کور / هراړخیز / ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۸)

ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۸)


اسلامي سیاست څه ته وايي؟


د اسلامي حكومت


په هكله د اسلام پوهانو آند :


دقراّنكريم د پنځه اّيتونواوديرشو روايتونوڅخه داخبره ثابتيږى چې د اسلامي حكومت جوړول واجب دي ځكه چې كه دمسلمانانوكوم سياسي  مشرموجودنه وي نو د هغى ټاكل په هغوی باندې شرعا ًفرض دي اوكه نه نو دوي به د الله جل جلاله په وړاندې نيول کيږي . مسلمانو پوهانو د همدې اّيتونواو روايتونود په نظرکې نيولو سره [ دامام نصبول] يعنى د اسلامي حكومت جوړول او د خليفه ټاكل واجب كړي دي.   دلته د مثال په  ډول د يوڅو پوهانو نظرئي را اخلو:


امام ابوالحسن الماوردې الشافعى رحمه الله عليه ،چې په( 450 هجرى قمرى) كال کې مړ شوی دې اوقاضى ابويعلى الحنبلى رحمه الله عليه ،چې په( 458هجرى قمرى) كال کې مړ شوي دې ليكلي دي چې : (وعقدالامامه لمن يقوم بها فىالامه واجب بالاجماع )


[ د رياست د مشرى له پاره دداسى يوه شخص ټاكل چې دا فرض ادا كړل شي د اجماع په اساس واجب دي]1.


امام عبدالقاهربغدادي رحمة الله عليه ،چې په (429 هجرى قمرى) كال کې مړ شوې دې وايي چې : (جمهوراصحابنا من المتكلمين و الفقهاء مع الشيعه والخوارج  واكثر المعتزله بوجوب الامامه وانها فرض وواجب )


[ زمونږ د استادانو څخه د عقائدو او فقهى مشهورو پوهانو همداډول شيعه ګانو، خوارجواو ګڼ شمیر معتزلو همدا ويلي دي چې د اسلامي حكومت  جوړول او امام نصبول فرض او واجب دي ]2 .


علامه ابن حزم ظاهرى رحمه الله عليه ،چې په( 456 هجرى قمرى )كال کې مړ شوي دې ،وايي چې 🙁 و لا يجوز التردد بعد موت الامام فى اختيار الامام اكثر من ثلاث )


[ د يو حكمران د وفات وروسته  د بل  حكمران  د  ټاكلو له پاره د درى  ورځو څخه  ډیر وخت  تيرول روا نه دې ] 3.


ابن حزم رحمة الله عليه په خپل بل كتاب کې دخليفه د ټاكلو د وجوب په هكله د اهل سنتو، مرجئو، خوارجو اوشيعو اجماع رانقل كړيده 4.


علامه ابوالشكورالسالمى رحمه الله عليه وايي چې : (ان الخلافه ثابته والاماره  قائمه مشروعة واجبه على الناس ان يروا على انفسهم اماما بدليل الكتاب والسنه والاجماع)


[ خلافت اوامارت د شريعت په اساس ثابت دي او په خلكو واجب دي چې په خپلو کې يوسړى د حكمران په حيث وګماري ، د دې دليل قراّن، سنت او د امت اجماع ده]5 .


شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله عليه ،چې په( 728 هجرى قمرى) كال کې مړ شوی ، وايي چې 🙁 ان ولايه امرالناس من اعظم واجبات الدين بل لاقيام للدين الابها)


[ اسلامي حكومت ددين لويه فريضه اوجوړښت ئى واجب دې بلكه د هغه پرته دين نه شى قائميدلاې ]6.


علامه علاو الدين الحصكفى حنفى رحمة الله عليه، چې په( 1088 هجرى قمرى) كال کې مړ شوي دې، ليکي چې : (ونصبه اهم الواجبات فلذا قدموه على دفن صاحب المعجزات)


[ د عادل حكمران ټاكل د دين اهمه  فريضه ده همدا علت دې چې صحابه كرامو رضى الله عنهم د امير ټاكل د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تدفين څخه د مخه سرته ورسول او  ابوبكر صديق رضي الله عنه  سره ئى بيعت وکړ ]7  .


علامه ابن الهام حنفى رحمه الله عليه ،چې په 681 هجرى قمرى كال کې مړ شوي دې، ليکي چې 🙁 و نصب الامام واجب  سمعا)


[ د رياست  مشر ټاكل شرعا ًواجب دې ] 8.


امام ربانى مجددالف ثانى شيخ احمد سرهندې رحمه الله عليه ليکي چې :[ بادشاه نسبت به عالم در رنگ دل است ببدن ،اګر دل صالح است، بدن صالح است و اګر دل فاسد است بدن  فاسد است ، صلاح پادشاه  صلاح عالم است و فساد او فساد عالم9.]


