کور / هراړخیز / د سلطان صلاح الدين ايوبي د وخت ريښتوني پيښي (۱۲)

د سلطان صلاح الدين ايوبي د وخت ريښتوني پيښي (۱۲)

که مو ددې ليکني تيري شوي برخي نه وي لوستي دا ځاي کليک کړئ

مکمل غېر سېاسي:


 اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسي نه دئ؟


د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان


دولسمه برخه 
پرلپسې……(۳۳-۳۰)


مسلمانان به مسلمانان وي  خو اېمان  به ئي   پلورلي  او صلیبیان  به پري  حکومت  کوي: (سلطان ایوبي )

اومه  نجلۍ او نادودي ئي :(۳)

د صلیبیانو  کماندو ډلي  دبلي ورځي د لمر تر ډوبیدو پوري   څه ډیره لار   وهلي وه ،  لاره پورته په لوړه  ختله ،  دا د لوړو  ژورو ډکه  سیمه وه  ، کله چي  د اخلک  یوي  لوړي   ته  وښتل نو  هلته ئي لري  په یوه  میدان کي ، چي د کجورو او څو ډوله نورو  ونو بوټو څخه  زرغون   ښکاریده ، یو  شمیر  ولاړ اوښان  تر سترګو شول ، دا  اوښان   چوکول کیدل او خلکو تري  بارونه    راښکته  کول، هلته څه لس دولس  آسونه  هم ولاړ و.  د هغوي سواره  عسکر  مالومیدل ،  پاته نور ټول   داوښانو خاوندان  و . دا  یویشت  صلیبیان  همدلته  تم شول . هغوي یوه بل ته  وکتل ، د اوښانو او  اسونو  شتون  ورته  داسي   بریښیده لکه خوب  چي ویني. بلکل  ئي په  خپلو سترګو  باور  نه راته  ،  ځکه  دا دهمدوي  اړتیا وه . دهغوي  قومندان  دا  ډله همدلته  تم کړه ، او وئي ویل «  مونږ په ریښتونی توګه   او د زړه  د اخلاصه  په صلیب باندي  لاس  ایښي او سوګند مو پري کړي دي ، راشئ او د صلیب  کرشمي  ووینئ ،  دا معجزه  ده   معجزه ،  خداي  له اسمانه څخه تاسي ته  سپرلۍ را  لیږلي دي ،  ستاسو  دهریوه په زړه کي  چي دکومي ګناه  ، یا دخپلي دندي  څخه د غفلت  او یا د   ځان د په څنګ کولو  کوم  فکر وی  هغه سمدستي  له خپلو  زړونو  څخه  و باسئ ، د خداي   زوي  چي دمظلومانو  ملګري  او د ظالمانو دښمن دي  ستاسی د مرستي  له پاره  له اسمانه  څخه  را ښکته شوي دي »

د ستړیا هغه نښي نښاني چي د هغوي پر مخونو باندي  راښکاره  شوي وي هغه له منځه ولاړي ، او پر مخونو ئي روښنائي  را پیدا شوه . خو هغوي  لا تر اوسه پوري  په دي اړخ  باندي  فکر نه و کړ ي ، چي ددومره بي شمیره  اوښانو او آسونو څخه به چي  دیو شمیر   اوښ چلونکو  او فوځیانو  ملکیت و  څه ډول  د خپلي  اړتیا وړ  سپرلۍ  تر لاسه کوي .

دا  نژدي د سلو په شاوخوا کي د اوښانو قافله وه   چي  په محاذونو  کي پروتو د  اسلامي فوځ مجاهدینو ته  خوراکی مواد  لیږدول . څرنګه  چي  په هیواد کي دننه د دښمن  د یرغل کومه  خطره  نه محسوسیدله  نو په دي خاطر د قافلي  دخوندي ساتلو له پاره   کوم ځانګړي اقدام  نه و  شوي . یواځي لس کسه   آسپ  سواره  ئي ورسره د بدرګي په توګه  لیږلي و .

مګر هلته بالیان هم د خیالي پادشاهانو په څیر  په زور   زور  خندل  او نه  ئي غوښتل  چي د چا خبره واوري.    په کومه شپه ئي  چي نجوني  ازادي کړي وي ، دهغي   څخه په بله شپه  هغه په یوه ځاي کي تم شوي و ، هلته  بالیان  (موبي) ته وویل ، چي مونږ  شپږ  نارینه  یو  او تاسي  اوه  نجونی ، زما دغي  شپږ دوستانو  زما سره ډیره  وفاداري  کړی  ده ، زه  له تاسره   په  عیش اوعشرت کي  مشغول  اوسم  بیا  هم دوي  څه نه وائي ،  اوس  هغوي ته زه  انعام ورکول غواړم ،  ته  ددي نجونو  څخه یوه  یوه  ئي  زما  دي  ساتونکو ته  ور حواله کړه . او هغوي ته ووایه  چي دا ستاسي د وفادارۍ  تحفه ده .

«دا نه  شي کیدلاي » (موبي) په  ډیري  غصي  سره ورته وویل « مونږ فاحشي نه یو ، دا زما  مجبوري  ده  چي زه  له تاسره ستا  دلاسو  د لوبي  د الي  په  څیر اوسیږم . دا نجونی ستا په لاسو  را نیول  شوي  او اخستل شوي وینځي  نه دي .»

« ما  ته   هیڅکله هم  یوه شریفه او باعزته  نجلۍ  نه ئي ګڼلي ، » بالیان  په شاهانه  توګه  ورته وویل ، « تاسي ټولو زمونږ له پاره  د خپلو  جسمونو  تحفي  را وړي ،  معلوم نه ده  چي دا نجوني  به  د  څومره  نارینه و په غېږو کي لوبیدلي وي . په دوي کي ئي  یوه هم د مریم په څیر پیغله  نه ده پاته شوي .»

«مونږ  دخپلو دندو دپوره کولو له  پاره  خپل جسمونه  په تحفه  کي ورکوو » (موبي) ورته   وویل « مونږ  نارینه و ته د عیاشۍ  په خاطر نه  ورځو ، مونږ ته خپل قوم اوخپل مذهب  یوه  دنده  سپارلي ، ددي  دندي د ترسره کولو  له پاره   مونږ  خپل جسم ، خپل ښایست ،  او خپل عصمت  او عزت  د وسلي  په توګه  استعمالوو.  اوس  زمونږ  دنده   تر سره شوي ده .  اوس  چي ته  څه وائي ، دا  عیاشي ده ،  چی هیڅکله هم مونږ ته  دمنلو وړ نه ده . کله  چي  هم  مونږ په  عیاشۍ  کي  و نښلو  نو دهمغي  ورځي  څخه به د صلیب زوال  پیل  شي . صلیب  به مات  شي ، مونږ په دي خاطر دخپل عصمت او عزت  شیشي ماتوو  تر څو  صلیب د ماتیدو  څخه خوندي کړو .مونږ ته روزنه راکړل شوي ده  چي د یوه  مسلمان  مشر  د تباه کولو  له پاره  د لسو مسلمانانو سره  شپي تیرول   روا دي  ، او دثواب کار  دي  ،مونږ دا د ډیر خیراو د سترثواب  کار  ګڼوچي  د مسلمانانو یو مذهبي مشر  د خپل  جسم  په واسطه  ناپاکه کړو   .»  

