کور / تازه خبرونه / چارواكې:دڅلويښتووسله واوطالبانودوژل كيدوادعاكوي

چارواكې:دڅلويښتووسله واوطالبانودوژل كيدوادعاكوي

چارواكې په كندهارولايت كې دڅلويښتووسله واوطالبانودوژل كيدوادعاكوي  .


دكندهارامنيه قومندان مل پاسوال سيداغاثاقب وايې چې دتيري ورځي په ګډوپلټنيزوعملياتوكې يې وسله والوطالبانوته ياده سوي مرګ ژوبله  په شاوليكوټ اوژړۍ والسواليوكې   اړه ولي ده . 



دنومه وړي په خبره چې لمړني عمليات دژړي والسالۍ په پاشمول كې ترسره سوي چې دوسله والوطالبانوديوه سيمئزقومندان ملافيض الله په ګډون دهغه څلورملګري وژل سوي اوپنځه  نوريي ټپيان سوي دي .


دښاغلي ثاقب په خبره چې دشاولى كوټ والسوالۍ په پيتاواوچنارتوسيمو كې  هم افغان اوايتلافي ځواكونوپلټنيزعمليات ترسره كړي او۳۶ وسله وال طالبان يې وژلي دي .


خوخپله وسله والوطالبانورسنيوته  پدي اړه څه ندي ويلي


بلخواپه شاه وليکوټ ولسوالۍ کې پر ناټو ځواکونو ځانمرګى بريد شوي .


امنيه قومندان مل پاسوال سيدآغاثاقب يې په اړه وايې چې ځانمرګى بريد له غرمې مخکې يوولس بجي وشو چې يوازي بريدكونكي پكې وژل سوي دي .


نومه وړي وايې چې بريدكونكي له چاوديدونكوتوكوڅخه ټك كرولاموټردناټوځواكونوله پوځي ګاډوسره وجنګاوه چې پرته له بريدكونكي څخه بل هيچاته پكي زيان ندي اوښتي .


وسله والوطالبانودبريدمسئوليت په  غاړه اخيستي اووايې چې بريددملافيض الله په نامه دشاه وليكوټه ولسوالۍ يوه اوسيدونكي كړي دي .


ددغي  ډلي وياندقاري يوسف احمدي  په ځان مرګي بريددناټوځواكونوددوپوځي ګاډواو۱۲ بهرنيوسرتيرودوژل كيدوادعاكړي .