کور / هراړخیز / دسږ کال نوبل طبي جایزه اعلان شوه

دسږ کال نوبل طبي جایزه اعلان شوه

لیکوالان  : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی  ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران
دجرمني هیواد، نېټه : ۱۸ /۱۰/٢٠٠٨


داکټوبرمیاشتې په شپږمه نیټه  د سویډن هیوادسټاکوهولم ښارکارولینسکاانیسټوټ Karolinska Institute in Stockholm  اعلان وکړچې دسږکال نوبل جایزه به د طب   په څانګه  کې   یوجرمني و یرولوګیست virologist هارالډ څورهاوزېن  , Dr. Harald zur Hausen    ، اودووفرانسوي و یرولوګیستانوهریو Dr. Françoise Barré-Sinoussi     او Dr. Luc Montagnier  ته په ښریکه توګه  ورکول کیږي . 

دواړه فرانسوي و یرولوګیستان په دې بريالي شوه چې یونوی ویروس رابرسیره کړي چې دانسان معافیتي سیستم  دنیمګړتیاویروس  human immunodeficiency virus په نامه سره یادیږي . نوموړی ویروس چې لنډیزیې په HIV سره کیږی دایډز (AIDS) ناروغی دمنځ ته راوړلولامل ګڼل کیږي .

جرمني ویرولوګیست هارالډ څورهاوزېن   دنوبل جایزې په نیمایې برخه کې شریک دی . هغه  دنوبل جایزې مستحق وګڼل شو دا ځکه چې نوموړي په  ۱۹۸۰زکال کې   یوداسې و یروس کشف کړ چې د زيلا نځى  (رحم)  غاړی  سرطان ناروغۍاویا په بله وینا سرویکل کانسر (cervical cancer) لامل ګرځي . 


 
دښځینه زیلانځی (Uterus) اناتومي بڼه ښوول شوې ده 


 دغه ویروس  دانسان پاپیلوماو یروس  (Human papilloma Virus)    په نامه سره یادیږي اولنډیزیې په HPV سره کیږي .نوموړی ویروس په پیل کې دجنسي کړنلارې په واسطه  دښځې دزيلا نځى  (رحم)  غاړې موکوزا اپيتېل حجروته  ورننوځي او هغوی په انتاني  ناروغۍ اخته کوي  Genital warts    . دانسان پاپیلوماوا یرسونوډي اېن اې HPV-DNA دزيلا نځى  (رحم)  غاړې موکوزا اپيتېل  حجروته ورننوځي اوهلته  په ډي این اې DNA  کې ټینګ ګډ پاتې کیږي . دهیستوپاتولوژي تجربوله مخې هارالډ څورهاوزېن   په ثبوت ورسوله چې دډیروکالونوڅخه وروسته نوموړی ویروس  دسرطان ناروغي  منځ ته راولي . دیرش کاله پخوا نوموړي ساینسپوه وکولای شوه چې   دزيلا نځى  (رحم)  غاړې په سرطان  اخته ناروغانوکې   دانسان پاپیلوماو یروس  وپيژنې اوپه تخنیکي ډول يې  بیل کړي . دنوموړې موخې لپاره  یې دزيلا نځى  (رحم)  غاړې بیوپسي نمونې   cervix cancer biopsies ترڅیړنې  لاندې ونیولې . دوه کاله کیږي چې دښځې دزيلا نځى  (رحم)  غاړې سرطان دمخنیوي په موخه یوواکسین جوړشوی دی .

