کور / هراړخیز / د پنجشيرخاطرې د First in پنځلسم څپركی

د پنجشيرخاطرې د First in پنځلسم څپركی

  ليکوال : جنرال ګیري سي شرون – د  سي آی اې پخوانی مامور
ژباړن : لاهور منګل – خوست
انلاين چاري : شمس خوستی – لراوبر ډاټ کام ( خوست )

پنځلسم څپركۍ

كه څه هم زموږژوندپه پنجشېركې په عمومي ډول دومره ارام نه ؤ،خوهغه لوى ميلمستون چې دچورلكې دكيناستوله ډګرڅخه چې په ستانه (نوم)كې ؤموجود،دغربيانودتوجه وړګرځيدۀ ،ديوڅولويديځوالوژورنالستانولخواكارول كيدۀ .

مسعوددښه شهرت لرلوپه زورپوهېده اوددې لپاره شمالي ټلوالې دلويوژورنالستانولپاره د۱۹۸۰ كال له نيمايي څخه دكوربه په توګه نازول .

دغه ميلمستون دڅوهغوودانيوڅخه ؤچې شمالي ټلوالې به پكې ژورنالستان اوبهرني چارواكي ساتل ،دامنيت له نظره موږبايدپه خوندي ځاى كې واى نولدې امله موږد درې په پورتنۍ شمالي خواكې پراته وو.

د بارك كوچنى كلى دغربي غرونواودسيندترمنځ كوچنى تړانګې ته غېږوركوله ،د درې خولۀ دكلي په جونوب  كې سره تنګېدله ،نوپدې اساس كه هرچاغوښتل چې درې ته دشمال لخوننوزي مجبور ووچې دپاټك له تلاشۍ څخه وروسته تېرشي .

دبارك په سيمه كې دپنجشېرسيندنېږدې درې سوه متروپه واټن پراخيږي چې يخ دى اومناسب ژوروالى لري اوتېزبهيږي ،چې دكلي لپاره يوطبيعي ساتندوى دى ،سربېره پدې ددرې ختيځ لوري اودكلي مخامخ غرونه لغړاوډبرين دي چې په اسانه توګه خوځښت پكې كشف كيږي ،شمال ته چې دسيندختيځ لورى ؤدكلي هاخوادټلوالې هغه غولى ؤچې دطالبانونيول شوي ملايان به يې دبنديانوپه توګه پكې ساتل ،په ښكاره توګه دغه جګپوړي ملايان ؤچې دشمالي ټلوالې لپاره يې ارزښت درلود،ګڼ امنيتي تدابيرنيول شووواودكوټې پرسريې (25V23) دالوتكې ضدتوپ مؤجودؤچې كولاى يې شول ددرې لمن هم له دغه ځايه تراورلاندې ونيسي .

زموږغولى دغونډۍ په سرؤچې شپمسوه فوټه جګوالۍ يې لرلواودكلي په شمالي وروستيوبرخوكې ؤچې خواوشايې ډېركورونه چې مختلف ساختمان يې لرلوموجودوو.

جان محمدوويل چې شورويانوددوى يرغل په وخت كې اتۀ ځله كوښښ وكړچې درۀ ونيسي اومسعوداودهغه ټلواله ماته كړي ،بارك دغه يوناڅاپي ننوتلونښان ؤ،كه څه هم چې شورويانوشپږځله دغه كلى ونيو،خوهېڅ واردكلي شمال خواته په نيولوونه توانيدل ،هرځل يې له دغه ځايه ددرنې مرګ ژوبلې سره پسې اخيستي وو.

ددرې اودكلي شااوخوااوس هم دروسي زغره والوټانكونودپاتې شونواوزنګ وهليوپه ټوټولړلې ده ،دجنګ دبېرحمۍ يوبې پردې ثبوت ؤ.

جان محمدوويل چې په دره كې ټولې ودانۍ يوځل رنګې شوې دي اويوځل روسانودرې مياشتې دغه كلى اوټوله دره دورځې څلوراوپنځه ساعته په پرلپسې ډوله بمباركړه .

جان محمدډاډراكړچې په نېږدې خواوشاكې كوم ناچاودي توكي نشته ،ماشومانوچې زموږدكورخواوشاكې يې لوبې كولې دغه خبرې تصديق كولې ،هغه وويل چې دتېرو دريوكالونوراپدېخواكومه ېښه (دماين پېښې ،ژ) دغونډۍ په كښته برخه كې نده شوې ،خودغونډۍ پورتنۍ برخې ته موږبې له كومې لارښوونې څخه نه تللو.

