کور / هراړخیز / د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتوني پېښي (۱۰)

د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتوني پېښي (۱۰)

که مو ددې ليکني تيري شوي برخي نه وي لوستي دا ځاي کليک کړئ


مکمل غېر سېاسي:


 اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسي نه دئ؟


د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان


لسمه برخه 
پرلپسې……(۲۶-۲۴)


مسلمانان به مسلمانان وي  خو ایمان  به ئې  پلورلې  او صلیبیان  به پرې حکومت  کوي:

اومه نجلۍ او نادودې ئې :(۱)

دصلاح الدین ایوبي  دوخت  پیښو لیکونکواوتاریخپوهانو په خپلو لیکنو کې د سیف الله په نامه د یوه  سړي یادونه کړې  او لیکلي  ئې دې   چې  که چیرې په نړۍ کې یوم   انسان  د بل انسان  بندګي کړي  وي نود هغوې  دډلې څخه به  ئې یو  سیف الله  و چې د سلطان ایوبي  بندګي  ئې کوله .  دصلاح الدین ایوبي د یو ډیر نژدې  دوست  او معاون  بهاؤالدین شدّاد په   ډایري  (د پیښوپه  ورځ لیک )کې ، چې نن  هم په  عربي ژبه  کې  خوندي ده ،د همدې وګړي  په هکله  ډیر څه  لیکل  شوې. په دغه  ډایري کې د سیف الله  یادونه په ډیره تفصیلي  توګه  شوې .  دا سړې چي اوس ئې نوم  د  تاریخ  په  هیڅ پاڼه  کې نه تر سترګو کیږي  د دصلاح الدین ایوبي د مړینې  وروسته  نژدې  اولس  کاله  ژوندې و  ،  د پیښو لیکونکې  لیکي  چې   هغه خپل اخري  عمر(  نژدی اولس کاله) په بشپړه  توګه د سلطان  ایوبي  د قبر   په منجاورۍ کې تیر کړ . هغه وصیت کړې  و  چې  که چیرې   ومری  نو د سلطان  ایوبي  سره ئې  نژدې  خاورو ته وسپارئ، خو  څرنګه چې  هغه  د کوم ځانګړي  حیثیت  خاوند نه و  او یو نوم  ورکې  انسان و نو په دې اساس   ئې دمسلمانانو په عامه  هدیره  کې  ښخ کړ، خو دهغې هدیرې  شتون  ډیره موده  دوام ونه کړ  ځکه  چې هلته  خلکو  کلي  او کورونه  اباد کړل  او د هدیرې  نوم او نښه  ئې هم  له منځه  یوړه.

د تاریخ له  اړخه د سیف الله  اهمیت  دا و   چې هغه د سمندر څخه  اخوا د سلطان ایوبي د  وژلو   په  نیت   راغلي و، په هغه وخت کې دهغه نوم  «میګنا ناماریوس »  و، هغه   یواځې د اسلام  د نامه  څخه خبر و ، خو په دې  نه  پوهیده  چې اسلام  څه ډول  مذهب  دې . د صلیبیانو د پروپاګند  په اساس  هغه ډاډمن شوې و  چې اسلام  دکرکی  اونفرت  نه ډک  مذهب دې  او پیروان  ئې  «مسلمانان»  د کرکی او نفرت  نه  ډکه  ډله ، دوې  په  ښځو  زړه ورکونکي او د انسانانو غوښې  خوړونکي  قوم  دې ، په دې خاطر  دغه  ”میګنانا ماریوس»  به  چې کله هم د مسلمان   لفظ  اورید  نو د کرکې  به  ئې   لاړې   تو  کولې .  خو کله چې هغه  د بې مثله  او  بې نمونې  جرأت په  ښکاره کولو سره   دصلاح الدین ایوبي مخته راغې نو  بیا هغه « ”میګنا ناماریوس »ووژل  شو او دمړ وجود څخه  ئې د سیف الله په  نوم یو نوې  انسان   را وزیږید.

په تاریخ کې دداسې  حکمرانانو  کمښت نه شته  چې یا خو وژل  شوې  یا پرې  وژونکې  یرغلونه شوې وي، خو  صلاح الدین ایوبي دتاریخ  د هغه  څو  شخصیتونو  څخه  یودې  چې  د وژلو هڅې ئې  دښمنانو هم کړي  او خپلو دوستانو هم . بلکه  خپلو ئې  د پردیو څخه د هغه  د وژلو ډیرې  هڅې  تر سره کړي . دا  ډیره د افسوس  وړ خبره ده  چې د سلطان ایوبي  د  ایمان   نه د ډکو پیښو  د یادولو تر څنګ د ایمان  پلورونکو  قصې  هم  یادیږي . په همدې خاطر  به صلاح الدین ایوبي بیا بیا ویل  چې « ډیر ژر به د اسلام  اومسلمانانو تاریخ  داسې  ووینئ  چې مسلمانان به مسلمانان وي  خو خپل  ایمان  به ئې   پلورلې وي  او صلیبیان  به پرې  حکومت  کوي .»

اونن  مونږ   هماغه وخت  په خپلو سترګو  وینو !

دسیف الله  قصه  دهماغه  وخته  څخه  پیل کیږي  چې  صلاح الدین ایوبي د صلیبیانو   متحده  بیړه  د روم  په  بحیره کې  و سوځوله  او ډوبه ئې کړه ، دهغوې  یو څو  بحری  جهازونه   خوندی پاته شوي و ، سلطان ایوبي  د روم  د بحیرې  په ساحل  کې  د خپل  فوځ سره  موجود  و  او د سمندرد څپو  څخه را وتونکي صلیبیان  به ئې  نیول او تړل،  دهغوې د ډلې  څخه  هغه  اوه  نجونې   هم وې  چې  تفصیلی یادونه  ئې  مخته  شوېده .

هلته  په مصرکې د سلطان  ایوبي سوډاني  فوځ بغاوت  وکړ  خو  سلطان  هغه  بغاوت او پاڅون   و ځپاوه ،  هغه ته د سلطان زنګې  له  اړخه  را لیږل  شوې  کومک   هم را ورسید، اوس  نو هغه د صلیبیانو د موخو  او پلانونو  د له منځه وړلو   له پاره خپل  پروګرامونه   تر لاس  لاندې  و نیول .

