کور / خبرتیا او پيغامونه / له بلجيم څخه د افغانانو دکلتوري ټولني پيغام

له بلجيم څخه د افغانانو دکلتوري ټولني پيغام

د لراوبرافغانستان ویبپاڼې درنوچلوونکو !
 
تاسوته دلراوبرافغانستان دویبپاڼې دجوړولواودهغې د په کاراچولو لامله چه دنوی افغانستان دجوړیدوپه ویاړموډالۍ کړیده دزړه له کومې مبارکۍ وایو.
دې وېبپاڼې په ډېر ښه اومناسب وخت کې په کار پیل وکړ ځکه موږټول لراوبرافغانان دنوی افغانستان دجوړیدو ۲۶۰ دوه سوه شپېتمه کلیزه نمانځو. ځکه خومونږ ستاسوددې په خپل وخت نوښت ستاینه کوو.
 
ددې پاڼې بل ارزښت پدې کې دۍ چه داپاڼه دنوی افغانستان دجوړېدودنمانځنې په غونډه کې په رسمی ډول دهېواد دډېرو ګرانو ملی اوکلتوری څېرو هریو استاد سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار ،پوهاندمحمدحسن کاکړ ، محمدمعصوم  هوتک ،استاد حبیب الله رفیع ،کاندیداکاډیمیسین محمداعظم سیستانی، زرین انځور،پوهنوال رسول باوری اونوروپوهانولخواپرانستل شوه.


 پدې شان او ډول دیوې وېبپاڼې پرانستل داراپه ګوته کوی چه داسې یوې بریښنایی پاڼی ته نه یوازی لراوبرافغانان سترګی په لار وه بلکي رموږ لیکوالان ، تاریخپوهان، ادیبان اوشاعران ورته هم ډیر لیواله دي چي دا په خپله په راتلونکي کي ددې پاڼي دبري زیری راکوي اوباور لرو چي داپاڼه به ټولوافغانانوته دچوپړښه ډالۍ وی.
موږپداسی حال کی چه افغانانوته ستاسودرښتیني چوپړستاینه کوو، دلوی خدای له درباره تاسوته داوږدعمر، ډیروبریاوو اوښې روغتیا دعا کوو .
په قلم او افغانی هوډ موبرکت



په پښتنی مینه اوادب
په بلجیم کی دافغانی کلتوری ټولنی په استازیتوب
پوهنیارسیدحضرت
بروسل ښار – بلجیم