داوښانو چلونکي  بي  وسلي وو ، هغوي تر اوسه پوري د غلچګي یرغلونو او  کماندو عملیاتو  ډګر  ته نه و راغلي. یا  خو د صلیبیانو دغه  یو یشت  کسیزه ډله لمړني  کماندویان و  و او یا   ددي تر مخه د  صلاح الدین ایوبي مجاهدینو  د شپیني عملیاتو  هغه  لړۍ  ازمیښت کړي وه  چي په هغي کي ډیرو  لږو  سپرو د غلچکي او کماندویي عملیاتو  په  واسطه  د سوډانیانو دځواکمن  فوځ  اخري  برخه باندي  یرغلونه کول  او بیرته  به  خوندي ځایو ته ستنیدل،.

ددي  « خرپ  او ترپ،  وار وکړه  او بیرته  و تښته »  د جنګ  دطریقي د بریاو  په  کتلو سره  سلطان ایوبي ،  دګړندیو ، ذهینو او د  جسماني اړخه  سالمو  او صحتمندو  عسکرو د تیارولو  حکم  کړي  و . او ددښمن په هیواد کي د جنګیدونکو جاسوسانو  د لیږلو  د پلان د تیارولو  حکم  ئي هم  کړی و . خو صلیبیانو لا تراوسه  پوري  د شپیني  او غلچکي عملیاتو  په اړوند  فکر نه وکړي ، کله کله به  صحرائي  غلواوشوکمارو  دخلکو په کاروانونو باندي  یرغلونه کول  او لوټول به ئې. سرکاری  قافلي  به تل خوندي  پاته کیدي ، نو په دي خاطر د فوځونو  د خوراکي موادو  د غه  قافله  هم  پرته له کومي ویري    روانه   وه . ددي  تر مخه  هم  دهمدي محاذ  له پاره د خوراکی موادو  دوه قافلي تیري  شوي وي  او د همدي سیمي څخه تیري شوي وي . نوپه دي  خاطر د  حفاظتي  زیاتو اقداماتو له پاره   اړتیا نه  لیدل کیده .

دا قافله  هم  په  پوره  بي پروائي سره د محاذ   په لور  روانه  وه . او د شپي  له پاره  ئي  دغلته تم ځاي  جوړ کړي و .  ددي ځاي  څخه  لږ  څه دمخه  د قافلي  له پاره  ډیر  ستر ګواښ  متوجه و. صلیبي قومندان  خپله ډله  په  یوه ټیټ  ځاي کي   تم کړه ، او دوه  کسانو ته ئي دنده ورکړه ترڅو ولاړ شي  او  و  ویني  چي په قافلي کي څومره اوښان ، څومره  آسونه  ، څومره  وسله وال ساتندویان  دي   او څه  ډول  خطر او ګواښ هلته  شتون  لري . بیا هغوي د شپي  د یرغل کولو  له پاره  پلان  جوړ کړ. دهغوي  سره د وسلو  کمښت  نه و ،  د جذي  او سرښندني  کمښت هم نه و،  د  هغوي  هر یو سړي د خپل ځان  د ځارولو  له پاره  تیار  و .

دنیمائي  شپي څخه ډیر دمخه هغه دواړه  ، چي د قافلي د لیدلو  له  پاره  تللي و ، بیرته راستانه  شول . هغوي وویل  «چي دقافلي سره  لس  کسه  وسله وال  سپاره دي  چي په  یوه ځاي کي سره  بیده  شوي دي  ، آسونه  په یو بل ځاي   کي  تبیله  شوي دي ، د اوښانو چلونکي هم د بارنو څخه اخوا  په ډلو  ډلو ویشل  شوي  اوپراته دي  ،په سامان کي ډیري  زیاتي  بوجۍ دي ،  د اوښانو د  چلونکو سره  هیڅ ډول وسله نه شته ، »

دا ډیر ښه معلومات  و،  اوس  نو دهغوي کار  ستونزمن  نه  معلومیده .

د قافلي خلک  په ډیر درانده خوب   بیده  شوي و . دهغو  لسو عسکرو  سترګي هم  وازي  نه شوي  چي  لس  تورو هغوي  سره  و څیرول . صلیبي ګوریلاو   دا  ټول کارونه  دومره  په  پټه  سره  تر سره کړل  چي د زیاتو  اوښ وړونکو سترګی  هم  خلاصي  نه شوي . او د چا چي سترګي  پرانستل  هم  شوي په دي نه پوهیدل  چي  څه کیږی . دهر چا له خولي  چي اواز  وت  هغه د  هغه د ژوندانه  اخري  اواز  ثابت  شو.  یرغل کونکو د اوښانو د خاوندانو د ویرولو  له پاره  چغي  سوري پیل کړي .  ویده  هم  لکه  د لیونو په څیر  په  ویره  کي  را پورته شول . اوښان  هم و تریدل  او  را پورته  شول ، صلیبیانو  د اوښانو د خاوندا نو   عامه وژنه   پیل کړه ، ډیر  لږ  شمیر تري  و تښتیدل . صلیبي  قومندان  چغي  کړي  او وئي ویل ،  دا دمسلمانانو  خوراکي  مواد دي ، له منځه  ئي یوسئ ،  او اوښان  هم  له پښو  و غورځوئ ،» هغوي د اوښانو په ګیډو  کي  خنجرونه  او توري  ور ننویستلي او په  کي  ئي  و ګرځولي ،  د اوښانو په  فریاد کولو  شپه  په لړزیدو  شوه. د کماندو  ډلي وکتل چي  دولس   اسونه دي لس  د سپرو  له پاره او دوه  نور فالتو،    او نهه  اوښان  ئي سره   رابیل کړل .

د لمر د راختلو سره د دي پړاو   منظر  ډیر  ویرونکي و . بي شمیره  لاشونه  خواره  واره  پراته و .ډیر اوښان  مړه شوي و . څو  په مرګوني حال کي   لاس او پښي  وهلي . د خوراکي موادو  بوجۍ  شکیدلي  پرتي وي ، ټول  لس واړه  آسونه  غایب  شوي و او هلته  کوم ژوندي  انسان  نه  تر سترګو کیده . د کماندو ډله  لري تللي وه ، هغوي  ته د سپرلئ  وسایل  په لاس  ورغلي وو ،  اوس نو هغوي  په  ډیره ګړندۍ توګه د خپل ښکار  تعقیب کولي شو.