د روم د بحیرې  څخه اخوا د  رو م  د ښار په  څنډو کې د صلیبي مشرانو  کانفرانس   جوړ  شو ، چي  په کې د اګسټس  پادشاه هم ګډون درلود ،  ددې  څخه اخوا په دې غونډه کې د  ریمانډ پادشاه  او د  اوم لوئي ( شهنشاه)    ورور هم  ګډون  درلود. په دې کانفرانس  کې تر ټولو ډیر قهریدلې  وګړي   ایملرک  و، هغه د صلیبیانو د دغې  متحدې بیړۍ ،چې  په مصر باندې د یرغل  له پاره لیږل  شوې وه، ستر قومندان  و  .  خو سلطان  ایوبي  پرې د ناڅاپې  افت  په څیر را پریوت، چې ددې  ناڅاپې  یرغل په واسطه  ددې   بیړۍ  یو عسکر  هم  د مصر په ساحل کې په سلامتۍ  سره  قدم  کینښودلاې شو. ټول هغه صلیبیان  چې د مصر تر ساحله پورې  رسیدلي وو،   دسلطان ایوبي  په لاسو  جنګی بندیان  و ګرځیدل .  دصلیبیانو په دغه کانفرانس کی د ایملرک  شونډې   رپیدلې،   دهغه د بیړۍ   دډوبیدو او سوځیدو نژدې  پنځلس  ورځې تیریدې ،   هغه  په پنځلسمه ورځ  د ایټالیې  ساحل  ته  بیرته  راستون  شوې و . په داسې  حال کې  چې د سلطان ایوبي   اور  توغونکو د هغې د کشتۍ بادبانونه   څیرلې  او سوځولې و  خو هغه  د ښه نصیب او قسمت  خاوند  و چې دهغې ملاحانو په  اور باندې  کنترول  وموند  او دهغې   جهاز ئې  د ډوبیدو  څخه و ساته ، خو د بادبانونو پرته جهاز  په سمندر کې  ګډیده ، بیا  توپان   راغې ، دهغې د خوندي  پاته کیدو  ټولې لارې  له منځه  تللې  وې ځکه  چې  ډیر  شمیر  پاته  شونې  کشتۍ  او  جهازونه  په هغې   توپان کې،چې د سلطان ایوبي د ځواکونو د برید  ورسته  را پیدا شوې و ، غرقی  شوې وې. دا  یوه معجزه وه  چې د ایملرک  جهاز  په سمندر  کې  په  ګډا  و  او  په  ډیرو  غورځو  پرځو  تر ساحله  پورې  را ورسید. ساحل ته ددې   د کشتۍ  په را رسیدو کې د هغې  د ملاحانو  پوهه اوکمال  هم  شامل و، ځکه هغوې د څپو  په توان  سره  کشتۍ   کنترولوله .ساحل ته د رارسیدو سره  سم هغه   ټولو ملاحانو او سپاهیانو ته   ډیر زیات  انعامونه  ورکړل.

صلیبي مشرانو   هملته دده  انتظار کاوه ، هغوې  په دې  فکر او  غورکې ډوب و  چې چا ورته  دوکه  ورکړې ، ښکاره   ده چې دا شک  یواځې  په  سوډانې  سالار ناجي  کیداې شو  ځکه  دوې دهمغې د لیک پر بنسټ هلته خپله  متحده بحري  بیړه ور  لیږلې وه ، او  دهغوې سره د ناجي  د لیکنواړیکو  لا  د پخوا څخه  شتون  درلود. هغوې د ناجي ددې لیک  ، لیک دود  د هغې د پخوانیو لیکنو سره  یوځاې  کړ  نو شک  ورته پیدا  شو   چې حتما څه ګړبړ  شته ، هغوې قاهرې ته  جاسوسان  استولي و  خو دهغوې له اړخه  هم لا تر اوسه  کوم خبر  نه و  را رسیدلي ، هغوې ته ددې خبرې کونکې  او ددې راز   را سپړیدونکې هیڅوک  نه و  چې ورته ووائې  چې  سلطان  ایوبي   ناجي او دهغې  سازش کونکې ډله  په  پټه  توګه له منځه وړي دي ،  او د شپې  په تیاره کې   ئې په نوم ورکو قبرنو کې  ښخ کړې دي .  دا لیک  پخپله د ناجې د لاس   لیک و. خو د یرغل تاریخ  ئې سلطان  ایوبي  تبدیل کړې و ،د جاسوسۍ  دا ډول معلومات  له هیڅ  ځایه نشواې  تر لاسه کیداې.

په  همغه  ورځ دا کانفرانس  پرته  له کومومثبتو پایلو  څخه  پاې  ته ورسید، د ایملرک  دخولې څخه  یوه  خبره  هم  نه راوتله ،  هغه ماته  خوړلې وه ، په غُصّه  او قهر کې ډوب  و ، او ستړې ستومانه هم .  کانفرانس د بلې  ورځې  پورې و ځنډول  شو ……  دشپې  ټول   پادشاهان  او رئیسان  د ماتې  او  غم  په شرابو کې  ډوب  پراته و .

په سبا یوبل  سړې هم  دې  غونډې ته راغې   چې یواځې  ریمانډ  پیژنده ،  هغه د  ریمانډ  باورې  دوست  او جاسوس  و.  هغه د یرغل په ماښام د مصر په ساحل کې پیاده  شوې و ، دهغې  څخه لږ څه وروسته د صلیبیانو بیړه  راغلي وه  او دابیړه دهغه د سترګو تر مخ د سلطان  ایوبي د ډیر  لږ فوځ   په برید   تباه او ډوبه  شوه .

دا  جاسوس هملته دمصر په ساحل کې  اوسیده  او ډیر زیات  معلومات  ئې را ټول کړي و.  ریمانډ  دغه نوې کس  هغو  ټولو ته  ور وپیژانده ، نو ټول  ترې  سمدستي  راتاو  شول ، دې  جاسوس ته  معلومه وه  چې صلیبي  مشرانو د سلطان ایوبي  د وژلو له پاره  د رابن  په نوم یو جاسوس د سمندر  څخه اخوا  لیږلي و . او دهغې د کومک  له پاره ئې  پنځه  کسه  نور تکړه او روزل  شوې  پوه  جاسوسان   او  اوه کسه  ښیاسته  او ښکلې روزل  شوې   نجونې   هم   استولې وې .

