کور / تازه خبرونه / سنګين :په هوايي بريد کې ملکې وګړو ته هېڅ ډول …

سنګين :په هوايي بريد کې ملکې وګړو ته هېڅ ډول …

د هلمند ولايت د سنګين امنيه قومندان غلام علي وويل چې نن سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې مخالفو وسلوالو کسانو د ولسوالۍ پر مرکز د توپونو او توغنديو بريد ترسره کړ.


امنيه قومندان زياته کړه، هغه مهال نښته پيل شوه چې په ځوابي بريد کې د ايساف ځواکونو له لوري پکښې له هواي بريده کار واخيستل شو.


ويل کېږي چې د مخالفينو پټنځايونه هم بمبار شول چې په پايله کې يې د ملابور چې سيمه ييز طالب قومندان دی، په مشرۍ 11 تنه مخالف وسلوال ووژل شول.


د ده په وينا په هوايي بريد کې ملکې وګړو ته هېڅ ډول ځاني زيان نه دی اوښتی.