دافغان كلتورله مخې زموږكوربه ټينګاروكړچې ټول خواړۀ بۀ دوى تياروي ،دغه يونيمګړى پخلنځى لرلوچې خام اوپه لاس جوړشوى كانګريټ پكې كارول شوى اودلرګي سولوبخارۍ اوتنوريې لرلو،په پورتنۍ برخه كې يې ګړدى سورى ؤچې دكړايي (لوښى) يې داورپه لمبوسره پوښلى شو،خواړه داورلمبواودودپه منځ كې پخېدل اودود دسوريوڅخه تېرېدۀ اودكوټې په چت پورې دډبل پوښ په ډول سرېښېدۀ ،كله كله به دود،دومره ګڼ ؤچې داشپزاودغه دمرستيالانويوازې پښې دليدلاى شوې ،چت به زيات وخت دلوښودمنيځلوله امله لوندؤ،دلوګي دزيات والي له امله به زيات وخت خواړۀ دمځكې په مخ تياريدل ،له پخلنځي څخه دله څوليدنو وروسته موپرېكړه وكړه چې په پخلنځي كې دحالاتوله خبريدلوڅخه نه خبريدل بهتردي ،هغه خواړۀ چې موږته يې تيارول دكوربه دټول توان په لرلوسره تياريدل ،موږدسټمبرپه وروستيوكې هلته ورسيدو،نوپدې اساس په دره كې تازه پياز،سره باټينګړ،كوچني شنۀ مرچ ،ګازرې اومولۍ پيداكېدلې .

ورېجې دخوړلومهمه برخه وه ،موږبايدپه اختياط سره خوړلې واى ،ځكه زيات وخت له اشپزڅخه يوه ياودوې شګې دپاكولوپرمهال پكې پاتې كيدلې ،له كلي څخه هرسهارتازه ډوډۍ راوړل كيده ،ډوډۍ به هواره دتېږې په تنورپخېدله ،ترماښام پورې به دغې ډوډۍ خوندبايلۀ ،زماانتخاب هرسهارلدغې وچې اوګرمې خوندورې ډوډۍ سره دمومپلې اوكوچوخوړل ؤ.

هګۍ هرسهارجبري په غوړيوكې پخولې ،دغه ډول غوړي په ټوله اسياكې مروج دي ،دابه دګيلن په اندازه په اوسپنيزوقطعيوكې راتلل چې نېږدې په ټولوهغوخوړوكې چې موږته تيارېدل كارول كيدل .

غوښه به دغرمې ياشپې لخواتياريدله ،خوهروخت په پټ اومختلف ډول پخېدله ،هېڅ وخت موسره كړايي يادكباب په ډول غوښه پخه ونه ليدله ،هروخت به دغوښې ټوټې چې بندونه ،كوچني هډوكي اوشحم يې درولدراوړل كيده ،دغه غوښه دكورنۍ ساتل شوي خوارواوكمزوروچرګانوچې دكورپه شاوخواكې په ازاده توګه ګرځيدل لاسته راتله ،ځكه داسې ښكاريده چې دغه چرګانوزموږدتشنابونولاندې ويالوڅخه خوراك كاوۀ ،نوموږځكه چرګان له انګړڅخه بندكړل ،په ځانګړي ډول په هغه وخت كې چې ددغه چرګانوخوړل به راپه يادشول ،دغرمې اودشپې دډوډۍ لپاره به ښورواهم تياريدله ،زيات وخت به ژيمنه وه ،په لوښي كې به يوڅوډوله سبزي ښكاريده ،زماپه ګمان چې دپخلنځي كسانودسبزي زياته برخه دځانونولپاره ځكه ساتله چې دغوښې ښې ټوټې چې موږهېڅ ونه ليدلې له هغوسره يې وخوري ،خوددې ادعالپاره موږكوم ثبوت نه لرلو،زماځانګړې غذادغرمې اوبېګاه لخوالنډشوى رومي باتينګړ،پياز،ښوروااوڅوقاشوقې ورېژې وې .

جان محمدله تاجكستان څخه دهوږې اوترخومرچوڅخه جوړه شوې چكني راوړه چې دخوړوخونديې ډېرښه كاوۀ ،له ډوډوۍ وروسته دخوراك يوه منۀ اوكه زه به وږى وم نودممپلي مربع به مې خوړله ،همدغه پرهېزاوزمادخېټې اوكولمودوامدارتكليف له امله مې شل پاونډه وزن په څلوېښتوكې له لاسه وركړ،ديادونې وړده چې هغه څوك چې غواړي ډنګړوجودولري هغوى ته ددغه ډول پرهېزمشاوره نه وركوم .

