کور / تازه خبرونه / فراه : ملي پوليس له طالبانو سره يو ځای سوي دي

فراه : ملي پوليس له طالبانو سره يو ځای سوي دي

په فراه ولايت کې حکومتي سرچينو بي بي سي ته وويل د پوليسو يوه ډله چې په فراه رود ولسوالۍ کې د لويې لارې د ساتنې دنده يې درلوده تېره ورځ په وسلو او گاډې سمبال طالبانو ته ور اوښتي.


دغه سرچينې چې د نوم له اخيستلو ډډه کوي وايي دغه ١٤ پوليس له خپل يوۀ رينجر ډوله گاډي او وسلو سره د طالبانو لورې ته تښتېدلي.


طالبانو پخوا داسې ادعاوې کړې وې چې يو يا څو افغان امنيتي ځواکونه ورسره يو ځاى شوي. خو دا لومړى ځل دى چې خپله چارواکي تاييدوي چې په نسبتا لوى شمېر کې د افغان ځواکونو کسان طالبانو ته ور اوړي.