کور / راپور / جرمني : د اجمل اند په وياړ شاعرانه ادبي بنډار جوړ سو

جرمني : د اجمل اند په وياړ شاعرانه ادبي بنډار جوړ سو

د خالي د ورځې په ماښام د جرمني په مونشن ښار کې د افغانانو داسلامي او کلتوري مرکز د پښتو ژبې د تکړه شاعر او لېکوال اجمل اند په ویاړ یو شاعرانه بنډار جوړ کړی وو .

په دې غونډه کې ددې مرکز غړیو چې د افغانستان له بېلابېلو سېمو سره يي تړاو درلود برخه لرله .   او د ماښام  په اوبجو د همدې مرکز په دفتر کې پیل شوه .  په پیل کې د افغانانو د اسلامي او کلتوري مرکز ریس  مولانا صدیق الله فدايي  ددې مرکز د فعالیتونو په  اړه د خبرو په ترڅ کې وویل : موږ غواړو ددې مرکز له لارې په بهر کې میشت افغانان د خپلو دیني ، کلتوري او دودیزو  ارزښتونو سره نېږدي وساتو او په همدې موخه مو اجمل اند ته چې د هېواد په ځوانو شاعرانو، لېکوالو او ژرونالېستانو  کې  د یاد وړ ځای لري  بلنه ورکړه چې له راشي او له موږ سره   په دې ماښامنۍ غونډه کې برخه واخلي . اوپه خپلو خوږو شعرونو مو  ونازوي .

مولانا فدايي  همدارنګه  د اجمل اند په ژوند او کارونو لنډې خبرې وکړې . او له بهر میشتو افغانانو يي وغوښتل چې که غواړي له خپلو خلکو او کلتور سره نېږدي پاتې شي نو باید د خپلو کلتوري  و او فرهنګي څېرو سره داډول غوندې جوړې کړي . چې په کې وکولای شو د لویدیځ له بوخت ژوند ور اخوا څو شېبې د خپل هېواد او خلکو یادونه  تازه او خپلو کې د زړه خواله وکړي  .

ښاغلي فدايي ټېنګار وکړ چې ېوازې په مونشن نه بلکې په ټوله اروپا کې هلته چې افغانان اوسېږي د داډول فرهنګي غونډو او مشاعرو جوړول ضروري دي  . چې باید افغانان ورته پام وکړي .

ورپسې  د غونډې څو نور و ګډونوالو هم  خبرې وکړې   خپل میلمه ته يي   هرکلی ووايه  او په غونډه کې يي په ګډون خوښی څرګنده کړه .

اجمل اند په مونشن کې د میشتو افغانانو مننه وکړه چې هغه ته يي په دې ماښمني بڼډار کې د ګډون ویاړ ور وباښه او وروسته يي  خپل شعرونه واورول چې ( سلام ، سپین غره !)  او پاچا ته نظمونه يي د غونډې د برخوالو له خوا په  تودو  ولولو بدرګه شول .

په غونډه کې یو شمیر نورو شاعرانو هم خپل شعرونه واورول  . په پای کې د افغانانو ددې اسلامي او کلتوري مرکز د فعالیتونو په لا ښه تنظمیم او ښه کېدو خبرې وشوې  .  او  دشپې په یولس بجو پای ته ورسېده . 


په مونشن کې د میشتو افغانانو اسلامي او کلتوري مرکز غواړي چې  دا ډول غونډو ته دوام ورکړي او هڅه وکړي چې په راتلونکي کې هم  د دیني چارو تر څنګ فرهنګي او کلتوري غونډې هم جوړې کړي . 


 سلام ، سپین غره !  ::  اجمل اند


سلام ، سپين غره ولاستړی يمه
رود  دې څه بلې خواته وړی يمه
د یو څو دنګو ودانيو منځ کې
لکه بندي يم ، لکه مړی يمه


چې سپېنې ورېځې کله ووینمه
خدای خبر ولې  رایادېږ ې راته 
لکه دا ستا د غېږې سپینې واورې
په زړه میده میده ورېږې راته


سپین غره ،ما به ملامته ګڼې
چې ستا اهونه مې سندرې نه کړې
ستا له زګیرویو او سلګیو څخه
مې چېرې جوړې ملغلرې نه کړې


سپین غره ما به ملامته ګڼې
حتما به وايي چې نا ځوانه یمه
خو زما غږ تر هېچا نه رسېږي
څو مره بې وسه او ناتوانه يمه


سپین غره ما خلکو ته وویل چې
په ګلابونو کې اور مه بلوئ
ماشومان پرېږدئ چې یاسین زده کړي
په مکتوبونو کې اور مه بلوئ


سپین غره !ما خلکو ته  ډېر وویل
چې نيویارک له اباسين مه ګټئ
چېرې هوارې دښتې ولټوئ
زموږ په غرو کې فلسطین مه ګټئ


سپین غره ! ما خلکو ته ډېر وویل
په شنو رغونو کې جګړه مه کوئ
د زرکو ځالو ته اور مه اچوئ
غاټول ګلونو کې جګړه مه کوئ


سپین غره  ! ما خلکو ته ډېر وویل
چې غرڅې  مه ولئ هوسئ مه ولئ
چینې له ذهرو ځینې مه ډکوئ
د سپینو غرونو جینکۍ مه ولئ


سپین غره ما خلکو ته ډېر وویل
سپین جوماتونه راته مه ورانوئ
پرېږدئ، چې غېږه دې اذان ،اذان وي
دنګ منارونه راته مه ورانوئ


سپین غره ، ما خلکو ته ډېر وویل
پر خیراتو  بمان مه غورځوئ
ای له بنګ بوټو نه منکرو خلکو
پر بنډارونو بمان مه غورځوئ 


سپین غره ، ما خلکو ته ډېر وویل
چې پر ودونو بمبارئ مه کوئ
نکریزي وینو باندې مه رنګوئ
پر ګودرونو بمبارئ مه کوئ


سپین غره ، ما خلکو ته ډېر وویل
چینه ،چېلم مو په کرار پرېږدئ
دګل ، ګل هېلو دښمني مه کوئ  
پرېږدئ یو څو کاله کوکنار پرېږدئ


سپین غره ما خلکو ته ډېر وویل
دنګ ښایستونه  دار ته مه راغواړئ
ولې بازان په ځنځيرونو تړئ؟
له غره نه خلک ښار ته مه راغواړئ


سپین غره ، ما هرې خوا چېغې وکړې
خو زما غږ تر هېچا نه رسېږي
په دې شډله غرنۍ ژبه مې
له تا نه پرته بل څوک نه پوهېږي


ما دې له هر درده لنډۍ  جوړې کړې
خو پردي کله په ټپو پوهېږي
دغه خپلسرې دا یاغي لښکرې
نه په جرګو نه په پښتو پوهېږي


سلام سپین غره ، زیاتي ستړی يمه
رود دې څه بلې خواته وړی يمه
ما ستا سلګۍ ټولې راټولې نه کړې
زه درته پړ یمه ، نېمګړی يمه


سیپټیمبر ۲۷ نېټه ۲۰۰۸ عیسوي کال