ځان مينځل هم يوه بله زړورتياوه ،دحمام كولوسميه لس په لسوكې دفوټوپه اندازه وه ،چې ټول ښوينده كانګرېت ؤ،دمځكې څخه يودانه نلكه ،چې جګوالۍ يې ۱۸ انچه ؤ شته ؤ،دلومړنيوڅو ورځوپه اوږدوكې به دپنخلنځي ځوان افغان كارمندانوپه موقتي جوړه شوې بخارۍ باندې اوبه ګرمې اوپه لګن كې به يې دګروپ هرغړي ته په جلاډول راوړلې ،اوبه هروخت خړې وې ،اودلوښي په تل كې به يې خړه راټوله وه ،يوه پلاستيكي پياله به موپه اوبوكې دننه كړه ترڅوځان پرې لوندكړو،بيابه موصابون وهلو،اوپاتې اوبه موپرځان تېرولې ،دڅوروځوله تېريدو وروسته وپه محلي ماركېټ كې يوه برقي حلقه (منقل) واخيست ،دغه منقل په لسودقيقوكې كولى شول چې يولګن اوبه معتدلې ګرمې كړي ،كله به چې دغه بخارې كاورل كيدله ،په دهليزكې ګروپونه به نوناڅاپه تت (ډيم) شول ،زه به هروخت دبرق له ټكان څخه په وېره كې وم ،خوپه حرانيتاسره ترې بچ شوو،دڅواوونييوپه تېريدوسره هوانورهم سړه شوه اوكانګريټ حمام ته تلل نوره هم مشكل شول اوموږبايدپه نوبت كې ناوست واى ،ترڅوحمام موكړى واى .

جان محمدپه كلي كې زموږدجامودمينځلوترتيبات نيولي وو،زموږداوسيدلوپه محدودځاى كې دمحدونواوبوله لرلوسره دجامومينځل ناشوني وو.

جامي به په تنكي ګهيځ كې راوړل شوې اودورځې په وروستۍ برخه كې بياراوړل كيدلې ،جامې به لوندې وې ،خويوڅه به يې سره ټولې اونښتځلې وې ،جامې يې حتماً په سيندكې مينځلې،ځكه زموږسپين بنيانونه انيكرونه دوخت په تېردوسره خړكيدل .

په لومړيو دوو ورځوېك موخواړۀ په هغه لويه كوټه كې چې ددفترلپاره موخوښه كړې وه وخوړل ،لدې وجهې به دفتر ډېرناارامه اوككړؤ،دخواړوپه وخت كې مجبويدوچې كاربنداوكوچني ميز،كمپيوټرونه انورسامان له مخې لري كړو، زموږكوربه به په بيړه سره دسترخوان اواركړاوكاسې به يې پرسركېښودې ،بيابه مومترې تاوكيناستواوپه قاشوغوسره به موخواړۀ  په ډېرمهارت سره اچول ترڅوككړتياونكړو .

ددويمې ورځې په پاى كې مې له جان محمدڅخه وغوښتل هغه لويه كوټه چې ماپكې شپه تېروله دخوراك اودليدنوكتنولپاره بېله كړي ،په راتلونكي سهارممتازكوټه وزګاره كړله ،زماسامان يې نېږدې كوټې ته يووړ،هغۀ سامان دڅاګر دفتركوټې ته ليږدولى ؤ،له مالوچوڅخه نوې جوړه شوې ،كړكيوته يې درخت له ټوټوڅخه پردې جوړې كړې وې اوالمارۍ هم پاكې شوې شوې .

يولوى مېزچې په يوځل يې دوولس كسان ځايولاى شول ديوڅه چوكيوسره ددسترخوان اودغونډې دميزپه توګه كارول كيدۀ ،دكوټې بله برخه چې يوڅوپايې چوكۍ له څوميزونوسره له سامان ډكې پكې وې ، زموږاودعارف دليدنواوكتنوار ځاى ؤ.

خواړۀ هم په پرتليزډول ارام اوكارموهم دورځې درې ځله له مداخلې خوندې ترسره كاوۀ .

موږپوهېدوچې دڅښاك لپاره دپاكواوبوپيداكول ګران ؤ،نوپدې توګه موله ځان سره داوبوپاكوونكي الات لرل اودځانګړې اړتيالپاره موساتل .

جان محمدهم هغه دېرش كرتنه اوبه چې تېرځل د(CTC) دترورېزم پروړاندې دمبارزې مركز،له غړوپاتې وې ،چې دملاقات لپاره راغلي ؤ،رواړل شوې وې ،هغې داوبواندازه چې موږله ځانه سره راوړې وې ،دوه برابره كړه .

