کور / طنز / ددرواغو بازار…

ددرواغو بازار…

 


د لندن د کډوالۍ کارمندانو( ايميګريشن) د ورځني چارو د اسانتيا لپاره د درواغو سنجولو ماشين د ساينس د کارپوهانو په مرسته په ډير لوړ لګښت جوړ او نصب کړ خو د دې ماشين ګيج هيڅ کله له سرې  ليکې څخه را کښته نه شو د دوی په خيال چې کار نه کوي  نو يو بل ماشين يې د رښتيا  ويلو د څرګندتيا لپاره جوړ او نصب کړ . يو افغاني رښتينی ډاکټر چې د دښمني له کبله کډوالي ته اړ ايستل شوی وو خپل د شلو کلنو د خواريو کور، شتمني يې وپلورل ځان يې لندن ته راورسوه او دلته يې د رښتيا ويلو د ماشين کوټې ته بوت .ډاکتړ چې پر پوه او علم يې باور درلود اود  درواغو ويلو يې بد راتلل نو په خپله انترويو کې يې رښتيا وويل:


زه يو ډاکتړ وم په روغتون کې مې کار  کوی د دښمني له امله مې ژوند په خطر کې وو…..


د کډوالی کارمندانو په هېښتيا ترې وپوښتل:


يوازی ډاکتړ وي بل کوم دولتي څوکۍ دي نه لرله؟


کوم وزير، صدراعظم، رييس جمهور يا باچا نه وې ؟


ډاکتړ نه پوهيده چې دلته ټول راغلي کډوال لږ تر لږه دوه درې دوره باچاهي کړي ده . يا صدراعظمان وو


د ګډوالی کارمندانو بيا ترې وپوښتل:


لږ تر لږه کوم باچا کوم وزير- مزير…؟


ډاکتړ د نه په ويلو  سر وښوراوه


د کډوالي يو کارمند ډاکتړ ته د ديپورت پاڼه ورکړه چې په هغه کې ليکل شوي وه:


موږ عادي ډاکتړان . استادان نه منو د داسو خلکو په منلو سره به د کډوالو سيل را مات شي .موږ تر اوسه يوازي ديرش زره افغاني مهاجر منلي دي چې هر يوه يې لږ تر لږه يوه دوره باچاهي- ماچاهي يا صدراعظمي تيره کړې ده


د رښتيا ويلو ماشين ګيج هم هيڅ پورته نه شو نو هغه و چې هغه ماشين يې هم لکه خوار ډاکټر ديپورت کړ.


نو دا چې ولي دلته ځيني راغلي کډوال ډير درواغ وايي دا ځکه د دوی د د رواغو خوند ليدلی دی  او دا چې ولي ځيني ځانونه باچاهان ګڼي او لکه باچاهان برخورد کوی او نور خپل رعايا ګڼي دا ځکه چې د دوي کيسونه په پاچاهي منل شوي د ي.


لندن ۲۰۰۲