کور / هراړخیز / برياليتوب ته د رسيدو ۱۵ اسانه لارې

برياليتوب ته د رسيدو ۱۵ اسانه لارې

 

ښايي چې ستاسې په ذهن کې داسې در وګرځي چې ستاسې لاره له هغو کسانو سره چې تل بريالي دي او هره ورځ نوي برياليتوبونه تر لاسه کوي، يوه نه وي، ممکن هغوۍ داسې وړتياووې ولري چې تاسې يې نه لرئ، خو دا مو بايد تل په ياد وي چې برياليتوب زده کېږي چې ستاسې اودهغوۍ تر منځ يوازينۍ توپير داده چې هغوۍ تل ځانګړې عادتونه کاروي چې بيا دا په خپله د هغوۍ دبريالي کېدو سبب ګرځي. برياليتوب يانې: (په ژوند کې د هوښيارواو ځېرکو کارونو اوکړنو مجموع).
 لاندې د همدغو څو کارونو اوکړنو  بيلګې راغلي:
 
۱- په پوره پاملرنې سره کالي واغوندئ:
 مخکې له دې چې له کور څخه د دفتر او ياهم د باندې په نيت وځئ، نو لږ کم وخت د خپلو کالوا و دهغو د اغوستلو په ډول باندې وباسئ او ډاډ تر لاسه کړئ چې ايا وړ کالي مو اغوستي دي او که نه. ښايي ځينې خلک ووايي چې کالي انسان ته کوم ارزښت  نه ورکوي،خو زما په اند داخبره په بشپړه توګه سمه نه ده، ځکه چې د دنيا او سوداګرۍ کاروبار تر ډېره بريده پر دې موضوع څرخيزي.
 که چېرې د يوه بريالي کس په توګه کالي واغوندئ، نو نور خلک به هم له تاسې سره ديوه  بريالي کس په څېر چلند وکړي، نو بايد د خپلو کالو په اغوستلو کې کلکه پاملرنه وکړئ.
 
۲- لکه ګټونکي داسې واوسئ:
 د هر کس خپل چلند د هغه په دريځ کې ستر رول لري.  په خپلو اندونو او فکرونو کې بايد  هېڅکله هم د يوه ماتې خوړونکي کس په څېر ونه اوسو.  دابه  ښه وي چې د هغو  پرمختګونو اولاسته راوړنو په اړه کوم چې د هغو په لاره کې کوښښ کوئ، له خپل ځان  سره مجسم کړئ. تل ښه احساس ولرئ، ځکه خلک تل د برياليو کسانو لاروي دي نه د  ماتې خوړونکو.
 
۳- د يوې ډلې غړی واوسئ:
 زياتره وخت برياليتوب د يوه ډله ايز کار پايله وي. که مو فکر وي د فوټبال په لوبه کې هېڅ  ګول وهونکی په يوازې سره ګول نشي وهلی، خو د ټيم دنورو غړو په مرسته کولای شي چې ګول ووهي. که چېرې په يوه ډله کې کار کوئ تر هغه اندازې پورې چې کولای شئ خپلې دندې اومسووليتونو په غوره توګه سره تر سره کوئ او له نور و څخه هم داهيله لرئ. همدا ده چې تاسې به بريالي ياست.
 


۴- پلټونکي واوسئ:
 کله چې ښکارځن ښکار ته په کوم ځای کې پټيږي ترڅو ښکار وکړي، نو هېڅکله به يې هم  ونه کړي. د ښکار قانون داده چې ته بايد په ښکار پسې ووځي او وګرځي. په کاري چارو کې  هم وضعه داسې ده د ځور او ربړ په تمه مه کينئ. په خپله په کار پسې وګرځئ په خپل ځان کې انګيزه رامنځته کړئ او د نويو پروژو په لټه کې واوسئ او له هېڅ شي څخه مه ويريږئ.
 
۵- خپل احساس په څرګنده توګه سره بيان کړئ:
 کله چې مو ټول کارونه په پوره پاملرنې سره تر سره کړل، خو يوازينی شی چې ستاسې د برياليتوب خنډ ګرځي، هغه  ارتباطي مهارتونه دي.  خپل ځان په يوه کاري جلسه کې مجسم کړی. ستاسې مشر يا رييس له تاسې څخه د نظر پوښتنه کوي. په دې حالت کې تاسې پوهيږئ چې څه بايد وکړئ تر څو ستونزه حل شي، خو د هغه په څرګندولو کې عاجزه ياست.
ستاسې غږ او ويوکي هېڅکله له تاسې سره همغږه نه دي. همدا ده چې ټول ورو ورو له تاسې  څخه لري کيږي. له همدې کبله د ارتباطي مهارتونو زده کول له لومړنيو اصولو څخه شمېرل کېږي.
 