[په نړۍ کې د پادشاه مقام هغسى دې لكه څنګه چې په بدن کې د زړه مقام دې  كه چيرى د زړه حالت صحيح وي نو جسم به هم روغ او رمټ  وي اوكه چيرى دزړه حالت خراب وي نو د جسم حالت هم خرابيږي ، صالح حكمران دټولې نړۍ صلاح ده او بد حكمران د ټولې نړۍ خرابيدل دي .]


شاه ولى  الله محدث دهلوي رحمه الله عليه ليكلى چې 🙁 واجب بالكفايه است بر مسلمين الې يوم القيمه نصب خليفه مستجمع  شرائط )


[ د قيامت تر ورځى  پورى  په مسلمانو دا كفائى  فرض دي چې  داسى  يو خليفه  وټاکي چې په  هغه کې د خلافت  شرائط  موجود وي10 ].


دا لس حوالې چې د عشره كامله حيثيت لري د مثال په ډول وړاندې  کيږي اوكه نه د فقهى، احاديثواو تفاسيرو داسى كوم يوكتاب به نه وي چې په هغى کې د امام د ټاكلود وجوب او ضرورت اهميت نه وي بيان شوي . 
 
 
 
 


دوېم فصل 


د پيغمبرانو عليهم السلام

او صالحينو  حكومتونه :

د قراّنكريم له مخى د انبياء عليهم السلام فرضى منصب د دين اقامه كول ښوول شوي دي يعنى د اسلام ددين نافذول. دين يواځى  مابعدالطبيعيات اويا د حس  نه د لوړو كارونو نوم نه  دې، بلكه د ژوندانه د پوره نظام نوم دين دې چې هغه په څو څانګو ويشل شوي :


(۱)عقائد او ايمانيات –(۲) عبادات – (۳)معاملات –(۴) اخلاقيات – (۵)عقوبات- (۶)  سياسيات.


ددين ددې جامع فكرڅخه  د نبوت او رسالت جامع  فكرمنځته راځي.  د الله جل جلاله له  اړخه  رالېږل   شوي پيغمبر،  محمدصلى الله عليه وسلم، د دنيا د پريښولو، د دنيا څخه د تښتیدو او رهبانيت درس نه وركوي، بلكه د دنيا د تعميراو د خلكو د اصلاح هر اړخيز پيغام ئى له ځانه  سره راوړى. نبي صلی الله عليه وسلم يواځى د ما بعد الطبيعى امورو معلم نه دې بلكه د ژوندانه د مكمل نظام ښوونکې هم دې چې په هغه کې د سياست اوحکمرانۍ اصول هم شامل دې.


د هندوستان نامتو محدث   شاه ولى  الله رحمه الله عليه د نبي صلی الله عليه وسلم  ځانګړتیاوې په دې توګه بیان کړي  چې :[ د بشري ژوندانه د تعمير له پاره چې دكوموكومو صلاحيتونواو  وړتیاو اړتيا پيداکيږي نو هغه ټولې د نبي صلی الله عليه وسلم په ذات کې نسبت نورو انسانانو ته فطرتا ډیرې موجود دي ].


ا – نبي يوحكمران هم و چې د [ مدنى  انسان ] په نوم ياديږى يعنى په  ټولنيزو اوتمدني اموروکې پوه او ماهرانسان .


ب – نبي يو حكيم هم و چې د  علم الاخلاق ، د منزل  دتدبير او مدني سياست   په اصولو پوره  پوه اوماهر و .


ج – نبي يوكامل مرشد هم و چې د عباداتو او اذكارو د هغو ټولوطريقوڅخه په ښه توګه خبر و چې د نفس د پاكوالې له پاره ورته اړتيا  وي .


په نبي  کې دا ټول كمالونه په خپله موجود وي د كوم تربيت ځاې اوخانقاء تر احسان لاندې نه وي11 .


د شاه ولى  الله رحمه الله عليه د پورتنى څیړنى لنډيز دا دې چې [ نبوت درى بنسټيز اركان لرى :


(۱)حكومت او سياست – (۲)علم اوحكمت – (۳)رشداوهدايت .


په هر نبي کې دا درى واړه اركان په پوره توګه موجود وي، هغه د حکمرانۍ او سياست وړتیا هم لري ،كه څه  هم هغه ته   عملاً د   منظمى حکمرانۍ وخت په لاس ورنشي ،خو هغه په خپله فقيرى کې هم د اميرى په صفتونومتصف وي، د هغه په هكله دا فكرهم كيداى نه شي چې د مملكت د تدبيراو د خلكو د سياست اصول اومقررات دې د هغه په زده كړوکې شامل نه وي .


