کور / سياسي / په حکومت کې څوک مکافات اوڅوک مجازات کېږي؟!

په حکومت کې څوک مکافات اوڅوک مجازات کېږي؟!

ليکنه: روښان لمر

وايي زړه چې و دردېږي له ړندې سترګې هم اوښکې راځي، نو موږ افغانان هغه خلک یو چې تل مو زړونه دردېږي او داچې زړونه مو دردېږي سترګې به مو لامهاله له اوښکو ډکېږي.

له نورو به يې تېر شو سر به نه پسې ګرځو يواځې دملي وحدت حکومت ته  به که لږ کتنه وکړو، دا هم زموږ د ژوند يو ناسم او بې انډوله برخه ده،څلور کاله ددې حکومت تېر شول خو موږ پکې د خوشحالۍ مخ ونه ليده، او دا هرڅه ددې لپاره چې په حکومت کې تل مخالفتونه وي، تل دوی په خپلو کې سره لاس او ګرېوان وي، کله چې هېواد مشران سره مخالف وي نو د رایت خوبه خود په خپل منځ کې خپړي خپړا وي.

څلور کاله وروسته اوس هم د دې دوه سري حکومت کابینه لا نیمګړې نیمه خوا ده، اوس هم سر پرست وزیر لري، رئیس او معین خو هسی هم هوایی ده، سرپرست د کاپي یا دوهم نمبر شی په مثال دی، او کاپی کله هم اصل ته نشي رسیدلی ،هیڅ سرپرست له زړه کار نه کوي او ډېری سرپرستان په ملی وحدت حکومت کې په زور او زبر دستۍ ناست دي.

په حکومت کې قوم پالنه،ملیت پالنه او سليقوي برخوردونه بله هغه لویه ستونزه ده چی د حکومت له نیمایی ډېر مشکلات له همدې څخه جوړ شوی دی.

لويه ستونزه چې دوه سری حکومت يې لري هغه ددوی د کابينې لخوا له ولایتونو او ځینو اداراتو سره دورغجنې ژمنې دي چې کوي يې خو اجراء کوي يې نه،دې کابينې چې کوم سرونه لامده کړي دي هغه څو څو ځله وچ شوي خو دوی يې خرېيلو ته وخت ندی ورکړي.

د دوی ټولې ژمنې له واليانو سره د غونډې تر ختمېدو وي او همدا چې غونډه خلاصه شوه نو بيا يې الله مل شه،ځکه داهرڅه دکاغذ پرمخ او د ژبې پر سر پاتې شي.

په ډېری ولايتونو کې کله چې انکشافي او زيربنایی پروژي منظورې شي یاله افتتاح وروسته،یانیمایی اویاهم اخر کې پاتې شي،کله يې شرکتونه قراداد فسخه کړي،کله وتختي او کله خو ان د حکومت وسایل هم ځانسره یوسي،دا ټول ددوی د بی کفایتۍ له امله وي،  ددوی مېلو او چړچو لپاره هم پیسې وي،هم موټر اوهم وسایل خو د ولایتونو لپاره بیا بودیجه نه وي.

خوکله چې وخت د حساب شي بيا ټوله پړه د ولايت پر مقام اچول کېږي،والي اهل نه بلل کېږي،خو اوبه له سره خړې وي.

زه به دلته د کندز ولایت په اوضاع یوه برسیرنه کتنه وکړم ،دابه يې یو مثال وي خو ډیری ولایات مو له همدی سر نوشت سره مخامخ دی خو وایی چې په ځنګل کې هرڅوک وېرېږي مګر څوک حال وايي څوک يې نه وايی.

کندز هغه ولایت دی چې د اوسني والي چې عبدالجبار نعيمي دی ،تر ده دمخه  په يوه کال کې دوه ځله د وسله والو طالبانو لخوا سقوط شو،ډیری خلک دا خبره بهانه کوي چې ولې وسله وال طالبان نشي کولی ولایت کې پاتې شي او ساتنه يې نه شي کولای خو،دا هغه پوښتنې دي چې له دوی سره پیدا کېږي خو ځواب يې ځکه ورسره نشته چې دوی نه پوهېږي اصلاً خبره داده چې ولایت طالبان سقوط کولی نشي بلکې هر ولایت چې سقوط سره مخ کېږي د ځایي بی کفایته چارواکيو لخوا په لوی لاس د نغدو په مقابل کې د څو ورځو لپاره پلورل کېږي،که چېرې داسې نه وي نو ولي کله چې مقام نيول کېږي ساتل کېږي ولی نه،ایا د طالب موخه یواځې نیول او بیرته پرېښودل دي؟

نه کله هم داسی نه ده،داهرڅه د یوه جوړ جاړي له مخې ترسره کيږي،يواځې ولايات نه بلکې ډیری پوستي چې کله سقوط کېږی او پوليس یی له مخې مړه کېږي دا هم ژوندي پلورل کېږي.

