کور / تازه خبرونه / چک له عراق سرتیري باسي او افغانستان ته یې لیږدوي.

چک له عراق سرتیري باسي او افغانستان ته یې لیږدوي.

دچک جمهوریت ددفاع وزیرې والسټا فارکانا رسنیو ته ویلي چې دراتلونکي کال ترنیمايي پورې به له عراق نه خپل ۸۰ سرتیري چې دعراق په سویل کې دبریطانویانو په نظامي اډه کې دا مهال په کار بوخت دي وباسي او افغانستان ته یې دناټو په مشرۍ دایساف لیکو ته را واستوي.
چک جمهوریت دا مهال په افغانستان کې دناټو په مشرۍ دایساف په لیکو کې ۲۲۵ سرتیري لري چې په نظامي چارو بوخت دي.