دې  جاسوس  وویل   چې  رابن  د زخمیانو سره یو ځاې  د  زخمي کیدو په بهانه دصلاح الدین ایوبي  تر پنډ غالي  پورې ورسیدلې دې  د هغه پنځه کسه  هملته د تاجرانو په لباس کې    شتون  لري  ، دهغوې  د ډلې څخه کرسټوفر نومي  یو سړي  په سلطان ایوبي  باندې  یو غشي  هم  ور وویشتې و ، خو غشې  خطا  ولاړ . پنځه واړه کسان  نیول شوي دې  او هغه اوه نجونی هم  هملته بندیانې  دې ،  که  څه  هم هغوې ډیره ښه  قصه  جوړه کړې  وه ، په دې خاطر سلطان ایوبي نجونې  په خپله  پناه کې واخستې او هغه  پنځه کسه  تاجران ئې پریښول ، خو د ایوبي  یو ډیر پوه  رازموندونکې  چې  علي بن سفیان  نو میږي  په ناڅاپی توګه  راغې  هغه یوځل بیا ټول  و نیول ،  او دپنځو  څخه ئې یوکس د ټولو تر مخ  وواژه او د نورو  څخه  ئې  اقرار  واخست . دې جاسوس غونډې ته  وویل « ما د خپل ځان په هکله  ویلي و  چې زه ډاکټر یم  په دې خاطر سلطان  ماته  د زخمیانو  د  علاج  دنده  را وسپارله  .  ماته د هماغه ځایه  څخه خبر را ورسید  چې سوډانیانو  بغاوت کړې  و خو  دسلطان  ایوبي  له  خوا  و ځپل شو. او د سوډانیانو  سالاران او مشران د  ایوبي  په  لاسو  کې  کښیوتل ،  اوس  رابن ، څلور نورکسان  او شپږ نجوني  د ایوبي  په بند کې دي  اوایوبي تر اوسه  پورې په ساحل کې دې ،  هغه اومه نجلۍ  چې تر ټولو ډیره  هو ښیاره ده   بې درکه  شوې ، ددې  بې درکې نجلۍ نوم  «موبینا ارتلاس  » دې  خو هلته  ورته  موبي  وائې . ایوبي هم په پنډغالي کې نشته ، او د جاسوسۍ د شبکې مشر  ئې  هم   هلته  شتون  نه لري ، زه  په ډیره  ستونزمنه توګه  راوتلې  یم ، په ډیر زیات  جرأت  سره مې له هغه ځایه  ځان را وویست  او   یوه ګړندۍ  کشتې  مې  تر لاسه   کړه ،  زه  دهمدې خبر  د ورکولو  له پاره دلته تاسو ته  راغلي  یم  چې رابن ،  دهغې  جاسوسان    او هغه شپږ  نجونی  ټول  د مرګ د خطر  سره مخ دې . د سړیو  دومره  فکر کول  په کار نه دې خو د هغو نجونو په څنګول اوخوندې کول  ډیر اړین دې .  تاسو پو هیږئ  چي  هغوې ټولې  ځوانې  او په ګوته  را ټولې کړل شوي ښایسته نجوني دې . دهغو  هغه   بدحالي  چې اوس به په کې د  مسلمانانو  له  خوا را ګیرې وي    ستاسې د تصور اوانګیرنې  څخه پورته دې.»

«مونږ به دا قربانی ورکوو »    شاه  اګسټس  وویل .

« که  چیرې ماته ډاډ  راکړئ  چې د نجونود خلاصون له پاره  به په ګډه قدم پورته کوو نو تر ټولو  دمخه زه دې قربانۍ ته چمتو  یم . » ریمانډ  ورته  وویل .« خو د خواشینۍ ځاې دې  چې  مسلمانان  به دهغوې سره د وحشیانو په  څیر سلوک وکړي ، او نجونی  به پر مونږ لعنت وایي  ، زه  به د هغوې  د خوندې  بیرته  راستنید په اړه  خپلې  هیڅ ډول   هڅې ونه سپموم »

« داهم  کیداې  شي ، » رابرټ  ورته وویل « چې مسلمانان د دې نجونو سره ښه سلوک وکړي  او برعکس ئې زمونږ پر خلاف  د جاسوسۍ  له پاره په کار واچوي . په  هرصورت  دا  زمونږ دنده ده  چې هغوې ددې  قیدو بند څخه  ازادې کړو ، زه دهغوې  د ازادۍ له پاره د خپلې نیمائې  خزانې  مصرفولو ته تیار یم .» 

« دا نجونې یواځی په دې خاطر ارزښتناکه نه دې  چې نجوني دي  » جاسوس  ورته وویل «  هغوې  روزل شوې دې، د داسې  خطرناکه  کار   له پاره داسې   په ګوتو را ټولې کړل  شوې نجوني  پیدا کیږي  چیرته ! تاسې به  په ډیره  ستونزمنه توګه  داسې  یوه نجلۍ  تیاره کړئ  چې هغه دې  د دښمن  سیمی  ته ولاړه  شي  او خپل  ځان دې  دښمن  ته ور حواله کړي  بیا دې ددښمن د عیاشۍ له پاره  وسیله  شي  او د هغوې تر منځ  دې  جاسوسي او تخریب  کاري پیل کړي .  دداسې کار د ترسره کولو  له پاره  تر ټولو دمخه  عزت  له منځه  ځی او تر څنګ  ئې د ا ګواښ  تل موجود وي  چې  کله  چې  هم دښمن ته مالومات  تر  ګوتو شي  چې دا نجلۍ جاسوسه ده  نو هغه  ته بیا اذیت  ناکه سزا  ورکوي  او په  ډیره  خرابه  توګه  ئې  وژني ….. دانجونې مونږ  په ډیر زیات   قیمت  تر لاسه کړي  او بیا مو روزلي دې  او بیا مو په  ډیره  ستونزمنه  توګه  هغوې   ته مصري او عربي  ژبې   ورزده کړي ،  په یوه ځل  د اوه   تجربه لرونکو  نجونو  د لاسه  ورکول  د عقل نه لری  خبره ده »

« ایا ته په باوري  توګه ویلاې  شې  چې  نجوني به د ایوبي  عسکري  پنډغالی  څخه ازادې او  را وویستې  شو؟» اګسټس ترې وپو ښتل .

«هو  درونده  مشره !» جاسوس  وویلې « هغوې  را ویستل کیداې شي   خو ددې کار  له پاره په  غېر معمولی توګه د زړه ورو  او تجربه لونکو  وګړو   اړتیا ده،  دا هم کیداې شي  چې   هغوې رابن  ، دهغې  څلور ملګرې او دا  نجونی  قاهرې ته یوسي . چې بیا به ئې د هغې ځاېه څخه را ویستل ډیر  درانده  تمامیږي ،  که چیرې مونږ وخت  له لاسه ورنه کړو  نو مونږ هغوې په همغه عسکرې  پنډ غالي کې  ګیرولاې شو.تاسو ماته  شل کسان  را کړئ  زه به د هغوې  لارښوود  و اوسم ، خو سړي  باید  داسې وي  چې هر ډول خطر په ځان و مني  او پر خپل ځان  هر ډول  اذیتونو ګاللو  ته  چمتوالې ولري .

