کور / کیسه / طلاق

طلاق

لنډه کیسه : 



     په ښارکې ډېر بیروبار وو د اوږدو پارتمانونو لاندې ددکانونو ترمخې دخلکو بیروبار ښه منظره جوړه کړې وه . مخامخ په تاو پیچ سړکونو د موټرونو ګڼې ګوڼې هم هغه دچاخبره نخره کوله  . زیاتره ځوانان لیدل کیدل چې شاوخوا یاموټرونو ته انتظار وو یایې هم چکر واهه …


     زه له ګڼې ګوڼې لږ څه راووتلم دخپلو اخیستو پیسو شمار مې کاوه له سهاره مې ایله تر اوسه یو چک نغد کړ ډیر بیروبار وو زه دې ته چرت وړی وم چې که په لویو موټرونو کې ځم نو باید بس سټاف ته تللی وای اوکه هغه دچاخبره دربست تللای نو پیسې یې رانه زیاتې اخیستې نو ومې پتیله چې په وړو موټرونو کې ولاړشم هغه لږ وړاندې درېدل …


     راروان شوم دنارینه وو په نسبت ښار له ښځینه وو ډک وو که څه هم دلته همداسې وو نارینه به څومره نه لیدل کیدل خو له دکان نه نیولې تر هر ځایه پور ې به ښځینه وې . خو دانوبیا خاص دپېغلو ځای وو ځانونه به یې ښه جوړ کړي وو او څه پوډرونه او دسینګار څیزونه به چې یې درلودل نو کارولي به یې وو . که په لنډو ووایو دلوچکو جینکو بازار وو زما تر مخ یوه جینۍ روانه وه چې ښه ځواني یې دلوده دې پوډرونه نه وو وهلي سریې هم طلایي نه وو رنګ کړی او سترګې یې هم ترغوږونو پورې نه وې تورې کړې ، له څنګه یې روان وم مایو ځل ورته وکتل نور ترې مخ ته شولم څومره خاص هغه دچاخبره نه شوم ورته ځیر . دموټرونو ځای ته راورسېدلم زموږ دځای موټر نه پیدا کېده ډېر ودریدلم ، شاوخوا موټرونو ته مې ډیرې چیغې وکړې ، پارک وې ، پارک وې …


     لږ وروسته مې هماغه جینۍ ولیده چې دې خواته راروانه وه ، ورته ځیر شوم ژړل یې سترګې یې له اوښکو ډکې وې ، زه حیران شوم دلمړي ځل لپاره مې دلته پېغله لیدله چې ژړل یې ، په لاس کې کتابونه یې سینې ته ټینګ نیولي وو په بل لاس یې اوښکې پاکولې ، په غوسه مالومېدله … وړاندې راغله ماورته عجیب عجیب کتل … دهغې هم راته پام شو .


      له قوارې یې نظافت ښه مالومېده قیمتي خو درنې جامې یې په تن وې … رانږدې شوه مخامخ راته ودرېدله زه حیران شوم سترګې مې ورته تتې کړې سر مې ورته وخوځاوه چې څه چل دی او ولې ؟ … هغې اوښکې پاکې کړې او له ګڼې ګوڼې لږ څنګ ته شوه مخامخ یې راته کتل … ویې ویل چې کیدای شي یوڅه پیسې راکړې ؟ چې کله کور ته ورسېږم درکوم یې ماله ځانه سره وویل چې دا هم دهغه جینکو څخه ده چې دپیسو ګټلو په نیت راوځي … زړه مې ونه شو ترې  روان شوم خو بیا راسره دا سودا پیدا شوه چې لږ به غواړي که ډېرې ؟ ولې تلفون نه کوي … او تردې ځایه څنګه راغلې ده عجیبه وه …


      ورته ومې ویل څومره هغې له لږ سوچ وروسته وویل . 


