کور / روغتيا / پنځمه برخه: دکوچینیانو د تنفسی سیستم په دوام

پنځمه برخه: دکوچینیانو د تنفسی سیستم په دوام

دکوچینیانو د تنفسی سیستم په دوام


  پوهندوی دوکتور سید حسام  ( مل)


 


                                      پنځمه برخه


          تشریحی او دینا میکی غیر نورمالوالی


         STRUTURAL AND  DYNAMIC ABNOMALITY


     په کوچینیانو کی د تنفسی سیستم اکثر تشوشات د تنفسی سیستم د متشکله غړو


     انورملی یا د نورمالو غړو ددندو انورملی تشکیلوی .


                            پورتنی تنفسی لاری


               THE  UPPER AIRWAY


     دپورتنی تنفسی لاری عمده انورملی انسدادی آ فتونه دی ، چی یو ددی آفتو  څخه       Adenoidal Tonsillar Hypertrophy   دی ادینوید اصلاً له لمفوید نسج څخه کوم


   چی دانفی بلعومی له خلفی او علوی جدارونو څخه منشا اخلی او د   پزی په  شا تنی


   مجرا (( choanea  کی ځای په ځای کیږی تشکیل شوی . lymphoid  hyperplasia


  د مکرر انتاناتو ، الرژی حالاتو ، یا له غیر وصفی تنبهاتو څخه مینځ ته راځی چی د


انفی بلعومی په قسمی یا کا مل بندش سره مل وی ، د Adenoid hypertrophy علایم


او نښی عبارت دی له . 


  * د خولی دلاری تنفس کول ، * خوریدل ( snoring  ( او هم په   ځنو  ناروغانو  کی


* انسدادی خوب وړونکی تنفسی توقف ( obstructive sleep apnea ) څخه .


ایوستاخین تیوب ( Eustachian Tube) د انفی بلعومی یعنی د پزی په شاتنی مجرا کی


داخل کیږی او ممکن دی چی دضخاموی ادینوید په واسطه سره مسدود شی . او د مینځنی


غوږ د مکرر او دوامدار التهاب ( Otitis  Media) سبب وګرځی ، د adenoid hypertro


تشخیص د انفی بلعومی د جنبی رادیو ګرافی یا د nasopharyngoscophy سره وضع


کیږی . د نوموړی افت تداوی جراحی عملیه دی چی ادینوید پریکړل کیږی . ځکه چی


ادینویید کوم قابل دملاحظی عضوه نه شمیرل کیږی ، تانسیلونه هم د انسدادی نقطی په


محل کی لویږی ، تام انسداد کافی دی د sleep apnea ,retraction ,  او corpulmonal


سبب وګرځی چی یواځنی تداوی یی Tonsillectomy دی .


                 د پزی د شاتنی مجرا تضیق یا تنګوالی


                 CHOANAL  STENOSIS  OR  ATRESIA 


  دپزی د شاتنی مجرا تضیق د قحف د هډوکی دقاعدی یو ولادی سوشکل یا انورملی دی چی ممکن دپزی


دشاتنی برخی یو یا دواړه مجراوی مسدود شوی وی ، نوموړی حالت داحصایی له مخی ۱/۷۰۰۰ یا


۱/۸۰۰۰‌‌ژوندی ولادتونو کی راپور راکړل شوی ، ددی آفت ۶۰٪ واقعاتو کی د پزی د شاتنی یوه مجرا


تړل شوی وی چی ښی خوا نسبت چپ خوا نه یو څه متبارز وی . دغه آفت معمولاً د یو لړ نورو انورملیو


سره مل وی چی عبارت دی له . coloboma,Heart Defect,   ، دودی تاخر ، بولی تناسلی دیفکتونه


او دغوږ سو شکل .


