کور / هراړخیز / ((ستره لوبه )) هند اوپاکستان دافغانستان په خاوره کي

((ستره لوبه )) هند اوپاکستان دافغانستان په خاوره کي

۲۹ سرطان ۱۳۸۷  ريانوستي [مطبوعاتو ته کتنه]

دتروريزم سره دمبارزي په وړاندي  دافغانستان اوپاکستان تر منځ په توندولهجو يودبل پرخلاف  تورونه مطرح شول .دافغانستان دوزيرانو شوراددواړو خواتر منځ خبري  ((دباوردفضادرامنځته کېدو)) تر وخته وځنډولي .

که څه هم افغاني مقاماتو پخوا هم څوځله پاکستان په افغانستان کښي په وران کاريو تورن کړئ و،مگر دافغانستان دوزيرانو شورادنوي علامي داتونده لهجه  په خپل ذات کښي بي مثاله  وه .

پاکستاني چارواکو هم  دغه تورونه ردکړه،اوڅرگنده ئي کړه چي پاکستان  هم دتروريزم قرباني دي ،اوغواړي دسيمي امنيت ټينگ شي .مگردهغو ډلواوسياسي څېړونکوشمير هم لږ نه دی کوم چي وايي دپاکستان داستخباراتي شبکه (ISI) پد ي ډول بريدونوکي لاس لري .  اوپه کابل کښي دهندوستان دسفارت په وړاندي ددي ځانمرگي بريد موخه  دپاکستان لخوا  په افغانستان کښي دهندوستان  دنفوذ اوگټوته تاوان رسول وه .

دطالبانو څخه  داي ايس اي دملاتړ  له ډېروحساسيتونو سره مخامخ دی ،غربي چارواکي علاقه نلري  دهغه په اړوند بربنډ بحث اوخبري وکړي . انگليستان اوامريکا دواړه  دمخالفينوته  دمرستورسولوپه اړونددپاکستان له ملامت کولو څخه ډډه کوي . دچوپتيايودليل ئي دادی چي انگليستان  په پاکستان کښي دميشتوهغو ډلوپه اړوندچي دتروريستی بريدونو داجرا پلانونه  طرحه کوي  معلومات يوازي د ISIپه مرسته تر لاسه کوي .

طالبانو ته ښووني :

تيره مياشت  دامريکايوي څېړنيزي موسسي راند (RAND) په خپل هغه رپوټ کښي چي دامريکاددفاع وزارت  ديوي اداري په غوښتنه ئي خپورکړ ی و اعلان کړه چي (( په ISI پوري مربوط کسان دطالبانوسره مرسته کوي .))

ددي رپوټ ليکوال سيث جونز زياتوي : دمگړئ طالبان اودمخالفينو نوري ډلي  دپاکستان  په ددولت کښي دشاملو کسانوله لوري  مرستی تر لاسه کوي ،اوتر څوچي دامرستي بندي نشي دسيمی اوږدمهاله سوله به همدا ډول له گواښ سره مخامخ اوټکنۍ وي  .

ښاغلي جونز په خپل رپوټ کښي ددي مرستو وبڼوته  هم گوته نيولي ليکي، ددوي سره پدغومرستو کښي  ددرملواماده کول اوطالبانو دزخميانودرملني،لوژيستيکي اومالي مدد شامل دی . درپوټ ليکونکی ويلي چي دISI  دگمارل شوو ښوونکولخوادپوځی تعليماتودزده کړي په ځانگړو روزنتونونوکي چي  دکويټي ،مانسهر  ،شمشتو،پاره چينار اونوروسيمو کښي جوړ شوی دي طالب جنگياليوته پوځی ښووني  تر سره کېږي .

پدي رپوټ  کښي همد اډول دي ټکي ته گوته نيول شوي چي دناټو مقاماتو هم څوځله داسي فکټون کشف کړي کوم چي د ISI داستخباراتي شبکي  دمامورينو لخوا دبريدونودتاکتيکو اوپوځی ستراتيژی  په اړه معلومات دطالبانوپه اختيارکښي ورل کيږي .