په دې فصل کې د انبياء و او صالحينو د هغو حكومتونو يادونه كوو چې هغه  قراّنكريم کې ذكر شوي.  د تاريخ په كتابونو کې هم د داسى  حكومتونو  حالات  ترمخه کيږي ، چې د هغى مشران د الله جل جلاله  نيك  بندګان وو خو دلته د دې  ټولو يادونه  زمونږ  په نظر کې نه ده .


د اّدم عليه السلام خلافت :

( وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ) [د البقره سورت 30 اّيت]


بيا لږ شان هغه وخت په زړه كړه چې كله  ستا رب پریښتو ته ويلي وْ چې زه په ځمكه کې د يو خليفه پيداكوونکې يم  ] .


د مفسرينوامام ابن جريرطبرى رحمه الله عليه ، چې په( 310 هجرى قمري) كال کې مړ شوي دې د خليفه دكليمى د تفسيرپه هكله داسى وائى چې:


(عن ابن مسعودا  و ابن عباس رضي الله عنهما« انى جاعل فى الارض خليفه » منى يخلفنى فى الحكم بين خلقى و ذالك الخليفه اّدم ومن قام مقامه فىطاعه الله والحكم بالعدل بين خلقه)


[ ابن مسعود او ابن عباس رضي الله عنهما د خليفه دكليمى مطلب په دې توګه بيان كړى دې چې زه پيداكوم په ځمكه خپل خليفه اوهغه به زما د مخلوق ترمنځ د پرىكړى  كولوپه وخت کې زما نائب وي ،او دا خليفه اّدم  عليه السلام دې او هرهغه شخص چې د الله جل جلاله اطاعت اود هغه د مخلوق ترمنځ په عدل اوانصاف سره حكم وكړى ، نو هغه به د اّدم عليه السلام نائب وي12].


علامه سيدمحمود الوسى رحمه الله عليه، چې په( 1270 هجرى قمرى )كال کې مړ شوي ، فرمايى چې : (انه خليفه الله فى  الارض وكذا كل نبي استخلفه فى عماره الارض و سياسة الناس وتكميل نفوسهم وتنفيذ امره  فيهم)


[ اّدم  عليه السلام پرځمكه د الله جل جلاله  خليفه و   اوپه  همدې ډول الله جل جلاله هر نبي  عليه السلام د ځمکې د ابادولو په خاطر پرځمكه خپل خليفه ګرځولى و. او هغه ئې د خلكو د سياست او صلاح په خاطر، د هغوی د نفسونو د تزكيى او پاكوالې په خاطر او د هغوی ترمنځ  د الله  جل جلاله د حكمونو د نافذولو په خاطر مؤظف کړې و] 13.


د دې اّيت د تفسير په هكله مفسرينو د حكم بالعدل ، اقامه الاحكام ، تنفيذ قضايا  او احكام  او  سياسة  الناس الفاظ را نقل كړي دي –  ښكاره  ده   چې  د  انصاف  په اساس   پریکړې  كول ،  د الله جل جلاله   د حكمونو نافذول  او په خلكو سياست كول یواځې د تبليغ او تعليم كارنه دې، بلكه دا د يوه حكمران فريضه ده.  دا ضرور  نه ده چې د حكومت  نظم دې د اوسنيو حكومتونو په څیرهراړخیز وي ، د اّدم عليه السلام په وخت کې خلافت  فطرى او ساده و، مګركه په هر ډول وه خو يو حكومت و ، د ابن الاثير او ابن جريرحوالې مخکې وركړل شوې چې ادم عليه السلام ته د نبوت په څنګ کې (ملك الارض) [ د ځمکې حكومت ] هم وركړل شوي و چې د هغى د مړينى وروسته [حكومت ] د هغه ز وي شيث عليه السلام ته   و سپارل شو،اود شيث عليه السلام په نشتوالې کې به د حكومت مسئوليت « سياسة الملك» د هغه زوي سيدنا انوش سرته رساوه 14.


د( ملك ، رياست او سياسة الملك)  د كليموڅخه دا ثابتيږى چې  دا ټولې د اّدم عليه السلام د خلافت په څیر  د ابتدائى دور د حكومتونوڅخه اخستل شوي  دي .


داّدم  عليه السلام دخلافت پورى د اړوندو اّياتونوڅخه را څرگند شوي سیاسي اصول :


په قراّنكريم کې د اّدم عليه السلام نوم په” 25 ” اّيتونوکې ياد شوي دې چې د هغو اّيتونو څخه د بقرى په سورت کې د ځينې ثابت شوواصولو لنډه تشريح  وړاندې  كوو.


1 –( إِنِّي جَاعِلٌ)  : [زه ټاكوونکې او جوړونکې يم :]

له دې څخه په واضح توګه د الهى حاكميت اصول ثابتيږى چې په حقيقت کې حاكم او ټولواك  ذات الله جل جلاله دې او اّدم عليه السلام د هغه ټاكلى خليفه دې چې  د الله د اجازې  او اذن په اساس د ځمکې د رياست او د الله جل جلاله د بندګانو د قيادت   دنده  تر سره کوي  .