په هرصورت په نوزادانو کی د تنفسی تشوشاتو نادر واقعات تشکیلوی ، په عمومی ډول سره نوزاد مجبور


دی چی دپزی له لاری تنفس وکړی ، نو کله چی دهغه پزه مسدود وی تنفس نشی کولای او دهغه دمرګ


سبب کیږی ، ژړل د انسداد په قد مه کی کموالی راولی ، حال داچی په آرام حالاتو کی د بند ش قد مه


لوړیږی .        



                                                       ۲


د انفی کتیتر په نه تیریدو سره د نوموړی آفت د موجودیت شک ډیریږی . دخولی دلاری تنفس کول


د ماشوم ژوند تقریباً تضمینوی ، ددی آفت تشخیص دcomputriezed  tomography (CT)  په


واسطه سره یا د roentgenographyسره کوم چی مخکی د مخکی یو مقدار کثیفه مواد په پزه کی


تیر کړل شوی وی او بیا د Nasopharyngoscop یا Bronchoscope په مستقیم لیدو سره تشخیص


کیږی .


د نوزاد دتولد یا د زیږیدو نه څو شیبی وروسته د stridor پیل اوشروع د laryngomalacia د موجودیت


شک او ګمان په ګوته (۱۲-۴ جدول ) کوی .


دغه نسبتا‌ ‌ً عام آفت یا حالت د شهیق په صفحه کی د glottis او د Arytenoid  دغضروف په کولپس منجر


کیږی .مګر دا مو په یاد وی چی نوموړ ی حالت  سلیم او پخپله سره محدودیږی اما ځنی ماشومانوکی یواځی


Epiglottisپه آفت اخته کیږی اودا ډول ماشومان د ژوند تر یو کلنی پوری اعراض او علایم نه ښیی .


اما نور ما شومان کوم چی لوی Arytenoid  cartelages ولری او د شهیق په صفحه کی glottisخواته


سقوط وکړی دهغه نه را پیدا شوی stridorپس له اوږدی مودی څخه د مینځه ځی او یا دا چی د ژوند تر


څو کلونو پوری دوام کولای شی . د نوموړی آ فت تشخیص له دوه نظره مهم دی ،  یو دا چی د آفت په برطرف کولو کی  اجرآ ت تر سره کیږی او بل دا چی دتشخیص دوضع کیدو په پروسه کی د نورو شدید و


حالاتو موجودیت او یا عدم موجودیت په ګوته کیږی .نوموړی آفت باید دحبل صوتی له فلج ، حنجروی کیست


یا نورو کتلوی آفاتو( خصوصاً چی ستیریدور د نوزاد دزیږیدو څخه څو هفتی وروسته شروع شی ) ، ولادی


Subglottic تضیق ، Trachomalacia او د شزن دعلوی برخی شریان چی تر فشار لاندی راغلی وی ،


څخه تقریق تشخیصی شی .


پهLaryngomalaciaباندی اخته ماشوم Inspiratory stridor لری نه د ‌‌‌زفیر د انسداد علایم او شواهد .


دا ډول ماشومانو دتغذی او استراحت په وخت یا دا چی ستونه ستخ ولویدلی وی او خپل غاړه یی په بسط


کی نیولی وی stridor  د یو وصفی آواز سره خپریږی او نوموړی وصفی سترایدوردخوب او د ماشوم


د ژړا په( د عضلاتو د مقویت په لوړیدو سره د glottis پورتنی غړی د هوا د جریان څخه لری ساتی)


وخت کی معدوم کیږی .دبلی خوا دپاملرنی وړ مطلب چی باید هیر نشی هغه دادی چی ویروسی انتانات


د laryngomalacia  په شدت کی زیاتوالی راولی ،تر هغه چی د ماشوم د Hypoxia تظاهرات چی


د هوایی لاری له بند ش څخه  پیدا کیږی واقع شوی نه وی دتد اوی ضرورت نه لیدل کیږی ، که د انسداد


مثله طرحه وی نو لازمه تداوی Tracheostomy دی .د نوموړی آفت اعراض د ژوند په (۱۸) او


( ۲۴ )      میاشتو کی پخپله برطرف کیږی .