«مونږ باید  په هر قیمت  چې کیږی دا نجونې  بیرته  را ستنې کړو » ایملرک  په غُصّه  وویل ،  هغه  څه  چې د  روم په بحیره کې پرهغه تیر شوي و  د هغې د بدلې اخستلو احساس  هغه نور لیونې کړې و . هغه د صلیبیانو د متحده بیړۍ  او په هغې بیړۍ کې د سپور  لښکر  اعلی  قومندان  و او په  دې  امید  مصر ته تللې وه  چې   د مصر دسوبي   پګړۍ به دده  په سر  و تړل  شي . خو سلطان  ایوبي  هغه ته د مصر تر ساحله  پورې دتللو فرصت هم  ورنکړ. هغه په  سوځیدونکې جهاز کې  د سوځیدو  څخه خوندې پاته شونو جهاز یې  د توپان  څپو پسې واخست ، اوس  چې خبرې کوي  نو شونډې  ئې رپیږي. او دخبرو په وخت کې  یا میز  په سوکانو وهي او یا خپل ورون په زوره  زوره   په  څپیړو وهي  او بیا خبره کوي . هغه وویلې  « زه به نجونی هم راوړم ، او سلطان  ایوبي  به  هم  وژنم . زه به همدا  نجونی د مسلمانانو د سلطنت د جرړو  د ویستلو  له پاره  استعمالوم .»

« زه د  زړه  له کومي ستا تائید کوم  ، ایملرک  پادشاه !» ریمانډ ورته وویل ،« مونږ باید دا  روزل شوې  نجوني  دومره په اسانۍ له لاسه ورنه کړو ، او نه دا کار کوو،  تاسې ټولو ته  ډاګیزه  ده  چې د شام (سورئې ) په  حرمونو کې زمونږ څومره نجونی  ور ننوتي دې  او څومره مسلمان  والیان  او امیران د همدې نجونو  په لاسو کي   لوبیږي، په بغداد کې  همدې نجونو د  امراو په لاسو  ټول هغه  وګړي  چې دصلیب مخالف و  له  منځه وړي دي ، مونږ د مسلمانانوخلافت د ښځو او شرابو په واسطه په درې برخو ویشلې  دې . په  هغوې کې  یو والي  نه  دې پاته ،  هغوې  په  عیش او  عشرت کې ډوب  دي ،  او لا  ډوبیږي . یواځې  نورالدین  زنګي او صلاح الدین ایوبي  دي چې که چیرې ددې دواړو  څخه کوم  یو هم  ډیر  ژوندې  پاته  شو  نو بیا  به زمونږ له پا ره د اسلام  له منځه وړل  اسانه  نه وي ،  که چیرې سلطان  ایوبي   د سوډانیانو  بغاوت  ځپلې وي  نو دهغې مطلب   خو داشو  چې دا  وګړې  دهغې  څه  نه هم  زیات  خطرناک دې  تر کومه  پورې   چې مونږ  انګیره .   مونږ  ته  اوس د جنګ د  ډګر  څخه  اخوا د تخریب کولود محاذ  پرانستل هم  اړین دي ،  په مسلمانانو کې د تفرقې او بې  باورۍ د  خپرولو  له پاره مونږ ته  دهمدې  نجونو  څخه دکارد اخستلو له  پاره   سخته  اړتیاده  .»

« مونږ ته د خپلو کامیابه  تجربو څخه  ګټه پورته کول اړین دي »  د اوم لویي ورور  رابرټ  وویل ، » په  عربو کې مونږ  دمسلمانانو دکمزوریو  څخه  ګټه   اخستې  ده ،  مسلمانان  د ښځو ، شرابو  او  شتمنیو پسې  ړانده  دي ،  د مسلمانانو د وهلو او ځپلو  یواځنۍ  لار داده  چې هغوې پخپله دخپلو مسلمانانو په لاسو   ووژنئ ،  مسلمانانو ته د ذهني عیاشۍ  سامان  تیار کړئ  نو بیا هغوې دخپل دین  او ایمان څخه هم لاس په سر کیږي .  بیا تاسي د مسلمانانو ایمان  په ډیره آسانۍ سره  اخستلاې شئ»   هغه  دخپلو  خبرو د  تائید  له پاره د عربو   د څو رئیسانو ، امرانو او وزیرانو نومونه   واخستل  چې  صلیبيانو  د ښځو  ، شرابو او شتمنیو په واسطه  اخستي  و او هغوې  ئې په  پټه  خپل دوستان  ګرځولي و.

د لږ څه  وخت  له پاره د مسلمانانو  په کمزوریو باندې خبرې  وشوې  اوبیا د نجونو د ازادولو په  عملي اړخونو  هم غور  پیل  شو . اخر دا پریکړه  وشوه  چې شل   زړه ور کسان دې ددې کار  د ترسره کولو له پاره تر  سبا ماښا پورې و استول  شي ،  سمدستي ئې  څلور  پنځه  قومندانان  را و غوښتل ،  هغوې ته ئې اصل مقصد او  موخی  و ښوولې  او   ورته ئې وویل  چې  شل کسان  باید  و ټاکئ .  قومندانانو د لږ څه وخت   له پاره  ددې  موخو  د تر لاسه کولو په لار کې  د خطرونو په اړوند  بحث  وکړ، یوه قومندان وویل  «  مونږ   لا  د پخوا څخه دهمداسې  یوه  ځواک  په تیارولو  لګیا  یو  چې  ولاړ شي او دمسلمانانو  په پنډغالي کې  شپیني  غلچکي  عملیات  تر سره کړي  او دهغوې  په  متحرک  فوځ  هم د شپې   له اړخه  غلچکي  بریدونه  وکړی اوهغوې ارام   ته پری نږدي   دداسې  ځواک  له پاره  مونږ یو څو کسان  ټاکلی  هم دې .»

«خو دا وګړی باید  سل  په سلو کې باوري  وي »  اګسټس  وویل . «  هغوې  زمونږ  اوستاسې  له سترګو   پټ  خپل کارونه تر سره  کوي،  دا هم کیداې  شي   چي هغوې  هیڅ هم و نه  کړي او بیرته  را و ګرځي  او ووایي  چې هغوې ډیر څه کړي او  راغلي دي .»

