کور / تازه خبرونه / په موسی کلا کي بمبارۍ مرگ ژوبله اړولې ده

په موسی کلا کي بمبارۍ مرگ ژوبله اړولې ده

په هلمند كې ائتلافي ځواكونو بمباري كړي اومرګ ژوبله يې رامنځ ته كړي ده .


بمبارد په ځایي وخت دښام مهال په موسي كلا ولسوالۍ كې سوي اوائتلاف پكې ديوه سيمه ايزطالب قومندان په ګډون دگڼو وسله والوطالبانو د وژل كيدو ادعاكړي .



په هلمندكې دايساف ځواكونو وياند كپټن بليچروايې چې هوائې عمليات يې ديوه ځايې طالب قومندان دلمنځه وړلوپه موخه كړي چې څومياشتي مخكې يې دايټالوي خبريال (دانيل) په تښتونه اودهغه ددووافغان ملګروپه وژنه كې يې لاس درلود.


نوموړي وايې هغه پټنځايې په هوايي بريدكې په نښه كړي چې وژل سوي طالب قومندان له خپلو ملګروسره پكې اوسيدی .


كپټن بيلچر زياتوي چې دپنځووسله والوطالبانو د سورلۍ هغه موټر يې هم په نښه كړي چې دنامتو وژل سوي طالب قومندان ملادادالله پوري اړوند وو.


ځايي وسله وال طالبانو هم منلي چې دوه ملګريې دخپل سورلۍ په موټركې وژل سوي دي .


دهلمند په سويو بمباريو كې تراوسه دولسي وګړو دمرګ ژوبلي په اړه څه ندي ويل سوي خو تردې مخكې څواوارى مخكې په لس ګونو  و لسي خلګ په ورته بمباريوكې وژل سوي و.


دهلمندله جګړوڅخه يوازي كندهارولايت ته له  ۱۵۰۰څخه زياتي كورنۍ راكوچيدلي چې په كندهارښاراوڅيرمه والسواليو كې په بې کورۍ او سخته يخنۍ کي ژوند كوي .


دغه كورنۍ چې پرته له سرپناڅخه په ستونزمنو حالاتوكې ژوندكوي له دولت اونړيوالي ټولني څخه غواړي  چې ددوى په سيموكې دامن خوندي كې ،ترڅو د بيرته تګ لارورته هواره سي .