              Subglottic  Stenosis        


نوموړی تشوش د subglottic دلاری دتنګوالی څخه عبارت دی کوم چی د cricoid په cartilage کی


ځای لری . دکوچینیانو دتنفسی سیستم په هوایی لاره کی  subglottic  لارتر هغه پوری چی پوره وده


نه وی کړی ، غیر قابل انحنی ، نه پراخیدونکی ډ یر تنګ او متضیق لاره یا مجرا ، نه د شزن په څیر


کوم چی دهغه خلفی برخه غشایی یاMembranose او یا حنجره کوم چی دهغه خلفی جدار عضلی یا


Muscularجوړښت لری دی ، د SGS  اصتطلاح یا معنی دتنفسی لاری له متضیق برخی څخه عبارت


دی ، چی دهغه سبب د cricoid د حلقی یا Ring ولادی آفت   ( د Embryogenesis په  موده  کی  د


Subglottic په ساحه کی د نا مکمل Recanalizationڅخه ) یا ممکن  کسبی ( جراحی عملیی


یا دEndotracheal  Intubation له ناقص اجراآتو څخه ) آفت یا اختلاط وی . د قبل المیعاد ماشوم


په Intubation کی تهاجمی برخورد اوتدابیر او یا په میکانیکی تهویی سره ډیر امکان لری چی پراخ


او وسیع تخریش او تخریب په حنجره کی مینځ ته راشی . هغه ماشوم چی په Down  syndromeباندی


مصاب وی دهغه حنجره نسبت نورمال ماشوم نه کوچنی وی او د subglottic  stenosis د پیدا کیدو


دپاره ډیر مساعد وی ، subglottic بند ش stridor مینځ ته راولی او د انسداد نښی نښانی د‌ ذفیراو لږ څه


زیات دشهیق په صفحه کی تظاهر کوی . دجهدی او ستونزمن تنفس ددرجی په لوړیدو سره stridor لا پسی


نور هم ( برخلاف د Laryngomalacia کوم ی دجهد ی تنفس په لوړیدو سره Laryngomalaciaکمیږی)


شد ید کیږی . ویروسی انتانات نوموړی آفت ته شد ت ورکوی ، دنوموړی آفت ( subglottic stenosis)


تشخیص د Endoscspy په ارزیابی سره تر سره کیږی ،او تداوی یی Tracheostomy دی ، اما خفیف


ولادی شکل یی دکوچنی دعمر په لوړیدو اودحنجری دودی په پروسه کی اصلاح کیږی .



                                                   



                                                            ۳ 



یو لړ کتلوی آفات ( Mass Lesions) حنجره متاثروی چی ددی آفاتو له جملی څخه یو هم حنجروی تمور


په کوچینیانو (Hemangioma) کی دی ، چی معمولاً په Subglottic فاصله کی لیدل کیږی ، په Stridor


باندی اخته کوچینیان سر تر پای پوری د جلدی  Hemangioma دموجودیت او عدم موجودیت له امله باید


معاینه شی ، ځکه ددی هیمانجیوما په لیدو سره دا شک او ګمان پیدا کیږی چی کوچنی د Stridor په لرلو


سره کوم چی دهغه سبب Subglottic  Hemangioma دی   او د  Endoscopy ضرورت را پیدا کیږی


اکثر اخته ناروغان کوم چی Subglottic  Hemangioma ولری د عمر له شپږ میاشتو څخه مخکی باید


چی دداکتر تر پاملرنی لاندی پریوځی ، Subglottic آفات د Subglottic په ساحه او فاصله کی عد م تناظر


مینځ ته راولی چی دحنجری په قدام خلفی رادیولوژیکی کلیشه کی ممکن را څرګند یا په سترګو شی .