*****(۳۰)

ښکار  ډیر لري  نه و ،  د بالیان  ذهن لا د پخوا  څخه د (موبي) په ښایست ، ځوانۍ او شرابو کي ورک  شوي و .  اوس نو دهغي  تر څنګ  اوه نوري ښایسته نجوني  هم  راغلي وي ،  هغوي خطر  له یاده ویستلي و ، (موبي)  به هغه ته بیا بیا ویل  چي دومره زیاد  تم کیدل  ښه   نه بریښي  ،  څومره ژر  چي کیداي شي  تر سمندر پوري  د  ورسیدو  هڅه وکړه ،  زمونږ  پسي   خلک  ګرځي .« نو  ددي مطلب  خو دا شو  چي ته د صلیب  دپایښت  له پاره ما  استعمالوي ،» د بالیان  احساسا ت  سوکه  سوکه  را بیداریدل ، « ایا ته  غواړي  چي زه د صلیب  ساتونکي و اوسم .»

« ایا ته  تر اوسه  پوري  په دي کي شک کوي ؟» (موبي)  ورته وویل «  تا  بیا ولي د صلیب  سره دوستي  کړي ده؟»

« د صلاح الدین ایوبي د  حکمرانۍ  څخه د ازادۍ  په خاطر» بالیان  ځواب ورکړ  او  وئي ویل « «نه دصلیب د ساتني  له پاره ،   زه مسلمان  یم ، خو د هر څه دمخه  زه یو سوډاني هم یم »

«زه  تر ټولو دمخه  صلیبي یم » (موبي) ورته  وویل  « عیسائي  یم  او دهغه  وروسته  د هغي هیواد  لور یم  کوم  کي چي زیږیدلي  یم » (موبي)  دهغي لاس  را واخست او په خپل لاس  کي ئي و نیو  او ورته ئي  وویلي «  اسلام خو کوم مذهب  نه دي ، په دي خاطر  ته  خپل  هیواد  ته  په  اسلام   غوره  والي  ورکوي .  دا کمزوري  ستاسي نه ده بلکه ستاسي د مذهب  کمزوري ده ، ته  له ما سره د سمندر  څخه  اخوا ولاړ  شه  نو زه به درته  خپل مذهب  و ښایم ، نوبیا  به دي دغه  خپل  مذهب ،چي ته ئي د خپل سوډانیتوب څخه وروسته ځان پیرو  ګڼې، له یاده ووځي.»

« زه  په داسي مذهب باندي  لعنت  وایم چي خپلي لوڼي  دپردیو سره دشپي  د تر سره  کولو له پاره هڅوي  او د شرابو د  څښلو  عمل  ته  ثواب  وائي ، » بالیان  یو ناڅاپه  را بیدار  شو . او وئي  ویلي «  تا  خپل عصمت  پر ما  نه  دي  لوټلي ،  بلکه زما عصمت  دي  لو ټلي دي ، ما  ته   نه ،  بلکه  تا له ما څخه  د لوبو اله  جوړه کړي وه.»

« د یوه مسلمان د ایمان د اخستلو له پاره  د عصمت  ورکول  کوم زیات  څیز نه دي » نجلۍ  ورته وویلي ، « ما  ستا  عصمت  نه دي لوټلي ،  بلکه ستا ایمان  مي  اخستي دي ،  خو اوس نه غواړم  چي ولاړه  شم او  تا په لاره  کي لویدلي  پرزیدلي   پریږدم . زه اوس تا د یوي ستري  رڼا  په لور  بیایم.  چیري  چي   ستا راتلونکي  او  عاقبت  روښانه  او ځلیدونکي  تر سترګو کیږی .»

زه هغي  رڼا   ته  نه ورځم » بالیان  ورته وویل .

«ګوره بالیان ! »  (موبي) ورته وویل  «  میړه او بیا جنګی میړه   هیڅکله هم د خپلي وعدي  او سودا  څخه  نه په شا کیږې. تا زما  سودا  منلي ده ، ما ستا ایمان  اخستي  او هغه مي په شرابو کي  ډوب  کړي دي  او تا ته مي ستاد  خوښي  قیمت  درکړي  دي .  ددومره   ورځو  را هیسي  ستا  وینځه  او بي نکاح  ښځه یم ، اوس ته ددي  سودا  څخه په شا  نه شي تللاي . اوس   یوي کمزوري   نجلۍ  ته دوکه  مه   ورکوه .»

« تا ماته  هغه  ستره   رڼا  همدلته و  ښووله   کومه  چي ته غواړي د سمندر  څخه اخوا  ئي ماته  را  وښائي .» بالیان وویل «  ماته  خپل  را تلونکي  او عاقبت  د هیرو  په څیر همدا  اوس  ځلیدونکي په سترګو کیږي .»….(موبي)  د څه ویلو  هڅه کوله  نو بالیان  ورته  په قهر  سره وویل «  چپ شه  نجلۍ !  صلاح الدین  ایوبي  زما دښمن کیداي  شي  خو زه  د هغه  رسول  دښمن کیداي نه شم  چي  صلاح الدین  ایوبي ئي هم  په نوم باندي  ځان ځاروي ،   زه  دهغي  رسول  په نوم  باندي  مصر  او سوډان او هر  څه ځاریدو ته تیار یم .  د هغي  په  ستر اوپا ک  نوم باندي  زه د صلاح الدین  ایوبي تر مخ  وسلي  ایښولو ته  هم چمتو یم »

«ما تاته  څو ځلي  ویلي  چي شراب  لږ څښه ، » (موبي)  ورته وویل «  له یوي خوا  شراب  او له بلي خوا  زما  د جسم سره ټوله  شپه  لوبي کول  او ویښ  پاته کیدل ، ګوره  ستا دماغ  بلکل  بیکاره  شوي دي ،  تا دا هم هیر کړي دي  چي  زه ستا  ښځه  یم . »

« زه د یوي صلیبي فاحشي  خاوند کیداي  نشم »  دهغه  نظر  د شرابو پر بوتل  شو، بوتل  ئي را واخست  او لري  ئي  خطا کړ ، او  را پورته  شو .  خپل ملګری  ئي  را وبلل ، هغوي  هم  په  یوه منډه  راغلل ، هغه ورته وویل «دا نجونی  او دا نجلۍ  هم ټول  ستاسي  بندیان  دي دوي  بیرته  قاهري ته یوسئ ،»

«قاهري ته !»  یوي نجلۍ  په حیرانتیا سره وپو ښتل « ته اوس  قاهري ته  تلل  غواړي  ؟»

«هو !»  هغه  ورته وویل  « قاهره  ،  په دي کي د حیرانیدو  څه خبره ده .  تر څو  پوري  به  په دغه  شګو کي  اوړو  را  اوړو ؟  چیرته  به ځو ؟  ولاړ شئ  او  په آسونو زینونه  کښیږدئ  او هره  نجلۍ  د یوه  یوه اسپ   په  شا  و تړئ  او سفر  پیل کړئ. »

