کور / هراړخیز / چيري سره شناخته سوو؟

چيري سره شناخته سوو؟

ليكوال: عزيز نسين
ژباړن:  عبدالقديم پتيال

ويې ويل: سلام عليكم
هغه داسي راته خندل لكه د دېرشو، څلوېښتو كالو يار چي مي وي، مګر ما اصلاً نه پېژندئ او نه مي يې تر اوسه څېره ليدلې وه، په شك او ترديد مي جواب وركړ: وعليكم السلام. په هماغسي صميميت يې را څخه وپوښتل:
داسي معلومېږي لكه نه چي مي پېژنې؟.
دا جمله يې داسي وويله، چي له ناچاريه مي وپېژندى، ومي خندل او ور ته ومي ويل:
ستاسو خوښه ده، دا څنګه امكان لري چي تاسي به نه پېژنم؟. د روځي نو څو واره دغسي كيسې پېښېدلې، داسي سوى وم چي ما ويل د لاري پر ځاى په تورو-تورو سوپانو كي تللاى.
داسي وسواسي را څخه جوړ سوى دئ، چي ځيني وختونه خپل نږدې او پخواني دوستان لا هم نه سم را په يادولاى او له شرمه په خولو كي لوند خيشت سم. په همدې خاطر نو زياتره وختونه مي سر كښته اچولى وي چي پر چا مي سترګي و نه موښلي، هر وخت چي له ځمكي څخه سر را پورته كړم، نو بېله دې چي نفر ته وګورم دستي سلام ور ته ووايم او پوښتنه ګروېږنه يې وكړم، آن چي كله-كله د لاس روغبړ لا ور سره وكړم. څو روځي تر مخه له كښتۍ څخه په ګاډۍ كي پلى سوم، له بېري مي سر كښته ځړولى او چابك-چابك رهي وم، چي هسي نه له يو شناخته ماخته سره مخامخ سم، نه پوهېږم چي څه وسوه چي سر مي را پورته كړ، چي دا مازي مي
 پر يو مخامخ كس باندي سترګي برابري سوې، ومي ليدئ چي خولۍ  يې پورته نيولې ده او ما ته سلام كوي، څرنګه چي ما خولۍ نه لرله نو د سر په ښورولو مي د ده د سلام جواب وركړ، نږدې و چي بيا مي لاس ور غځولى واى او روغبړ مي ور سره كړى واى، يو وار مي د شا له خوا څخه د ملنډو ډكي خنداوي واروېدلې، چابك مي ځان سره را ټول كړ او چي متوجه سوم  نو هغه چا چي ما ته سلام وايه، هغه يوه مجسمه وه.
له دې ځايه نو تاسي ښه پوهېږئ چي حساب وكړئ چي زه څونه بدل سوى يم چي د انسان او مجسمې توپير او تشخيص لا نه سم كولاى. يوه روځ له خپلي مېرمني سره د موټرانو په تمځاى كي ولاړ وم چي يو نفر مي وليدى چي زما و خوا ته يې سر را ټيټ كړ، زه چابك ور دمخه سوم او لاس مي ور كړ او ځني ومي پوښتل: څنګه ياست، جوړ ياست؟، هغه چي ډېر هريان سوى و، نو راته وې ويل:
پيسې مي پر ځمكه را څخه لوېدلي وې، غوښتل مي چي هغه را پورته كړم.
زه له شرمه مړ سوم، مګر ځان مي له راستيه نه واچاوه او ورته ومي ويل، چي پسي وګرځئ، شايد پيدا يې كړئ. ښځي مي را څخه وپوښتل چي دا ښاغلى څوك و؟، ما ول نه پوهېږم، ول څنګه نه پوهېږې، له هغه سره دي روغبړ وكئ، لاس دي وركړ. كله چي مي اصل كيسه ورته وكړه نو ښځه مي له خندا شنه-شنه كېدله.
هغه افسران چي په كال ۱۹۳۷ كي له حربي پوهنتون څخه فارغ سولى ول، نو هر كال به يې په دې اړه يو جشن جوړوى، زه هم يو وخت په دغو مېلمستياوو كي وم، زما زياتره ملګري ډګروالان ول، ځيني يې جنرالان سوي هم ول او ځيني يې بيا پر كورونو كښېنستلي ول او شخصي لباس يې اغوستى و. ما هغوى ډېر نه پېژندل، په اصل كي مي د هغوى نومونه هېر كړي ول.
