کور / د ډيورنډ کرښه / پاکستاني ریاست  نوې دوکې!

پاکستاني ریاست  نوې دوکې!

ليکنه: دوکتور صلاح الدین سعیدي
پاکستاني ریاست  یعنې پنجاب په سیمه او منطقه کې او په نړېواله کچه د خپلو دومخه جنایتکاره، افغام دښمن او سوله دښمن د سیاستو په لړ کې دوه نوې  سترې دوکې او کرغیړنې برنامې تر لاس لاندې نیولي دي:
۱/ پنجابي ریاست اوس نړۍ ته وایي چې طالب اوس زمونږ لاس کې نه دی او ګواکې  اوس روسې ته تسلیم کړای  او داسې وایي چې اوس د طالب په هکله چې اوس زمونږ له اختیاره وتي،  د روسې سره  خبرې او معامله وکړئ.
سیمه او پاکستان کې با خبره منابع وایي چې پاکستاني ریاست د ملابرادر په شمول د زرو په شاوخوا افغان واړه او غټ قومندانان په دغه علت چې د افغان کابل. حاګمیت سره یې د ای اس ای له اجازې پرته خبرې کولې، وژلي، شهیدان کړي، تري تم کړي او نابود کړي دي.
اوس اوس خبره دلته ده چې د طالب سره د افغانستان د حاکمیت او یا د امریکې د حاکمیت مخامخې خبرې د کوم طالب سره کېدای شي او منظور د دې مخامخ خبرو  عملاً هماغه منظور دي چې د پاکستان په ولکه کې او د پاکستان په کنترول کې طالب سره او هغه هم ملا هیبت الله نومیږي، خبرې او معامله په کار ده. هغه ملا هیبت الله  چې د هغه پوره پوره پته او آدرس د پاکستان له حاګمیت سره شته او حتی د سیمې هر شننونکې د هغه د اوسېدو  په ښار،  مقر او قرارګاه خبر دی.
۲/ دوھمه ستر دوکه هماغه له یوشمېر  طالبانو  او د پاکستان پوځ پورې تړلو  ‌‌‌‌‌‌ډلو ته د داعش نوم ورکوي او روسان د افغانستان او امریکې پر ضد حساسول او خپل د ویړو او باروتو تجارت جاري ساتل دي.
دغزني ولابت افغان ضد ستر داعشي عملیاتو، د حمله کوونکو سترې قربانۍ او بیا د هغوی جنازې د پاکستان د پوځ لخوا او نور شواهد ثابتوي چې دا د داعش او طالب لوبه په وروستیو لسو کلو کې  پاکستانې  او داده نن سبا ایرانۍ لوبه او دوکه ده.
افغان چارواکو او سیمه کې ددې دواړه هېوادو یعنې پاکستان او بیا ایران نوکران دومره قوي او مسلط دي او ستر مالي او انساني امکانات لري چې ملي، متعهد او پر وطن مېن کسان یې له سره نه لري او حتې د پرتلې  وړ نه دي.
ملي او افغانستان ته متعهد ځواکونه له هغې جملې څخه په همدغو روانو پارلماني ټاکنو کې په ‌‌‌‌‌‌ډېرو موارد کې  د آرام نفس ویستواو آزاد رقابت  فرصت او امکانات نه لري.
مونږ خبر یو او دا درسته ده چې د نړۍ یو شمېر نور هېوادونه به هم افغانستان کې خپل وسیع امکانات او نیالګي  لري، خو د ایران او په سر کې د پاکستان خطره او شوم مطالبات له افغانستان د منلو او قبلولو وړ نه وه او نه دي.
دا حالت د سخت تشویش او سختې انګیرنې موجب دی او کېدای شي. خو یقین لرم چې دا مسایل نور جوانب او اړخونه هم لري چې د مطلب د اوږدیدو په خاطر د هغو نورو جوانب او اړخو له بحث نه تېریږم.
د نور تدابیرو سره سره ددې حقایقو او د هغو منطق عامول او نړېوال کول، ځان او نور پوهول د حل او د اضرارو د کمولو  لارې دي.
و ما علینا الا  البلاغ المبین
دوکتور صلاح الدین سعیدي
۱۲/۱۰/۲۰۱۸