کور / راپور / دنوي افغانستان دجوړېدود ۲۶۰ کليزي نړيوال جشن ولمانځل سو

دنوي افغانستان دجوړېدود ۲۶۰ کليزي نړيوال جشن ولمانځل سو

د2007 کال داکټوبر دمياشتي پر نولسمه چي د۱۳۸۶ لمريز کال دتلي د۲۷ نېټې سره سمون خوري دجمعې دورځي دمازديګر پر څلورو بجو د المان دکولن ښار ته نژدې دهورت په ښارګوټي کښي دافغانستان دکلتوري ودي ټولني له خوا دنوي او معاصر افغانستان دجوړېدو د۲۶۰ کليزي په ويـــــــــــاړ نړيوال جشن ولمانځل سو .



په نوموړي جشن کښي دافغانستان، کاناډا، انګلستان او داروپا دبېلابېلو هيوادونو څخه يو زيات شمېر پوهانو، ليکوالانو، شاعرانو، فرهنګيانو، فرهنګپالو او دقلم خاوندانو ګډون کړی وو. او ددې غونډي جريان د ويډيو په بڼه مخامخ Live د انټرنټ له لاري په ټوله نړۍ کي خپرېدئ .



نوموړې غونډه چي اوله برخه يې د ميرمن کامله طاهر د خوا پر مخ وړل کېده د ښاغلي خان مبارز څاپي له خوا د قرآن عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل سوه .


پرانستونکې وينا دافغانستان دکلتوري ودي ټولني په استازيتوب ښاغلی پوهندوی سيدحسن صاحب واوروله .
دوهم ويناکوونکی ښاغلی کانديد اکاډيميسن محمداعظم سيستاني وو چي دنوي افغانستان دجوړېدو د۲۶۰ کليزي په باب يې پـــــــــراخه رڼــــــا واچوله .
ورپسې المانی  ژبپوه ښاغلی سي باسشن هائينه وو چي په پښتو ژبه يې خوږه وينا واوروله .
وروسته د غونډي علمي برخه پيل سوه چي دښاغلي عاشق الله غريب لخوا پر مخ بېول کېده.


په دې برخه کي لومړی ليکوال او څېړونکي ښاغلی محمدمعصوم هوتک ته بلنه ورکړه سوه چي دارواښاد فيض محمدکاتب هزاره پر ژوند او آثارو يې خپله هــــر اړخيزه مقــــاله واوروله .
وروسته دافغانستان څخه راغلي مېلمه دروند مشر او سرمحقق ښاغلي عبدالله بختاني خدمتګار  ته وار ورسېد چي ګډونوالو ته يې د قاضي عطاالله پر ژوند او آثارو خپله علمي مـــــقاله واوروله .



دعلمي غونډي په دې برخه کښي لرغونپوه ښاغلي پوهنوال رسول باوري د ارواښاد محمدعلي کهزاد په اړه خپله عــلمی مــقـاله واوروله .
ورپسې ښاغلي پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د معاصر افغانستان دمؤرخينو په خاص ډول دمير غلام محمدغـــبار دژوند، آثـــــارو او شخصيت په اړه خپله عــلمي او څېړنيزه مقاله واوروله.


وروسته افغانستان د کلتوري ودي ټولني منشي ښاغلي عاشق الله غريب د ټولني له خوا ددې سيمنار په وياړ د چاپو شويو کتابونو يادونه وکړه  او د ۱۵ دقيقو د پاره تفريح اعلان سوه .


تر تفرېح وروسته ښاغلي استاد محمداسحق نګارګر ته بلنه ورکړل سوه  چي دخپلي خوږې وينا په ترڅ کښي يې دارواښاد عـلامه پــوهاند عبدالحی حبيب ته خطاب د ( استادا )تر سرليک لاندي ( پارسي) شعر هم واوراوه.



وروسته اوتريشي تبعه ليکوال او د يوه الماني پوهنتون استاد ښاغلي فرانس ګيوريلنډي په ( الماني ژبه ) لنډي خبري وکړې چي دډاکټر شيرولي شير  لخوا پښتو ژباړل کېدې . نوموړي ټولو افغانانو ته دنوي افغانستان د ۲۶۰ کليزي وياړ مبارکي وويله او زياته يې کړه د پوهنتون استاد او د يوه خيريه موسسې کارکوونکي وويل چي يوازنۍ هيله يي داده چي افغانان د توپک او جګړې پر ځای قلم او پوهي ته مخه کړي .
وروسته ليکوال شاعر او څېړونکي ښاغلي استاد حبيب الله رفیع دريځ ته راوبلل سو چي داستاد حبيبي او استاد محمدعلي کهزاد دژوند په اړه يې دمقالې څو خاطرې هم وويلې .



ورپسې دپوښتنو لړۍ چي دښاغلي ډاکټر شيرولي شير صاحب  لخوا پر مخ بېول کېده پېل سوه. چي په پېل کښي يې دښاغلي محمدزي  پوښتنه دحبيب الله رفيع څخه وپوښتله . ورپسې يې د ښاغلي محمد اسحق نګارګر څخه دښاغلي رحمان ګل توتاخېل پوښتنه وکړه.
درېيمه پوښتنه يې دښاغلي محمد معصوم هوتک څخه ديعقوب  مراد لخوا وکړه .