2-( فِي الْأَرْضِ) : [ په ځمكه کې ]:

يعنى د اّدم عليه السلام حكومت په جغرافيائى  او سیمه ایزو پولو کې نه و را نغښتې بلكه دالله جل جلاله په ټوله ځمكه دهغه حكومت و. البته دا بيله خبره ده  چې په هغه وخت کې د اّبادۍ دلږوالې په اساس ، په عملى توګه داخلافت په محدوده   سیمه کې   جوړ شوې و .


3-( خليفه): [ خپل نائب ]

دا خلافت يو نيابتي حكومت و چې د الله جل جلاله د احكامو او لارښوونو پابند و ، نه يو مطلق العنانه پادشاهي و او نه د خلكو په  غوښتنو کې را نغښتې حكومت  .


4-( وَإِذْ قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ )

[ هغوی عرض وكړ:اّيا ته په ځمكه کې داسى يو څوك ټاکې چې د هغى نظم خراب كړي او وينى توي كړي ؟ ] .


ددې نه څرگنديږي چې په بشري ټولنوکې د شخړو او نښتو را پيدا كيدل يو طبيعى كاردې چې د خلافت يا نيابتى حكومت كار د همدې شخړو او نښتوپائى ته رسول او دجرائمو مخنيوي دې .


5-( وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ)

[ ستا له حمد او ثنا سره تسبيح اوستا له پاره سپيڅلى ستاينه خو همدا مونږ كوو] .


ښكاره ده چې په هغه ټولنوکې چې دگناه امكان نه وي، نو هلته د خلافت اوحكومت دجوړولو اړتيا هم نه ليدل کيږي .  د بشري ټولنى په څیر په ملائكوکې بى اعتدالې موجوده نده نو په همدې خاطر په هغوی کې د خلافت له پاره اړتیا هم نه  شته .


6 –( قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ )

[ و يى ويل :زه پر هغه څه پوهیږم چې تاسى پرى نه پوهیږئ ] .


دا د خلافت د هغه ښیګڼو په لوراشارې وې،چې ملائكوته نه وي معلومى،همدارازپه دې کې  دهغه حقيقت په لورهم اشاره شوي ده چې د اعلى اقتدار خاوند او اعلى حاكم هغه څوك كيداى شى چې د هغه علم په  ماضى ، مستقبل او حال باندې يو ډول محيط او خپور وي .


7

– (وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا)

[ الله جل جلاله اّدم عليه السلام ته  د ټولو شيانو نومونه وښوول ] .


د مبارك اّيت ددې برخى څخه را څرگنديږى چې د خلافت له پاره ددیني علومو پرته د دنياوي  علومو زده کړې ته هم اړتیا ده، او د شرعي احكامو د علم  په څنګ کې  په ځمكنىو شيانو پوهه هم اړینه ده. ملائكوته د ځمكنىو شيانوپه هكله پوهه نه وه ورکړل شوي، نو د پاكوالې سره سره هغوی ته خلافت ورنکړل شو، څرنګه چې اّدم عليه السلام ته د ځمکې د تعمير[ عماره الارض ] او د خلكو د سياست [سياسة الناس]كار ورپه غاړه  و  نوځكه هغه ته د[ علم الاحكام] په څنګ کې   [علم الاشياء ] هم ورکړل شوې و.


8- (فَإِمَّا ياتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدې)

[ بيا چې زما له خوا كوم هدايت  در ورسیږي ] .


دخلافت  اساسي قانون د الله له خوا  لارښوونى او نازل کړل شوي حكمونه دې، البته په غيرى منصوصو اموروکې يعنى مباحاتو اود مرسلو مصالحو په دائره او د اساسى قانون د حدودو په چوكاټ کې قانون جوړيداى شي خوپه دې شرط چې قانون جوړونکي  عابدین  او متقي فقها او پوهان  وي .


9 –( فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ )

[ نو څوك چې زما د دې لارښوونى پيروي وکړې  نو پر هغو به څه ويره او غم نه وي ] .


اسلامي حكومت کې د شرعي قوانينو پيروي د اّخرت د ورځى د كاميابى او خلاصون وسيله ده. او د دنيوي اقتصادي اّسانتياو او اّرام [ قرارۍ ] انتظام كول هم د هغى په  فرائضوکې شامل دې .


10- (وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآياتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ )

[ او هغه خلك چې له منلو یې  انكار وکړې او زمونږ اّيتونه دروغ وانگيري هغوی دوزخ ته تلونكي  دي او هلته به هغوی تلپاتې وي ].


د اسلامي حكومت د شرعي احكاموڅخه  سرغړونه يوازى د دنيائى تاوانونو سبب نه ګرځي بلكه د هغه اصلى اوحقيقى تاوان، اّخروي او تلپاتې تباهى  او  بربادي ده. ( پناه  غواړم په الله جل جلاله له هغه څخه) .


