کور / خبرتیا او پيغامونه / د نوميالي شاعر رحمت شا سايل پيغام

د نوميالي شاعر رحمت شا سايل پيغام

 رحمت شا سايل


د لر او بر ويبپاڼي درنو ملگرو !


 ستاسو د ارادو نه جوړ ستاسو د پروګرام څه برخه ميې په همدې ويبپاڼه كې وليده، خوشحاله شوم، چې تاسو د ديني زده كړيې نه علاوه د پښتنو د ثقافت، تاريخ او علم و ادب په حواله د كرښې نه د دواړو غاړو پښتو دپاره د هغوى د علمي، ادبي، ثقافتي او تاريخي هلو ځلو جاج راټول كړئ او د هغوى د جذبو د يو والي په غرض يې پېش كړئ.
  ګرانو ملګرو،
  كه يو طرف ته ستاسو په ديې سرګرميو او پروګرامونو كې موږ ته ستاسو د شعور تصوير په نظر راځي، نو بل خوا به همدغه سرګرمۍ په راتلونكيو وختونو كې زموږ دواړو غاړو افغانانو شريك شعور ته ډېره زياته وده وركړي.
  ما يو وخت يوه له نازه ډكه ګيله ليكلې وه، چې:



  منورين خو يا كتاب خوري، يا كتاب وخواړه
  پښتو ژوندۍ ده په هغوى چې كتاب نه پېژني



ولې اوس چې مې ستاسو دا كاوشونه وليدل، نو محسووم، چې زموږ په قام او ولس كې ډېر داسې خلك پيدا كېږي، چې نه يوازې به ددې خلكو ژبې، ادب، موسيقۍ، علم و فن ته وده وركړي، بلكې دغه ژبه، چې هم د دوى د يو والي وسيله ده، دا به هم ددغې وسيلې په طور په كار راولي.


  زه په اخره كې د زړه د تله د لوى خداى په در كې ستاسو دپاره هم په دې شعر دا دعا وغواړم، چې:


  اى د ګلو لښتې ســــــتا ځواني دې تل رنګينه وي
  ما غوندې ډېر ستړي به يې سيوري ته دمې كوي


  په درناوي


  رحمت شاه سايل
  2008/10/20
دانش خپرنځى- پېښور