دغالبوزو ښورګنی :

احمد رشيد دپاکستان مشهورژورناليست اوڅېړونکي په خپل نوی کتاب ((په گډوډيوسره سقوط )) کښي ليکي له ۲۰۰۱ نه راپدي خواپه افغانستان کښي دهندبرياليتوب په اسلام آبادکي  دغالبوزوښورگنۍ وښوراوه ،اوپاکستانيان  پدي باوردي  چي هندوستان وتوانيد تر څو افغانستان تر خپل نفوذ لاندي راولي اوتسخير ئي کړي  . يوشمير دنظرخاوندان   داوايي  چي هندوستانيان  هم په خپلو خصوصي محافلو کښي افغانستان پر پاکستان باندي دکنترول  اوفشاريوه وسيله بولي .

دافغانستان په اړوندکارپوه اوپه نيويارک  کښي دڅېړنيودمرکز رييس  بارنت روبين  دډير پخوانه پدي باوراونظردي چي افغانستان دهندوستان اوپاکستان دسياليوپه ډگربدل شوئ دی .

ښاغلي روبين وايي : داسي معلوميږي  اسلام آباد اونوۍ ډهلۍ ددي پر ځاي چي ددرو واړو هيوادودامنيت په اړه تشويو ولري  تر ډيره بريده ئي دخپلوامنيتي گټوپه اړه لري ،اوپدي منځ کښي يوازي افغانستان دی چي دهند اوپاکستان دسياليوتاوان پري کوي  .

ددواړو هيوادافغانستان اوپاکستان تر منځ  دتروريزم سره دمبارزي په اړه دتوندو اوترخو خبرو په جريان کښي دافغانستان دوزيرانو شوراتر څوچي ددواړو خوا تر منځ دباور فضا رامنځته کېږي دپاکستان اوافغانستان تر منځ خبري اوناستي وځنډولي . ۱

که څه هم افغاني چارواکوپه افغانستان کښي دنا امنيو په اړوند څو ځله  پر پاکستان  تور لگولی ،مگر داځل دافغانستان دوزيرانو شورا لهجۀ ډيره تونده اوبي ثاري وه .دپاکستان چارواکوهم هغه  تورونه رد اوڅرگنده ئي کړه چي پاکستان هم دتروريزم  قرباني دی اوغواړي په سيمه کښي امنيت تامين شي . ددي سره دهغوسياسي ډلواوڅېړونکو شميرکم ندي چي وايي دپاکستان دڅارگرۍ اداره (ISI) پداډول بريدونوکي لاس لري  . اودهندپرسفارت باندي دپاکستان لخوا دځانمرگي بريدموخه په افغانستان کښي دهندوگټوته زيان رسول بولي .

سياسي دښمنۍ

هند اوپاکستان دخپلواکۍ دترلاسه کولوله وخت ((  ۱۹۴۷))نه  راپدي خوادري ځله يودبل پر خلاف جگړه پيل کړېده ،اوس داسي ښکاري  چي ددوي سياسي دښمني تر افغانستان پوري راوغځېدل . دواړه هيوادونه تلاښ کوي خپل اعتبار اونفوذ له مختلفو لارو په افغانستان کښي پياوړی کړي .

پخواپاکستان دطالبانودډلي په جوړېدوکښي مرسته کړېده ،چي يوشمير دپاکستان لخوا داکار په افغانستان کښي ددوي  دبهرنی سياست موخوته درسېدل بولي ،او پاکستان تر ۲۰۰۱ کال دسپتمبر د۱۱ تر حملو پوري  دطالبانودعلنی ملاتړ څخه لاس وانه خيست .