د ابليسي حكومت اصول :


عبدالله بن مسعود ، عبدالله بن عباس او نورو صحابه كرامو رضى الله عنهم څخه روايت دې چې :


( فجعل ابليس على ملك الدنيا… وكان له سلطان الارض كان يسوس بين السماء والارض)


[ الله تعالی  ابليس د نړۍ په حكومت ټاكلى و او هغه ته په ځمكه  سلطنت ورکړل شوي و  او هغه  د ځمکې او اّسمان ترمنځ سياست او حكومت کاوه] 15.


«ابليس» د «ابلاس» څخه اخستل شوي چې معنا ئى نهیلي ، نا اميدې ، پښيمانى ، غم ، حيرانى او پريشانى ده.« ابليس »  هم د خپلى  سرغړونى او تكبر په اساس د الله جل جلاله د رحمت څخه نا اميده شوي و او په غم ، حيرانى او پريشانۍ کې ككړ و، او همدا د هغى د تسميى علت  دې ځكه چې د هغى اصلى نوم حارث يا عزازيل و .


ابن منظور رحمه الله عليه ليکي چې:


( وابلس من رحمه الله اى يئس وندم ومنه سمى ابليس . . . وال ابلاس الحيره … والابلاس الانكسار والحزن)


  [ د ابلس معناده فلانکې نفر د الله جل جلاله د رحمت څخه بى برخى  اونا اميده شوې دې. نو همدا علت دې چې ابليس ته ئى  د ابليس نوم  ورکړې دې … ابلاس حيرانتيا ته هم ويل کيږي او ابلاس د ماتى خوړلو اوغمژنيدو له پاره هم راځي] 16.


د ابليسى نظام اصول د خلافت د اصولو ضد دي. ددې ابليسى سياست څوخواوي په لاندې ډول دې :


1-( أَبَى) [ هغه انكاروکړ ] :

د ابلسى سياست لومړې بنسټيزاصل دا دې چې د شرعي قانون د فوقيت څخه انكاراو د الله جل جلاله د حكمونوڅخه مخ اړول .


2-( وَاسْتَكْبَرَ) [ د خپلى لوئي په غرور کې اخته شو ] :

[خپل ځان ئى لوي وګاڼه، د خپل ځان له پاره ئى لوړوالې او مطلق العنانيت اختيارکړ.]


3- وَكَانَ مِنْ الْكَافِرِينَ [ اود نه منونكو له ډلې څخه شو ] .

[د مسلمانانو په پرتله كافروته ترجيح وركول او د هغوی د ډلې  سره يوځاې كيده.]


4-( قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ )

[ ابليس وويل چې زه له هغه نه غوره يم تا زه  د اوره څخه پيدا کړې يم او هغه  دې له خټى  څخه پيداکړې دې ] .


د ابليس له دې  وينا څخه معلوميږي چې دعقلي سياست [ دشريعت په مقابل کې  دعقل علويت اونشنليزم يعنى  قوم پرستۍ  اونژادپالنى] اول داعى ابليس و. هغه به ويل چې عقل هيڅكله دانه قبلوي چې د اعلى نسل او نژاد پرځاې ښكته او ادنى نژاد ته د ځمکې د خلافت او سياست امور وسپارل شي .


5- (لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ )

[ خامخا به زه هغوی ته ستا په سمه لاره کې کينم ] .


6-( هَلْ أَدُلُّكَ عَلَى شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَا يَبْلَى)

[ اى اّدمه ! تا ته هغه و نه درونه ښيم چې په هغى سره تل تر تله ژونداو نه ختميدونکې سلطنت په لاس درځي؟] .


غولونه د ځواك له پاره لوږه پيداكول،او باطل دحق په څیر رامخته كول د ابليس  پالېسى ده .


7-( فَقُلْنَا ياادَمُ إِنَّ هَذَا عَدُوٌّ لَكَ وَلِزَوْجِكَ )

[په دې سره مونږ اّدم عليه السلام ته وويل چې ګوره دا ستا او ستا د ميرمنى دښمن دې] .


8-( يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْآتِهِمَا)

[ او له هغو څخه يى د هغوی جامى و ويستلى ترڅو د هغوی شرم ځايونه يو د بل په وړاندې لوڅ شي ]


د بى پرده گۍ او عريانۍ خپرول د ابليسى نظام غوره پالیسي ده.


دا هغه ابليسى اصول و چې په هر وخت او هره زمانه کې پرى د ابليسى  او طاغوتى نظامونو بیرغچیان او پيروان  عمل کوي او په هر وخت او هره زمانه کې موجود وي او تر ټاكلى وخته پورى به موجود وي.