دهوایی لاری بند ش چی معمولاً د ژړا په وخت کی لا تنګیږی ،  او ددی سبب کیږی چی ناروغ کی ریوی


فرط فشاراو cor pulmonal مینځ ته راوړی ، ددی آفت تداوی تر اوسه پوری تربحث او منازعی لاندی


دی . اما په ډیرو واقعاتو کی ُTracheostomy ته رجحان ورکول کیږی ، د لایزر د شعاع پواسطه او یا


دستروید تجویز سره خفیف او متوسط لاسته راوړنی مینځ ته راځی .


Juvinal  papillomatosis یو سلیم تمور دی چی دهغه  عامل ا نسانی papilloma  Virus  دی ،


نوموړی ویروس په کسبی ډول سره د مور نه ماشوم ته د ولادت دکانال دلاری د ولادت په وخت کی


انتفال مومی او ددوه کلنی عمر نه ښکته ماشوم کی اکثراً واقع کیږی چی دهغه تداوی د لایزر دوړانګی


په تجویز سره صورت مومی .



               ښکتنی هوایی لاری


        THE LOWER AIRWAY           


دشزن د جوړښت ډیر عام انورملی Tracheomalaciaدی چی دپورتنی هوایی لاری


په بندش کی ډیر کم برخه اخلی . د شزن حلقوی cartilage په نورمال ډول سره تر


تقریباً (۳۰۰) درجی پوری په قوسی شکل  وسعت موندلی .او دهغه دنده دادی چی دداخل


صدری د فشار په تغیراتو کی شزن کلک او سخت وساتی او پری نیږدی چی د فشار په


تغیر سره خپل کلکوالی د لاسه ورکړی . په tracheomalaciaکی غضروفی حلقی د خپل


محیط څخه نژدی برخی ته هم نه پراخیږی او د بلی خوا ددی آفت په ارتباط د شزن دجدار


ډیره برخه دیو پردی( Membranouse) په شکل وی .   نو په دی اساس  دشزن   داخل


صدری برخه د‌ ذفیر په وخت کی کولاپس کوی . دغه  سقوط  ممکن  دی  چی   په   ډیرو


ناروغانو کی هغه وخت را پیدا شی کوم چی ناروغ وټوخیږی یا د ذفیر په صفحه کی  په


قوت او زور سره  هوا د باندی خارج کړی ، حال دا چی خشن یا دوامدار ویزنګ  شاید


د نورو نا روغانو متبارز عرض وګڼل شی . په شهیقی جهد کی آواز نورمال وی .


Tracheomalaciaاکثرً په رقبی شزن کی موقیعت لری  او له همدی سبب شهیقی بندش


مینځ ته راولی ، Tracheomalaci( دشزن دجدار غیر نورمال سقوط یا   کولپس څخه


عبارت دی چی په واقیعت کی دشزن غضروفی برخه غیر نورمال شکل سره وده کړی


او دغه غیر نورمال شزنی وده ددی موجب ګرځی چی دشزن جدار نرم او د  تنفس   په 


وخت کولپس وکړی) په کوچینیانو کی په متغیر شکلونو سره موجود وی ، مثلاً هغو چی


Esophageal  Atresia لری یا Tracheoesophageal   Fistulaلری  داسی انګیرنه


کیږی چی شزن ممکن له باندی څخه تر فشار راغلی اوسی چی باید دقیق تشخیص تفریقی


شی ، په ځنی ناروغانو کی موضعی Tracheomalacia هغه وخت مینځ ته راځی چی


شزن له باندنی کتلوی فشاریا دغیر نورمال دموی اوعیی څخه آزاد شی ، ویروسی انتانات


په Tracheomalaciaاخته ماشو مانوکی دهوایی لاری بندش لا پسی زیاتوی ، تداوی ته


ضرورت نه لیدل کیږی ،مګر ځنی ناروغان تر زیات وخت پوری د Tracheostomy


                                              


                                                
 



                                                  ۴


 


او تهویوی مرستو ته ضرورت لری .



