کور / راپور / جرمني:دپوهاند ډاکټر حسن کاکړ نمانځنه جو ړه سوه

جرمني:دپوهاند ډاکټر حسن کاکړ نمانځنه جو ړه سوه

د2007 کال داکټوبر دمياشتي پر ۲۰ چي د۱۳۸۶ لمريز کال دتلي دمياشتي د ۲۸ نېټې سره سمون خوري دشنبې دورځي  دمازديګر پر 6:00 بجې دکولن ښار ته نژدې دهورت په ښارګوټي کښي دافغانستان دکلتوري ودي ټولني په زيار دنوميالي مؤرخ، تاريخ پوه،څېړونکی پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړپه وياړ درنه غونډه جوړه سوه .
په نوموړې غونډه کښي  دکاناډا، انګلستان، هالنډ، بلجيم، ناروی، او يو شمېر نورو هيوادونو برسېره دافغانستان څخه یو شمير مؤرخينو، څېړونکو، پوهانو، تکړو ليکوالانو، دفکر او قلم خاوندانو ګډون کړی وو.
دپوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ په وياړ غونډه چي دکاناډا څخه راغلي ګران مشر څېړونکي او ليکوال ښاغلي محمد معصوم هوتک لخوا پر مخ بېول کېده، دښاغلي مبارز څاپۍ صاحب لخوا دقرآن عظيم الشان په څو مبارکو آيتونو پېل سوه .
لمړی ښاغلي محمدمعصوم هوتک صاحب پخپله نماينده ګي دخپلي خوږې وينا په ترڅ کښي ګرانو ګډونوالوته دپوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ دژوند په اړه رڼا واچوله, او ټولو ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چي که چيري دوخت کمښت نه وي موجود;  نو دپوهاند کاکړ صاحب  دژوند او علم په اړه به ساعتونه-ساعتونه وږغيږي .
ورپسې ښاغلی حاجي امين باوري دپوهاندډاکټر حسن کاکړ لنډ ژوند ليک ولوست ، چي دنوموړي ژوند ليک په يوه برخه کې وويل: “پوهاندډاکټر محمد حسن کاکړ صاحب څلور اولاده لري چی دوه  زامن  : کاوون او سباوون او دوې لوڼي لري چي پلوشه او وږمه نوميږي  او څلور لمسيان او درې لمسياني لري.”



ورپسې ښاغلي کانديد اکاډميسين  محمد اعظم سيستاني خپله دری مقاله واوروله  او وروسته په اروپا کښي دافغاني ټولنو دګډي جرګې په استازيتوب ښاغلي نجيب احمدزي صاحب خپل  پيغام ولوست  .
له پيغام څخه  وروسته دافغانستان څخه راغلی مېلمه استادحبيب الله رفيع صاحب دريځ ته راوبلل سو؛ چي دپوهاند کاکړ صاحب  “ دپاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه “ د کتاب په اړه يې د خپلي وينا په يوه برخه کي وويل : ښاغلی کاکړصاحب په نوموړي کتاب کښي دغازي امان الله خان په ښې ګڼو،  بد ګڼو،  ښو اړخونو، بدو اړخونو،خدمتونو او په اشتباهاتو ږغېدلی دئ، نو په دې اساس ده دنوي کتني نوم پر ايښئ دئ، او حقيقتا هم چي نوې کتنه ده . همدغه راز يې ټولو ځوانانو ته دهمدې ګټور اثر لوستل ډیر ضرور وګڼل ترڅو دغازي امان الله خان دژوند په اړه پوره خبر سي، او په څنګ کښي يې دافغانستان کلتوري ودي ټولني څخه غوښتنه وکړه چي همدغه اثر او همداسي نور آثار بايد بیا-بیا او بیا خپاره سي ځکه چي زر ټوکه معلومداره  لږ دي .
ورپسې ښاغلي ډاکټر صاحب طارق رشاد دپوهاند کاکړصاحب  “ دمعاصرافغانستان پښتو او دهغې په هکله يو څو خبري “ ترسرليک لاندي مقالې ځيني برخي ولوستلې . ورپسې وياند معصوم هوتک صاحب دپوهاند کاکړ صاحب داخبره چي وايي دپښتو پرمختګ دپښتون پرمختګ دی او دپښتون پرمختګ  دپښتو پرمختګ  دی تأيد کړه او ويې ويل چي که د پښتو ژبي پرمختګ غواړو نو بايد پښتانه پرمختګ وکړي ، دا ناشونې ده چي پښتون دي پر هماغه خپل حال پاته وي او ژبه دي يې د نړۍ د پرمختللو ژبو په کتار کي ودريږي .