ستيزه كار رهاهی ازل  سی  تا  امروز


چراغ مصطفوي سی  شرار بولهبى !


[ د ازل څخه تر نن پورى د خير[ نبوي رڼا] او  شر[ دابولهب د فتنى ] ترمنځ كشمكش راروان  دې ] .


د سيدنا يوسف  عليه السلام د خلافت دوره


[ تقريباُ 1877 ق م څخه تر1797ق م پورى]


(وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الېوْمَ لَدَيْنَا مَكِينٌ أَمِينٌ[]قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ[]وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَشَاءُ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ[]وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ)


[د سورت يوسف 54 – 57 اّيتونه ]


[ پادشاه وويل: هغه ما ته راولئ ترڅو زه هغه د ځان له پاره مخصوص کړم كله چې يوسف عليه السلام له هغه سره خبرى وکړې نو هغه وويل اوس ته زما په وړاندې قدر او منزلت لرى او ستا په امانتدارۍ باندې پوره ډاډینه ده يوسف عليه السلام وويل : د هيواد  خزانى ما ته وسپاره زه ساتونکې هم يم او عالم هم ، پدې توګه مونږ په هغه هيواد کې ديوسف عليه السلام له پاره د حاكميت لاره اواره کړه، د هغه خوښه وه چې په هغه [هيواد] کې ئې چې چيرته غوښتل ځانته ځاې جوړکړي، مونږ خپل رحمت چاته مو چې خوښه شى ورپه برخه كوو ، د ښو كسانو اجر له مونږ سره نه ضايع کيږي ] .


په دې اّيتونوکې د يوسف عليه السلام د حكومت يادوونه شوي ده . او هغه د مصر په ځمكه نزدې اتيا كاله حکومت کړې  و .


سيدنا ابراهيم عليه السلام د عراق څخه هجرت وکړ اوكنعان [فلسطين] ئى خپل مركز وټاكه، د اسلام په همدې نوي مركز کې دسيدنا ابراهيم عليه السلام د لمسى سيدنا يعقوب عليه السلام څخه يوسف عليه السلام پيدا شو،ورونوئى دكينى او حسد په اساس نوموړى په كوهى کې وروغورځاوه يو تجارتى كاروان  هغه دكوهى څخه راوويست او د مصر په  «عزيز» باندې ئى وپلوره. د مصر د عزيز ښځى د هغه دگنګارولو له پاره منډې ترړې پيل کړې، خو يوسف عليه السلام ترى مخ واړاوه او بلكل پاك لمنى او معصوم پاتى شو، خو بيا هم د گناه څخه د مخ اړونى په اساس په بندې خانه کې ورواچول شو. اته يالس كاله په بندې خانه کې پاته شو،هلته زندان کې ورته د نبوت مقام وركول شو، نو د توحيد بلنه ئى بنديانو ته ورکړه، د هغه عليه السلام د امانت پالنى ، ريښتونوولۍ، د نفس كنترولولو، حلم او بردبارۍ ، ذهانت ، فراست او په ټولو معاملو د پوهيدلو په واسطه د مصرخلك ډیرد تاثير لاندې راغلل، پادشاه هم تر تاثيرلاندې راغى،د خوب د تعبيرونو او دراتلونکې قحطۍ څخه د مخنیوي د تدبيرونو دبيانولوڅخه ديوسف عليه السلام شان اوكمال نور هم وځليد. د مخامخ خبروپه واسطه ئى نورهم اغیز زيات شو،نو هغه و چې بادشاه ورته وويل چې دنن نه ايسته ته دلته معزز اومعتمد ئى،يوسف عليه السلام درك کړه چې د دين د اقامت له پاره دځواك دلاسته راوړو حالات برابر دي. نوهماغه و چې يوسف عليه السلام ورته وويل – يوازى دمعززيدو،معتمديدواوخاص مشاورۍ څخه څه نه جوړيږى نودمملكت ټولې خزانى، ټول وسائل اومنابع، او پوره واک ماته راکړه. پادشاه دده دا غوښتنه ومنله ،او د مملكت ټول امورئى ده ته وسپارل اوپه خپله يوازى په نوم پادشاه پاتى شو. د امام مجاهد د وينا په اساس په خپله مسلمان هم شو.


د اسلامي انقلاب دراوستلو او داسلامي حكومت د قائمولودرى لارې دي :

ا- د بلنى، تبليغ، ښوونى او روزنى په واسطه د ملك ډیر وګړي په خپله د خپل ځان له پاره عادل اوصالح حكمران ټاکي،او كه چيرى نبي موجود وي نودهغى مشري او قيادت ته غاړه ږدي.


2-د صالحينواو نيكانو د يوه ټولگي په واسطه جهاد پيل شى او د جنګ له لارى په ځواك او اقتدارقبضه وکړل شى.