« ته  به ددې خبرې  په اویدو سره حیران  شئ»  یوه قومندان  وویل  «  چې  زمونږ په فوځ کې داسې سپاهیان  هم  شتون  لري  چې مونږ  د زندانو  څخه  راویستلي دي ، دا  وګړي   غله ،  لار وهونکي، شوکماران  او  داړه ماران دي ، هغوې ته ډیرې  اوږدې  اوږدې سزاګانې  ورکړل  شوې دي ، هغوې  به  په  بنديځایو کې  مړه کیده ، مونږ  دهغوې سره خبرې وکړې  نو هغوې په ډیر   جوش او میني  سره فوځ ته راغلل ،  تاسو  به ددې  معلوماتو په  هکله هم  حیران شئ  چې  په دغه ناکامه   یرغل  کې همدې  مجرمو بندیانو  په ډیره  بهادرۍ  سره  څو جهازونه  په  څنګ کړي دي … زه  دمسلمانانو  څخه د نجونو د ازادولو ددې پلان شوي  یرغل  له پاره  درې  همداسې کسان  استوم .»

تاریخپوهانو لیکلي دې  چې په مسلمانانو کي  دعیش او عشرت  میلان  ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو  و،  او  اتحاد  او یووالې ئې  له منځه تلونکې . عیسایانو دمسلمانو د اخلاقي تباهۍ  له پاره  هغوې ته د ذهني عیاشۍ   هر ډول  سامان او وسایل   تیار کړي و…. اوس هغوې   دا امید  کاوه  چې مسلمانان   به  په یوه  یرغل  سره له منځه  یوسي ، هماغه  و چې  د هغوې  پر خلاف ئې په عیسائي دنیا کې د نفرت  او کرکې  یو توپانې  پروپاګند   پیل کړ. او هر  چاته ئې د مسلمانانو پرخلاف  په جنګ  کې د  ورګډیدو  بلنه ورکړه ، ددې  پروپاګند په ځواب  کې او دمسلمانانو پر خلاف  په  جنګ کې  دګډون   له پاره  دهغوې  د ټولنې د هرې  برخې  خلک په صلیبي لښکر  کي ورننوتل ،  په دوې کې  عیسایي ملایان  (پادریان )  هم  شامل و، اوهغه عادې مجرمین هم ، چې د خپلو  ګناهونو  څخه ئې توبه کړې وه، ټولو د مسلمانانو پر خلاف  وسله  پورته کړه .  د یو شمیر هیوادونو په بندې ځایو کې  هغه مجرمین  چې  د اوږده  بند سزا  ورکړل  شوې وه  هم په فوځ کې  د ورګډیدو  بلنه تر لاسه کړه  ، ځکه ددې  مجرمینو  په اړوند   عیسایانو ښه  تجربه درلوده ، او دهمغې  تجربې  له مخې یوه قومندان د نجونو د ازادولو او د صلاح الدین ایوبي د وژلو په خاطر  دهمدې بندې مجرمینو  د ډلې  څخه څو کسان انتخاب کړل. 

تر ناوخته  پورې  شل  ډیر  زړه ور  او   ذهین روزل  شوي  وګړي  را ټول کړل  شو  چې  په دې ډله کې یوبندې « میګنا ناماریوس » نومې  هم شامل  و. نوموړې  د روم  د  جیل څخه را  ویستل  شوې و.

هغه  جاسوس  چې د سلطان  ایوبي  په پنډ غالي  کې ئې د ډاکټر په څیر کار کاوه او اوس  را تښتیدلې و ، ددې  کمانډو  ډلې  قومندان او  لارښود  و ټاکل شو. دې ډلې  ته دا دنده  ورکړل شوې و ه ، چې نجونې به د مسلمانانو د بند څخه  ازادوي ،  که  چیرې  و توانیږی چې رابن  او دهغه نور څلور  ملګري  هم  را  ازاد کړای شي  ډیره  به ښه وې  او که نه  دهغوې  له پاره  دخپلو ځانونو په  خطر کې اچولوته اړتیا نه شته ،  دهغوې  بله دنده به داوي  چې  سلطان  ایوبي  به له منځه وړي ، دې ډلي ته  ئې کومه  روزنیزه   ښوونه  هم ور نه کړه . یواځې  په خوله ئې ورته یو څو لار ښوونې  وکړې  او د اړتیا  وړ نظامي  وسایل  ئې ورته  برابر کړل  او په  همدې ورځ ئې د ماهي نیونکو په  کالیو کې په  یوه   بادباني کشتۍ کې  هلته  ور  واستول .

*****(۲۴)

هغه وخت چې دا کشتۍ د ایټالیې  د ساحل  څخه روانه شوه ،  نو صلاح الدین ایوبي د سوډانیانو بغاوت په مکمله توګه  ځپولې  و، د سوډانیانو  زیات شمیر  قومندانان  یا خو وژل شوي  و  او یا زخمي  پراته و   او یا د سلطان ایوبي ددفتر تر مخه  ولاړ و .  هغوې  وسله پر ځمکه  ایښي  وه،   ماتې  خوړلي و  او د سلطان ایوبي   اطاعت  ئې منلې و.  هغوې د سلطان   د حکم  منتظر و ،  سلطان  دننه ناست و  او خپلو سالارانو ته ئې  احکام ورکول . علي بن سفیان هم هملته موجود و .  په دې سوبه کې د هغه  ډیر زیات  لاس  و ،د صلیبیانو په ماتې  کې هم د هغې  جاسوسي  نظام  ډیر  زیات  کار کړې و  بلکه دغه دواړه  بریاوې  دجاسوسي  نظام  بریاوې  وې .  داسې بریښیده  چې سلطان ایوبي ته یو  ناڅاپي څه  ور  په یاد شوي وي ،  علي بن سفیان ته ئې مخ  واړاو  او ورته ئې ویل  « علي !  مونږ  ته دهغه  جاسوسو نجونو او دهغوې دملګرو  په هکله د فکر  کولولو له پاره وخت هم  نه دې تر لاسه شوې  ، هغوې ټول تر اوسه پورې  په ساحل کې  په  بنډعالي کې  بندیان دې ،  هغوې ټول  سمدستي  دلته  راوړئ  ، مالومات  ترې  تر لاسه کړئ  اوبیا یې په   تورو کوټو کې    ور  واچوئ »