*****(۳۱)

په دښتو کي د اوښ  سفر  بي اوازه  وي ،  خو د آس  د خپو  اواز   اوریدل کیږي .  خو د اوښ  پښي   خدای  داسي  جوړي کړي  دي چي  ډیر کم اواز  هم  نه تري  را پورته کیږي ،  هغه وخت  چي بالیان د (موبي) سره  خبري  اړولي را  اړولي   هغه ته دا  احساس  هم و نشو  چي  په یوه اوښ سپور د یوي کوچنۍ شګلني  غونډۍ  په سر  ولاړ  دي او  دوي  او دا نوري  شپږ  نجوني  تر سترګو لاندي  څاري ، دا د صلیبي کماندو د ډلي  یو سړي و . ددي  ډلي قومندان یو هو ښیار  سړي و . هغوي د بالیان  د تم  ځاي  څخه لږ څه  اخوا  دیره   جوړه کړي وه . د هغوي په وهم و ګمان کي  هم نه و  چي  دهغوي ښکار د هغوي  څخه نژدي  نیم  میل  لري دي . هغه د فوځي  پوهي  څخه  په کار اخستلو سره  د شپي دري کسو ته  دنده  سپارلي وه ، چي هغوي   دي  په  اوښانو سپاره شي او تر لري  لري  پور ي دي پهره  وکړي . او هر چیري  چي ورته  کوم خطر  او یا د کار  څه  خبره  پیدا شي نو سمدستي  دي دلته خبر  راوړي . ددي کار  له پاره  اوښ  موزون  تر ینه  سپرلۍ  وه . ځکه  چي دهغي  د پښو  اواز  نه وی ، دري  واړه سپاره  په مختلفو   لورو   باندي   ولاړل ،  دا ټوله سیمه  د پړاو اچولو  او تم  کیدو  له پاره   ډیره مناسبه  وه . په دي خاطر قومندان   فکر  کړي  و  چي کیداي شي  دلته  بل چا هم  تم  ځاي  جوړ کړي  او دیره ئي اچولي وي .

یو  اوښ سپور ته  رڼا  تر سترګو شوه  نو هغه  همغه  لوري  ته ولاړ ،  دا  یو کوچني مشال  و  چي د بالیان په   تم ځاي کی روښانه  شوي و . اوښ  سپور مخته راغي  نو د یوي  غونډۍ  شاته پټ   شو . دا  همدومره  ستره وه  چي  په اوښ سپور تري هري لوري  ته کتلي شول .  په دغه تیاره غوني رڼا کي  نجوني  هغه ته  تر سترګو شوي  چي د بالیان  د فوځي  ډلي سره ئي  خبري  کولي ، ددوي  څخه لږ  څه  لري  یوه  بله نجلۍ د یوه  سړي  سره په خبرو کي  مشغوله ده . او ددوي  نه لږ څه اخوا دهغوي  اسونه مختبیله شوي  و. په دي  کي هغه اسونه  هم  و چي  دوي   د بندیانو د ساتونکو د وژلو  وروسته  تر لاسه کړي  وو .

صلیبي اوښ  سپور  خپل  اوښ  را تاو کړ  تر یوه  ځایه  خو سوکه  سوکه  ولاړ  او بیا ئي اوښ په ځغاسته کړ. د اوښ   له پاره  نیم میل  فاصله  هیڅ  شي  هم  نه دي . سپور  خپلي ډلي  باندي   زیري   وکړ، چي ښکار  زمونږ  په  قدمونو کي دي . قومندان  یوه لمحه  هم  له  لاسه ورنکړه ،  د اوښ  سپور څخه  ئي   تفصیلات   و غوښتل  او فوځیانو  ته  ئي  د پیدل  تلو حکم وکړ، ځکه  د آسونو د پښو د اوازونو  څخه  د دښمن  د خبریدو   خطر  را پیښیده … کله چي دا ډله دبالیان تم ځاي ته ورسیده نو هغه وخت  بالیان  حکم کړي  و  چي  یوه یوه نجلۍ د آسونو  په  شاو  باندي  وتړئ ، د هغه دوستا ن  حیران  و او د بالیان  په لور ئي کتل  چي هسي نه  چي دهغي دماغ خراب  شوي وي،  هغوي  له ده سره  خبري پیل کړي  او  په دي تر تیب  وخت  له  لاسه  وت. بالیان  په  ډیره  سخته  توګه  هغوي  قانع کړاي شول ، چي  هغه  څه چي هغه يي کوي  په  پوره  هوش  او  فکر سره ئي کوي . او بیرته  قاهري ته ستنیدو کي  عافیت  او مصلحت  دي .

نجونو په ډیره اندیښنه  هغه ته  کتل ، دبالیان  خلکو  په آسونو باندي  زینونه کښیښول  او  نجوني ئي  و نیولي ، یو ناڅاپه پري  افت  را پریوت ،  بالیان  په لوړ  اواز سره بیا بیا وویل « مونږ  وسله غورځوو ،  او نجوني  قاهري ته  له ځانه سره بیرته  وړو . » هغه  دغه  یرغل کونکي د سلطان ایوبي  مجاهدین  ګڼل ،  خو یو خنجر دهغه  په زړه کي  ور کښیوت  او هغه ئي  د تل  له پاره  چپ چاپ  کړ. دهغي ملګرو هم د دومره زیاتو  وګړو  د ناڅاپی یرغل  دفاع  و نه شوه کړاي ، هغوي د ځانونو د جوړولو دمخه  له منځه  تللي  و.  نجوني یو ځل بیا  ازادي  شوي  وي ، کماندو ډلي  هغوي  سمدستي  له خپله ځانه سره یوړي ، هغوي کماندو ډله و پیژندله ، ځکه هغوي هم دهمدي  ډلي  جاسوساني وي .  هغوي شپه هملته وکړه  او د پهري  له پاره  ئي دوه  ساتونکي  و درول  چي د تم ځاي په  چاپیریال کي به ګر ځیدل  را ګر ځیدل .

*****(۳۲)

تر اوسه پوري د سلطان ایوبي   لیږل  شوي   سپاره  دهغي  ځاي څخه ، چي بندیاني  نجوني   د بالیان   وګړو   دساتونکو  څخه  ازادي کړي وي ، ډیر لري وو.  هغوي د شپي هم   مزل  کاوه  او نه   ئي غوښتل  په دي  تعقیب کي وخت  له لاسه ورکړي ،  لارښود  هم ورسره و  هغه  ته ځاي  او  لاره  په یاد وه ،  هغه    دا ډله  هغه ځای ته یوړل  د کومه  څخه  چي پري  حمله شوي وه ، یو مشال  ئي روښانه کړ ، وئي کتل  چي هلته د رابن او دهغي د ملګرو  لاشونه  پراته  دي . دا څیرول شوي او خوړل شوي و .  په دي وخت کي  دښتي  ګیدړانو او نورو حیواناتو  د هغوي  لاشونه  خوړل ، د سپرو  په   کتلو سره دا څیرونکي  و تښتیدل ، د ورځي له اړخه    دوي د غوښي  خوړونکو  الوتونکو ښکار و،  ساتونکي  خپل قومندان هغه ځاي ته یوړ  د کومه ځایه  چي هغه   دخپلي تیښتي  له پاره  آس  را  پرانستي و ، هلته ئي د مشال  په رڼا کي  ځمکه  و کتله ، د   آسونو د قدمونو او پښو  نښي تر سترګو کیدي  او دهغه لوري  نښي  ئي   هم  ښوولي  کومي ته  چي دوي تللي و. خو  دشپي له اړخه  ددي  نښو  لیدل  او تعقیپول  هم  ګران  کار و . د وخت د ضایع کیدو  او د بي  لاري کیدو  خطر  هم و ، نو په دي اساس د شپي   هملته تم  شول.

