کور / طنز / زه څنګه ولسمشر شوم؟

زه څنګه ولسمشر شوم؟

سرکاتب زلمي خان شونډه تر غاښ لاندي کړې ول، ورو ورو يې له ځانه سره يوه سندره زمزمه کوله او د حاضرۍ د کتاب خواته ور تېر شو. د حاضرۍ په کتاب کې يې لا لاسليک نه و کړی چې د ټيليفون ګړنګهاری پورته شو، مدير غمي خان د ټيليفون غوږۍ پورته کړه او بيا يې کرار زلمي ته وويل چې رئيس صاحب دي غواړي . زلمي خان شعبه دوه ګامه کړه او په منډه د رئيس دفتر ته ورغی. کله چې بيرته راغی نو بڼه يې الوتې وله، ويل زه يې له کاره ګوښه کړم. له دې خبرې سره سم موږ ټول له خپلو ځايو ولاړ شوو او په يوه خوله مو وويل چې ولي ؟ ده ويل نه پوهېږم چې ولي؟ په دې کار موږ ټول خواشيني شوو او داپوښتنه راته پيدا شوه چې سرکاتب صاحب خو ډېر فعال سړی و، خدای خبر چې ولي به يې له کاره ګوښه کړی وي؟

سبا سهار زموږ دفتر ته رئيس صاحب د مخه او ورپسې يو چپراسي راغی چې يو بوډا سړی يې را په شا کړی و. رئيس صاحب بوډا ته اشاره وکړه او و يې ويل : دا ستاسي نوی همکار دی چې نصرو لالا نومېږي او د سرکاتب زلمي خان پر ځای به کار کوي . دی که څه هم سواد نه لري خو ډېر ښه سړی دی، خير دی په کارونو کې  تاسي مرسته ورسره وکړئ. بېچاره ضعيفه دی، دلته دريم منزل ته نه شي راپورته کېدای، چپراسي به يې سهار مهال په شا راپورته کوي او د رخصتۍ پر وخت به يې بيرته کښته کوي.

رئيس صاحب پکول د تندي خواته را وښوياوه او زياته يې کړه : ښايي ستاسي ټولو سره به دا پوښتنه پيدا شوې وي چې زلمی خان څنګه داسي ناببره او بې دليله له کاره ګوښه شو؟  تاسي ته معلومه ده چې د بن په کنفرانس کې پرېکړه شوې وه چې د افغانستان دولت بايد د ملي مشارکت د اصل پر بنسټ جوړ شي، ياني د افغانستان ټولو قومونو ته برابره ونډه پکښې ورکړل شي، نو ماهم د يوه دولتي مامور په صفت ځان مکلف وګاڼه چې دغه پرېکړه عملي کړم . ماچې وکتل نو زموږ په رياست کې د يوه قوم مامورين ډېر او د بل قوم دا ډېر ول، ځکه مو نو ځيني مامورين ليري کړل چې په هغه ډله کې يو هم زلمی خان دی.

نصرو لالا د رئيس صاحب پخوانی باغوان او اوس ډېر سپين ږيری شوی و، ړېنګۍ سوربخنه ږيره يې وله او يو زوړ پکول يې پر سر و، پر ملا را کړوپ او داسي ډنګر و لکه د پرتوګاښ لرګی .

کله چې به مو د عمر پوښتنه ځنې وکړه نو ده به ويل چې نور نه يم خبر خو زما مور دي خدای وبخښي راته ويل به يې چې ته د سقاوۍ په کال پيداشوی يې، اوس نو تاسي حساب ورته وکړئ چې دڅو کالو به يم. نصرو لالا به هره ورځ له ځانه سره خپل يو اووه کلن لمسی هم راوست چې ټوله ورځ به يې د شعبې په کمپيټر کې ګېمونه کول.