«زه همدا اوس  پیغام  استوم » علي بن سفیان ورته وویل « هغوې ټول  به دلته  د ساتونکو تر منځ   را وغواړم …..خو سلطانه ! شاید  چې  له تا څخه هغه اومه  نجلۍ  هیره  شوې وي ، هغه د سوډانیانو دیوه قوماندان  «بالیان » سره وه ، دهغې نجلۍ څخه دجاسوسانودشتون اود سوډاني فوځ  دبغاوت    راز  را څرګند  شوې و، زه اوس  وینم  چې بالیان  په دغه قومندانانو کې، چې بهر ولاړ دې ، نه شته.  په زخمیانو کې مې  هم نه دې  تر سترګو شوې  او په مړو  کې ئې هم  چا  جسد نه دې کتلې ، زه شکمن یم  چې هغه اومه نجلۍ  چې نوم  ئې فخر المصري  موبي   وایه  ،  دبالیان سره  چیرې  پټه  شوې ده . »

«« خپل شک  رفع کړه  علي !» سلطان ایوبي ورته وویل «  اوس  دلته له ما سره  ستا شتون  ته اړتیا نه شته ، که بالیان  ورک  شوې وي  نو خامخا  به د روم د بحیرې په لور تللې وي ،  دصلیبیانو پرته  هغه ته بل څوک  پناه نه ورکوي ، په هر صورت  هغه  جاسوسان ټول  په   تاخانو کې  ور واچوه  او سمدستي  د خپلې  شبکې   دجاسوسانو ډله  تیاره اود سمندر  څخه ئې  اخوا   و استوه ، »

« ډیره اړینه خو داد ه   چی زیات شمیر جاسوسان  په خپله خپل  هیواد کې  خپاره کړو ،» ددې مشورې  ورکونکې د سلطان نور الدین زنګې  له اړخه د را لیږل  شوې فوځ  یو سالار و ، هغه  ورته وویل « مونږ ته دصلیبیانو  له اړخه  دومره ګواښ نه شته  څومره  چې د خپلو مسلمانو امرینو ، رئیسانو او سازش کونکو  څخه دې .  خپل جاسوسان دهغوې  په حرام سرایونو  کې  ورداخل کړئ   و به  وینئ  چې  د ډیرو زیاتو  سازشونو څخه   پردې پورته  شي .»  هغه نور هم په تفصیل  سره  خبره وکړه  چې دا  حکمرانان  څه ډول او په کومو  لارو د صلیبیانو په لاسو کي لوبول  کیږي .  سلطان  زنګي به زیات وخت اندیښمند و او ویل  به ئې  چې « د بهر د یرغل مخه و نیسو اوکه  خپل کور   دخپل  چراغ  او په خپل  لاس  دسوزیدو څخه خوندي و ساتو» .

صلاح الدین ایوبي  دا  خبرې   په ډیر غور او دقت سره  واوریدې  او وئې ویل «  که چیرې  تاسې خلک  چې وسله وال  یاست ، دیانت  لرونکې  او دخپل مذهب  سره  مخلص  واست  نو د بهر یرغلونه  او   د کور  سازشونه   قوم  ته  هیڅ  ډول زیان  نه شې ور رسولې ،  تاسې  خپلې  سترګې  د سرحدونو څخه لرې  هغه  لورې ته  یوسئ ،  داسلامې  سلطنت  پولي  نشته ، تاسې  چې له کومې ورځې  خپل  ځانونه  او د اللهج دغه ستر مذهب  اسلام ، په سرحدونو او پولو  کې  را و نغاړه  نو په همغه ورځ په دې  وپوهیږئ  چې تاسې به په خپله   په خپلې بندې خانې  کې   بندیان  یاست .بیا به ستاسې پولي  پخپله   رژیږي .  خپلې سترګې د روم د بحیرې  څخه اخوا واړوئ ،سمندر  ستاسې مخنیوې نه شي کولې ،  د کور  د څراغونو  څخه  مه ویریږئ ،  دا خو د یوه  پوکی  په واسطه   له منځه  ځي  او مونږ به  ددې پر ځاې د ایمان  چراغ  رو ښانه کوو.»

«درونده سلطانه !  مونږ امید لرو  چې د ایمان پلورنکو مخه به  تم کړاې شو . » سالار  ورته وویل « مونږ  نا امیده نه یو  » .

« یواځې  ددوه  بدیو  څخه ځانونه خوندې وساتئ  زما دوستانو ! » سلطان ایوبي ورته وویل .«  دنهیلئ اوبل  ذهني  عیاشئ  څخه . انسان  لمړې د هر څه د مخه  نهیلې  او نا امیده کیږې  اوبیا د ذهني عیاشۍ په واسطه د تیښتې    لاره  خپله  وي »

په دې وخت کې علي بن سفیان تللې و ،  هغه  سمدستي  یو قاصد  د روم  دبحیرې   پنډغالي ته  ددې  پیغام سره یو ځاې  استولې  و  چې  رابن ، دهغه څلور ملګري  او نجوني  ټول  په آسونو او یا اوښانو  سپاره  اودلته دارالحکومت  ته ئې  د ساتونکو په  ساتنه کې  خوندې  راواستوئ ،…..قاصد ئې  اخوا و لیږه  خو پخپله د خپلو  شپږ   اوه   سپاهیانو سره  د قومندان بالیان په  لټون پسې  را ووت ،  هغه د هغو سوډاني قوماندانانو  څخه  چې هلته بیرون ناست  و د بالیان په اړوند هم پو ښتنې کړې وې . ټولو ویلې و  چې  هغه مونږ ته په دې  جنګ کې  چیرې هم  نه  دې  ترسترګو شوې    او نه  هم  هغه ددې  فوځ سره  ، چې د روم د بحیرې  په لور د سلطان په فوځ باندې د یرغل  له پاره لیږل  شوې و ، کتل  شوې ،  علي بن سفیان د بالیان کور ته ولاړ خو هلته  ئې د هغې ددوه زړو  خدمه و  څخه  بل  څوک ونه موندل ،  هغوې ورته وویل  چې د بالیان  په   کور  کې  پنځه نجونې  وې  ، په هغوې کې به  چې دکومې  یوې عمر  لږ څه ډیریده  هغه به ئې له دې ځایه  غېبوله ،  او دهغې پر ځاې به ئې ځوانه  نجلۍ  را وړله ،  هغو  خدمت ګارانو  وویل  چې د بغاوت  تر مخه  هغه ته یو فرنګي  نجلۍ  راغلی  و ه  چې ډیره زیاته  ښایسته او  هو ښیاره وه ، بالیان دهغې  غلام  ګر ځیدلې و ،د بغاوت  نه یوه ورځ  وروسته  کله چې سوډانیانو  وسله پر ځمکه کښیښوده نو بالیان د شپې  دشپې  په آس  سپور  شو  او په یوه بل آس هغه فرنګي  نجلۍ  سپره  شوه ، خو څرګنده  نه شوه   چې هغوې کومې  لورې ته  ولاړل ،  دهغوې  سره  اوه  آس  سپاره  نور هم  ملګري و.  د حرم  د نجونو په اړوند  هغو  زړو خدمه و    وویل  چې  هغوې ته  چې څه په کور  کې په  لاس ورتلل  وائې خستل  اوپه خپلو خپلو لارو  ولاړې .

