کور / راپور / اى ډبليو اې:عينک دمسو استخراج ته ځيراوسئ

اى ډبليو اې:عينک دمسو استخراج ته ځيراوسئ

  حنان حبيبزى
له کابله
 
دعينک کان په افغانستان کې د مسو لوى او يوازينى هغه دى چې له کابل ٤٠ کيلومټره ليرې د سوېل ختيځ خواته د لوگر په ولايت کې پروت دى. 
افغانستان ته د کره کتنې يا ((IWA ))په نامه يوې څيړنيزې ټولنې له يوې پلټنې وروسته د عينکو د مس داستخراج په اړه انديښنه ښولې ده .
دې ټولنې له يوې پلټنې څخه وروسته خبردارى ورکړى که افغانستان له دې کان څخه د مسو د استخراج په برخه کې له بشپړې پاملرنې او دقت څخه کار وانخلي ښايي ددې هيواد لپاره بدې پايلي ولري.


ددې څيړنيزې ټولنې چارواکي وايي د اوسني افغانستان تجربه دومره نه ده چې له هغو نړيوالو شرکتونو سره چې سياسي او اقتصادي پياوړتيا لري په گډه کار وکړي.


افغانستان په دې وروستيو کې اعلان وکړ چې يو چينايي شرکت د يو تړون له لارې د درې ميليارده ډالرو په لگښت سره دلوگر ولايت دعينک له کان څخه د مسو په استخراج لاس پورې کوي .


حنان حبيبزى له کابله راپور راکوي :


دعينک کان په افغانستان کې د مسو لوى او يوازينى هغه دى چې له کابل ٤٠ کيلومټره ليرې د سوېل ختيځ خواته د لوگر په ولايت کې پروت دى.


د ((Integrity Watch Afghanistan ))په نامه د يوې څيړنيزې ټولنې چارواکي وايي دغه کان افغانستان د نړۍ د هغو ١٥ هيوادونو په کتار کې راولي چې ډير مس توليدوي.


له دې سره سره چې د(( IWA)) چارواکي د عينک د مسو د استخراج په اړه له چينايي کمپنۍ سره د افغانستان ددولت له خوا شوى تړون دلوې پانگونې د پيل لپاره ښه هڅه بولي .


خو ټينگار کوي چې ددې تړون دپلي کولو په برخه کې دې له ډيرې ځيرتيا او هوښيارۍ څخه کار واخيستل شي.


ددغې ټولنې مشر لورينزو دلسگس وويل دوى له يوې څيړنې څخه وروسته انديښمن دي چې دعينک له کان څخه د مسو د استخراج بهير په داسې حال کې پيليږي چې د لوگر په ولايت کې د قانون واکمني نشته:


((که دغه بهير د افغانستان ددولت له خوا په سمه توگه پلى نشي ښايي ددې هيواد لپاره ښه گټه ونلري.


له بلې خوا دغه شرکت په هغه ځاى کې کار پيلوي چې هلته د قانون واکمني نشته دى او دکانونو د استخراج قوانين هم کره نه دي.


د افغانستان دولت د کانونو د استخراج په برخه کې ښه تجربه نلري او بهرني شرکتونه چې اقتصادي او سياسي پياوړتيا لري ښايي د افغانستان ددولت په پريکړو کې ونډه ولري .))


د افغانستان دولت په دې وروستيو کې وويل چې دوى له يوې چينايي کمپنۍ سره ددرې ميليارده ډالرو په لگښت دعينک له کان څخه د مسو د استخراج لپاره تړون لاسليک کړى دى.


داى ډبليو اې ټولنه دمسو د استخراج پر مهال د چاپيريال د ککړتيا په اړه هم انديښنه لري .ښاغلى لورينزو وايي چې افغان دولت بايد له دې کان څخه د مسو داستخراج په اړه ټول مالومات ولس ته ورکړي:


(( دا ډيره مهمه ده چې سر له اوسه ددې کان په اړه لاسوندونه ،د چينايي شرکت او دولت ترمنځ د خبرو جزيات خلکو ته ورکړل شي.


د سيمې خلک بايد پوه شي چې ددوى د هستوگنې په ځاى کې څه تيريږي ،خلکو ته د مالوماتو ورکړه مرسته کوي چې دابهيرپه شفافيت سره بشپړ شي.))


د(( IWA )) په نامه دغه څيړنيزه نادولتي ټولنه چې يوازې په افغانستان کې فعاليت لري د شفافيت د رامنځته کولو لپاره کار کوي چې ډير پام يې پر اداري پرمختيا راټول کړى دى.
له بي بي سي په مننه