يو له ډګروالانو چي كله زه وليدم نو په تلوار زما پر خوا راغلى، لاسونه يې په غاړه كي را واچول او ښه ټېنګ-ټينګ يې پر مخ مچ كړم، ډګروال زما له كتلو څخه پوه سو چي نه مي دئ پېژندلى، نو په تعجب يې راته وويل، چي نه دي وپېژندم؟، ما ورته وويل چي ستاسو خوښه ده، دا كله امكان لري چي تاسي به نه پېژنم. د دې لپاره چي بيا داسي وضعه تكرار سوې نه واى، نو هر ډګروال چي به مي ليدئ، ما به پېش قدمي كوله، چابك به مي روغبړ ور سره كاوه، پر مخ به مي مچوى او لاسونه به مي يې په غاړه كي ور اچول. يو وار چي د يوه ډګروال پر طرف تلم چي غوښتل مي روغبړ ور سره وكړم او پر مخ يې مچ كړم، نو مېرمني Ù
 �ي تر لمني را كش كړم او كرار يې په غوږ كي راته وويل چي څه كوې، دا سپهده بابا. او زه هله پوه سوم چي سپهده بابا مي په ډګروال غلط كړى و.
يوه روځ په كښتۍ كي سپور سوم، يو څه چي په سالون كي ولاړم، نو پر يوه خالي چوكۍ كښېنستم، ومي ليدل چي يو نفر راته خاندي، هغه مي نه وپېژندئ، ومي انګېرله چي كه جواب ور نكړم نو بد كار دئ، ځكه نو ما هم ور ته وخندل، دوهم وار مو بيا يو له بله سره وخندل، په سبا بيا سره مخامخ سوو، دا وار مو د سر په ښورولو سلام سره وكړ. د كښتۍ د سفر په موده كي به مو هره روځ د تګ راتګ پر مهال همدغه كار و او روځ په روځ مو اشنايي ډېرېدله.
سلام عليكم
سهار په خير
څنګه يې؟
د خداى فضل دئ، تاسي څنګه ياست؟
زما يې تر اوسه نوم نه و زده. بېرېدم چي كه يې تر څنګ كښېنم او شخصي خبري شروع سي نو څه به كوم. په زړه كي به مي ويل چي خدايه، دا ښاغلى مي چيري ليدلى دئ؟!!!، چيري سره شناخته سوي يو او…، مګر چي هر څه فكر به مي وكئ، هيڅ به مي ځاى ته نه سواى را وستلاى. پخواني وختونه مي را په يادول، داسي نه وي چي د مسلكي پوهنتون په شپو كي سره شناخته سوي يو، كېداى سي چي د ښكلو هنرونو پوهنځي له همصنفيانو څخه مي وي، شايد د زندان د وختو شناخته به مي وي. لنډه دا چي هر څونه فكر مي وكئ،پر دې نه سوم بريالى چي دغه نفر ځاى ته را ولم.
يوه روځ بيا هم په كښتۍ كي سره مخامخ سوو، په سالون كي ناست و، له هماغه ځايه را ږغ كړه چي:
مهرباني وكړئ،دلته راسئ، ځاى خالي دئ
زه هم ورغلم او څنګ ته يې كښېنستلم. روغبړ يې راسره وكړ. د دې لپاره چي چوپتيا مو اوږده نه سي، نو ورځپاڼه مي را واخيستله او په لوستلو مي يې پيل وكړ، ظاهراً مي ځان په ورځپاڼه بوخت كړى و، مګر ټوله فكر مي په دغه نفر كي و، ډېر مي زړه غوښتى چي وپوهېږم چي دى مي چيري شناخته سوى دئ. كښتۍ خپل ځاى ته ورسېده او خداى پاماني مو سره وكړه.
تر هغه وروسته مو زياتره، له كښتۍ سره ملاقاتونه كول او روځ په روځ مو ياري سره پخېدله، يو د بل نومونه مو زدكړي ول، په حقيقت كي د هغه زما نوم زده و، ما هم د مجلس په ترڅ كي د هغه نوم زده كړ، نوم يې حسام الدين و.
يوه روځ يې د خداى پامانۍ په وخت كي راته وويل: زما سلام دي مېرمني ته ورسوه. له ځانه سره مي وويل، نو دا ډول؟، داسي معلومېږي چي كورنۍ خپلوي هم سره لرو، ښځه مي هم پېژني.
لږ-لږ مو مجلسونه كورني سول، مېرمني ته دي زما سلام وايه، د كوچنيانو سلامتيا دي غواړم او…، بېرېدلم چي داسي نه وي چي د سربازۍ د دوران له دوستانو څخه وي؟.
يوه روځ يې د خداى پامانۍ په وخت كي راته وويل:
تاسي نه غواړئ چي يوه شپه مي مېلمانه سئ؟، ما د سر په ښورولو سره مثبت جواب وركړ چي په ډېره خوښي دي مېلمستيا قبلوم.
د شپې مي د هغه څېره مېرمني ته مجسمه كړه، چي شايد هغه يې وپېژني، مګر هغې هيڅ داسي څېره نه وه ليدلې او نه يې د حسام الدين په نامه څوك پېژندى.
