کور / تازه خبرونه / ولسمشر حامد کرزی دکویټ په لور روان شو.

ولسمشر حامد کرزی دکویټ په لور روان شو.

دافغانستان ولسمشر حامد کرزی نن سهار دکابل له هوايي ډګر نه دکويټ په لوري دیوه رسمي سفر په ترڅ کې دغه هیواد ته روان شو، ټاکل شوی ولسمشر کرزی به هلته دکویټ له امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح، دکویټ له لومړي وزیر ناصر المحمد الاحمد الصباح، دپارلمان له مشر جاسم محمد الخرافی او دکویټ له نورو شخصیتونو سره وګوري. ولسمشر کرزي سره پدې سفر کې دباندینیو چارو وزیر داکتر رنگین دادفر سپنتا، دولسمشر دامنیتي چارو سلاکار داکتر زلمی رسول، دمالېې وزیر داکتر انوار الحق احدی، دسوداګرۍ وزیر میر محمد امین فرهنگ، دولسمشر اقتصادي سلاکار اسحاق نادری او دولسمشر ددفتر نور غړي برخه لري. د دواړو هیوادونو ترمنځ داړیکو ټینګول، دافغانستان په بیارغونه کې دکویټ دمرستو را خپلولو او لارې ورته پيدا کول ددی سفر موخې دي چې ولسمشر کرزی یې دغه هیواد ته دکویټ دامیر په بلنه تللی. ددې سفر په اوږدو کې به ددواړو هیوادونو دباندینیو چارو وزیرانو ترمنځ ځینې تړونونه هم لاسلیک شي.