يوه اوونۍ وروسته زموږ په شعبه کې دا خبره راپورته شوه چې دا څنګه ملي مشارکت دی چې د يوه قوم استازی دي مدير او نور دي عادي مامور، پياده او ټايپيسټ وي؟ زموږ مدير غمي خان که هر څومره د زده کړې، لياقت، رتبې او اهليت خبره کوله خو چا نه ورسره منله . تر ډېرو اوږدو بحثونو وروسته مو داسي پرېکړه وکړه چې مديريت به د يوې يوې مياشتې لپاره د شعبې د ټولو کار کوونکو تر منځ نوبتي وي. د پچې په اساس لومړی زموږ د شعبې چپراسي، خيرو ماما مدير او غمی خان يې پر ځای چپراسي وټاکل شو. خيرو ماما يو اتيا کلن سپين ږيری و او په غوږو هم لږ دروند و چې د حاضرۍ په کتاب کې به يې ګوته لګوله . موږ ټولو خيرو ماما ته مبارکۍ ورکړې او ورته ومو ويل چې موږ ته به شيريني راکوې. خيرو ماما ويل اوس پيسې نه لرم، کله چې مې معاش واخست نو شيريني به درکړم ، خو موږ بيا هم نه پرېښود . اخر ناچاره شو موږ ټولوته يې يو يو آيسکريم رانيو. له کومې ورځې راهيسې چې خيرو ماما مدير شوی و نو په شعبه کې دومره کار نه و، بس ټوله ورځ به مو کيسې سره کولې چې اکثره به يې د خيرو ماما د عسکرۍ د و ختونو کيسې وې. که څه هم موږ دغه کيسې له ده څخه څوڅو ځله اورېدلي وې خو داچې خيرو ماما اوس زموږ مدير و نو ناچاره و چې بيا يې هم واورو. د شعبې پر دروازه مو وليکل چې غونډه روانه ده، لطفاً مزاحمت مه کوئ .

موږ په شعبه کې ځان ته جلا دېګ پخاوه، يوه ورځ د ډوډۍ پر مهال خيرو ماما غاب ته وکتل، ويل اوهو دا مو څومره ډېره مالګه ور اچولې ده؟ دا خو زما فشار لوړوي . پخوانی مدير غمی خان چې اشپزي اوس ده کوله وويل : زه حيران يم چې د چا غوښتنه ومنم؟ که دېګ ته لږ مالګه ور اچوم نو نور همکاران وايي چې مالګه يې ولي لږ ده او که ډېره مالګه ور اچوم نو تاسي واياست چې مالګه يې ولي ډېره ده. خيرو ماما تندی تريو کړ او ويې ويل: اوس هغه پخواني وختونه تېر شوي دي، بايد زموږ ټولو غوښتنې ومنل شي. بيا مو سره وويل چې جلا جلا دېګ خو نه شو پخولای او نه په يوه دېګ کې د ټولو ذوقونه ځايېدلای شي نو ښه به داوي چې تر دې وروسته به اشپزي هم په نوبت وي.   

ما تر اوسه پورې دېګ نه و پوخ کړی، يوه ورځ مې دېګ له صابون څخه سم نه و پرېولی او کتغ مې پکښي پوخ کړی و. کله چې مو ډوډۍ وخوړه نو دسترخوان لا نه و ټول شوی چې نصرو لالا پر نس لاس تېر کړ او سوکه د تشناب خواته روان شو. دی لا نه و راوتلی چې غمي خان هم خپله ګېډه په لاس کښېکښل او ځان يې د تشناب دروازې ته ورساوه . کله چې نصرو لالا را و نه ووت نو غمي خان تندی تريو کړ او په درد يې وويل : نصرو لالا ژر را ووزه، زه هم په تکليف يم، هله ژر کوه! زه چې وايم کولمې مې غوټې غوټې پرې شوې. لکه نصرو لالا چې د غمي خان خبره ګردسره نه وي اورېدلې نور هم وځنډېد، غمي خان غاښونه سره وچيچل، د تشناب دروازه يې په زوره ور وډبول او ويې ويل : ژر را ووزه دا ستا دپلار تشناب دی چې يو ساعت پکښي تېروې؟ په دې تشناب کې خو موږ ټول حق لرو، داخو هغه پخواني وختونه نه دي. کله چې نصرو لالا له تشناب څخه راوه ووت نو غمي خان په قهر باندې ورمنډه کړه، نصرو لالا ځان يوې خواته کړ ، خو غمی خان په تلوار تشناب ته ننووت او دروازه يې په ځان پسې وتړله. تر دې وروسته مو يو مهالوېش جوړ کړ چې په هغه کې تشناب ته د هر چا د تلو وخت په دقيقو ښودل شوی و.