ډاكټروويل چې كه چېرې دبوتلوسرونه سرغوچ وي ،اوبورنګ نورمال وي نوكولاى شودڅښاك لپاره ترګټه واخلو،كه څه چې دوخت په تېريدوسره موږدحالاتوسره برابريدو،يوشى چې ډېريې ځورولو،هغه دتشناب نه اسانتياوې وې ،كله چې درې ته راورسيدو،مولس كسان ؤاودڅوانيوپه تېريدوسره دوه نورافسران هم رازيات شول ،پدې ماناچې دوولس نرينه اوبالغوكسانودويوۀ كوچني تشناب څخه ګټه اخستله ،تشناب خپله اته په لسوكې له فوټوڅخه زيات پراخوالى نه درلوداودكوټې په ښۍ خواكې يوه زنګوهلې داوبوبرقي بخاري اېښودل شوې وه ،دلاسومينځلوځا ى چې يو دانه دسړواوبونل اويوه سړه ائينه يې لرله شته وه .

اسانتياودكارولولپاره بايدپوتوګ ښكته اوپه منګولوكې دكلك نيولى واى ،ترڅود دوامدار وكړكيچينولوښوپورې دې له ليګدلوڅخه ځان ساتلاى واى ،بيابه دپښوپه ګوتوكيناستې اوشاته به دې زوركاوۀ ،ځان به دې په ديوال پوې نښلاوۀ ،له كيناستو وروسته به دې دلنګيوترمنځ كتل اوهدف به دې برابراوۀ ،ترڅودچټلى دشيندلومخنيواى شوي وي .

دغه ډېربې رقمه په مشكلاتوډك اونا ارام ځاؤ،په ځانګړي ډول په هغه وخت كې چې اسهال به دې كولمې سره تاوولې .

دتشناب سهولت دګروپ په منځ كې دټوكولامل ګرځيدۀ ،ځكه لدې چې ددغه حالاتوڅخه وژاړي ،خندابهتره وه ،په ځانګړي ډول دپېښوپه وخت كې كله به چې دېښې مسؤل وپېژندل شونوګروپ به ټولو ټوكې پرې كولې ،دغه ډول ټوكې موډېر وخت كولې .

زموږدسفرپه دوران كې يوبل مشكل چې لږ يې ځورولو،پاپي دمعدې دګازله زياتوالي څخه سرټكاوۀ ،دغه سړى به سهارله خوب څخه ويښيدۀ ،وروسته به يې سملاسي هواخارجوله ،ترشپې ويدۀ كيدلوپورې ،موږبه ټولوپرې ټوكې كولې ،حتى هغه ته به قهرشوو،خوهغه به يوازې وويل چې (( زه څه وكړم مشكل لرم )) په دغه دردبرسېره پاپي ترټولوتكړه ساحوي ارتباطي افسرؤاودعمرتردغه وخت پورې يې دتكړه افسرشهرت ساتلى ؤ،د(سي ،ائ ،اې) دساحې دمخابروي ارتباطي سيستم له هغه تليفون اوانځورليږدوونكى كوچنى ماشين څخه چې تاسويې په فلمونوكې ګورى ،ډېرستونزمن دى  .

پاپي دسفر دبكس په اندازه رسيور(Receiver) ماشين درلودچې دمحرمواومحفوظومالوماتواو اوازلپاره يې د دووكمپيوټرونوپواسطه كنټرولاوۀ ،موږبه دخپلوكمپيوټرونوپواسطه برېښناليكونه ليكل اوبيابه موپه فلاني (يوډول كسټ چې دمالوماتودليږدولولپاره كارول كيږ ي) كې اچول ،پاپي به په وارسره دټولونه كېسټې ټولولې اوبيايې له يوې بشپړې پروسې وروسته قرارګاه ته ليږدولې ،دغه مالوماتوله ليږدولو وروسته به يې سييستم ته بدلون وركاوۀ ،ترڅومالومات له واشنټن خخه لاسته رواړي ،زموږدګروپ اړوندټول پيغامونه چې له هرې منبع څخه به ؤ،قرارګابه زموږدارتباط ترنيولوپورې ځنډول .

نېږدې دسلوپه شمېرسره برېښناليكونه به موله واشنټن څخه اودېرش ياڅلوېښت كاري اوڅارګرراپورونه په يوۀ ورځ كې ليږل اوحاصلول .

دغه دپاپي لپاره دېرستونزمن كارؤ،پدې سربېره دۀ دجنرېټرونومسؤليت هم پرغاړه اخيستى ؤ،دجنريټردپاكوالي ،په ورځ كې ديويا دوه ځلې دتېلواوفلترونوبدلوپه شمول ،همدارازدكمپيوټرونوجوړول ،دكمپيوټرو اوسامان الاتو، په دوامداره توګه دګروپونوپاكولوله امله دپاپي لپاره په ورځ كې شل ساعته كارؤ،ماله ځانه سره له پخواپرېكړه كړې وه چې ددۀ دمعدې دګازمشكل خوددۀ دزياتې تجربې اوډالۍ په بدل كې ډېركم قيمت ؤچې موږيې اداكوو.