له لندن څخه راغلي افغان ليکوال ښاغلي محمد اکبر کرګر د پوهاند حسن کاکړ د علمي کار ستاينه وکړه ، او هغه يې پر نړيوالو معيارونو برابر وباله. ورورسته په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني له خوا راليږل سوی پيغام د نوموړي ټولني مرستيال عبدالله احسان ولوست .


ورپسې د جرمني د موشن ګلادباخ د افغانانو کلتوري ټولني پيغام د هغې ټولڼي مسول ښاغلي احمدشاه امين له خوا واورول سو .
تر دې وروسته  دپوهاند کاکړ صاحب مېرمن مريم کاکړته نوبت ورسېد چي دکاکړ صاحب سره يې په ګډ ژوند کښي څو بېلابېلي خاطرې واورولې  او دخاطرو په اورولو سره يې دټولو ګډونوالو پر خوله موسکا خپره پرېښوده .
تر دې وروسته دپوهاند کاکړصاحب زوی کاوون جان کاکړ ته بلنه ورکړه سوه  چي ده هم دمور او پلار سره په ګډ ژوند کښي څو بېلابېلي خاطرې دګډونوالو تر غوږو ورسولې .


له دې څخه وروسته د مستو چکچکو په اورېدو د دريځ پر مخ دروند مشر، نوميالی مؤرخ، تکړه تاريخ پوه، څېړونکی پوهاند ډاکټر صاحب محمد حسن کاکړ ته بلنه ورکړه سوه ، پوهاند کاکړ صاحب د خپلي علمي اودرنې وينا چي دګډونوالو لخوا يې تود هرکلی کېدی په يوه برخه کي وويل : چي افغانستان په دې تېرو سویو شپږو کلونو کښي خپل مرکزي حکومت دومره نه دی تطبيق کړی، چي ټول مملکت دي تنظيم کړي . او ددي سره ترڅنګ يې دافغانانو يوه بدمرغي دا وبلله، چي په افغانستان کښي انسان وژنه او ځان وژنه  تر چرګ وژني، چرګ حلالوني هم ډېر عادي  دي  . او په پای کښي يې دافغانستان دکلتوري ودی ټولني دمشر ښاغلی انځور صاحب او نوروټولو پوهانو، څېړونکو، ليکوالانواو ګډونوالوڅخه زياته –زياته مننه وکړه .
ورپسې سپين ږيري او قومي مشر ښاغلي حاجي فضل الرحمن خپله وينا واوروله هغوی ژمنه وکړه چي تر څو ژوندی وي نو د خپلو ژونديو مشرانو ، پوهانو او قلم د خاوندوانو درناوی او قدر به کوي او له نورو يې وغوښتل چي که د چا قدر کوئ نو د هغه په ژوندون يې وکړئ .



دنوموړي وياړ غونډي خاتمه او وروستی وينا کونکی دافغانستان څخه راغلی مېلمه ښاغلی سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار صاحب وو، چي دوينا يوه برخه يې داسي وه : “ کاکړ صاحب زما د( ويښ زلميتوب) د دورې ملګری دی ، داسی ويښ زلمی او ملګری، چي موږ يو بل ته د رفيق کلمه نه استعمالوله، موږ دملګري کلمه استعمالوله او داسی نه وو چي په خوله مو رفيق ویله او په زړه رقيب،  موږ دورور په شاني وو، او يـــو،  او يو به، انشأالله .”  دغه راز يې ښاغلي حسن کاکړ صاحب ته داوږده عمر، ځلانده قلم او دلازيات پرمختګ  دعا وکړه، او ددې سره تر څنګ يې ورته دپوهاند او مؤرخ دمقام مبارکي ورکړه او ويل يې چي آرزو لرم تردې دي نور هم لوړ مقـام په برخه سي .



دوياړ غونډي په وروستيو شېبو کښي څېړونکی شاعر او ليکوال ښاغلي محمد اسحق نګارګر دخپلي ډيري  لنډي وينا څخه وروسته دافغانستان دکلتوري ودي ټولني د وروستيو خپرو سويو کتابونو يو سيټ د نوموړي ټولني له خوا ښاغلي پوهاند ډاکټر حسن کاکړ ته وړاندي کړ . دا غونډه په سيمه ايز وخت د ماخستن پر نهه نيمي بجې پای ته ورسېده .