کور / شعر / ژوند

ژوند


ژوند يو سفر دی او بل څه ندی 
کله په ځمکه کله اسمان کی 
دا يو کاروان دی چي هسی درومي 
کله را تم شي کله روان شي 
ژوند يو نظر دي د يار دسترګو 
چي پکي ويني ميني او ويني 
کله جامونه سره د شرابو 
کله لا للونه د يار د شونډو 
ژوند يو ګړي ده هسی تيريږی 
کله په غم کله خوښی کي 
دا جګيدل او ټيټيدل دي 
د هوسونو په دونيا ګۍ کي 
ژوند عبادت دی خپلی ليلا ته 
يا په کعبه 
يا په سجده 
يا په جامونو د ميخانه کي 
چي هير ئې نه کړې 
ساقي ګلرنګه 
ژوند لوی نعمت دی 
چه رب در کړی 
((ساپی)) ګوره 
چي بد ئې نه کړې٠ 



٨-١١-٢٠٠٢   ويانا