هو دا هم منو چې ډیر وخت یا کله کله پرته له کومې معاملی یا جوړ جاړي ځينې ولایتونه او پوستې سقون کوي،هغه بيا بېله مسئله ده او هغه دا چې دغو ولايتونو او پوستو ته د مرکزي دولت هيڅ توجه نه وي،ځکه په کوم ځای کې چې له دښمن سره د مقابلې اومبارزې وسایل او زمينه نه وي برابره څنګه به وکړای شي چې دښمن سره په سنګر کې جګړه وشي، مرکزي دولت پوښتنه نه کوي چې ولايتي ادارې څه او کومو شیانوته اړتيا لري،ایا دوی له دښمن سره دمحاربې په خاطر اماده دي،ایا دوی هرڅه لري او ایا دوی له ټولو تجهيزاتو او مهماتومالامال دي؟

نه زموږ حکومت کله هم داسی ندی کړي او نه يې کوي، او همدا لامل دی چې ډير وخت موږ دسقوط او امنیتی ځواکونو دمرګ ژوبلې خبرونه اورو،خو دا ارقام او شمېرې ډېرې کمې پېښې ډیری پيښو کې امنیتی مسؤولین تر بل هرچا ګرم او ملامت دي.

کله چې کندز دوه ځله سر په سر سقوط شو،طالبانو له ځانسره حتی د ولایت له مقام څخه اسناد،وسایل ،مهمات او موټری یوړلی او کوم څه چې د وړلو نه ول هغه یی وسوځول،نو کله چې داسې ده د والایت اوسنی مقام به له دښمن سره دمقابلې په خاطر څه اماده ګي ولري؟

خو داولې،دا د څه لپاره وشول که چېرې دا معاملې نه وي نو ټول حکومت نارې وهي چې د په ټول هېواد کې دوسله والو طالبانو شمیر یواځې څو زره دی مګر په هر ولایت کې د امنیتی،کشفي او دفاعي ځواکونو شمیرلسګونه زره ته رسېږي، مهمات او امکانات يې هم تر هغوی څو چنده زیات دی نو بیاولی دوی په شا کېږي.

ایا د کندز په لومړي سقوط کې په دې ولایت کې پورته يآدو شویو کړیو لکه امنیت،کشف،دفاع دوی شتون درلود ؟که هو نو بیا ولی له دی سره سره سقوط رامنځته شو،که نه ول نو چیرته ول؟

دوهم دا چې کله د حکومت ټولې وسلې،موټرې او مواد ورکېږې ولې يې پوښتنه نه کېږي ایا تر اوسه د سقوط شوی پوستې او ولایت لامل په ډاګه شوی دی، ایا څوک یې ځواب ته چمتو شوي دی او ایاد مسؤول چارواکي عدلي او قضايي ارګانونو ته سپآرل شوي او محاکمه شوي دي که هو نو څوک او که نه دي شوي نو ولې؟

همدرانګه په تېر نږدي کې موږ د غزني ولايت د سقوط او ښار سوځېدنې شاهدان او په دې لويه څو ورځنۍ جګړه کې د سلګونه حکومتي اوملکي خلکو د وژنو شاهدان یو، ددې هرڅه لامل معلوم شو اوکنه؟ اوکه هرڅه د ولسمشر دوه ځله ورتګ سره راسم کړل؟

فراه ولایت په همدې شکل ورته ستونزه لري، فارياب همداسې او همدارنګه ډیری ولایات همدا اوس د سقوط له ویری سره مخ دي.

تېره ورځ په موټر کې له دوه سورليو سره مخامخ شوم چې دوی له هرات څخه ننګرهار ته روان ول،ددوی په وینا چې کندهار او غزني ولایتونه به ډیر ژر سقوط وکړي، ایا دابه د حکومت او کشفي ،امنیتی او دفاعي ځواکونو لپاره لوی شرم نه وي؟

د امنيتي او کشفي ارګانونو او دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په چوکاټونو کې د نمايشي او په سپارښتنو د غیر مسلکي خلکو ګمارنې او ځای پر ځای کېدو دا هرڅه رامنځته کړي دي،ددوی دغه ډول کارونو د ملت او ولس سرنوشت له تباهۍ سره مخ کړی دی د دوی یو ناسم مدیریت د سلګونو بی ګناه خلکو د وژلو او  هلاکت سبب کېږي،تر ټولو بده يې لا دا چې دولت هم بیا هغه خلکو ته ترفع ورکوي او په تقدير نامو يې نازوي څوک چې وطن پلوري،څوک چې ددې هېواد اصلي ساتونکي له وسلو او مهماتو سره یو ځای په دښمن خرڅوي،دلته هغه څـوک مجازات کېږي چې وطن ته خدمت کوي او هغه څوک مکافات کېږي چې خیانت کوي او په هر ډول مردارخورګۍ او کثافت کې يې لاس وي او ددوی همدا بی کفايتي ده چې ورځ تر بلې د دولت او ولس ترمنځ فاصله او واټن سره زياتوي،او کله چې دا واټن نور هم زياتېږي له دې څخه مخالفين لويه ګټه اخلي.