دری
نوریې هیڅ هم ونه ویل سترګې یې تخته کړې او لکه چې غوسه ورغلې وي روانه شوه سر ته یې لاسونه ونیول . اوږد سوړ اسویلۍ یې وکړ …


      زه وچ حیران شوم داڅرنګه جینۍ وه دومره پیسې خو یې ایله دښار ترمنځه ورسوي دانو اخیستل ارزي څرنګه دومره پیسې ورسره نه وې . دوه برابره پیسې مې له جیبه راوکښلې او په لاس کې مې ونیولې راروان شوم مخې ته یې وروګرځېدلم . دهغې چې په ماسترګې ولګېدې ښکته ېې وکتل او سلګۍ یې وکړه .


نه مننه په هغه شېبه کې مې حال ښه نه وو پیسې لرم
ماته اهمیت نه لري که پیسې لرې که یې نلرې دا واخله .
تاسې … چیرته اوسیږۍ چېرته کار کوۍ ..؟
حیران شوم اوس پوه شوم چې غله به نه وي …


په پارک وې کې دکان لرم
دپارک وې په کوم ځای کې
دپله نه لاندې لبنیات …
پښېمانه شوم چې ادرس ورکوم دومره پیسې مې یې په کتاب کې وروټومبلې چې کولای یې شو که د ښار هرځای ته ځي ورسیږي … ترې راروان شوم … هغې بیاسر په دواړو لاسونو په سوک وواهه او سلګۍ یې وکړه …


      زه په موټر کې سپور شوم عجیبه ده داڅرنګه جینۍ وه سوالګره وه ؟ غله وه ؟ نشه اي وه خو له قوارې سره یې دایو هم نه جوړیده … ډېر سوچونه مې ووهل خو په پای کې مې له ځانه سره وویل : پرېږده داپیسې رانه هره ورځ په سګرېټوهم ځي … په همدې سوچونو کې وم چې موټروان غږ کړ :


تاته وایم  ښکته کېږې که وړاندې هم ځې ؟
نه مننه … وبخښۍ .
       نن ټوله ورځ همدا یو تصویر مې په سترګو کې وو . جینۍ چې سر یې په سوک وواهه او سوز ورغی  ، سترګې له ژړا ډکې وې اوپزه یې په چپ لاس پاکوله ، په خوله کې ېې هم اوښکې ورغلې وې … همدا تصویرونه مې تر سترګو تېرېدل .


      سهار مې دکان خلاص کړ بیرو بار ډېر وو، دنوي مال په ښکته کولو اخته شولو ، نن ناوخته راغلی وو ، باید سهار وختي راغلی وای ، داموټروانان هم نازونه کوي .


استاده فکرنه کوې چې ناوخته راغلي یاست
نه خو تاسې ناوخته دکان خلاص کړ زه یوځل وختي هم راغلم
      زه اوس په خپله سهوه پوه شوم ریښتیاهم زه ملامت وم هغه یوځل وختي هم راغلی وو ، نن ټوله ورځ کارونه بې وخته کېدل ، کارکوونکي هم سره بې ټېمه وو هاغه لوی یخچال هم خراب شوی وو . باید هغه موهم مستري ته وړی وای یامو ورته مستري راوستلی وای .


اکبره یوڅوک موغواړي
ښه دادي درغلم
     داڅوک دي دومره وختي ولې مې غواړي … هماغه موټروان وو ویل یې چې کمپنۍ سباته ټولې پیسې غواړي که ورومو نه لیږلې سباته مال نه راکوي . . .


ښه ده پرون مې ورته جوړې کړې اوس به یې زه ورواستوم
خپله یې یوسه تاوان کوې ګوره هابل ځل دې له یاده وتلی
سمه ده مننه
      بېرته راغلم لوی یخچال ته ودریدلم ، دا به لدې ځایه څرنګه لېرې کوو . مستري هم که راځي دا یوه المارۍ لېرې کول غواړي …


اکبره څوک مو غواړي !
بهه ورته ووایه نشته ، ته نه وینې کار کوم غواړي غواړي ته ورشه څه وايي ؟
      اشرف ډېره شېبه ورک وو ، بېرته راغی .


