کور / تازه خبرونه / په هلمند کي دوه ډنمارکي عسکر وژل سوي دي

په هلمند کي دوه ډنمارکي عسکر وژل سوي دي

د ډنمارک دولت په يوه رسمي خبر کي ويلي دي چي ددوی دوه تنه عسکر پرون د افغانستان په هلمند ولايت کي د ګزمې پر مهال د وسله والو طالبانو د بريد په پايله کي ووژل سوه .  په خبر کي راغلي دي دغه دوه تنه عسکر په بريد کي د ژوبل کيدو سره سم په پوځي الوتکه کي نظامي روغتون ته د لېږدېدلو پر مهال مړه سوه .


د ډنمارک لومړي وزير او دفاع وزير د وژل سويو ډنمارکيانو کورنيو ته د خواشينۍ پيغامونه هستولي دي . د ۲۰۰۳ کال راپه دې خوا په افغانستان کي د وژل سويو ډنمارکي عسکرو شمېر ۹ تنو ته ورسېد .