څلورمه پوښتنه بياهم دیعقوب مراد لخوا دپوهنوال رسول باوري، حبيب الله رفيع، محمد اسحق نګارګر، عبدالله بختاني، پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ، کانديد اکاډيميسن محمد اعظم سيستاني اودمحمدمعصوم هوتک څخه په يوه جمله کي جواب غوښت .ددې پوښتني په يوه جمله کښي په جوابېدو سره دګډونکونکو لخوا په خورا مستو چکچکو بدرګه کېده .
او همدارنګه  وروستنی  پوښتنه بيا داستاد محمداسحق نګارګر صاحب څخه دنثباوالدين بادر لخوا وه .



د علمي غونډي په دې برخه کي دغونډي چلوونکي له د غونډي د مشرتابه پلاوي څخه هيله وکړه چي د ځای پر ځای سوي کمپيوټر خواته تشريف يوسي د ننني جشن په وياړ دلراو بر لوی ښاغلی عاشق الله غريب افغانستان په نوم يوه نوې ويبپاڼه چي د نوي افغانستان د جوړيدو د ۲۶۰ کاليزي په وياړ جوړه سوې وه پرانستنه يې وکړي .


ښاغليو: سرمحقق عبدالله بختانی ، محمد معصوم هوتک ، اسحاق نګارګر ، کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني ، پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ ، پوهنوال رسول باوري ، زرين انځور ،ډاکټر طارق رشاد ، ډاکټر یحیی وردګ ، قومي مشر حاجي فضل رحمان ، انجنير ذکريا پوپل او يو شمېر نورو مشرانو له خوا د يوې کيلي ( سويچ ) په وهلو سره په رسمي ډول پرانستل سوه او د غونډي په سلګونو برخه والو د لر او بر لوی افغانستان ويبپاڼه د يوې لويي پردې پر مخ د لومړي ځل له پاره وليده . ټولو درنو مشرانو د نوموړي ويبپاڼي چلوونکي عبدالله احسان ته مبارکي وويله .



د ماښامنۍ تفرېح وروسته مشاعره پېل سوه چي وياندويي يې يــــــوځل بيا د اغلي کاملې طاهر په غاړه وه .په مشاعره کښي تکړه شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتېر خپل څو شعرونه واوروله . ورپسې حماسه رؤفي جاني او  آغلې سلګۍ شينواري خپل شعر واوراوه .



دمشاعرې څخه وروسته دټنګ ټکور (موسيقۍ) د برخي په شروع کښي  يوې جرمنۍ سندرغاړي باربرا شېلا دوې سندري وويلي ، ددې سندري د ښاغلي مطيع الله روفي د خوا د سندرو په جريان کي ژباړل کېدې .


د المانۍ سندرغاړي دسندرو اورولو څخه وروسته سمدستي دافغانستان دکلتوري ودي ټولني مشر کره کتونکي او کيسه ليکونکي ليکوال ښاغلي محمدزرين انځور لخوا نوموړې سندرغاړې ته د ګلانو ګېډۍ ډالۍ سوه .
دټنګ ټکور په دوهمه برخه کښي ښاغلي يارمحمدعليزي او آغلي هما افغانميني ته وار ورسيد چي دواړو په ګډه او جلا سندري وويلي او ځوانانو مست ملي اتڼونه وکړه . تر دوو نورو سندرغاړو تر شوقي سندرو وروسته ځوان سندرغاړي ښاغلي نادر صديقي او يو ځل بيا ښاغلي يارمحمدعليزي او آغلي هما افغان ميني سندري واورولي ، دا ځل بيا ځوانانو مست ملي اتڼونه وکړه .



د جشني برخي په پای کي له ښاغلي سرمحقق عبدالله خدمتګار بختاني څخه هيله وسوه تر څو هنرمندانو ته د تازه ګلونو ګېډۍ ډالۍ کړي . یارمحمد صاحب، هما افغانمينه او ددوی ټوله همکاران دستايلتيا څخه وروسته دګلونو په ګېډيو  ونازول سوه  او  باربرا شېلا (جرمنۍ سندرغاړې) او هغو څلورو جرمنيانو ته چي دنوموړي جشن په ژوندی (live)  خپرېدو کښي يې ونډه درلودله هم دګلانو ګېډۍ ورکړل سوې .



په وروستنيو شېبو کښي عبدالله بختاني صاحب په خپله لنډه وينا کښي چي خورا خوښي يې احساسوله دافغانستان دکلتوري ودي ټولني دمشرتابه ښاغلي محمدزرين انځور څخه مننه وکړه ، هيواد او افغاني کلتور ته د خدمت په لاره کي يې د برياليتوب دعا ورته وکړه .
د نوي افغانستان د ۲۶۰ کاليزي جشن د لويديځي اروپا پر وخت د شپې پر درې نيمي بجې پای ته ورسېد .


د لراو بر ويبپاڼي يادونه :
 د نوي افغانستان د جوړېدو د ۲۶۰ کاليزي د نړيوال جشن د تاريخي عکسونو څخه لر او بر افغان ولس او ټولي خويندي ويبپاڼي په خلاص لاس ګټه اخستلای سي . چاپي خپرونو ته ددې عکسونو غټ کيفيت ورکوو.