علی بن سفیان دهغې  ځاې څخه  بیرته راستون  شو  نو  یو کس  چې خپل آس  ئې ډیر   ګړندې   ځغلاوه  راغې او دعلي بن سفیان  تر مخ  و درید . په دې آس  باندې فخر المصرې  سپور و . را ټوپ  ئې کړ او دآس  څخه  را ښکته شو  اوپه لړزیدلې   اواز  ئې وویل «زه   تاپسې  راغلې یم  ،زه  هم همدغه بدبخته بالیان او ددغې کافرې  نجلۍ  پسې  ګرځیدم . زه دهغوې  څخه  بدله اخلم  ، تر هغه  چې دغه دواړه  په  خپلو لاس  و نه وژنم ، نو ارام  به و نه وینم،  زه پو هیږم  چې هغوې به اوس  چیرې تللې وي  خو دهغوې سره اوه کسه  ساتونکي دې او زه  ځانته  یم ،  هغوې د روم د بحیرې  په لور  تلل  ، خو په  عامې لاره  نه ، بلکې د عامې لارې  څخه  لرې  په  درغلي  بې لاریو باندې  روان  دي .» هغه دعلي بن سفیان  په  پښو  لاس کښیښود  او  ورته ئې وویل « د خداې له پاره  ماته  یوا ځې  څلور سپاهیان  راکړه ،  زه د هغوې  پسې  ورځم اوهغو ې    له منځه  وړم .»

علي بن سفیان هغه  په دې وعدې سره   سوړ کړ  چې  هغه ته  به د څلورو پر ځاې  شل سپاره ورکړې   ، هغوې د ساحل  نه اخوا  دومره  ژر  نه شي  تللاې  ، ته له ماسره  اوسه   ، علي بن سفیان  ډاډمن شوې و  چې دا کرّه  معلومات   خو  ورته تر لاسه  شو  چې  هغوې کومې  لورې ته  تللې دې .

*****(۲۵)

په دې وخت کې بالیان د همدې  صلیبي نجلۍ سره  ،چې نوم ئې موبي   ویل کیده  ،دساحل  په لورې د عامی لارې څخه اخوا په کږو وږو لارو باندې  روان و.  هغه ددې سیمې د لارو  اولوړو ژورو څخه  ښه  خبر و ،  خو هغه ته دا معلومه نه وه  چې سوډاني فوځ او دهغې قوماندانانو ته صلاح الدین  ایوبي  عامه بښنه  کړې ده ،  هغه  خو له یوه  اړخه د سلطان  د قهر  څخه  په تیښته کې و  اود بله اړخه  هغه نه غوښتل  چې د موبي په څیر ښایسته نجلۍ  له لاسه ورکړي ،  هغه داسې انګیرله   چې د نړۍ  ښایسته نجونی  یواځی په مصر  او سوډان  کې دې  خوددغه  ایټالیائې نجلۍ  ښایست او زړه  راښکونکي مخ  هغه ړوند کوڼ  کړې و. هغه  د همدې  نجلۍ  په خاطر  خپله  رتبه ،  خپل مذهب او ان  تردې   چې خپل  هیواد پریښودو ته تیار  شوې و. خو  هغه ته د ا  نه وه څرګنده  چې موبي اوس دهغه  څخه   د ځان د خلاصون په فکر کې وه ، هغه  چې دکوم  هدف  له پاره راغلي وه  هغه  اوس  ختم  شوې و .بلکه  هغه هدف  له منځه تللې او تباه شوې و . خو بیاهم  موبي  خپله دنده  تر سره  کړې وه ، ددې موخې  د  تر لاسه کولو  له پاره هغې  د خپل  جسم او عزت  قرباني هم  ورکړې وه . هغه اوس د خپل   عمر څخه  ددوه   هومره  زیات  عمر  د یوه سړې  د هوس  او عیاشۍ  وسیله  ګرځیدلې وه.

بالیان  په دې خیالونو کې  ډوب  و او فکر ئې  کاوه چې   موبي  له هغه سره ډیر ه   زیاته  مینه لري  خو موبي له هغه څخه  نوره کرکه  او نفرت   کاوه ،  مګر څرنګه  چې هغه مجبوره وه  نوپه  دې  خاطر  ئې نه شوکولاې  په  یواځې  ځان  د تیښتې  لار پیدا کړي . هغې د همدې مقصد له پاره  بالیان  له ځانه سره کړې و . هغې ته د سمندر څخه دخپل ځان  دخوندې تیریدو   اړتیا وه . هغې  دروم د بحیرې څخه  اخوا تیریدل غوښتل ،او یا تر رابن  پورې ور  رسیدل . هغه  ته  دا  نه  وه څرګنده  چې  رابن او دهغې نور څلور ملګرې  چې د تاجرانو په کالیو کې و  ، وختي د سلطان ایوبي له  خوا نیول  شوې دې . هغه د همدې مجبوریو  په  اساس  د بالیان په لاسو کې د نانځکې  په څیر لوبیدله ، هغې څو ځله  هغه ته ویلې و  چې  ګړندې  ګړندې  ولاړ شي   او خپل  پړاونه او  تم ځایونه  را کم کړي  اوکه نه  نو و به نیول شي  خو بالیان به  هر چیرې  چې  ښه او شین سیورې وکوت  نو  دمه  به  ئې  کوله ، هغه د شرابو  ذخیره  له خپله ځانه  سره  ګرځوله.