يوه شپه يې رسماً موږ خپل كور ته دعوت كړو، خداى ته دي زر شكرونه وي چي په خپله يې د كور پته راكړه، كه نې نو له شرمه به مړ سوى واى چي پر دونه انډېوالۍ او دوستۍ سربېره مي ورته ويلي واى چي كور مو چيري دئ. د شپې په ګډه له مېرمني او كوچنيانو سره د ښاغلي حسام الدين كور ته ولاړم او ښه خوندوره مېلمستيا مو په برخه وه. يو بل وخت ما هم د شپې دوى مېلمانه كړي ول او په دې ډول مو نو دوستي نوره هم ښه ټينګه سوله. زموږ روځي د شير و شكر غوندي سره تېرېدلې، مګر زه له ډېره تشويشه لېونى كېدلم او غوښتل مي چي وپوهېږم چي زه او دى چيري سره شناخته سوي يو. كله چي به له ځانه څخه مايوس سومØ
 Œ نو د مېرمني لمنه به مي ټينګه كړه، ورته و به مي ويل چي ته د مجلس په جريان كي د حسام الدين د مېرمني له خولې يو څه خبري وكاږه، ګوندي د دغي معما حل پيدا كاندې. ښځي مي هم ډېر تلاښ وكړ، مګر څرنګه چي د حسام الدين د ماينې خوله تړلې وه، نو هيڅ نتيجې ته نه سره ورسېدلو. زموږ دوستي روځ په روځ ټينګېدله، تر داسي اندازې سره ورسېدلو چي كله چي به ما غوښتل په سفر ولاړ سم، نو خپل كور او اولادونه به مي ده ته سپارل او هر كله چي به دى په سفر تلئ، نو خپل ټول كور او اولادونه به يې ما ته را پرېښوول. كله چي يو د بل كورو ته تګ او راتګ او دعوتونه پيل سول، نو په هغه وخت كي مو هيڅ پټه ن
 ه سره لرله، يوازي دغه د شناخت موضوع و
چي پټه پاته وه، چنداني جرئت مي هم نه سواى كولاى چي په دې اړه پوښتنه ځني وكړم. يوه شپه چي له دوى كره مېلمانه وو، او په څښلو لګيا وو، نو ترې ومي پوښتل:
رښتيا حسام جانه، د كوچنيوالي دوران دي در په يادېږي؟.
په هريانتيا يې را ته وكتل او وې ويل:
زه د كوچنيوالي په دوران كي دلته نه وم، تر اوو، اتو كالو پوري په كلي كي وم.
زما هدف د مدرسې وختي دي.
مدرسه مي هم په ولايت كي ويلې ده.
غوښتل مي چي د سربازۍ د وخت په اړه خبره درته وكړم.
ما هيڅ سربازي او عسكري نه ده كړې، زه بخښل سوى وم.
بېخي مي چرت خراب سو، نو چي په دغو ټولو شيانو كي دى نه و، كېداى سي چي په زندان كي به را سره و، چابك مي ځني وپوښتل چي:
زندان څنګه، هلته وو؟!.
حسام الدين په يوه كاږه نظر را وكتل او ويې ويل:
وروره، ته نور مه څښه، بس دئ لكه چي نشه سوې، د څه شي زندان؟، پوهېږې چي څه وايې؟
دواړه لاسونه مي پر ځنګنونو كښېښوول، په ډېر ژور انداز مي ورته وكتل او ورته ومي ويل:
ستا دي په خداى قسم وي، كه به نه راته وايې چي زه او ته چيري سره شناخته سوو؟. ښاغلي حسام الدين راته وويل چي په كښتۍ كي سره شناخته سوو. ورته ومي ويل چي جدي وايې؟. ويل يې هو نو څه كوې، كله چي يوه روځ كښتۍ ته راغلې نو په برېتو كي دي راته وخندل، په دا سبا دي سلام هم راته ووايه او په دې ډول مو اشنايي سره پخه سوه.
تر ډېره مي په ډېر تعجب ورته كتل، هيڅ مي باور نه كېدئ، چي په دونه كمه سابقه كي دي مو دونه پخه يارانه سره راغلې وي.
كه يوه روځ ستاسي سره چي پخوانى ملګرى مو يم، په بازار كي مخ سوم او شناخت مي نه در سره وكړ، نو پام كوئ چي و نه ځورېږئ او داسي و نه واياست چي ګواكي ځان را څخه ورك سوى دئ او د دې برعكس كه داسي هم پېښه سوه چي په ژوند مو نه وي سره ليدلي او سلام مي درته ووايه او په غاړه كي مي لاسونه در واچول، نو هوښ كوئ چي په عذاب نه سئ، دا زما عادت دئ.