کور / تازه خبرونه / په کابل کي کرنيز فسټيوال دايريږي

په کابل کي کرنيز فسټيوال دايريږي

ټاکل شوې ده، چې د روانې اونۍ په پای کې په کابل کې یو کرینز ملي فیسټیوال دایر شي. 


د کرنې وزارت وايي، ټاکل شوې ده، چې په دې ملي فیسټیوال کې به سربیره پر افغاني کروندګرو او سوداګرو د شاوخواڅلویښتو بهرنیو سوداګریزو شرکتونو استازي هم ګډون وکړي. 


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر عبیدالله رامين په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل،  په دې درې ورځني فیسټیوال کې به د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه بیلابیل کرنیز محصولات او تولیدات د خلکو ، کروندګرو،کورنیو او بهرنیو سوداګرو په وړاندې نندارې ته وړاندې  شي.


د کرنې وزیر په وینا په هیواد کې دکرنې د پراختیا په هدف د فیسټیوالونو د دایرولو دا لړۍ به دوام ومومي، او په نږدې راتلونکې کې به د هرات، مزارشریف او کندهار په ګډون په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم کرنیز فیسټیوالونه دایر شي. 


دغه کرنیز ملي فیسټیوال چې د چهار شنبې په ورځ به پیل شي، د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د افغانستان د سوداګرۍ نړیوالو خونو او د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې یا یو اس یو آی ډي په مرسته د کابل په شمال کې د بادام باغ په سیمه کې دایرشي. 


په دې وروستیو کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ادعا وکړه، چې په هیواد کې د غنمو او نورو غلو دانو تولیدات زیات شوي دي او په راتلونکې دوو کلونو کې به افغانستان له دې پلوه په خود کفا شي. 




ژمن