کور / خبرتیا او پيغامونه / استريا :د افغان ولس کلتوري ټولنې خبرتيا

استريا :د افغان ولس کلتوري ټولنې خبرتيا


زموږ کلتوري ټولنه په پام کې لري، داځل تر لانديني سرليک لاندې د اوتريش په پلازمېنه (وين)کې يوه پوهنغونډه  (سيمينار) راوبولي.


په هندوجرمانيک و ساکي ـ اَرياني ژبو کې د پښتو ژبې د ځای په اړه پوهنغونډه (سيمينار)


له دې امله تاسې درنه / درون په ځانګړې توګه په دغه پرتمينه پوهنغونډه کې دګډون لپاره په درناوي رابولو. هېله ده چې په دغه ارزښتمنه علمي غونډه کـــې د خپل رغنده او کارنده ګــډون وياړ را وبښئ!


د پوهنغونډې تر پايه وروسته مشاعره هم په پام کې نيول شوې ده.
په درنښت
افغان ولس کلتوري ټولنه
وين – اوتريش
 
نېټه:                ۱۷/۱۱/ ۲۰۰۷ د نوامبر مياشتې اووه لسمه
مهال:              د شنبې ورځ د ماسپښين ۳۰: ۱۳بجې
ځای ويانا- اوتريش :  Kolpinghaus, Gentzgasse 27, 1180 Wien 


ټېلېفون شمېرې:  Tel.: 0043/ 664 60 806 603       0043- 2732 90 953
  afghan_wulas@yahoo.de برېښليک:   


ويناوال: (نومونه د ابيڅې له مخې ليکل شوي دي)


له آلمانه، ختيځپوهM.A. سبستيان هاينه :


– زرتښت په پښتو غږېده ؟ 
– په پښتو گرامر و وېيپانگه کې لرغونتياوې


پر لومړي گام به دژبپوهنيزې شننې په رڼا کې د پښتو گرامر د پخوانيو جوړښتونو پېژندګلوي و شي. پر دويم گام به د هغو ټاکليو وييونو کتنه وشي چې په مرسته يې تراسلام له مخه د پښتنو د آر په اړه کلتوري تاريخي پوښتنه ځوابوي 


له اوتريش څخه، پوهاند ډاکتر مانفرېد مايرهوفر : (د وينا اورولو بلنه ورکړل شوې ده)


له آلمانه،  ختيځپوه ډاکتر لوتڅ  رځېهاک :


– له تاريخي پلوه دپښتو ژبنۍ خپلولي او اړيکي 
ژبه د منشور په څېر يوه ګڼ اړخيزه ښکارنده ده چې که ليدزاويه ورته بدله شي هغه به په هرځل په بله رڼا ځلېږي. له نورو هندواروپايي ژبو سره د پښتو ژبې جنټېکي خپلولي هغه ليدزاويه ده چې مخکې تر هرڅه يې په مرسته د ژبې بډای او ژور تاريخ بيا رغېدای شي.


له آلمانه، د دويچې وېلې پښتو خبريال نسيم صابر : 
-پښتو کلاسيکو او اوسمهاليو ادبياتو ته يوه لنډه تاريخي کتنه 
– د ژباړې اړتيا 
سره له دې چې پښتو د آرياني ژبو په سترو ادبي ـ تاريخي ژبو کې راځي او نېژدې پنځوس ميليونه غږېدونکي لري .بيا هم په نړيواله کچه پښتو ادب ته وړ پاملرنه نه ده شوې او خورا لږه برخه يې ژباړل شوېده .پښتو ادب و ادبپوهنې ته د ختيځپوهانو په تېره بيا آريانپوهانو پاملرنه دنړيوال کلتوري جوړښت په بهيرکې يوه نه هېرېدونکې اړتيا ده. 


له بريتانيا ، ژبپوه او توکم پوه استاد پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار : 
– پښتو-يوه شمال ختيځه آرياني ژبه 
– له دوديزې ژبپوهنې تر کره والي د پښتو تاريخ 
– دپښتو تاريخ و ځانګړتيا په اړه څرګنډونې ،تاريخي ژبپوهنه ،تاريخي- هممهالې پرتله 
– غږپوهه او ليک، نويزونه او له ګړدودونو دپښتو يو والي او معيار پرلوري. 
 
يادونه : له لريو سيمو او هېوادو څخه له راتلونکيو درنو مېلمنو په درناوي هېله کېږي، چې د دوی د استوګنې د اسانتيا چمتو کولو لپاره، د نوامبر مياشتې تر لسمې نېټې پورې موږ ته د خپل راتګ خبر راکړي.


:اړيکېafghan_wulas@yahoo.de