کور / هراړخیز / ولي ماهيرينو ٢٠٠٨ کال يوه ثانيه اوږد کړ ؟

ولي ماهيرينو ٢٠٠٨ کال يوه ثانيه اوږد کړ ؟

دا اضافه ثانيه يا ليپ سيکنډ څه دى؟ او ددې اړتيا ولي منځ ته را غله ؟

په حقيقت کي دا مهال زموږ نظام د وخت د دوو نظامونو لاندي پر مخ ځي . د يوه نظام پيژندنه د مځکي د ګردش سره تړاو لري چي له امله يې ورځ او شپه منځ ته را ځي او موسم ورنه جوړيږي او د وخت دوهمه برخه ايټمي ساعت دى چي د هغه په اړه د ساينس پوهانو وينا ده چي ددې ساعت وخت تر داسي اندازې دقيق او درست دى چي په ٢٠ کروړه کاله کي په دې کي د يوې ثانيې د فرق را تللو امکان سته .

     زموږ روزانه کارونه يا بوختيا وي د ايټمي ساعت لاندي تر سره کيږي . موږ د يو دقيق وخت معلومولو لپاره په عامه توګه کمپيوټر ، ټليفون ، موبايل ، راډيو يا تلويزيون ته مراجعه کوو دا ټول الات په ورځ کي يوځل د ايټمي ساعت سره کتل کيږي . د عادي بوختيا و د تر سره کولو لپاره يوازي د يوه ساعت اړتيا ليدل کيږي ، خو کله چي موږ د مځکي د حدودو څخه وځو نو د ايټمي ساعت سربيره موږ اړ يو چي يو قدرتي ساعت هم په وړاندي ولرو .

      مثلاً که تاسو د سفر په وخت کي جي پي ايس استعمالوى نو ستاسو جي پي ايس د لاري د معلومولو لپاره د سيټلائټ څخه لار ښوونه تر لاسه کوي ، نو همدا ډول تاسو په يو وخت کي د وخت د دوه نظامونه مځکنى ساعت او ايټمي ساعت استعمالوى ، که چيري ددې دواړو تر منځ يوه ثانيه هم توپير وي نو جي پي ايس ته د لاري په معلوملولو کي ستونزه پېښيداى سي ، دا خبره يوازي تر جي پي ايس پوري محدوده نده . د ساينس او ژوند په دې پيچلو شعبو کي دا سي ډير څه زموږ په استعمال کي دي چي د هغوى پر فعاليت باندي مځکني او ايټمي دواړه ساعتونه اثر کوي . 

    د ساينس پوهانو په قول چي يوه ثانيه د مځکي د ګردش د ګردش ٨٦٤٠٠ مه حصه ده پر مځکه باندي د را تلونکو طوفانونو ، د مځکي د مرکزي نقطې لوري ته د اجسامو د  تمايل ، د لمر د مقناطيسي شعاوو او داسي نورو له امله د مځکي ګردش  ورو ورو سستيږي . ماهيرينو ددې سستۍ اندازه په ورځ کي د يوې ثانيې دوه زرمه حصه ټاکلې ده ، ددې په نتيجه کي په شا وخوا ٥٠٠ ورځو کي د ايټمي او مځکني ساعت تر منځ يوه ثانيه توپير راځي . ددې توپير د لري کولو لپاره په ١٩٧٢ کال کي ساينس پوهانو د ليپ سيکنډ د اضافه کولو پرېکړه وکړه .د ٢٠٠٨ کال د ډسمبر د مياشتي پر ٣١ مه شپه چي کومه ثانيه ( ليپ سيکنډ ) اضافه سوه هغه د ١٩٧٢ څخه وروسته د ليپ دا ٢٤ مه ثانيه .

 

په ٢٠٠٨ کال کي د يوثانيې اضافه توب

نوى کال يوازى د څو ساعتونو لار په مخ کي لري . يو شمير کسان چي د نوي کال د لمانځني په تياريو بوخت دي هلته داسي کسان هم په لوړ شمير موجود دي چي له دې امله پرېشانه دي چي کال د ختميدو په حال کي دى ليکن د هغوى يو شمير کارونه نيمګړي پاته دي . د داسي کسانو لپاره زيرى دى چي په دې کال کي تاسو ته پوره وخت درکول کيږي بسته يوه ثانيه . ځکه چي د کال د ختميدو پر مهال ساعتونه درول کيږي او په هغه کي يوه د ثانيه اضاه کيږي چي دې ته ( ليپ سيکنډ ) وايي نو ناوخته کوه مه او ددې اضافه وخت څخه ګټه پورته کړه خپل نيمګړي کارونه بشپړ کړه .

ممکن تاسو به واياست چي يوه ثانيه ( سيکنډ ) نو څه اهميت لري  . ليکن د ماهيرينو په نزد يوه ثانيه څه کم وخت ندى .

په يوه ثانيه کي پړانګ ٣٤ کزه خيز خوړلاى سي ، يو عام را کټ  تر ٧ ميله ډيره فاصله پرې کولاى سي ، د ټليفون سګنل تر  يو لاک ميله زياته فاصله پرې کوي .

د ٢٠٠٨ ميلادي کال په اخيره شپه ياني نن شپه چي کله د ساعت ستني پر ١١ بجې او ٥٩ دقيقې و دريږي نو ايټمي ساعت به د يوې ثانيې لپاره و درول سي . که چيري تاسو هغه مهال خپل کمپوټر چالانده کړى وي او تاسو د خپل کمپوټر ساعت پرانستلى وي نو تاسو به دا عمل په خپلو سترګو وګورئ ، پر پوره ١١ بجې او ٥٩ دقيقې او ٥٩ ثانيې باندي د ٥٩ مي ثانيې هندسه دوه ځکه کليک کړئ د هغه وروسته به وخت واوړي او نوى کال به پيل سي .

دا چي ولي ساينس پوهان ٢٠٠٨ ميلادي کال يوه دثانيه  اوږدوي په دې اړه يوې مفصلي ليکني ته اړتيا ده چي ډير ژربه يې درته وړاندي کړم .