د صلیبیانو ډله  په   خپل تم ځاي کي ویښه ناسته وه ، ډیر زیات خوښ و ، قومندان  پریکړه  کړي وه  چي د سهار  په تیاره کي  به د روم د بحیري  په لور  خوځیږي ،  په دغه وخت کي (میګناناماریوس)   وویل  چي   زمونږ  مقصد  لا   تر اوسه  پوري  نه  دي تر لاسه  شوي ، دصلاح الدین ایوبي  وژل   خو په خپل ځاي  پاته دي ، قومندان  ورته وویل  چي دا هغه وخت  شوني  وو  چي  مونږ   د نجونو  پسي  قاهري  ته  تللي  وائي ، اوس  مونږ د قاهري  څخه ډیر لري یو نو په دي  اساس  دهغي  موخي  د تر  سره کولو  کار  و ځنډول  شو.

«دا   زما  دنده  ده  چي د مرګ پرته ئي  بل  هیڅ  شي نه  شي  ختمولاي » ”میګنانا ماریوس»  وویل «  ما د صلاح  الدین  ایوبي د  وژلو    سوګند پورته کړي  ،  ماته  دیو ملګري او یوي  نجلۍ   اړتیا ده .»

«دا پریکړه  به زه کوم  چي مونږ باید  څه وکړو » قومندان  ورته وویل  « ټول باید  زما د حکم  او امر اطاعت وکړي»

«زه د هیچا دحکم  تابع نه یم »« میګنا ناماریوس» ورته وویل » « تاسي ټول د خداي د حکم  تابع یاست »

قومندان  هغه  ته سترګي  برګي  کړي  او په قهر شو .”میګنا ناماریوس »  سره  خپله  توره  وه ،  هغه پورته شو  او په قومندان    ئي توره  را وویستله ، خو ملګري  ئي تر منځ   شول ،   ماریوس   ورته  وویل « زه د خدای  یو بي لاري انسان  یم ، زه د ګناه  او بي  انصافۍ  تر منځ   ځوړند یم ،  ایا تاسو  پو هیږئ  چي زه  ئي ولي  په بندي ځاي کي د  دیرش  کالو  له پاره  ورغورځولي  وم ؟»  پنځه کاله مخته  زما یوه  خور  چي  عمر ئي  شپارس  کاله و  وتښتول  شوه ،  زه یو غریب   انسان  یم ،  زما  پلار  ددي  نړۍ  څخه   لا  پخوا سترګي  پټي کړي وي ،مور  مي ړنده ده ،  زما کوچني کوچني  زامن دي ،  ما به زیار او زحمت  ویسته ، مزدوري  به مي کوله او هغوي مي پالل ، ما په  چرچ  کي  دیسوع مسیح  را ځړول  شوي  بُت څو څو ځلي   ماچ کړي  او دا مي تري  پو ښتل  چي زه  ولي  غریب  یم ؟  ما هیڅکله هم ګناه  نه  ده کړي  ما خپل ټول  عمر  په  ریښتونولۍ  او صداقت کي تیر کړي  ، زه  مزدوري کوم اودخپلي  کورنۍ پالنه کوم  خو  زما د کورنۍ  ګیډه   لا تراوسه  پوري  هم  خالي  ده ، زما مور به ولي خداي ړنده  پیدا کوله ، ماته  یسوع  مسیح  هیڅ ځواب  را نکړ ، او کله  چي زما  پیغله  خور  و تښتول  شوه  نو زه  چرچ ته ولاړم  او د پیغلي مریم  څخه مي و پوښتل  چي زما د پیغلي  خور  په  پیغلتوب  تا ته  ولي درد  راپیدا نه شو.؟  هغه خو معصومه او پاکه وه  ، پر هغه  باندي خداي  ظلم او  تیري کړي   و  چي  هغه ته ئي ښایست   ورکړي و ، ماته  نه یسوع  مسیح ددي  ځواب  راکړاي  شو او نه   پیغلي مریم  په دي هکله  څه وویل ……»

«یوه ورځ راته د  یوه ډیر شتمن  سړي   نوکر  وویل  چي ستا خور ددي   شتمن  سره  په کور   کي ده ، هغه یو عیاش  انسان دي ،  پیغلي  نجوني  را تښتوي څو ورځي ور سره  خپله عیاشي کوی   اوبیا  ئي  له دي ځایه  بل  چیرته لیږدوی ، خو دا  انسان د پادشاه  په دربار کي  ناسته پاسته کوي ،  خلک  دهغي عزت کوی ،  پادشاه هم هغه ته  دستري رتبي   توره  ورکړي  ، هغه په  ګناهونو کي ډوب  هم د خدای  خوښ دې،  د نړۍ  قانون دهغي  په لاسو کي د لوبو  اله ده …..زه د هغي کورته ولاړم ، او خپله  خور مي تري بیرته  و غوښتله ،  هغه  زه   په  پوري  وهلو او ټیل وهو دخپل محل  څخه را وویستم ، زه بیا  چرچ  ته ولاړم ، دیسوع  مسیح د بُت  او د پیغلي مریم  دعکس  تر مخ  مي  و ژړل ،  خداي ته  مي ورغږ کړ، ماته  هیچا ځواب  را نکړ ،  زه   په  چرچ  کي یواځي   وم ،  پادري  راغي  ،ماته  په  قهر  شو او زه ئي د چرچ څخه  را وویستم. ،وئي ویل:  ددي ځاي  څخه دوه  عکسونه  غلا شوي دي ، ووځه ،  اوکه نه پولیسو ته  دي په لاس  کي ورکوم .» ما تري  په  حیرانتیا  سره و پو ښتل « ایا د ا دخداي کور نه دي .؟» هغه ځواب راکړ « ته  زما  څخه د اجازي  پرته دخدائي کور  ته  څنګه  را ننوتي ئي ؟ که چیري دګناهونو معافي  غواړي  نو ماته راشه ،  خپله ګنا  بیان  کړه ،  زه به خداي ته ووایم   چي ستا ګناهونه  تاته  وبښي ،ته  نیغ په نیغه د خداي سره خبري نه  شي کولي ، زه   وځه    له دي   ځایه….   اوزما دوستانو  زه ئي   په دغه توګه دخداي له کوره  را وویستم .»

هغه  داسي  وختونه او داسي داستانونه بیانول   چي  په ټولو باندي  چپتیا  راغلي وه ،د  نجونو د سترګو  څخه اوښکي  رواني شوي ، ددښتي د شپي   چپتیا کي ددي  خبرو  اغېز   په  ټولو باندي د طلسم او جادو  په  څیر  را خپور شوي و .