شزنی مریوی فستولا ( Tracheoesophageal  Fistula ) .. د شزن دناروغیو نسبتاً


بل عام انورملی دی چی په هر ۳۰۰۰-۴۵۰۰  ژوندی ولادتونو کی یو واقعه جوړوی ، پر


شزن باندی له باندی خوا څخه  دغیر نورمال اوعیی په واسطه سره فشار واریدیدل ددوامدار


ویزنګ او یا دStridor سبب کیږی . ددی آفتو یو ډیر عام شکل یی  هغه  دی  چی شزن له


قدام څخه تر فشار لاندی راشی اودهغه سبب غیر نورمال Innominateشریان دی ، چی د


ابحرد قوس په امتداد له ډیر زیات لاندنی برخی څخه نسبت نورمال برخی ته نشَت  کوی 


جراحی تداوی یواځی په شدید او جدی حالاتو کی تر سره کیږی .دشزن ډیر شدید آفت  د


وعایی حلقی مکمل را تاویدنه فقط د Carina ( دهوایی لاری یا شزن هغه ننی برخه کوم چی


شزن په دوه برخو ویشل کیږی راسته او چپه سږی ته داخلیږی چی د صدری د څلورم او پنځم


فقری په برابری کی قرار لری ) څخه پورته دشزن په شاوخوا کی دی . دغه انورملی ممکن


دډبل یا ددوچند ابحری قوس یا د راسته ابحری قوس سره یو ځای ددوامدار Ligament


Artriosisدموجودیت له کبله وی . په دی آفت کی علاوه دتنفسی اعراضو څخه پر مری


باندی دفشار له کبله کانګی د Dysphagiaله امله هم مینځ ته راځی ، د جراحی تداوی څخه


مخکی د باریوم په بلع سره او همدارنګه د وعا ( vascular ) په تلوین یا د Magnetic  resonance  angiography په کار وړلو سره قطعی تشخیص باید وضع شی .


                         د قصبی په اندوتیلیل کی کتلوی آفتونه :


                         Endobronchial Mass  Lesions


دا آفت په کوچینیانو کی نسبتاً غیر معمول وی . اما که چیری احیاناً واقع شی ، اکثراً نوموړی


آفت د خپل تشکل د محتوی له نظره د Granulation له نسج څخه تشکیل شوی وی ، چی د


موضعی التهابی آفتونو په نتیجه کی پیدا کیږی ، د تنفسی لاری قسمی بند ش دداخلی یا خارجی کتلی له سببه ویزنګ مینځ ته راوړی ، اما انسدادی Emphysemia په هغه صورت کی چی


دذفیر په وخت کی نسبت شهیق ته بند ش زیات وی مینځ ته راځی ،که چیری هوایی لاری په


تام شکل سره وتړل شی نتیجه به یی Atelectasis وی ، ددی آفت دتشخیص دپاره صدری


رادیوګرافی ، CT ، برانکوسکوپی یا د اوعیو Contrasty مطالعه ضروری بریښی .


د سږی او دهوایی لاری لمړنی تمورونه په کوچینیانو کی نا در وی چی عبارت وی له‌ :


کارسینوما ، Nonsecreting تمور اوولادی قصبی کیست ، Metastatic تمورونه لکه


Osteogenic  sarcoma شاید چی دهوایی لاری په Endobronchial کی منتشر شی


چی د عضویت د کوم بلی ساحی څخه دلته راغلی وی .


    قصبی تضیق ( Bronchial  Stenosis): دغه آفت ممکن ولادی یا کسبی وی اددی آفت


له کبله شاید چی موضعی ویزنګ ، دهوا تحبس (Air trapping) ، Atelectasis او انتان


مینځ ته راشی ، کسبی تضیق معمولاً د مزمن التهابی پروسی یا  دموضعی  تر  ضیض  په


نتیجه کی پیدا کیږی ، دآ فت د تشخیص دپاره معمولاً د برانکوسکوپی او  یا  برانکوګرافی  څخه کار اخیستل کیږی .
 
