نن دشنبې په ورځ دمصر داليکسندريا دښار دالشتبي په روغتون کښي يوې ۲۷ کلني مور غزالة ابراهيم عمر اووه غبرګوليان؛ څلور زامن او درې لوڼي وزېږول .
دا ۷ غبرګوليان دزېږېدو د اصلي مودې څخه ۶ مياشتي مخکي زوکړي، هر يويې د ۱۴۵۰ او ۲۸۰۰ ګرامو ترمنځ وزن لري او د مختلفو روغتونو په خاصو ښيښيي الماريو کښي ساتل کيږي .
تر دې وړاندي هم تېر کال په ارجينټينا کښي يوې مېرمني اووه لوڼي زېږولي وې .