کور / تازه خبرونه / په ژيړي ولسوالي كي چاودني پنځه بي ګناه افغانان ووژل

په ژيړي ولسوالي كي چاودني پنځه بي ګناه افغانان ووژل


د ايساف ځواکونو له خوا لراوبر ويبپاڼي ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي په ژيړۍ ولسوالي كي وسله والو طالبانو دمولكي وګړو موټر په نښه كړ پنځه كسان يي ووژل او پنځه نور يي ټپيان كړل .دري نارينه دوه ښځينه او ماشومان هم پكي شامل دي


داچاودنه 2007/11/27  په ژړۍ ولسوالۍ کي د بېځايه سوو کډوالو په پنډغالي کي تر  سره شوي ده  د ايساف دفتر په وينا دځايي اوسيدونكو موټر ويجاړشوى دى .


طالبانو ددې پېښي په اړه تر اوسه رسنيو ته خپل نظر څرګند کړی نه دی .