 
 


 


                          ۵ 
 



                                       امپیزیما 


                       Emphysema


امپیزیما یو حالت دی چی دسږی په اسناخو کی هوا ډیریږی یا متراکم کیږی او سنخ دهوا


دډیریښت له کبله لا پسی لویږی چی ددی پروسی په جریان کی د پړسیدلی اسناخو جدار


نازک کیږی او چویی چی په نتیجه کی تنفسی دندی برهم خوری . په امپیزیما کی سږی


خپل الاستکی دنده او خاصیت دلاسه ورکوی او ددی توان نور نه لری چی وڅپړی يا


پراخ شی ، ځکه چی سنخونه په آفت ککړ شوی دی او کافی مقدار تازه هوا د تهویی د پاره


نشی تر لاسه کولای .


نوموړی آفت په کوچینیانو کی معمولاً دولادی آفتونو څخه کوم چی په سږی کی واقع کیږی


یا د Alpha-1-antitrypsin دفقدان له کبله مینځ ته راځی .


ددی ناروغی اعراض معمولاً ساه لنډی ، مزمن ټوخی ، داکسیجن د کمښت له کبله آبی رنګ


جلد او په پر مختللی حالاتو کی مزمن ساه لنډی دی .دا مو باید په یاد وی چی ولادی فصی


امپیزیما لرونکی د overinflation په یوه فص کی اوهغه هم اکثراً په چپ علوی فص کی


واقع کیږی چی تنفسی تشوش مینځ ته راوړی ځکه چی دسږی احاطه شوی نسج تر فشار


لاندی راځی او منصف له خپل ځایه بیځایه کیږی .


که تنفسی تشوش شدید او په حال دوده وی ، ایجاب کوی چی باید Lobectomy اجرا شی .


 


                                      دسینی جدار او پلورا


                                Chest wall and  pleura         


Scoliosis       :


د ملا د تیر له جنبی انحنی یا کوږوالی څخه عبارت دی چی په ډیرو واقعاتو کی دهغه


سبب Idiopathic وی یعنی تقریباً په ۸۰٪ واقعاتو کی دهغه اصلی عامل نه دی معلوم


چی ولی پیدا کیږی ، اما د احصایوی مطالعاتو په لړ کی جوته شوی چی نوموړی سو شکل


نوی ځوانانو کی چی د لسو او څوارلس کلو عمر ولری ډیر لیدل کیږی .


که دا سو شکل شد ید بڼه ولری د تنفسی دندو د خنډ سبب ګرځی ،  دصدری  ستون فقرات


خفیف انحنی چی د سینی د جدار سو شکل سره یو ځای وی د سینی دجدار دحرکاتو مانع


ګرځی ، او په همدی اساس  دسږی په حجم کی تناقص یا کموالی ( Restrictive Lung  Diseasis) راځی . په پر مخ تللی سکلیوزس کی شاید قصبی انسداد وده وکړی یعنی هغه


وخت چی قصبه د لوی اوعیو تر فشار لاندی  وی او قصبه له خپل انا تومیک ځای څخه


بی ځایه کړی په شهیقی ظرفیت کی قابل دملاحظی سره کموالی راځی چی دا پخپله  د


ریوی فرط فشار(Pulmonary  Hypertension ) ، مکرر انتانات ، Atelectasis او


تنفسی عدم کفایه سبب کیږی .


Pneumothorax : یعنی دپلورا په فاصله او خالیګاه کی دهوا ټولیدنه دی چی د خارجی   


 


 


  


                                                  


                                                     ۶



ترضیض له امله یا دهوا د     Leakage په واسطه له سږی او هوایی لاری څخه  مینځ ته


راځی . یا دا چی په بالنفسهی ډول سره په نو بالغو ماشومانو ، غټو کوچینیانو او کاهلانو


کی نوموړی آفت په سترګو کیږی . ددی آفت په مینځ راتلو کی مساعد کوونکی فکتورونه


عبارت دی له:


      * میکانیکی تهویه،   * Asthma *    دکولاجن ( Marfon syndrome) تشوشات


      * اود valsalva په مانور کی جد او جهد کول .