هغه وویل «ما پادري ، د یسوع  مسیح  بُت ،  د پیغلي مریمي  عکس  او هغه خداي  چي ماته  په  چرچ  کي تر سترګو  نه شو  ټولو ته د شک په سترګه  وکتل او په همدي  شک  سره د  چرچ  نه را  بیرون  شوم . کله  چي کور ته ولاړم نو ړندي مور مي  راڅخه  و پوښتل ، چي زما  لور  دي  راوړه   او که نه ؟  زما  ښځي  له ما وپو ښتل ، زما زامنو له ما و پو ښتل ، خو زه د  د یوه  تصویر او بُت   په  څیر چپ  ولاړ وم. خو   زما  په  وجود  کي  یو توپان    راولاړ  شو او  زه   بهر  را ووتلم . زه ټوله ورځ  هسي  ګرځیدم  را ګرځیدم ، د ماښام  په  وخت کي مي  یو خنجر  واخست ، او ددریاب په غاړه  باندي  زنګیدلي  ګرځیدم . شپه  تیاره  شوه  او ډیر  وخت  لري  یوي  لوري ته ولاړم ،ماته  دهغه محل  رڼاوي  تر سترګو  شوي  په  کوم کي  چي  زما خور  بندي کړل  شوي وه ، زه ډیر  ګړندي  ولاړم   او ددي محل  د شا   له لوري  په دي محل  کي و رننوتم ، زه  دومره  چالاکه  او  زیرکه  انسان نه وم  خو زه   چالاکه  و ګرځیدم ، کله  چي زه د شا  ددروازي څخه محل ته ور ننوتم  نو د محل په  یوه کوټه کي  شور  و غوغا  وه ، کیداي چي څه  خلکو به شراب  څښل ، زه  په  یوه کوټه کي  ور ننوتم  نو یوه نوکر  زه  و درولم ،  ما د هغي  په سیني باندي   خنجر کښیښود  اودخپلي خور  نوم  مي  واخست  او تري ومي  پو ښتل  چي  هغه  چیري ده ، نوکر  زه د دننه  پاتخو  له لاري  پورته  پوړ  ته   یوړم  اوپه  یوه  خونه  کي  ئي و ر داخل کړم  او  وئي ویل  چي دلته  ده ، زه دننه ولاړم  نو زما  شاته  دروازه و تړل  شوه ، او خونه  خالي  وه ……

د لږ ځنډ وروسته  دروازه پرانستل  شوه او  یو زیات  شمیر خلک  دننه راغلل ،  دهغوي سره توري  او ډنډي  وي ،  ما د خوني  شیان   را پورته  کول او دهغوي په لور  مي  ور ویشتل ،  ډیر شیان  مات او  وران  ویجاړ  شول،  هغوي زه و نیولم ، وئي وهلم  ان  تردي  چي  زه  بي هوشه  شوم . کله چي زه  په  هوش کي راغلم  ومي کتل  چي زه  په   ځولنو او ځنځیرونو کي  تړل شوي یم ،  زما پر خلاف  دا الزام  و  چي ما  ډاکه   اچولي ده ،د پادشاه  د یوه  درباري کور مي خراب  کړي دي  او دري  کسان  مي د وژلو په نیت  زخمیان کړي هم دي،  زما فریاد هیچا وانه ورید . اوماته ئي دیرش کاله د بندي  پاته کیدو سزا راکړه  او د بندي خاني  په  دوزخ  کي  ئي  ور  واچولم . اوس  نژدي  پنځه کاله پوره کیږی  خو  زه انسان  نه یم پاته شوې، تاسو د بندي خاني  په سختیو  نه  پوهیږئ ، د ورځي  له اړخه  درڅخه دحیواناتو په څیر کار اخلي  او دشپي مو  د سپیو  په څیر په  ځنځیرونو  تړي  ، ماته د امعلوم  نه وه  چي زما هغه ړنده  مور به ژوندۍ  هم وي  او که مړه شوي به وي ، ماته دخپلي ښځي  اوبچیانو په هکله هم معلومات  نه و ، زه ئي د  یو خطرناک  غل  په  څیرساتلم  اوهیڅوک   ئي  را ته  نه را پریښودل…..

«… ما به هر وخت  فکر کاوه  چي زه به ریښتوني یم که خداي ،  ځکه  اوریدلي مي وه  چي خداي  بي ګناه  خلکو  ته سزا  نه  ورکوي ،  خو زه خداي  په  کومي  ګناه کي   را نیولي یم او  دا  سزا  ئي  راکړي ده ؟ زما  بچیانو  ته په کومه ګناه  سزا  ورکول کیږي …. زه  پوره  پنځه کاله  په  همدي  اندیښنو کي  ککړ وم، څو ورځي دمخه د فوځ یو څو  افسران  هلته بندي خاني ته  راغلل، هغوي ددي کار له پاره   چي اوس  مونږ  ورته  مؤظف  شوي  یو  څه کسانو ته اړتیا وه ، ما خپل ځان  ورته  نه  را مخ کاوه ، ځکه چي دا  د پادشاهانو  نښتي او جنګونه دي ، ما ته  ټول پادشاهان  یو څیر دي  خو کله  مي  چي واوریدل  چي  څو  نجوني   د مسلمانانو د بند څخه  ازادول دي  نوزما په زړه کي   زماد خپلي  خور  غم   را تازه شو . مونږ ته ویل  شوي و  چي مسلمانان دکرکي وړ  قوم  دي ،ما دا  اراده کړي  چي  ره  به  عیسائي  نجوني  د مسلمانانو د بند څخه ازادوم ، نو که چیري خداي ریښتوني  وي  نو زما خور دي دهغه ظالم   عیسائي د  لاسو  څخه را  ته ازاده کړی . بیا  فوځي  افسرانو  وویل  چي د یو مسلمان پادشاه   دوژلو  پلان  هم دي  نو زه  ددي  کار په اهمیت  پوه  شوم او خپل ځان  مي  ورته   را مخکښي کړ . خو شرط  مي ورته دا  کښیښود  چي ماته  دومره   رقم  راکړئ  چي زه ئي  خپلي کورنۍ  ته  ورکړم .  هغوي د  رقم  د راکولو وعده وکړه  او دا  ئي هم وویل  که چیري د سمند  څخه اخوا  له منځه ولاړئ  نو ستاسي  کورنیو ته به دومره زیات  رقم  ورکړل شي  چي دټول عمر  له پاره  به  چاته  اړ  نه پاته کیږي .

