کور / د ډيورنډ کرښه / که رښتيا وايو نو ولي عمل نه کوو ؟

که رښتيا وايو نو ولي عمل نه کوو ؟

د بابوزي په قلم



د تبصرې پرته  څو اورېدلي خبري


لومړئ  : افغان اولس مشر ښاغلئ  حامد کرزئ وايې چي پر ډيو رنډ کرښه ځکه د اغزن سيم د غزولو مخالف يم چي  که داسي وشي  نو د دې کرښي پر دواړو خواو ميشتي کورنئ او قومونه  يو له بله  بيليږي  ، او زه دا نه شم منلای .


دوهم : د طالبانو وياند ښاغلئ  داکتريوسف  وايې چي د ډيورنډ پر کرښه د ماينونو ښخول زموږ له نظره مردود دي او دا د پخواني استعماري  دسيسې دوام دئ . زموږ ملت يې نه مني او موږ هم د خپل ملت سره يو ، موږ يې هم نه منو.


دريم : د ډيورنډ کرښي ها خوا پښتانه او بلوڅ قومونه او اولسونه او د هغوئ سياسي  استازي  او مشران ښاغلئ اسفنديار ولي خان   ، ښاغلئ محمود خان اڅکزئ ، افراسياب خټک ، اجمل خټک ، د مري قوم مشران  او زيات شمير نورو هم د ډيو رنډ پر کرښه د اغزن تار دتړلو  څرګند مخالفت   کړيدي .


پنځم  : د ډيو رنډ د کرښي هاخوا د اسلامي ګوندونو مشران  ښاغلئ قاضي حسين احمد ، ښاغلئ مولانا فضل الرحمن  او نورو زيات  شمير مشرانو په صراحت ويلي چي د ډيورنډ پر کرښه  په هيڅ ډول د ماين ايښودل او يا اغزن تار جوړول نه منو .


شپږم  : د ډيورنډ دېخوا د ولايتونو واليان او قومي مشرانو د لاريونو نو په ترځ کي په ډاګه کړېده چي ، د کرښي پر سر بنديزونه زموږ کورنۍ سره ويشي  دا نه منو .


اتم  : په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازې اداره هم په خپلو خپرونو کي دا په ډاګه کړېده چي د ډيورنډ پر کرښه د ماينونو ايښودل او يا اغزن تار ځغلول  د ستونزو د حل لاره نه ده او مخالفت يې کوي .


نهم  : په افغانستان کي زيات شمير سياسي ګوندونو ، ملي شخصيتونو او د هېواد روڼ اندو په کلکه د ډيورنډ د کرښي پر سر د اغزن تار ځغلول او يا د مينونو ايښودل  د خپلو مرکو او خبرتياو په ترځ کي غندلي دي ، ټوله په دې باور دي چي د پاکستان موخه د ورانکارو د را اوښتلو مخنيوئ نه بلکي د ډيورنډ د کرښي په رسميت پيژندل دي ، چي هيڅ يو افغان يې نه مني .


او،  لسم :  د افغانستان دولت مشران  چي د ډيورنډکرښي پر سر د ماينونو ايښودل نه مني  ، د همدې  دولت  نړيوال ملاتړي  چي  له اروپا ، امريکا ، اسيا د بيلا بيلو هېوادونو څخه  راغلي او لږ تر لږه پنځه پنځوس يا شپيته زره منظم اردو يې په افغانستان کي د همدې دولت د ملاتړ په نوم  د جګړې تود  ډګر  ته ا يستلئ  او تيار کړيدي  ، د منطق او عقل پر بنسټ خو بايد د همدي دولت د هيلو او غوښتونو د پلي کولو لپاره ملا وتړي ، چي ښايې همداسي به وي  .  


د دې ټولو او بيلا بيلو خواوو د دې  ويناو سره  – سره دا دئ  پاکستاني  مليشه   پر پولي د اغزن تار د غزولو او د ماينونو د ايښودلو پريکړه پلي کوي .


ماته او زما په شان زيات شمير نورو افغانانو ته دا پوښتنه پيدا کيږي چي  :  که د دې ټولو خواو دا خبري  رښتني وي  ، بياولي د پاکستاني جنرالانو د دې پريکړي مخه نه نيول کيږي ؟


زما په اند ، دا پوښتنه دوه ځوابه لري . لومړئ دا چي دا ټوله  خوا وي چي يادي شوې ، يا به  يې د بې هوښئ دارو خوړلي وي او يا د شامحمود لټان دي   ،  چي  خبري کولای شي ، خو عمل نه شي کولای . او که داسي نه وي نو دوهم ځواب  به خامخا رښتنئ وي چي : دا ټولي خوا وي دافغان کړېدلي اولس د تير ايستلو اودوکه کولو لپاره خبري کوي  ، خود خپلو ناولو ګټود ساتني لپاره د هېواد دمکارغليم سره غاړه غړۍ دي .