د پنوموتورکس اعراض عبارت دی له :


      * درد * dyspnea او * cyanosis


که د هوا لیکیژ منصف سره اړیکی پیدا کړی ، تحت الجلدی امپیزیما ممکن مینځ ته راشی


په فزیکی معایناتو کی تنفسی آوازونه ښکته راځی ، او دصدر د قرعی په واسطه طبلیت ،


د منصف د بی ځایه کیدو علایم او تحت الجلدی crepitation په ګوته کیږی .( ۱۲-۳جدول)


که دهوا تراکم د پلورا په مینځ کی د حجم له نظره کم وی شاید چی   اعراض   او  علایم


ورنکړی ، اما که پخپله هوا دپلورا   په مینځ کی   ورو   ورو     تر   فشار (Tension pneumothorax ) لاندی راشی د ناروغ په مرګ ختمیږی ، که چیری پیدا شوی فشار


د مینځه ونه وړل شی . د نوموړی ناروغی تشخیص د صدر په رادیو ګرافی سره وضع


کیږی .په    وړو    ماشومانو    کی   د  صدر   له   جدار   نه  د  شعاع یا نور تیرید نه (Transillumination) د pneumothorax په سریع تشخیص کی غټ کومک کوی.


تداوی : ددی ناروغی تداوی د را ټول شوی هوا په حجمی مقدار او  دتر  کتنی   لاندی


ناروغیو په خصلت اووصف پوری اړه لری ، وړه یا خفیف   پنموتورکس   تداوی   ته


ضرورت نه لری  ،او پخپله بهبود پیدا کوی ، لوی او شد ید pneumothorax خاصتاً


Tension  pneumothorax د را ټول شوی هوا عاجل تخلیی ته ضرورت لری ،


په عاجلو واقعاتو کی په ډیر ساده ډول سره د ستنی په ذریعه سره هوا باید تخلیه شی ،


اما د کامل بهبودی دپاره صدری ټیوب (Chest Tube ) باید پکار یوړل شی .


  Pneumomediastinum : نوموړی تشوش دلمړی ځل دپاره په کال ۱۸۱۹عیسوی کی د


Laennec له خوا داسی توضیح شو چی دهغه سبب ترضیض دی ، اما بالنفسهی( PM)


په کال ۱۹۳۹ عیسوی کی د Hammen په واسطه سره راپور ورکړل شو.


Pneumomediastinum یعنی د سږی تر مینځ فاصله کی د آزاد هوا له موجودیت څخه


عبارت دی ، چی نوموړی هوا ممکن د سږی او یا له تنفسی هوایی لاری څخه لیکاژ شوی


وی ، په کوچینیانو کی دهغه ډیر عام سبب Asthma منل شوی ، دهغه اعراض او علایم


درد ، او عسرت تنفس دی ، فزیکی معایناتو کی ممکن څه ونه لیدل شی ، یا داچی ممکن


دقصی هډوکی دپاسه د غاښ چیچلو آواز واوریدل شی .اکثراً ددی ناروغی   په   دوام کی 


د ناروغ دغاړی په تحت الجلد کی Emphysema لیدل کیږی ، ددی آفت تشخیص د


رادیوګرافی په اجرا سره وضع کیږی . د دی تشوش تداوی مستقیماً د مسببه عامل په


درملنی پوری تعلق نیسی .


Pleural  Effusion: دا ناروغی د سږی د التهابی وطیری په سیر او پروسه کی مینځ


راځی ، چی د درد ، عسرت تنفس او د تنفس دعدم کفایوی علایمو سره مل وی ،او ددی


اعراضو او علایمود تظاهر اصلی سبب خپله سږی دی چی تر فشار لاندی پروت دی .


 
 
 
 



                                         ۷


په فزیکی معایناتو کی یعنی په قرع کی اصمیت ، تنفسی آوازونه ټیټ ، منصف بی ځایه


او Tactil  fremitus  ټیټیږی ،  ( ۱۲-۳جدول ) .