۶- تل پايله په ذهن کې ولرئ:
 موږ چې په خپل ژوند کې هر څه کړو، هرو مرو يو دليل لري. او يوې ځانګړې پايلې ته د رسيدولپاره ده چې موږ دا کارونه  تر سره کوو. د کار په ځای کې بايد هم  همداسې واوسو.  همداشان د هر ستونزمن او اجباري کار په کولو کې چې پرې مکلف شوي ياست، تل يوې پايلې ته په رسيدو سره تر سره کړئ اوخپل هدف په پوره پاملرنه سره تر سره کړئ چې دا په خپله تاسې ته انګيزه درکوي.
 
۷- په دې پوه شئ چې څنګه په ټليفون کې خبرې وکړئ:
 دا مهمه نه ده چې څه کار ده، ټليفون تل يوه مهمه وسيله ده، ان تر کمپيوټر هم مهم ده، ځکه چې ټليفون يوه داسې يوه وسيله ده چې په هغه باندې اړيکې ټينګوو. هغه څوک چې د ټليفون بلې خواته دی هغه بايد په دې پوه شي چې تاسې هغه ته ځانګړې پاملرنه لرئ. په ټيليفون کې دخبرو کولو په مهال له خوراک او څښاک څخه ډډه وکړئ همدارنګه له زاولوزوولو څخه هم.
 
منظم اوسئ:
 کله چې په يوه پروژه باندې کار کوئ، نو ګام په ګام ټول پړاوونه په پاملرنې سره ووهئ. د خپل کار لپاره طرح او پروګرام ولرئ.  که چېرې د يوه کار يوه وړه برخه په سمه توګه سره  تر سره نه کړئ، نو هغه کار به مو هېڅکله هم په سمه توګه سره تر سره نه شي.


ګوتنيونه مه کوئ:
 ځينې خلک يوازې ددې لپاره ژوند کوي چې په نورو خلکو باندې ګوتنيونه وکړي. تاسې داسې مه کيږئ که مو چېرې د کوم کس په کار کې کومه نيمګړتيا وليدله نو هغه نوموړې ته ديوه ورور په توګه ور ياده کړه. د چا سپکاوی مه غواړی او تر حده زيات شکايت مه کوئ همداشان کله کله چې کوم کارونه د ستاينې وړ وي، ويې ستايئ.
 
۱۰- په ادب سره واوسئ:
 هڅه کوئ چې له نورو خلکو سره د مخامخ کېدوپه صورت کې تل په ادب، مشتاق اوعلاقمند واوسئ. خلک زموږ په اړه له هغوۍ سره زموږ د چلند له مخې قضاوت کوي.  تل خوشاله اوسئ او خپل چلند اصلاح کړئ.
۱۱- تل ستونزمن مسووليت په غاړه اخلئ:
 ځينې خلک له ستونزو سره د مخامخ کېدو په مهال وار خطا کېږي.  ددې ستونزې دله منځه وړلو لپاره يوازينی لاره داده چې ستونزمن مسووليتونه په غاړه واخلئ.
۱۲- کوم کسان چې پر تاسې ګوتنيونه کوي له هغوی څخه مننه
 وکړئ:
 کله چې څوک په تاسې باندې ګوتنيونه کوي، لومړی  وګورئ چې د هغه  د ګوتنيونې سرچينه معتبره ده او که نه. دا اسانه کار ده چې په ګوتنيونې باندې غوږونه کاڼه واچوو اوخپل ځان ته ووايو چې مقابل لوری حسود ده، خو دا غوره ده چې کله کله خپل ځانونه هغه شان لکه چې نور مو ویني ووینو.  دخلکو په ګوتنیونو باندې سوچ وکړئ او نصیحتونه له پامه مه غورځوئ.
۱۳- الګو اوسئ:
 تل خپل کارونه داسې کوئ لکه څنګه چې يې تاسې له نورو څخه هيله لرئ.  دا ډېر اغيزمن کارده او په ټوله کمپنۍ کې انعکاس پيداکوي.  که چېرې تل خپل کارونه په ښه توګه سره تر سره کړئ نو تل به په خپل کار کې بېلګه واوسئ او نور خلک به هم له تاسې څخه د سرمشق په توګه پيروي وکړي.


۱۴- صبور اوسئ:
 برياليتوب اسانه  نه ده، ان هغه کسان چې په يوه کار کې بريالي شوي دي هغوۍ هم د بريالي کېدو لپاره ډېر اوږد مهال کوښښ کړی دی. برياليتوب ته رسيدل  وخت تېريدو ته اړتيا لري. بايد صبور واوسئ او تل هدف په ذهن کې ولرئ.
 
۱۵- نوي شيان زده کړئ:
تل هڅه کوئ چې په خپلو کاري چارو کې له ورځنيو اطلاعاتو څخه باخبره واوسئ اواړونده نوي علوم زده کړئ. د خپلې پوهې کچه تل تر نورو لوړه ساتی چې په دې صورت سره اسانه بريالي کېدای شئ.
 
د بريالي کېدو لار:
 ددغو ټکو په تر سره کولو سره به ډېر زر ووينئ چې د نورو پاملرنه ستاسې خواته  متوجه شوي او له تاسې سره د سوداګرۍ، معاملې او کار کولو غوښتونکي دي، نو کله چې داسې يو حالت رامنځته شي نو پوه شئ چې بريالي شوي ياست.