دغه واکسین دګاردازیل Gardasil په نامه سره یاديږی . ډاکتران ددې سپارښتنه  کوي چې دنهو کالوپه عمر نجونوته اویا دلومړي ځل جنسي تماس څخه دمخه ددغه واکسین پيچکاري شي ترڅوډیردمخه  دزيلا نځى  (رحم)   غاړې سرطان مخنیوی وشي  . په نوموړي واکسین کې د HPV ویروس  یومصنوعي تښ پوښ په جنېتیک ډول جوړشوی دی چې دکودر Coder      دنده تر سره کوي  . دویروس دغه مصنوعي تش  پوښ بیا په خپل وارسره دبدن معافیتی سیستم فعال کوي اودانتان مخنیوی کوي . په هغه ځای کې چې انتان منځ ته نه راځي هلته ورسته سرطان ناروغي هم نه شي پیداکیدای .  داسې اټکل کیږی چې ۷۰ ٪  ښځینه ناروغان دګاردازیل واکسین په مرسته دزيلا نځى  (رحم)   غاړې سرطان څخه په امن کې ساتل کیږی .  نن ورځ پوهیږوچې دسرطان ناروغۍ  یوویشت په سلوکې   ۲۱ ٪  اصلي لامل وایرسونه اوباکټریا وې تشکیلوي چې د انتاني ناروغې له لارې منځ ته راځي . اېپیدیمیولوژي څیړنې په ډاګه کوي چې دانتانې ناروغیوڅخه دوینې سرطان leukemia  اولمفوما lymphoma منځ ته راتلای شي .
په ۱- شکل کې دانسان پاپیلوماوایرس (Human papilloma Virus = HPV) په واسطه  دزيلا نځى  (رحم)  غاړې  انتان کړنلاره اوپرمختګ ښوول شوی دی چې په پایله کې دسرطان په ناروغۍ اوړي . دانسان پاپیلوماوایرس HPV یو دایروی شکله غبرګ  ډي این اېې لري چې دیوه پروتین پوښ په منځ کې خوندي ساتل کیږي . دپاپیلوماوایرسونو   HVP    ډولونه دسلوڅخه ډیر پيژندل شوي دي .

دپام وړ:  دزيلا نځى  غاړې سرطان دمنځ ته راتلولامل  اویا  په سلو ۷۰ ٪ کې د پاپیلومادوه نامتووایرسونه HVP-16   او  HVP-18   تشکیلوي .
دانسان پاپیلوماوایرس دانتان کړنلاره (Infection by HVP)
۱- دښځې دزيلا نځى  (رحم)  غاړې موکوزا اپيتېل حجرې په انتاني ناروغی اخته کیږي .د پاپیلوماوایرس ډي اېن اې HVP- DNA   دحجرې ګینوم   Genome ته ورننوځي اوهلته میشت کیږي .

۲- ورپسې دبازال حجرې په انتاني ناروغی اخته کیږي . څواونۍ وروسته وایرسونه د خپل ځان په تولید پیل کوي (Viral replication)  .

۳-دبدن معافیتی سیستم کولای شي چې لږڅه ۹۰ ٪ ددووکالونوپه موده کې بیرته ورغوي .  دزيلا نځى  (رحم)  موکوزا اپيتېل پاتې انتاني شوېوحجرو په زروکې اته کسان0,8 % کیدای شي چې  دلسونه تردیرشوکالونوپه موده کې دسرطان په ناروغی اخته شي .  دا ځکه چې  د پاپیلوماوایرس ډي این اې HVP- DNA دسرطاني حجرې په ډي اين اې (Tumour cell DANN) کې ځای نیسي اوله دې کبله دجحرو بې شمېره ډیرښت ته دوام ورکوي .    




 
 Illustration: Annika Röhl
  ۱-شکل :  دبیوپسی کړنلارې په مرسته دلومړي ځل لپاره د نوبل جایزې ګټونکی ویرولوګیست هارالډ څورهاوزېن  , Dr. Harald zur Hausen له خوا د زيلا نځى  (رحم)  ) غاړې په  سرطاني حجروکې    (cervical cancer) د پاپیلوماوایرسونه و پيژندل شوه .  د پاپیلوماوایرس ډي اېن اې HVP- DNA  په مثبت علامه ښوول شوی دی . 


(پای)

اخذلیک :

http://nobelprize.org/nobel_prizes/medicine/laureates/2008/press.html
http://www.heute.de/ZDFheute/inhalt/28/0,3672,7384988,00.html