کور / خبرتیا او پيغامونه / په پېښور کي د دانش خپرندويي ټولني پيغام

په پېښور کي د دانش خپرندويي ټولني پيغام

د لوراند او لورين څښتن په نامه



د “لر او بر افغانستان” ګورتپاڼې چلوونكيو ښې چارې،


  د ډېرې خوښۍ ځاى دى، چې په پښتو او پښتونواله مَېنو هڅاندو او نوښتګرو ځوانانو له خوا د لرو او برو افغانانو لپاره يوه ځانګړې ګورتپاڼه پر ليكه كېږي، لوى څښتن جل جلاله دې نور ځوانان هم راويښ كړي، چې د انټرنيټ په نړيوال كلي كې د پښتو او پښتنو ځلونې، له نړۍ څخه د پښتنو خبرونې او نړيوالو ته د پښتنو ورپېژندنې ستر كار ته لاس واچوي.


  لرې نه ده، چې انټرنيټ د راډيو، تلوېزيون، ورځپاڼو، مجلو او نورو ټوليزو رسنيو په څېر د هر پښتانه د كور دړه ور وټـكوي.


  نن سبا ډېرئ پښتانه د راډيو، تلوېزيون، ورځپاڼو او نورو رسنيو په څېر له انټرنيټ سره هم كرار كرار بلدېږي او له انټرنيټ سره يې په دغه بلدتيا كې د پښتو ګورتپاڼو خورا ډېره ونډه ده، چې ژوندى مثال يې زه يم.


  زه په انګرېزي دومره نه پوهېږم، يوازې ټكي يې لوستلى او پښتو برېښليك په انګرېزي توريو ليكلى شم؛ خو اوس دغه كار پښتو ګورتپاڼو ډېر اسانه كړى، كه څوك وغواړي په پښتو ژبه خپل پيغام برېښليك كړي؛ نو د پښتو ګورتپاڼو له لارې دغه كار په خورا اسانۍ ترسره كولاى شي.


  په پاى كې د “لر او بر افغانستان” ګورتپاڼې چلوونـكيو ته ددغه نېك كار مباركي وايم او دغه نېك كار يې د لرو او برو پښتنو د لا نژدېوالي لپاره يوه ګټوره هڅه بولم.


  لوى څښتن جل جلاله دې دغه فرهنګپال ځوانان لا پسې ګړندي، رښتيني او  د پښتو او پښتنو چوپړ ته په ژمن كړي.



  درنښت


  اسد الله دانش ساپى
  د دانش خپرندويې ټولنې مشر
       پېښور   2007/10/21