کور / z_buitenland_news -- 5 / د پوهاند حسن کاکړ په ياد غونډه جوړه سوه

د پوهاند حسن کاکړ په ياد غونډه جوړه سوه

د نوميالي افغان تاريخپوه ښاغلي پوهاند ډاکټر حسن کاکړ په وياړ غونډه تېر ماښام د جرمني د هورت په ښارګوټي کي د يوشمېر افغان ليکوالو او پوهانو په ګډون جوړه سوه .


په غونډه کي د کاناډا ، انګليستان ، هالنډ ، بلجيم ، ناروې  او يو شمېر نورو هيوادونو څخه برسېره د افغانستان څخه راغليو درنو مشرو پوهانو ښاغلي عبدالله بختاني خدمتګار او ښاغلي استاد حبيب الله رفيع هم برخه لرله .


په غونډه کي د ښاغلي پوهاند ډاکټر حسن کاکړ د ژوند او کار په اړه ويناوي ، مقالې او پيغامونه واوريدل سوه . ددې غونډي پوره راپور او ښکلي عکسونه به نن له لر او بر ويبپاڼي څخه خپاره سي . کتل يې مه هېروئ


 .