کور / تازه خبرونه / مسافر:كام ايردي نوبت په پام كې ونيسي

مسافر:كام ايردي نوبت په پام كې ونيسي

په كندهاركې ګڼ شمېرمسافردكام ايرهوايې شركت څخه پردې ناراضه دي  چې نوبت يې په پام كې نه نيسي .
ددوى ترټولوستره نيوكه پردې ده چې دوې ورځي مخكې دشركت له څانګې څخه نوبت ترلاسه كړي خوكله چې دتګ وخت سي نوبيايې نوبت بل چاته وركول كيږي .
مسافرين دكابل كندهارپرلويه لارله پرتوامنيتي ستونزوڅخه ديادوني ترڅنګ وايې چې په موټركې تګ ورته ستونزمن دي خوكله چې دهواله لاري تګ كوي نوبيايې داړوندهوايي شركت لخوابې نوبتي كورنۍ په انديښنوكې اچوي.


مسافرين له نوموړي هوايي شركت څخه غوښتنه كوي  چې له نړيوال معيارسره سم دي مسافروته خدمتونه وړاندكړي .
دقاضي دراني په نامه  كابل ته تلونكې يوتن مسافرلراوبرته وويل چې كام ايرهوايي شركت دي دمخكنيوپلورل سويوټكټونوله مخي مسافروته نوبت وركړي .



دامنيتي ستونزوپه وجه اوس زيات مسافردهواله لاري تګ اوراتګ كوي.
له كندهارهوايي ډګرڅخه كام ايردوهم هوايي شركت دي چې الوتني كوي تردي مخكې ارياناافغان هوايي  شركت له كندهارڅخه دوبى اوكابل ته الوتني پيل كړي دي .




په کندهار کي پر کام اير په داسي وخت کي نيوکي کيږي چي پرون په سعودي عربستان کي په لسګونو افغان حاجيانو او طبي کارکوونکو لراوبر ويبپاڼي ته ويلي وه چي د کام اير د ناسمي غذا خوړلو له امله په لسګونو کسان د ويني په اسهال اخته سوي دي .