کور / تازه خبرونه / ښاغلي اتمر ټپي زده کوونکي هند ته بوتلل

ښاغلي اتمر ټپي زده کوونکي هند ته بوتلل

د ښووني او روزني وزير محمد حنيف اتمر د بغلان په پېښه کي د ټپي سويو زده کوونکو سره يو ځای د هغوی د درملني له پاره هند ته تللی دی .


دوې اوونۍ مخکي د بغلان ولايت د بورې فابرېکې مخي ته يوه ځانمرګي بريد کوونکي د ولسي جرګې پر استازو د چاودني پر مهال په لسګونو هغه افغان زده کوونکي هم مړه او ژوبل کړل چي د دولتي چارواکو له خوا د ولسي جرګې د وکيلانو هرکلي ته راوستل سوي وه .