کور / تازه خبرونه / خوست:شپږو ښوونځيو کار پيل شو

خوست:شپږو ښوونځيو کار پيل شو

 تيره ورځ د خوست ولايت د نادرشاه کوت ولسوالي په بيلابيلو سيمو کې د شپږو ښوونځيو بيسټ ډبرې
کيښودل شوې
 خوست والي ارسلا جمال وايي ياد ښوونځي چې درې يي د هلکانو او درې يي د نجونو لپاره دي  په خوست کې (PRT) ولايتي بيارغونې ډلې لخوا د پنځه لکه امريکايي ډالرو په لګښت روغول کيږي
  ارسلا زياتوي په يادو ښوونځيو کې به په زرګونه هغه زده کوونکي زده کړي کوي چي دا مهال يې خپلې زده کړې د سر لمر لاندي سر ته رسولې او د سر پنا لپاره يې کومه وداني نلرله   .
   د يادونې وړ ده چې په روان کال کې به په خوست کې د ٨٣ ښوونځيو لپاره  ودانۍ جوړيږي چې په ډيرو يي دا مهال کار روان هم  دي