دوبی تېر  شو او هوا سړه شوه. زموږ شعبې د لمر خواته يوه کړکۍ درلوده چې پخوابه غمی خان نژدې ورته کښېناست. دی له دې امله ګټمن و چې يو خو به ښه تود و او بل به يې د کړکۍ له لارې نسوار دباندي توف کول . يوه ورځ نصرو لالا د غمي خان پر ځای ناست و چې غمی خان راغی. کله چې يې نصرو لالا وليد چې دده پرځای ناست دی نو په خندا يې ورته وويل: نصرو لالا اوس به نو تود شوی يې بس ده زما له ځايه ولاړ شه . پر نصرو لالا دا خبره بده ولګېده، تندی يې تريو کړ او په درد يې وويل : ولي ولاړ شم؟ دا ځای خو يوازي ستا په پچه نه دی ختلی، موږ ټول حق پکښي لرو، زما هم ساړه کېږي . تر دې وروسته پرېکړه وشوه چې کړکۍ ته به هم په نوبت سره کښېنو. ددې نوبت لپاره مو يو مهالوېش هم جوړ او پر کړکۍ مو ونښلاوه . يوه ورځ نصرو لالا وويل: نن مراجعين اکثره ديوه قوم او يوې سيمې ول، دې خبرې ته هم پام په کار دی. بيا مو د هر قوم د مراجعينو لپاره هم يو مهالوېش جوړ او د شعبې پر دروازه مو وځړاوه.

په کومه ورځ چې به ديوه قوم د مراجعينو نوبت و نو کار به يې هماغه يوه مامور کاوه او په شعبه کې به د هماغه قوم په ژبه خبرې کېدې چې د شعبې نور مامورين به چندان نه په پوهېدل . دا چې په هماغه ورځ به نور مامورين بې کاره ول نو په خپلوڅوکيو کې به ارام ويده ول.

يوه ورځ چې موږ ټول ويده ولو د خيرو ماما دې خبرې راويښ کړو: دا انصاف دی چې يو مامور کار کوي او نور بېغمه ويده دي. بيا به مو داسي کول چې تر غرمې به مو کار کاوه او تر هغه وروسته به مو خوبونه کول. زموږ ټايپستې عايشه جانې چې به يو ساعت کار وکړ نو لاسونه به يې د کمپيوټر پر کيبورډ پراته او دا به خوب وړې وله . يوه ورځ په خوب کې له څوکۍ څخه پړمخي راولوېده او پزه يې لږ وينې شوه . کله چې يې د پزې وينو ته پام شو نو په په چيغو يې وويل: د خدای لپاره دا انصاف دی چې يو نفر د لرګي په زړه او بل په لوکسه څرخي څوکۍ کې ناست دی. سبا زموږ د رياست اداري مدير موږ ټولو ته يوه يوه نوې څرخي څوکۍ راوړه . اوس نو زموږ خولۍ په غوړو کې وې، په څرخي څوکيو کې به مو ښه درانه خوبونه کول چې خرهاري به مو ټوله شعبه پر سر اخيستې وله، په تېره بيا عايشه جانې خو داسي خرهاری کاوه لکه يو غويی چې دي تازه حلال کړی وي . اوس موږ د ملي مشارکت شعار په برياليتوب سره عملي کړی و. که څه هم د خوب پر مهال زموږ خرهاري توپير سره درلود خو په خوب کې مو داسي احساس کاوه لکه موږ چې ټول يو وجود يو، ځکه چې زموږ خوبونه او د هغه تعبيرونه يو ډول ول . يوه ورځ مې خوب ليده چې د ملي مشارکت اصل د افغانستان په ټولو ادارو کې عملي شوی دی . زده کړې، تجربې، تقوا او نورو کاري ځانګړتياوو ته هيڅ اړتيا نه نشته، زه د خپل قومي نوبت له مخې مديريت، رياست، معينيت، وزارت او باالاخره ولسمشرۍ ته رسېدلی يم . دغه ډول خوب مې څو څو ځله وليد، يو عجيبه حالت و، په ويښه به يو عادي مامورين وم چې د يوې مياشتې معاش به مې تر بلې مياشتې پورې نه رسېده، خو چې سترګې به مې پټې کړې نو ولسمشر به وم. بله خو لا داچې کله به مو خپل خوب يو بل ته سره ووايه نو ټولو به يو ډول خوبونه ليدلي ول.

تبصره نسته

  1. ډیر په زړه پوری او د عبرت اخیستونکۍ طنز دۍ ځکه نو زه اوسنې ولسمشر ، دده مرستیالانو او نورو لوړ پوړو چارواکو ته ددغه طنز د هرو مرو د لوستلو وړاندیز کوم .
    دښاغلې همت پر قلم دی برکت وی چې نورې هم داډول لیکنې وکیکې . په درنښت