د نار وغی تشخیص د رادیو ګرافی په واسطه سره تایید کیږی ، Decubitis منظره ممکن


دی چی د راټول شوی مایع او نورو غلظتو څخه کوم چی په صدر کی دی فرق وښیی .


د پلورا په فاصله کی د راټول شوی مایع دموضعی   Hydrostatic قوت او فشارسره  مایع


دوعایی فاصلی څخه دباندی خواته ورپوری وهل کیږی  او د Osmotic دفشار په  زیاتیدو 


سره مایع  بیرته وعایی فاصلی ته را کش کیږی یا درومی . ددی ناروغی په مینځ راتلو کی


یو لړ قابل دملاحظی اسباب او عوامل زیدخل دی چی عبارت دی له :


احتقانی قلبی عدم کفایه ، Hypoprotenemiaد لمفوتیک د تخلیید پروسی بندش ، خبا ست


، کولاجن وعایی ناروغی ،او دپلورا التهاب او انتانات .


انتانات ممکن دوباره parapneumonic  Effusion یا ډیر شد ید قیحی Empyema مینځ


ته راولی .د قیحی ډول Empyema سببی عامل اکثراً streptococcal  pneumonia ،


Haemophilus  Influenza ، یا streptococci  ( نادراً Mycobacterium  TB))


شمیرل کیږی . حال دا چی anaerobic باکتریا کوم چی Empyema مینځ ته راوړی


د aspiration  pneumonia ، د غاښ ، سږو ، او تحت الحجاب حاجزی ابسی سره مل وی.


تشخیصی Thoracentasis د effusion د اسبابو په پیژندنه او د انتاناتو د مداخلی او یا عدم مداخلی په ارتباط ضروری بریښی ، اکثر ناروغان  چی دا تشوش  لری  د  تشخیصی thoracentasis ضرورت په دی لیدل کیږی ، چی دeffusion مسببه عوامل لکه SLE


یا (systemic  lupus  Erythematosis) وپیژندل شی ، SLE ناروغ کوم واضح تنفسی


تشوش نه لری او د انتان د موجودیت شک او ګمان   هم نه وړل کیږی ،  د   التهاب دعدم موجودیت په ارتبا ط پلورایی مایع لاندنی اوصاف لری :


  ټیټ مخصوصه کثافت (L/ ۱،۱۵ <  ) ، د پروتین اندازه (    g/dl ۲،۵  <  ) دlactic


Dehydrogenase ټیټ فعالیت ( <200 iu /L) او دکریواتو کم شمیر یعنی یواځی څو


دانی polymorphonuclear حجرات .برخلاف قیحی پلورایی مایع چی د التهاب په نتیجه


کی مینځ ته راغلی وی ، لاندنی اوصاف لری :


لوړ مخصوصه کثافت  ،  لوړ پروتین (>3g/dl ) ، لوړ Lactic  dehydrogenase


(>250 iu /L ) ، ټیټ PH ( < 7 ) او ټیټ ګلوکوز ( < 40  mg/ dl ) ،او د کریواتو


زیات شمیر مخصوصاً ډیر polymorphoneuclear  Leukocytes ،


تداوی (ُTreatment ) : ددی تشوش تداوی د مسببه ناروغیو په مستقیم تداوی پوری


چی پلورایی مایع یی مینځ ته راوړی دی تعلق نیسی ، لږ مقدار مایع چی هغه هم transudat


وی تداوی ته ضرورت نه لری ، اما که دپلورایی مایع حجم ډیر زیات وی هغه باید تخلیه


شی ، چی د chest  tube په واسطه سره تخلیه کیږی .خصوصاً که مایع قیحی وصف ولری


دا ډول مایع ممکن غلیظ او ضخیم وی او په آسانی سره ممکن تخلیه ونشی ،


که مسببه ناروغی چی دpleural effusion سبب شوی دی  په ښه شان سره تداو