3- يا داسى حالات منځ ته راشي چې د ځواك بدلون د امن په واسطه صورت و نيسى . د يوسف عليه السلام له پاره په دې وخت کې دغه درېيمه لار په لاس  ورغلى وه، هغه هم ددې حالاتوڅخه     گټه واخيسته او په ځواك ئى ولکه وکړه او د عدل او انصاف سره ئى د مصر په خلكو اتيا كاله حكومت وکړ. ټولو نارينو  او ښځو پرې ايمان راوړ او د مملكت سرداران او مسئولين ئي  ټول پيروان وګرځيدل .


اوس پو ښتنه داده  چې  دا كوم پادشاه و چې خپله ټوله واکمني ئى يوسف عليه السلام ته منتقل کړه؟


د نوي عصر د محقيقينو نظر دا دې چې دا د مصر د [ هكسوس] يا[ هائك سوس]   يو پادشاه و چې په مصرى تاريخ کې ئى نوم «ابوقيس» ښوول شوي دې. داسى فكرکيږي چې هغه په [1877ق م ] کې  خپل حكومت يوسف عليه السلام ته وروسپاره. په پخوانى مصرى ژبه کې [هائك] پادشاه ته ويل کيږي او [سوس]  شپون او د  رمى  خاوند ته وايي . دا خلك سامى نژادي و، د اوښانو،ميږو اووزو ساتل دهغوی كارو، د سورىې او فلسطين څخه راغلي وو او مصر یې  نيولى و، په هغه زمانه کې د مصر دارالسلطنت ممفس [ منف ] وْ  اوس هم دقاهرى په جنوب کې نزدې (14 ) ميله لرى د هغى ښار نښى او اّثار شتون  لري .


خو عربى تاريخ پوهان او زمونږ مفسرين ددې پادشاه نوم «ريان بن الوليد» ښئى چې د «عملاق بن لاوز بن سام »د اولاد څخه و.


ابن جريررحمه الله عليه ليکي چې دابن عباس رضى الله عنه او ابن اسحق رضي الله  عنه څخه روايت دې چې د هغى وخت د پادشاه نوم «ريان بن الوليد»و چې د عمالقه د ډلې  څخه و،نورود هغى نسب په دې ډول تشريح کړې دې 🙁 ريان بن الوليد بن ثروان بن راشه بن عمروبن عملاق بن لاوز بن سام بن نوح عليه السلام)- ځينې وائى چې دې پادشاه د مړینې ترمخه اسلام قبول کړې و، اود يوسف عليه السلام پيروګرځیدلې  و او بيا د يوسف عليه السلام په ژوندکې مړشوي دې 17.


د( خزائن  الارض) تفسير :

ځينې خلكود ” اجعلنى على خزائن الارض” څخه دا مقصد اخستى دې چې ما د خزانو وزير وګرځوه او ددې خبرى څخه ئى داسى اټكل کړې چې په كافرانه حكومت کې وزارت كول روا دې.  دا ډیره لويه غلطى ده چې بايد ازاله ئى وکړل شي .


“خزائن »د خزانه بالكسرجمع ده،چې يوازى د غلى  او غذا په معنا نه استعمالېږي بلكه ټول هغه مالونه ،وسائل او منابع په کې شامل دې چې د اړتیا په  خاطر را ټولول کيږي او بيا یې  ساتنه کيږي .  دا د« خزن، يخزن، خزناُ» له بابه څخه دې چې د ساتنى او نګرانۍ معنا وركوي په  قراّنكريم کې راغلي  دې چې “وان من شئى الا عندنا خزائنه ” [ د هرشى خزانى  زما سره دې] څرگنده ده چې  په دې اّيت کې يوازى د  خوراکي څيزونو څخه مقصد نه دې  بلكه د هرڅه خزانى ترى مقصددې خزانه او مخزن هغه څه ته هم ويل کيږي چې هلته داړتیا وړشيان  ساتل کيږي 18.


د خزائنو د دې  لغوي څیړنې څخه  دا معلومه شوه  چې  يوسف عليه السلام د مملكت د ټولو مالونو، وسائلواوسرچينو غوښتنه کړې وه هغه يوازى د يوه  وزارت يا ادارى د نګرانى غوښتنه نه وه کړې .