هغه دخپلو  ملګرو په لور  اشاره وکړه  او وئي ویل « دا دواړه  زما سره په بندي خاني کي و ، دوي هم خپل ځانونه  را وړاندي کړي دي ،  له مونږ ه  څخه د سلګونو خبرو  پو ښتنه  شوي ده   خو مونږ دري واړو  هغوي ته  ډاډ ورکړي دي  چي مونږ به خپل قوم او  خپل مذهب   ته  دوکه   نه ورکوو ، ماخو په حقیقت کي دخپلي کورنۍ  له پاره خپل ځان  پلورلي دي د بندي خاني  څخه د وتلو تر مخه  یو پادري  مونږته وویل ،  چي  دمسلمانانو عامه وژنه د ټولو ګناهونو د بښلو سبب کیږي .  او د مسلمانانو د بند څخه  د عیسائي نجونو  ازادول  خو تاسو  نیغ   جنت  ته بیائي .ما د پادري  څخه و پو ښتل ، چي  خداي   چیري دي ؟ هغه  چي کوم  ځواب  راکړ  هغه  زما  له پاره  د ډاډ  وړ نه و.ما په صلیب  باندي  لاس  کښیښود او سوګند  مي یاد کړ ، مونږ ئي بهر   را وویستو ، زه ئي خپل کورته  بوتلم ، زما کورنۍ  ته هغوي  ډیر ستر  رقم  ورکړ . زه  ډاډمن شوم ،  اوس  نو زما  دوستانو ! ما ته د خپل سوګند    تر سره کول اړین بریښي ،  زه غواړم ووینم  چي  زما خداي  چیري دي ،  ایا د یوه مسلمان  پادشاه په  وژلو  به خداي  را ته تر سترګو شي.»

«ته لیوني ئي ، لیوني !»قومندان  ورته وویل «تا چي څومره خبري و کړي  ماته په هغي کي د عقل  لږ څه  بوي هم  نه راځي »

«هغه ډیري ښي  خبري  وکړي » دهغه  یو ملګري وویل ، «  زه به له هغه سره یوځاي کیږم»

«ماته اوس  د یوي نجلۍ اړتیا ده » ”میګنا ناماریوس »   دنجونو په لور وکتل او وئي ویل «  زه به د نجلۍ د ځان او عزت  مسؤل  یم،  زه د نجلۍ پرته  تر صلاح الدین  ایوبي  پوري  نه  شم رسیدلي ،  د هغه وخته  چي  زه دلته راغلي یم  په همدي فکر کي ډوب  یم  چي زه به دصلاح  الدین  ایوبي سره   څنګه  په  یوه ځانته ځاي کي ووینم .»

(موبي)   پورته  شوه  او دهغي سره د تللو  له پاره ئي  خپل  هوډ  و ښوده . او وئي ویل  « زه له ده سره تللو ته تیاره یم»

«مونږ  خو تاسو  په ډیره  ستونزمنه  توګه دهغوي  څخه ازاد کړي  یاست   (موبي) ! » قومندان ورته وویل «  زه تاسي ته د داسي خطرناک  مشن  د تللو اجازه نه شم درکولاي .»

« ماته   دخپل  عصمت د بدلي اخستل  راپه غاړه دی،قومندان صیب! (موبي)  ورته وویل  «  زه د صلاح  الدین  ایوبي  دخوب خوني ته په اسانۍ سره ور ننوتلي  شم ، ماته  معلوم دي   چي د یوه مسلمان رتبه  چي  څومره لوړه وي  همغوره  ډیرهغوي  د ښکلو نجونولیواله او   زړه بایلیدونکي  اوسي ،  صلاح الدین  ایوبي ته  به  دا  احساس  هم و نه شي  چي هغه په خپل  ژوند کي اخري   نجلۍ  ویني .»

د ډیر زیات   بحث او  تکرار نه وروسته ”میګنا ناماریوس »   د خپل یو ملګري  او (موبي) سره  یوځاي د خپلي  ډلي  رخصت واخست ،  ټولو ورته دعاوي  وکړي  او  خداي  پاماني  ئي ورته وویله. هغوي دوه اوښان له ځانه سره واخستل ، په یوه ئي  (موبي) سپره کړه او په  هغه بل  هغه  دواړه سړي  کښیسناستل.  دهغي  سره دمصر  سکّّّي  هم  وي  او  طلائي  اشرفۍ  هم .  دواړو  سړو  چُغي  واغوستي ، په دي  وخت کي د ”میګنا ناماریوس »   ږیره  هم  را  اوږده  شوي وه ،  دهغه  د مخ  رنګ هم په بندي خاني کي د  سختیو  له  لاسه  ایټالیائي نه و  پاته شوي  ، دهغه په رنګ کي  توروالي  را څرګندیده ،  په دي اساس  پر هغي دا شک نه کیده  چي  دا  اروپایی دي ، هغه ته  ئي د ځان د بدلولو په خاطر  کالي ورکړي و  خو یو  خنډ  تر مخه وه  چي   علاج  ئي  نه پیدا کیده ،  او هغه دا  چي ماریوس ته د ایټالیي ژبي پرته په  بله  ژبه  خبري کول  نه  ورتلل، خو (موبي) د مصریانو په ژبه خبري کولي ، هغه  بل سړي  چي له دوی سره یوځاي تللي و هم دمصریانو په ژبه  بلد نه و . دوي  غوښتل  ددي خنډ  د لري کولو کومه  لاره پیدا کړي ،

هغوي  یواځي یوه  شپه دمخه  روان  شوي و ، (موبي) د لاري په ښکته پورته  ښه پو هیده ، ځکه  هغه د قاهري څخه راغلي وه . ماریوس  پر  هغي باندي  هم یو  چُغه  ور واچوله ، او دهغي سر ئي د  لوپټي  په څیر  په  یوه څادر  پټ کړ.

*****(۳۳)

د سهار  په  روښنائي کي د سلطان  ایوبي  د سپرو  هغه ډله  چي د تعقیب  له پاره  وتلي وه  د  آسونو د  قدمونو په  نښه کولو  سره همغه  لوري ته روانه  شوه ، دلته د ډیرو  آسونو د پښو نښي   لیدل  کیدي  چي پټیداي نه شوي ،  د سهار  څخه د مخه د صلیبیانو ډلي  نجوني  له ځانه  سره کړي او د ساحل  په  لور روان  شول ،  د هغوي  تګ  ډیر ګړندي  و. دهغوي  په تعاقب کي د لټونکو  سفر  تم کیدونکي و .  ځکه  چي د شپي  له خوا هغوي  ځمکه نه  شوه کتلاي  خو صلیبیانو  خپل سفر  جاري  و ساته ،  هغوي  غوښتل  چي په نیمه شپه  کي  پړاو  وکړي  خو هغوي  په ډیره بیړه کي وو.

صلیبیان  چي  په نیمه شپه  په کوم ځاي کي تم شوي و د سهار  د لکیرو  د را ښکاریدو سره  سم  بیا و خوځیدل ، خو دهغوي  تعقیب  کونکي  ډله  د سهار  په  پوره  روښنائي کي  د  هغوي پسي و خوځیده .

”میګنانا ماریوس» د عقل  څخه کار اخستي و  چي هغوي پر  اوښانو  سفر  پیل کړي و ځکه  اوښان د  لوږي  او  تندي  دومره  پرواه  نه کوي ،  د تم کیدو  پرته  د آسپ  نه  زیات  سفر کوي ، په دي خاطر  ماریوس او دهغي ډله  په  ګړندۍ توګه  خپله هدف ته ور نژدي کیدل .

