کور / هراړخیز / یورو € تر ۲۰۱۳ ز کال پوري د ډالر $ ځای نیسي

یورو € تر ۲۰۱۳ ز کال پوري د ډالر $ ځای نیسي

لیکنه: مسکوفسکي کمسمولیتس (روسي ژبی ورځپاڼه)


د پرایم- تاس خبري اژانس د یوی نظر سنجئ په اساس راپور ورکوي چه ډیری اروپایان په دی اند دي چه تر ۲۰۱۳ ز کال پوری د اروپایی ټولنی د هیوادونو پولي واحد (یورو) د نړئ په تر ټولو مهم هغه واوړي چه امریکایی ډالر به له خپل اوسني حالت څخه شا ته پریږدي.


پدی ډول هغوی د یورو په ثابتو مواضعو او ځلانده راتلونکي ټینګار کوي.  همدا راز په جرمني، فرانسه، اسپانیا او اټالیا کی غوڅ اکثریت وګړو د خپلو ملي پولي واحدونو د بیا اعاده کولو په ضد رایه ورکړه.

پاتی دی نه وی چه د راتلونکی کال د جنوري په میاشت کی یورو د لسو کالو کیږي. هغه د خپل جوړښت په لومړیو کلونو کی یواځی د بانکي حسابونو دپاره کاریده. لږ وروسته د ۲۰۰۲ ز کال په لومړیو کی یی خپل دریځ هغه وخت پیاوړی کړ چه د اروپایی آتحادیی په دولسو غړو هیوادونو کی د راکړی ورکړی بازار ته راووت، پداسی حال کی چه نوموړي هیوادونه د یورو په ملاتړ کی د خپلو ملي او تاریخي پولي واحدونو څخه لاس په سر شول.  د اوس دپاره د یورو د کاریدو سیمه پنځلس هیوادونه په بر کی نیسی چه دا شمیره به په راتلونکي زیږدیز کال کی تر شپاړسو لوړه شی.