کور / خبرتیا او پيغامونه / پۀ نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې خبرتیا

پۀ نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې خبرتیا

د لوی او بښونکي څښتن پۀ نامۀ


پۀ جرمني کې د افغانستان د جوړېدړ د 260 کليزې پۀ وياړ
پۀ نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې خبرتیا


پۀ جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې درنو دود پالو، د افغانستان د جوړښت د 260 کليږې د علمي غونډې او جشن درنو ګډونکوونکو او د افغاني دود او ټولنې مینوالو!


پۀ نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه، ټولو هېوادوالو او پۀ تېره بیا لر او بر پښتنو ته د افغاني ټولنې او واکمني د 260 کليزې د جشن پۀ اړه مبارکي وایي اوپۀ دې ویاړي، چې پۀ جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د ډېرو نورو کلتوري هڅو، سیمینارونو او ارږښتناکه کتابونو سربېره، د ننني علمي سيمينار او ملي جشن، چې زموږ د هېواد افغانستان د جوړښت تاریخي پېښې ته ځانګړې شوې ده او زموږ د ټولنې د تاریخ ځلانده پاڼې جوړوي، یادښت پۀ دغه پرتمينه غونډه لمانځي.


زموږ د لرغوني هېواد تاریخ ډېر سمسور دئ، چې زموږ د خلکو پۀ مېړانې او د افغان ملت پۀ اتلوالي يې د پاڼو کرښې ډکې دي او د هېواد د خپلواکي لپاره د شهيدانو پۀ وینو یې د پاڼو کرښې سرې دي، چې د هر هېوادپال لپاره د ویاړ او عبرت پاڼې ګڼل کېږي.


زموږ هېواد د تاریخ پۀ بهير کې پۀ بېلابېلو مودو کې داسې هېوادپاله، مېړني مشران او ﻻرښودي رامنځ ته شوي، چې ږموږ د هېواد تاریخ یې پۀ نړېواله کچې خپور کړی دئ او زموږ هېواد یي پۀ سیمه کې پیاوړی کړی او زموږ د هېواد خپلواکي یې ژغورلې او هېواد یې لۀ غلیمه ساتلی دئ، چې میرویس نیکۀ، لوی احمد شاه بابا، غازي امان الله خان، محمحد جان خان وردک او داسې نور زموږ د تاریخ هغه څلي دي، چې هر افغان ته د ښوونې، روزنې او هېوادپالنې مخکښ ګڼل کېږي.


خو د افغانستان 260 کليږه، د لوی احمد شاه بابا لۀ نامۀ سره تړاو لري، ځکه چې لۀ ننه 260 کاله مخکې لوی احمد شاه بابا زموږ د ټولنې یانې افغانستان بنسټ کېښود او زموږ د هېواد هر وګړي ته یې د افغان د هویت ویاړ وروباښۀ، چې وسمهال موږ او تاسو د نړۍ پۀ هر ګوډ کې د افغان پۀ نامۀ یادېږو او پخپل نوم او ټولنه ویاړو، چې دغه ویاړ د لوی احمد شاه بابا، د توري او قلم خاوند د پېرزوېنې او هڅو پایله ده.


لوی احمد شاه بابا د نړيوال تاریخ هغه ستره او نامتو څېره ده، چې د هېواد او سیمې وروستۍ دونیمې پېړۍ د هغۀ لۀ نامۀ سره تړاو لري. لوی احمد شاه بابا د خپلې مبارزې پۀ بهير کې لۀ ځپېدلي او وېجاړ افغانستان څخه یوه لویه امپراتوري جوړه کړه، چې پولې يې د افغانانو د طبيعي جغرافیې بڼه خپله کړه او د لوی افغانستان واکمني یې جوړه کړه.
لوی احمد شاه بابا زموږ د لرغوني هېواد او تاریخي هېواد افغان ملت، چې د تاریخ پۀ اوږدو کې لۀ أزموینې تل بریالی راوتلی او د خپل تاریخ د بهير پۀ بټۍ کې پخوالي ته رسېدلی، تلپاتی ﻻرښود دئ او د ټولنیز عدالت د بریو مشال دئ.


دا څرګنده ده، چې زموږ هېواد د تاریخ پۀ اوږدو کې لۀ بېلابېلو ناخوالو سره مخامخ شوی او د بېلابېلو بهرنیو یرغلګرو د تېرېو منځی ګرځېدلی دئ، خو زموږ هېوادوال د تاریخ پۀ بهير کې داسې پوه، مېړني او مخکښ لارښود لکه ميرویس نيکۀ، لوی احمد شاه بابا او امان الله خان لري، چې زموږ د تاریخ ځلانده پاڼې یې جوړې کړې دي او د دغه مخکښو مېړانې او ټولنیز عدالت د دې لامل ګرځېدلی، چې زموږ د افغان ملت د بریو او ویاړ بنسټ وګرځي او د هر یرغلګر مخه ونیسي او هر یرغلګر لۀ هېواده وشړي.


زموږ د مشرانو د کړنو او تاریخي رسالت پر بنسټ زموږ افغان ملت خپله هېوادپالنه روزي او پیاوړې کوي یې، ځکه نو زموږ پۀ هېواد کې هر غلیم لۀ ملي پاڅون سره مخامخ شوی دئ، کرار یې نۀ دئ موندلی، ځپل شوی، مات شوی او لۀ هېواده شړل شوی، چې د ملت د ملي شعور هڅاند او پیاوړی کوونکی بیا هم زموږ د مخکښو، مشرانو او ﻻرښودو کړۀ او همت دئ، چې زموږ ملت پرې ویاړي، هېوادپالنې ته هڅېږي او د خپلواکي هېواد لپاره سر شیندنه کوي او لوی احمد شاه بابا د افغان ملت هېوادپالنه داسې څرګندوي:


ستا د عشق لۀ وینو ډک شول ځيګرونه
ستا پۀ ﻻره کښې بايلي ځلمي سرونه


زموږ د مشرانو د ﻻرښوونې پر بنسټ زموږ ملي شعور جوړ شوی دئ، ځکه زموږ مېړنی ملت د خپل ملي شعور پر بنسټ، پرته لۀ جرګو او پرېکړو دا پتېیلې ده، چې د هر تېري پر وړاندې خپل ټټر سپر کړي، لۀ دښمن سره جګړه وکړي او د یو رسېدلي، پاخۀ او پر ځان ډاډمن ملت پۀ توګه، غليم لۀ هېواده وشړي او د هېواد خپلواکي وژغوري او د هېوادوالو ویاړ پر ځای کړي.


پۀ نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه پۀ دې أند ده، چې د هېواد د تاريخي پېښو لمانځنه او پۀ تېره بیا د افغانستان د بنسټ اېښودنې او نورو تاریخي پېښو پۀ اړه د سیمینارونو، کنفرانسونو جوړول، د کتابونو او نورو ارزښتناکو لیکنو خپرول، زموږ د کلتور د ودې او پراختیا سبب ګرځي. د هېواد تاریخي پېښو ته کتنه، زموږ ملي هویت پیاوړی کوي او زموږ د هېواد د خپلواکي او پرمختګ ﻻمل ګرځي او د هېواد د بېلابېلو ټبرونو او نسلونو تر منځ د پوهاوي رښکۍ غزوي.


پۀ درنښت


پۀ نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه