کور / راپور / د لوی افغانستان شاعرانو سوله په شعرونو ونمانځله

د لوی افغانستان شاعرانو سوله په شعرونو ونمانځله

په كابل كې د سولې ګډه مشاعره د سه شنبې پر ورځ د قرآن كريم په
تلاوت او د ملي سرود په غږولو پيل شوه.


د مشاعرې په پيل كې د ولسمشر حامد كرزي او د اطلاعاتو او فرهنګ د
وزير پيغامونه ولوستل شول، ورپسې نصرالله حافظ، حبيب الله رفيع، رحمت شاه سايل او
غازي سيال د كوربنو او مشرانو مېلمنو په توګه د دريځ مخې ته وغوښتل شول. مشاعره د
نصرالله حافظ په شعر پيل شوه او په وار سره شاعرانو خپل شعرونه اورول. د غونډې
ويندويي زلمي شاعر نذيراحمد نذير او عبدالقادركلات وال پرمخ بېوله. د مشاعرې په
دوهمه برخه كې مشران مېلمانه دروېش درانى او ماښام خټك وو او اسدالله دانش او ډاكټر
اكبر اكبر د كوربنو په توګه ورسره ناست وو. د مشاعرې په ترڅ كې د كندهار تياتر رييس
انيس او زلمي سندرغاړي بريالي ولي په زړه پورې ملي سندرې وړاندې كړې. مشاعره تر
ماښامه روانه وه او وروسته شاعران د موسيقۍ او اتڼ بنډار ته كښېناستل.


دوهمه ورځ:


پر دوهمه ورځ په لومړنۍ غونډه كې مشران مېلمانه سليم بنګښ او اكبر
سيال او كوربانه يې استاد محمد صديق پسرلى او پيرمحمد كاروان وو. د سټېج چارې د
عبدالقادر كلات وال، شرر ساپي او شګوفه مينې پرغاړه وې. په مشاعره كې د لرې او برې
پښتونخوا په لسګونو شاعرانو شعرونه واورول او  بيا د ډوډۍ او لمانځه لپاره يوه
كوچنۍ وقفه اعلان شوه. تر لمانځه وروسته د مشاعرې دوهمه برخه پيل شوه، چې مشران
مېلمانه پكې اسير منګل او عابد جان وو او كوربانه يې محمد زبير شفيقي او نورالحبيب
نثار وو. په دې برخه كې هم ګڼو شاعرانو شعرونه ووويل او ورپسې موسيقي او سندرې
واورول شوې.  په مشاعره كې د كابل پر شاعرانو سربېره له خوست، غزني، پكتيا،
كندهار، هلمند، زابل، ارزګان ، ننګرهار، لغمان، كونړ او نورو ولايتونو نه شاعران
راغلي وو. دغسې له كوټې، پېښور، سوات، كورمې ايجنسۍ څخه هم ګڼ شاعران راغلي وو.
غونډه د لطف الله مشعل  او د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالكريم خرم په ويناوو
پاى ته ورسېده. د مشاعرې په پاى كې پر شاعرانو ډالۍ ووېشل شوې او ژمنه وشوه، چې په
راتلونكو دوو اونيو كې به د اورول شويو شعرونو يوه ګډه ټولګه خپريږي.