کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد ۱۱ تنوته مرګ ژوبله اړه ولــې ده

ځانمرګي بريد ۱۱ تنوته مرګ ژوبله اړه ولــې ده

ځانمرګې بريد۱۱ تنوته مرګ ژوبله اړه ولي ده .


بريددنيمروزولايت په خاشرودوالسوالۍ كې نن مازيګرڅلوربجې اوديرش دقيقي دلويولارودساتونكوپوليسوپرموټرسوي دي .


دنيمرووالي غلام دستګيرآزادوايې چې په بريدكې دوه پوليس اويوولسي وګړي وژل سوي ،درى پوليس اوپنځه ولسي خلګ ټپيان سوي دي .


دښاغلي آزادپه خبره چې بريدكونكي پلى روان واوپه ځان پوري يې چاوديدونكي توكي تړلي وو.


تراوسه په خپلواكه توګه ددي بريدمسئوليت چاپه غاړه ندي اخيستي .


دا دوهمه ځان وژونكي حمله ده چې په يوه مياشت كې دننه په نيمروزولايت  كې ترسره كيږي


كابودوى اونۍ مخكې هم دنيمروزدوالي په كارځاي كې ځانمرګى بريدسوي ووچې دوالي دزوپه ګډون لس كسه وژلي اويولس تنه نوريې ټپيان كړي وو.