پورې به دغه ګروپ سره راغونډېدۀ اوبيابايددجنرال دوستم له اوزبك توكم ځواكونوسره چې دمزارشريف په جنوب كې جنګيدل يوځاى شوى واى ،په تاشكندكې دسي اى اې افسرانوله جنرال دوستم سره څومياشتې وړاندې اړيكې نيولې وې اوداړيكې له بريدڅخه ډېروړاندې نيول شوي ؤدالفاډلې اړيكې له دوستم سره ورتګ لپاره لاجريان درلود.

دالفاډلې مشري دا R.J لخواپرمخ بيول كيدۀ ،افسرله R.J  سره ماپه ۱۹۸۸-۱۹۹۰ پورې په اسلام بادكې كاركړى ؤ،نوموړي له يوشمېرمجاهدقوماندانانوسره كاركړى ؤ،دقومي حالاتوله څرنګوالي اددري ژبې سره يې ښه بلدتيادرلوده ،لدې امله هغه په ساحه ارزښتنك افسرؤاودامريكا دپوځ دپخوانۍ (Ranger) له افسرۍ (يوډول ځانګړى ځواك ،ژ) اونظامي تجربې له مخې دجنرادوستم اودهغه له قوماندانانوسره چې دورس لخواتربيه شوي وو دكاركولوښه وړتوب درلود .

ريك اومادبمبارۍ دكمپاين تاثيرپه باره كې جبرې وكړې اودپنجشېردرې څخه بهردكابل جبهې سره نېږدې مودعملياتودقرارګاه دممكنه بدلون لپاره فكروكړ،كه چېرې دبمبارۍ كمپاين سخت اودوامدارشي ،ښايي چې دطالبانوكرښې په چټكۍ سره كمزوري شي ،نوموږغوښتل چې هلته نېږدې واى اودشمالي ټلوالې كړنې موله نېږدې انسجام اوڅارلې وا ى .

دشپې په نهو بجومو له عارف سره دبمبارۍ دكړنې اويانشتوالي په باره كې خبرې اترې وكړې ،زه خوښ وم چې عارف ته مې وويل چې په پاى كې داووم اكتوبرپه ماښام به كاروشي ،ياني بمباري به پيل شي ،هغه دځان دګټې په خاطرموسكاوكړه او ويې ويل چې دغه خبربه دفترته تررسيدوروسته جنرال فهيم ته ورسوي .

داښكاره وه چې ددويم اكتوبرله خبروروسته عارف داځل د(ته ودرېږه چې څه پېښيږي ) عملي كارلپاره انتظارؤ،ماورته وويل چې دبمبارۍ دپيل څخه وروسته موږغواړوچې خپل دفترله درې څخه بهرجنوب لوري ته وليږدوو،هغه لدې سره موافق شواو ويې ويل چې دجبل السراج په خواوشاكې به وړ ځاى ورته وګوري .

موږ يوڅه نورموضوعات چې په تېروليدنوكې پرې سرسري تېرشوي وو،هم تربحث لاندې ونيول ،دعارف افسرانودطالبانوپه كرښوكې له قوماندانانوسره پراخې اړيكې درلودې ،دهغوقوماندانانووفاداري له طالبانوسره سرسري وه اودسيمه ييزوشرايطواوګټوله مخې چې دوى ترې لاسته راوړلاى شوې فكركيده چې داګټونكي خواوه .

دطالبانودموقعيتونوپروړاندې دامرېكادبمبارۍ دپيل كيدوله امله دوى هم په نښه كې راتلل ،ددوى وفاداري نوره هم كمزوري كيده اودپاوړاندازه پيسووركړه به ټول دغه ډول قوماندانان دشمالي ټلوالې سره يوځاى كړي ،زه هم ددغې جالبې پانګې اچونې سره موافق شوم .

موږدشلټرنؤموسېسې كسانوپه اړه چې طالبانوپه كابل كې زندانيان كړي وو،هم خبرې اترې وكړې  په كال ۲۰۰۱ كې داكتوبرپه درميه نېټه طالبانودشلټرنؤدبشري مرستې موسېسې ټول مامورين دعيسويت دكتابونودخپرولواوعيسويت ته دمسلمانانودرابللوپه تورونيول ،شپږ غيرافغانانوكسانوله ډلې څخه يې څلوراروپايان اودوه امريكايۍ ښحې چې هيدي ميرسر۲۵ كلنه اوډاينه كيوري ۳۰ كلنه په شمول نيولي ول .

دغه ډله دكابل په زندان كې اچول شوي اوتراوسه هلته موجودول ،دطالبانودمشرانولخواچې ويل يې ،دغه بهرنيان به دمذهبي تبليغاتودجرم په كولومحاكمه شي .

هغه جرم چې دطالبانودروڼ قانون لاندې يې دمرګ جزاوه ،د 9/11  له بېښې مخكې ددغوبنديانولپاره نړيوالودخلاصون هڅې ناكامه شوي وې ،دامرياكدبمبارۍ له پيل سره ددغوكسانودمصؤنيت اندېښنې نورې هم زياتيدې ،عارف وويل چې هغه دطالبانوداستخباراتواوامنيت په دننه كې دجګپوړوسره اړيكي لري اوفكريې كاوه چې هغه ددغوبنديانودخلاصون لپاره پټې مذاكرې دپيسوپه بدل كې پيل كولاى شي ،سره لدې چې موږزياتومالوماتوته اړتيادرلوده ،ماورته وويل چې هرڅومره په بيړه چې كولاى شي ،هومره زردې دغه كارپيل كړي ،دغه موضوع دراتلونوڅواونيوپه جريان كې پداسې حال كې چې موږغوښتل دبنديانودخلاصون لپاره پلان جوړكړو،دليدنوكتنوفرعي سندره وګرځيده ،ماعارف ته ددغودووهڅودپيل كيدولپاره 250,000 امرياكايي ډالروكرړل .

ددې اثر نوري برخي له دې ځايه ولولئ