په هغه وخت کښي هندوستان  له طالبانوسره هيڅ ډول ديپلوماتيک اړېکي  نه درلوده ،مگر دهغوي  دمخالفو ډلو (دشمال اتحاد) سره ئي مالي مرستي کولي تر څودطالبانو سره وجنگېږي .

دطالبانو درژيم ترنگيدو( ۲۰۰۱ )کال  راپدي خوابياتر اوسه هندوستان  له افغانستان سره ((۸۵۰)) ميليونه ډالرومرستي وعده کړېده ،اوپدي ډول هندوستان  يوله سترنړيوال  مرسته کوونکی هيوادڅخه شمېرل کيږي .

په ۲۰۰۳ م کال کښي هندوستان  خپلي کونسلګری په جلال باد،کندهار اودونوروښاروکښي پرانيستلي ، پداسي  حا ل کښي چي پاکستان  دداسي يوگام پورته کېدوانتظار نه درلود. ۲

په هغه وخت کښي پاکستان علنأښاغلي کرزی دهندسره په يولاس والي متهم کړ . اوهمدا ډول پاکستان ترو ولگا وه چي په جلال باد اوکندهارکي دهندوستان کونسلگری په بلوچستان  کښي دپاکستان ددولت  مخالفينوته وسلي ورکوي . ولي په مقابل کښي ښاغلي کرزی اعلان وکړ،هندوستان ته به اجازه ورنکړي  چي دافغانستان له خاوري  څخه په پاکستان کښي دناامنيو دراوستولپاره استفاده وکړي .

ديودبل سره نښتي

همدا اوس  دهندوستان څلورزره  اتباع په افغانستان کښي اوسي،چي دهغوي له جملي نه ۴۰۰ کسان ددلارام اونيمروزدلويي لاري دجوړيدوپه موخه په نيمروزکي دي ،اوديادولووړ ده چي تر اوسه څوتنه هنديانو خپل ژوند دلاسه ورکړئ

په نوی ډهلي کښي دهند دسياسی څېړنوپه مرکزکښي  دستراتېژيکي مطالعاتوپروفسور براهما چلانی په افغانستان کښي دهند موقف ته په پاملرني سره وايي : هندوانوتل پر خپلو مامورانودحملي انتظار درلود،په همدي دليل ئي دورستيو اونيو په جريان کښي دخپلو مرکوزونوپرچاپيرامنيتي تدابير زيات کړي وه .

پروفسور براهما چلانی وايي : دهندوستان پر سفارت باندي بريدڅخه داروښانه څرگندېږي چي ISI   نه يوازي  په هندوستان کښي بلکي په افغانستان کښي هم دهندوستان پر خلاف  په بريدولاس پوري کوي .

ډاکتر بارنت روبين دافغانستان دمسايلوکارپوه وايي  :خلک په افغانستان کښي روانه جگړه دامريکا اواسلامي بنسټپالوتر منځ  بولي ،مگر افغانستان  دنورودهغه جملي دهند اوپاکستان تر منځ ددښمنيواوسياليوډگرهم گرځېدلی دئ .

دژباړونکی يادوني :

۱ / داگست ۴مه دافغاني لوري خبر ورکړه شوچي د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کښي  ددواړو هيوادو دمشرانوتر منځ  دسارک دغونډی په وروستۍ ورځ په خبروکي دپاکستاني لوري په وړانديز ددواړو هيوادو تر منځ خبري اوناستي به پيل شي داخبره دافغانستان دبهرنيو چارو ويزر هم ومنل اوتائيد ئي کړه .ژباړن

۲ / هند په هرات  اومزارشريف کښي هم  کونسلگری  لري  اوبله داچي داگست پر څلرمه په هغه ليدنه کښي چي دافغانستان دجمهور رئيس اوهند وستان دمشرتابه تر منځ وشول ،هندوستان  په پارس کښي پر وعده شوي مرستي سربېره دنورو ۴۵۰ ميليونو ډالرو دمرستي ژمنه اعلان کړه . ژباړن