یوه شپه  موبي له  خپله ځانه سره دبالیان څخه د خلاصون فکر وکړ .  هغې په بالیان  باندې  دومره شراب  و څښل  چې  هغه ئې پرې  بې سده اوبې هوشه  کړ.   د هغه سره  هغه اوه  ساتونکي  هم  بیده شوي و . موبي  پوهیده  چې په دوې کی  یو داسې ځوان دې  چې په ټولو ئې خبره  اغېز لري ،  بالیان به هم ډیر وخت   له همغه سره  هره  خبره کوله موبي   هغه  را ویښ کړ او لږ څه  لرې ئې له ځانه  سره یوړ  او  ورته ئې وویلې : ته ښه  پوهیږی  چې زه څوک  یم  او دلته د څه  له پاره  راغلې وم .ما خو تاسې خلکو ته کومک  را وړې و  تر څو د صلاح الدین  ایوبي په  څیر د اجنبي  وګړو څخه خلاصې  و مومئ ، خو ستاسې دا قومندان  بالیان  دومره عیاش  انسان دې  چې هغه د  شرابو  د څښلو وروسته  بدمستیږي اوزما د وجود  سره لوبې  کوي ، ددې پر ځاې  چې هغه  د پوهې او تدبر په  اساس  د بغاوت  له پاره  پلان  جوړ کړي  او سوبه  تر لاسه کړي  هغه  زه دخپل حرم  وینځه و ګرځولم  او په  ړانده  توګه ئې  فوځ  په دوه  برخو وویشه ، او په داسې   بې  پروائې  سره  ئې  حمله وکړه  چې  په  هماغه یوه شپه کې   ستاسې دومره ستر فوځ  له یوه سره له منځه  ولاړ……….

«ستاسې د فوځ دماتې او ناکامۍ ټول  مسئولیت  ددې وګړي  په غاړه دې ، اوس هغه یواځې دعیاشې  له پاره له ماسره  ځي  اوما ته وائې  چې  له ځانه سره ئې د سمندر  هغه لورې  ته بوځم ،  هغه ته په خپل فوځ کې رتبه ورکړم او ورسره واده  وکړم .  خو زه ددې وګړي څخه  کرکه لرم ، ما  پریکړه کړې  چې  که   چیرې  زه واده هم کوم  اویوڅوک  له ځانه سره  د سمندر اخوا  خپل هیواد  ته  وړم اوپه خپل  فوځ کې ورته رتبه  ورکوم  نو ماته به دداسې  یوه  کس  انتخاب  اړین وې  چې زما  خوښ وې ،  او  هغه کس  همدا  ته ئې ، ته ځوان ئې ، زړه  ور  ئې ،  دعقل او پو هي خاوند ئې ،  دهغه وخته  چې  ته زما تر سترګو شوې ئې   زما په زړه کې دې  ځآې نیولې دې ، ماددې  زاړه  څخه و ژغوره ، زه هم  ستایم ، د سمندر   نه اخوا ځو، په فوځ کې رتبه او مال او شتمني  به ستا په  قدمونو کې  کیږدم  خو داسړې  به  همدلته  له منځه وړې ،  هغه بیده دې   هغه   ووژنه  او را ځه  چې ځو»

هغې د ساتونکي په  غاړه کې  لاسونه ور واچول ،  ساتونکې  هم د هغې په ښایست کې  و تړل شو  هغه  د لیوني  په څیر نجلۍ  په خپلو مټو کې  را ونغاړله ، موبي  په داسې  جادو کولو کې  هنرمنده وه . هغه  چې لږ  څه لرې شو یوبل ساتونکې ئې په لور  ورغي  او  تر شا  ئې  یو برچه د هغه په  ملا  کې  ور ښخه کړه، د هغې د خولې څخه  د «وائې» اواز  راووت  او په  یوه اړخ  پریوت . برچه  ئې د ملا څخه را وویسته او دا  اواز  ئې  واوریده ، « دې نمک حرامه ته د ژوندی پاته کیدو  هیڅ  حق نه شته .»  د نجلۍ دخولې څخه یوه   چیغه  راووته ،هغه را پورته شوه او یواځې  همدومره  ئې وویلاې  شول  چې تا هغه  وواژه ،د  هغې  د شا  څخه یو لاس د هغې  اوږه  ونیوله  او ټکان  ئې ورکړ او له ځانه سره ئې  بوتله ،  هغه ئې د بالیان تر څنګ  ور  و غورځوله  او وئې ویل « مونږ ددې  سړې  روزل  شوي  دوستان یو ،  زمونږ  ژوند دهغه  دژوند  سره دې ، ته زمونږ له ډلې څخه  هیڅ یوهم  دهغه  پرخلاف   بې لارې کولی نه شې هغه چې بې لارې  شول  هغوې خپله سزا و موندله ، »

بالیان  د شرابو په نشې کې  مست بې  هوشه پروت  و .

«ایا تاسې  خلکو دا  فکر هم کړې دې  چې تاسې  چیرې  روان یاست ؟»موبي  ترې  وپوښتل .

«په   سمندر کې د ډوبیدو  په لور» یوه  ځواب ورکړ . « له تاسره  زمونږ  هیڅ  اړیکي نه شته ،  تر هر ځایه  چې بالیان ځي، تر همغه ځایه  پورې مونږ  هم  روان  یو .» او هغه دواړه ولاړل  او  څملاستل .

په بله  ورځ چې بالیان را پورته شو  نو هغه  ته  ئې د شپې پیښه  بیان کړه ،  موبي  ورته وویل  چې هغه ماته د وژلو  اخطار  راکړ او له ځانه سره ئې  یوړم ،   بالیان  خپلو ساتونکو ته  شابسي ورکړ  خو دهغوې  دا خبره  ئې بلکل  وانه  وریده  چې دغې نجلۍ  هغه  وژل شوې ساتونکې بې لارې کړې و ، او هغوې ددې نجلۍ خبرې  ټولې اوریدلې وې ، هغه د موبي د ښایست اوشرابو په  نشه کې  بې هوشه شوې او ټول  هر څه ترې  هیر شوې  و . موبي یوځل بیا هغه ته وویل  چې باید ګړندې تګ وکړو ، خو بالیان د هغې د خبرو څه پرواه  نه کوله ،  هغه په خپل ځان    هم نه پوهیده . موبي اوس  نه شوه  ازادیدلاې ، هغې کتلي  و  چې دا خلک د خپلو نژدې دوستانو  له وژلو څخه  هم سر  نه  رغړوي.

مالومه نه ده چې علې بن سفیان  په  کوم  فکر کې ددې  خلکو  تعقیب  و نه کړاې  شو. د بغاوت نه وروسته دحالاتو د  ښه کولو  له پاره  هغه د سلطان ایوبي سره یوځاې  ډیر  مصروف او مشغول   شوې و…

نورپه یولسمه برخه کې …