تر اوسه پوري د لمر پریوتو  ته  لا ډیر وخت  و  چي هغوي ته دانسانانو  لاشونه  تر سترګو  شول ، دعلي  بن سفیان  نائب د بالیان  لاش  و پیژانده ،  دهغه څهره  سلامته وه ، دهغي سره نژدي دهغي د شپږو نورو  ملګرو  لاشونه   پراته و ، د ټولو څخه  کارغانو او حیواناتو  غوښي  شکولي وي ، سپاره  حیران وول  چي دا څنګه  خبره ده ؟ د ویني  څخه  معلومیده  چي ددوي د مړیني  څخه ډیر وخت   نه دي تیر شوي . که چیري دوي د بغاوت  په شپه  مړه شوي واي  نو د ویني  نښه به ئي هم نه واي  پاته ،  یواځي  هډونکي به و . دا یوه   معمه  وه ،  چي  هیڅوک  ئي په حل نه پوهیدل . ددي ځاي څخه بیا د اسونو د پښو نښي  را پیدا  شوي  سورو  خپل اسونو  ور و ځغلول ، تر نیم میله  پوري ولاړل ،  نو د اوښانو دپښو نښي  هم تر سترګو  شوي ، هغوي همداسي مخته ولاړل ، د لمر  د پریوتو سره  بیا هم  هغوي  دمه  ونه کړه ، اوس نو د خاورو د غونډیو  لوړه  ژوره   سیمه پیل شوه . چي په دي کي  یوه  لاره  د یوه سُرنګ څخه  تیریده  ، ددي پرته  بله  دتللو  لار نه وه .

صلیبیان هم په همدي  لار  تللي وو. او د روم  د بحیري  په لور روان  و .د غونډیو  سیمه تر ډیره  ځایه پوري  خپره وه . دهغي ځاي څخه د وتلو وروسته   تعقیب  کونکي  و دریدل  ځکه  چي مخته ورته  پراخه  شګلوړه  میدان  پروت  و.

دسهار  په وخت روان  شول  نو  چا وویل  چي د سمندر هوا راولګیده ،  سمندر هم دومره لري نه  و  خو صلیبیان  نه  تر سترګو  کیدل ،  په یوه  ځاي کي د خوراک  څښاک  د پاته  شونو څخه دا  انګیرل کیده   چي دلته دشپي  یو شمیر خلک  تم شوي دي ،  اسونه  ئي هم همدلته  تړلي دی ،  بیا  نو دا  اسونه  له هغه ځایه  څخه روان شول ،  د ځمکي  په کتلو سره تعاقب کونکو خپل آسونه  په  ځغاسته کړل ،  لمرهم  په  خپل سفر  روان و  او مخته   ته ،  آسونو ته ئي په یوه ځاي کي ارام ورکړ . اوبه ئي  ورکړي  او بیا  روان  شول ،  د سمندر  هوا هم  تیزه  شوي وه   چي په هغي کي د سمندر  بوي  صاف  محسو سیده ،  بیا د ساحل   غونډۍ  تر سترګو شوي ، ځمکي دا ویل  چي  آسونه  لږ مخته  روان دي   چي   شمیره ئي نه معلومیږي .

د ساحل  غونډي   را نژدي کیدي ،  تعاقب کو نکو ته په یوه  غونډۍ باندي دوه  کسان  تر سترګو شول ،  هغوي  همدي لوري ته راکتل ،  هغوي  په  تیزۍ  سره د  سمندر  په لور  ښکته شول  ، آسپونه  نور هم تیز  شول ، کله  چي د غونډیو   په لور  ورنژدي  شو  نو آسونه ئي و درول ، ځکه چي دلته د څو  لارو  څخه  د غونډیو شاته  تګ  کیداي شو . یو کس ئي په یوي غوندۍ  و خیژاوه تر  څو  مخته  وویني ،  هغه  سړي د آسپ  را ښکته  شو  او منډه ئي کړه  او په یوي   غونډي باندي  ور پورته شو .  د ختلو وروسته  هغه  په  ملاسته   مخته  وکتل  او بیا ئي  بلي  لوري  ته  او بیرته  را غي ،  هغه دهماغه  ځاي څخه آسپ   سورو   ته  اشاره وکړه  چي پیدل  راشئ ،  سپاره د آسونو  څخه  ښکته شول  او په  منډه ئي ځان  هغه  ځاي ته ورساوه ،  تر ټولو دمخه  دعلي بن سفیان  نائب  پورته وخوت ،  هغه وکتل   او بیرته  ئي  په  منډه  ځان  خپلي  ډلي ته  را ورساوه  خپل  ملګري ئي  خواره واره کړل  او په مختلفو ځایو کي ئي  ځاي په ځاي  کړل.

د بله  اړخه د  آسپونو  د  شنړیدو  اوازونه  را تلل ،  صلیبیانو  هملته   شتون  درلود .دا هغه ځاي وه چي هلته سمندر  غونډئ  پري کړي وي او په  هغو کي دننه  را ننوتي و. دوي   خپلي  کشتۍ  هملته  تړلي وي ، هغوي د آسونو څخه  ښکته شول  اوپه  کشتۍ کي سپریدل ، کشتۍ  ډیره  ستره وه  نجونی په کشتۍ  کي  ورختلي وي ، آسونه   ئي پري ایښي و ، یو ناڅاپه  پري د غشو باران  جوړ  شو . دوي  نه غوښتل   ټول  هلاک کړي ، بلکه غوښتل ئي هغوي ژوندي  و نیسي ، ډیروپه کشتۍ  کي  ځانونه ور واچول  او کشتۍ  په  چپو کي  ور  وخوځیده ،  هغوي چي تر شا پاته و  د غشو نښي  و ګرځیدل،  هغوي د کشتۍ  خلکو ته ډیر ننګ ورکړ  او  د خپل  کومک  له پاره ئي راوبلل ، خو  هغوي تم نه شول ، هلته  سمندر  ډیر  ژور  و  ، کشتۍ  په ډیره  سوکه  توګه تګ کاوه ، هلته  په یوي اشاري  سره   غشي  ویشتونکو  په کشتۍ باندي  غشي  ور  وریشتل ، د سمندر  د چپو  خوځښت و درید . او پري   د غشو  دویم  باران  او بیا دریم  باران   پیل  شو ،غشي د لاشونو سره  ور نښتل . اوس  نو په هغوي کي هیڅ  یو ژوندي  نه و پاته ، کشتۍ هملته  په سمندر کي  په ګډا پیل  وکړ ، د سمندر  څپي به  د ساحل  په لور راتللي ،او د  غونډیو سره به  ئي د ټکر وروسته  بیرته په   شا تګ کاوه ، لږ ه  شیبه وروسته  کشتۍ  بیرته  ساحل  ته را  ورسیدله . په  آسونو سپاره     را  ښکته شول  او کشتۍ  ئي  را ونیوله ، وئي کتل   چي هلته یواځي  لاشونه  دي ، نجوني هم  له منځه تللي  او  ان  تردي  چي  په ځینو دوه دوه  غشي لګیدلي دي .

کشتۍ ئي هملته  بیرته  وتړله ، او د سپرو مجاهدینو دا ډله د محاذ په لور روانه  شوه . پنډغالي  هم  دومره  لري نه و.

پاته په دریارلسمه برخه  کې..