کور / تازه خبرونه / دكابل كندهارپرلويه لارنښته سوې

دكابل كندهارپرلويه لارنښته سوې

چارواكې ادعاكوي چې په زابل كې يې وسله والوطالبانوته درنه مرګ ژوبله اړه ولي ده


جګړه دچهارشنبي په مازيګردشاجوي والسوالي په بازرګان سيمه كې دكابل كندهارپرلويه لار رامنځ ته سوي ده .


په زاپل كې دافغان ملي پوځ ددوهمي ليواقومندان جنرال عپدالرازق وايې چې دوسله والوطالبانويوي لويې ډلي وبهرنيوځواكونوته دخوراكې توكودليږدولوكاروان ته مورچې نيولي وې .


جنرال رازق زياته كړه چې دملي پوځ سرتيرودبهرنيوځواكونوپه مرسته د استخباراتي معلوماتوله مخي پرسيمه پوځي عمليات پيل كړل اولس تنه وسله وال طالبان يې ووژل چې جسدونه يې دجګړي پرډګرپاتې دي .


خپله وسله والوطالبانودبازرګان دجګړي په اړه رسنيوته څه ندي ويلي .


نږدي هره ورځ له دغي لاري څخه دجنګ ګړوخبرونه ترلاسه كيږي


دكابل كندهارلويه لاره چې پلازمينه كابل له سويلي اوغربي ولايتونوسره نښولي اوس ورپاندي ډېري مسافرله تګ  راتګ څخه ډډه كوي .


اوس دولت تياري نيولي چې ددغي لويي لاري دامنيت دخوندكولولپاره دپوليسويوه ځواكمنه ټولي ځاي پرځاي كړي .