کور / راپور / کندهاروالي پر ټولو نوماندانو ږغ وکړ چي د کمپاين له غونډو مخکي دي امنيتي اورګانونه په جريان کي واچوي .

کندهاروالي پر ټولو نوماندانو ږغ وکړ چي د کمپاين له غونډو مخکي دي امنيتي اورګانونه په جريان کي واچوي .

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د چهارشنبې په ورځ د امنيتي مجلس په اوونيزه غونډه کي پر ټولو نوماندانو ږغ وکړ چي د خپلو کمپاينغونډو وړاندي دي امنيتي ارګانونه په جريان کي اچوي، ترڅو د امنيتي پېښو مخنيوی وسي.

کندهاروالي وويل، چي د لويو غونډو او کمپاين کولو په موخه هغه که په ښار يا ولسواليو کي وي ( ۲۴ ) ساعته مخکي دي امنيتي اورګانونه په جريان کي کړي ترڅو هغوی د نوماندانو امنيت خوندي کړي او دوی وکولای سي چي په ډاډمنه فضاء کي تر عام ولس پوري خپلي برنامې ورسوي، نوموړي زياته کړه : که چېري د لويو غونډو او کمپاين کولو پر مهال امنيتي اورګانونه په جريان کي نه سي د يوې پېښي د رامنځته کېدو مسؤليت په نوماندانو پوري اړه لري .

ښاغلي ويسا د امنيتي مجلس په غونډه کي وويل : دا چي د ولسي جرګې ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځي پاته دي نو امنيتي اورګانونه دي پر ځانګړو پلانونو کار وکړي ترڅو د دښمن د هر ډول توطيئو مخه يې نيولې وي او په زيات شمېر ولس مو لکه د نوم ليکني په څېر په ډاډمنه فضاء کي خپل د خوښي نوماند ته رايه وکاروي .

کندهاروالي د امنيتي اورګانونو مسؤلينو ته لارښوونه وکړه چي خپلي قرارګاوي، پوستې او خپل کاري ټيمونه تقويه کړي ترڅو د ټاکنو په شپو او ورځو کي ولس د ځانګړي ډاډمن امنيت او ډاډمني فضاء څخه برخمن سي .

نوموړي وويل : د ژمي د موسم په رارسېدو سره بايد د ټولو امنيتي ځواکونو د قرارګاوو او پوستو ژمني توکي په پام کي ونيول سي او پروخت ورته ورکول سي ترڅو هغوئ د سړې هوا په رارسېدو سره د يخنۍ په وړاندي مجهز سوي وي .

ښاغلي ويسا د امنيتي مجلس په غونډه کي د امنيت امر رحمت الله اطرافي ته لارښوونه وکړه چي د مالياتو په راټولو کي دي د مستوفيت د مامورينو سره همکاري وکړي ترڅو د مالياتو د ورکوونکي د سرغړوني مخه نيول سوې وي، نوموړي په ټينګار سره پر ټولو تجارانو او ماليه ورکونو باندي ږغ وکړ چي پرټاکلي وخت ماليات تاديه کړي .

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا د امنيتي ځواکونو هڅي او لاسته راوړني چي په تېره اوونۍ کي يې درلودلې وستايلې او د هغوئ پر لا هماهنګۍ يې ټينګار وکړ ترڅو په يوه مټ د دښمن په وړاندي په کلکه مبارزه وکړي .

وروسته په دغه غونډه کي د امنيتي ارګانونو مسئولينو د خپلو لاسته راوړنو او اجراتو په اړه د غونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړه .

په غونډه کي د کندهار د ملي امنیت مرستیال وويل : د ملي امنیت ځواکونو په تېره اوونۍ کي په کندهار ښار او یوشمېر ولسوالیو کي بریالي عملیات ترسره کړي او پر مهال یې یوشمېر وسلوال وژل سوي، یو شمېر زخمیان سوي  او یوشمېر نور يې ژوندي نیول سوي دي .

د هغه په خبره د وسلوالو مخالفينو ( ۳ ) سنګرونه، ( ۳۰ ) کېلو چاودېدونکي توکي، يو شمېر وسلې او نقليه وسايط، هم له منځه تللي .

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي هم په غونډه کي د پولیسو د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کړه .

ښاغلي اطرافي وويل : پولیسو په تېره اوونۍ کي د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ( ۴۶ ) وسلوال مخالفین وژلي، ( ۱۸ )  نفره یې زخمي کړي او ( ۱۶ ) نور مشکوک کسان يې نیولي دي .

د اطرافي په خبره د ترسره سوو عملياتو په نتيجه کي ( ۲ ) عرادې سراچه ډوله موټران تخريب سوي، ( ۷ ) عرادې موټر سیکلان، ( ۲ ) میله کلاشنکوفونه، ( ۱ ) پایه کشفي مخابیره، ( ۲۰ ) کېلو باروت او ( ۳۳ ) حلقې ماینونه کشف او خنثی سوي دي .

نوموړي وويل : د جنايي جرمونو اړوند يې ( ۱۲ ) کسان په بېلابېلو جرمونو نيولي دي او دوسيې يې څارنوالۍ ته استول سوې، همدارنګه ( ۶ ) نفره معتادين د تداوۍ په موخه د معتادينو مرکز ته معرفي سوي دي او ( ۵۲۸۳ ) ګرامه هیروین هم د پولیسو لاسته ورغلي دي .

د امنيتي مجلس په غونډه کي پر يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث وسو او په اړه يې لازمي مشورې او نظرونه سره وړاندي سول .

د کندهار والي پر داسي مهال نوماندانو ته خبرداری ورکړی دی، چي دوې وروځي وړاندي د هلمند په مرکز لښکرګاه کي ولسي جرګې ته نوماند صالح محمد خان اڅکزي په کمپاين غونډه کي بريد وسو چي د صالح محمد اڅکزي په ګډون ئې لس کسه ووژل او ګڼ شمېر ئې نور ژوبل کړه.