څومره چې زه پوهېږم د کندز اوسنۍ ولايتي ادارې کار شروع کړی دی، او هرڅه له صفر څخه پیل شوی دی، مګر هر پیل له صفر څخه ګټه نه کوي، ځکه که هر والي ځی او بل راځی  بیا له سره پیل کوي فکر کوم دا تر ټولو بله لویه ستونزه ده،ځکه چې نور کارونه به نه وي ایله به پلانونه سره جوړوي،ددی ولایت اوسنۍ اداره خو ځکه ګرمه نده چې تر راتګ دمخه یی ولایت دوه دفه سقوط او هر څه يې قوت لا یموت شول،دوی اړ دی چی له سره یی پیل کړی، خو په ټوله کې کله چې والي بدلېږي او بل راځي پر ځای ددې چې کار له سره پیل کړی د پخواني والي کارونه دی مخته یوسی که څه هم هغه سم نه وی کړی نوی اداره دی یی سمه کړی او په ترتيب دی مخته ولاړه شي.

نن په کندز کې ډیر کاري فرستونه شته دی، ډیر بیکاره خلک په کارونو ګمار شوي او ډیر بی وزله خلک د ژوند له یو لړ ستونزو را وتی دی  او همدارنګه د نورو هغو لپاره يې د کار زمینی برابرېږی، په دې ولایت کې دمعارف،امنیت،زراعت او نورو ګڼو کارونو په برخه کې د ولایت مقام لخوا کارونه ډیر په چټکۍ سره روان دی حتی تیره ورځ می ولیدل چی د شیرخان بندر د سم او له سره جوړولو کارونه پیل شوي او هغه ځمکې چې د سيند د ابود ډیروالي په وجه د خلکو زراعتی ځمکې ورڅخه له تهدید سره مخ وي دهغوی د مخنیوی لپاره کارونه پیل شوی دی،د کندز خان اباد د برېښنا لپاره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې قراردادونه لاسليک شول، همدارګه په کرنیزو برخو کی، د بی ځایه شویو خللکو لپاره، د مرستو او ځایونو برابرول،دخلکو لپاره د صحی اوبو چمتو کول او هغه ځایونه چی وګړي يې ښوونځيو ته لاسرسی نه لری هغوی ته په دې برخه کې اسانتیاوی براول ،همدارنګه هڅې روانې دي چې د کندز هوايي ډګر فعال شي او ملکي پروازونه پکې پیل شي، ځکه چې په نږدې څو لوايتونو کې همدا لوی هوايي ډګر دی او ساحه يې هم ښه پرخه ده ،سره له دې چې ولسمشر هم دا ژمنه کړی وه خو په تاسف چې د د دفاع،کورنيو چارو او هوایی چلند دوزارتونو لخوا یی کارونه تعقیب نشول،کنه اوس به وخته دا ډګر فعال و او الوتنې ورڅخه ترسره کېدې، په ټوله کې په دې ولایت کې کارونه ښه په چټکۍ سره روان دی، او دا ټول هغه څه دی چې ددې ولایت نوی اداره او کاري ټیمونه په پوره چټکۍ سره پر مخ ځي او همدا لامل دی چې د کندز ولایت بڼه بيخی بدله شوی او خلک امید واره کېږي هغه ژوند چې څو میاشتی دمخه له تهدید سره مخ او تهدید نه شته بلکی هرڅوک دازادۍ احساس کوي.

خو که ووایم چې دا هرڅه د ولایت مقام په یواځې ځان کولی شی او کوی یی د ابه ناسمه او غیر عادلانه خبره وی، په دې کې د حکومت مرسته او همکاری ډیره اړینه ده چی له بده مرغه څومره چې پکار ده نه یی ده کړی، همدارګه د ولس او خلکو مرستې او مشورې تر ټولو ډیری اړینی دی چې باید د ولایتی اداری سره لا په لاس او اوږه په اوږه ودریږی ترڅو کارونه ددوی په خپلو لاسونو له پوره بهبود سره مخه او ښه ولاړ شي.

خلک مرسته او همکاري کوی ځکه دوی غواړي نور په ارامه او له جنګ او جګړو څخه په پاکه فضا او هوا کې ژوند وکړي، دوی نور نه غواړي چې د پآکې هوا پر ځای د جنګ لوګي او ګردونه تنفس کړي، نور سولې ته ډیر تږي او لېواله خلک دی،همدا اوس ډیری ملی سوداګر ليوالتیار لري چې په بیلابیلو برخو کي په دې ولایت کې پانګونه وکړي خو د دولت لخوا د نه همکارۍ په صورت کې بېرته بې زړه شي او ټکني کيږي،په ټوله کې د کندز د هر اړخيز پرمختګ لپاره کارونه په چټکۍ سره روان دي او دا هيله او ارمان مو یواځې د کندز نه بلکې د ټولو ولایتونو لپاره ده،الله دی زموږ په ټولو ولایتونو کې امن راولي.