ابن جرير رحمه الله عليه په دې هكله فرمايى 🙁 قال ابن زيد رحمه الله عليه الفرعون خزائن كثيره غيرالطعام قال فاسلم سلطانه كله الېه وجعل القضاء الیه امره وقضاء نافذ…. استعمله الملك على مصر و كان صاحب امرها و قا ل ابن زيد و لوشاء ان يجعل فرعون من تحت يديه ويجعله فوقه لفعل وقال مجاهد اسلم الملك الذى كان معه يوسف عليه السلام)


[ ابن زيد رحمه الله عليه ويلى دې چې دخوراکې موادو پرته د مصرد فرعون سره نورى هم ډیرى   خزانى وى ،  پادشاه    ددې   ټولو   خزانو اختيار او واك يوسف عليه السلام ته ورکړې و. او د پریکړې كولوحق هم له ده سره و، په دې وخت کې په ټول مصر د سيدنا يوسف عليه السلام حكم او فيصله چليده …. پادشاه هم نوموړى د مصر حكمران او واکمن ګرځولى و ، ابن زياد رحمه الله  عليه دا هم ويلي دي چې هغه كولاې  شول چې فرعون د خپل لاس لاندې او خپل ځان  پرى پورته کړي. سيدنا  مجاهد رحمه الله عليه وايي چې پادشاه مسلمان شوي هم و]19.


مفسرين اومؤرخين ليکي چې :


د اقتدار انتقالولو وروسته  سيدنا يوسف عليه السلام په شاهى تخت لكه  د سپوږمۍ په څیر وځليد او د مملكت سرداران او مسئولين د هغه او د هغه د حكومت فرمان وړونکې وګرځيدل ، پخپله پادشاه ګوښه شو” فوض امره الیه ” او د مملكت ټول امورئى سيدنا يوسف عليه السلام ته وروسپارل .  «قطفير »ئى د صدراعظمى د منصب څخه لرى کړ او دا منصب ئى سيدنا يوسف عليه السلام ته ورحواله کړ. (فسلم سلطانه كله الیه) [ ټول سلطنت ئى هغه ته په حواله کړ] 20.


حافظ عماد الدين بن كثيررحمه الله عليه ليكلى چې :


(وسلطه على جميع الارض والبسه خاتمه …. وقال له لست اعظم منك الابالكرسى…. وكان يوسف اذ ذاك الحاكم فى امورالديارالمصريه دنيا ودينا)


[ اوپادشاه سيدنا يوسف عليه السلام د مصر د دټولې ځمکې حكمران وګرځاوه ، خپله ګوته ئى [ د سلطنت مهر] هغه ته په ګوته کړه اوورته ئى وويل چې زه ستا څخه يوازى د تخت او چوکې په لحاظ پورته يم په هغى وخت کې يوسف عليه السلام په د ينى او دنيوي امورو  ټولو حاکم و 21 .]


د دې اقتباساتو: (فسلم سلطانه كله – فوض امره الیه- سلطه على جميع ارض مصر- و انت له الملوك – الحكام فى امور الديار المصريه) او نورو جملوکې په ډیره څرګنده توګه راغلى چې د يوسف عليه السلام حيثيت د يوه نوكر او مامور په  توګه نه و بلكه هغه په خپله  د سلطنت مشرى په غاړه درلوده كه څه هم په رسمى توګه تاج اوتخت د پادشاه په لاس کې و خو په (حزائن الارض ) باندې د ټاكلو او( تمكين فى الارض) څخه همدا مقصد اخستل شوې،چې هغه په عملى توګه د سلطنت حكمران و او يوسف عليه السلام په خپله هم خپل دغه صلاحيتونه  د حكومت په نوم ياد کړې دې .


(رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنْ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنْتَ وَلِيِّ فِي الدُّنْيا وَالْآخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ)


[د يوسف سورت 101 اّيت ]


[اى ربه تا ماته حكومت راکړې او تا ما ته د ځينې خبرو حقيقت را ښودلاې، د ځمکې او اّسمانونو پيدا كونكيه ! په دنيا او اّخرت کې ته زما كارجوړونکې يى ما ته مړينه په اسلام کې په برخه کړه او ما د نيكو خلكو سره يو ځاې کړه ] .


په  بائبل کې هم  داسى مضمون راغلى :[ ته زما دكور اختيارمند ئى او زما په  ټول رعيت  ستا حكم چليږى،  يوازى د تخت د خاوند په صفت زه له تا څخه لوړ يم … ګوره چې زه تا د ټول مصر حكمران ګرځوم …اوستا د حكم پرته به په ټول مصرکې هيڅ څوك خپل لاس هم ونه خوځوي 22.]


امام قرطبى رحمه الله عليه ليکي چې : (و لما فوض الملك امر مصر الې يوسف تلطف بالناس وجعل يدعوهم الاسلام حتى امنوا به و اقام فيهم العدل فاحبه الرجال والنساء )


[كله چې پادشاه يوسف عليه السلام ته د مصرځواك  او واك وروسپاره نو هغه د خلكو سره د نرمۍ او شفقت لاره اختيارکړه، هغوی ته ئى د اسلام په لوربلنه ورکړه،هغوی هم په ده ايمان راوړ اوهغه هم دمصردخلكوترمنځ عدل او انصاف قائم کړ، نو ښځو او نرو ټولو د يوسف عليه السلام  سره مينه پيل کړه ] 23.


پاته په نهمه برخه کې ولولئ………..