تاسې غواړي او تاسې سره یې کار دی .
     ماته غوسه راغله داڅوک دي چې پدې سهار ېې بیا ماسره کار دی … فرید دوی څوک به وي خو هغوی… لدې سره مې په هماغې پرونۍ جینۍ سترګې ولګېدې . ..


عجیبه داځای موڅنګه پیدا کړ پخیر راغلې .
ولا دا یوساعت راغلې وم ایله چې اوس مې پیدا کړې
     لاس یې موښل یخ وو په لوی ببر کوټ کې یې سر غلی کړی وو . او سترګویې له یخه اوښکې کړې وې .


ډېر یخ دی
هو ولا دا څو ورځې خو بیخي نخره ده
     ما سترګې ورته شخې کړې او دپوښتنې په علامت مې ورته وکتل :


خپه کېږه مه زه ستاسې ډېره مننه کوم
دڅه شي مننه
داپیسې مې راوړي دي …
      زه له ځان سره خجالت شوم چې دومره کمې پیسې مې ورکړې وې ، خوما په هغه شېبه کې په سوال کې ګڼلې او فکر مې نه کاوه چې بېرته به یې راوړي …


     جینۍ په قیپ اخته شوه پیسې یې راوایستلې او زما برخه یې ترې راجلا کړه په چپ لاس کې یې ونیولې … قیپ یې بېرته وتړلو او دچپ لاس څخه یې دستګش لیرې کړ …


ډېره مننه خدای دې درسره ښه وکړي ښه ژوند مو نصیب شه
     قیپ یې وتړلو دستګش یې بېرته په لاس کړ او مخ په دروازه روانه شوه . زه هم له خپلو پیسو سره ودریدلم پیسو ته مې وکتل جینۍ له دروازې ووتله …


اهه صبر وبخښه !
خواهش کوم مهرباني
وبخښۍ که خپه کېږې نه نو تیره ورځ خیر وو .
هو خیر وو تیره ورځ مې یوه داسې ورځ وه چې نور نه غواړم تکرار شي …
څرنګه وبخښۍ ؟
پرېږده خو په هرحال مننه
چې خپه کیږی پروا نلري …
نه ولې خپه کیږم خو ګټه به ونلري
ولې خواهش کوم
ماتراوسه درې ځله واده کړی ، اودری طلاقونه مې اخیستي …
     عجیبه وه ځوانه وه خو ریښتیاهم دلته عادت هم همداسې وو ، دجینۍ په سترګو کې بیا اوښکې راوګرځېدې  پسې اوږده یې کړه :


دامې دیوځوان سره واده کړی وو چې دوه درې ځایه یې نور هم ودونه درلودل . داڅو میاشتې مې په سترګو نه وو لیدلی پرون کورته راغی یوه بله فاحشه هم ورسره وه . زماپه لیدو یې وویل چې زه باید وروسته لدې ولاړه شم دپلار کره …
     دجینۍ سترګې له اوښکو ډکې شوې …


خوهغه نه ووخبر چې ما نور مور اوپلار هم نه درلودل …
     بیایې سترګې پاکې کړې او شاوخوا یې وکتل ، زما هم په سترګو کې اوښکې راوګرځېدې  سخت زړه مې ورته بد شو .


وبخښه نور یې څه غواړې پرون یې له کوره راوایستلم اوراته ویې ویل چې یامې وژني یابه په خپله خوښه ځم او راته ویې ویل چې طلاق طلاق نه چلیږي همدا طلاق دی په ټول عمر کې دبیا ونه وینم او بې پیسو بې کالیو بې ښه اوبې بده …. اخۍ  ما آبرو درلوده ما….
سخت زړه مې ورته بدشو …


خو خیر نورنه غواړم واده وکړم نور نه غواړم څوک مې آبرو تویې کړي … او نور نه غواړم بل څوک طلاق راکړي … د ژوند ترآخره هو دژوند ترپایه …
سخت سوز ورغلی وو … اوښکې یې پاکې کړې او دسر په اشارې سره یې راسره خدای پاماني وکړه او له دروازې ووتله . 



تهران هفتم تیر


د ۱۳۸۵ دلیندۍ ۲۴ مه دجمعې ورځ