کور / طنز / متوازین پر مختګ

متوازین پر مختګ

 


په افغانستان کې د زورورومیلتونو د بیلتون شورا په بلنه یو د کوشني صلاحیت  کمیسیون جوړ شو او کمیسیون  د لږو څیړنو  وروسته دې پایلې ته ورسید، چې بایدد کابل د امنیت لپاره  د هغه  څلورو خواوته  یوسیمیټي دیوال جوړ شي، چې الفایده ، الغله  ،الطالبه، التیري کونکي  ،البډي اخیستونکی،  الاختلاص کوونکي، التښتونکي  اونور کابل ته را تیر نشي.
دې کار  د کابل خلک څه ان، د ټولې نړۍ  خلک خواشینې کړه ،چې نور به خلک نه تښتول کیږ ي ؛ بډی اخیستل به ورک شي؛ ګرانی به ورکه شي ؛کار به اهل کار ته وسپارل شي…
نو د کابل  څلورو خواته د اتیا میلیاردو  ډالرو په لګښت له امریکایي  خښتو ، سمیټو او بوتلي اوبو څخه چې خالص او کاغد پیچه وه او د الوتکو کې په فرست کلاس  کې د هغه ځایه راوړل شوي وه    نو د کابل ګرد چارپیره  څلور متره لوړ  دیوال  د« بوش وال»  په نامه جوړ  شو.
 خو بیا هم څو تنه برمته شول  غلاو دوام درلود …
بیا امر وشو دا دیوال باید څلور متره نور هم جګ شي په اتیا میلیاردو نورو ډالرو  دا دیوال څلور متره نور هم  له  امریکایي  خالصو کاغذ پیچو توکو څخه د امریکایي انجیرانو لخوا چې ډیر پوه دي  لوړ شو.
 خو بیا هم بانکونه وهل او ټکول کیدل او  برواو ګمشو وو
کمیسیون بیا  امر وکړ، چې  دا تاریخي  د یوال دی   څلور متره نور هم  جګ شي.  دا کار هم وشو
 د دیوال  د لوړیدو وروسته بیا هم یو رییس ترور شو.
 بیا  امر وشو  دا دیوال څلور متره نور  جګ شي؛ هغه بیا هم جګ شو.
بیا  هم غلا وه ، رشوت وو اختلاص وو
اتیلاف ، ناتو ، د بیلتون شورا او ټوله نړۍ اریانه وه چې دا الفایده څرنګه ښه ډالبازان  دي ،چې  له  سلو متره لوړ دیوال څخه  راغورځي
 بیا هم لس ماشومان وتښتول شول
 د کمیسیون  رییس  له نیول شوو  مجرمانو څخه وپوښتل :
تاسو څنګه ددې لوړ دیواله را واوښتاست؟
ټو لو په یو ږغ وویل :
ولې له د یواله راواوړو !!!
له دروازو د لارو راځو!
د کمیسون رییس ددیوال له انجینر څخه په هېښتیا وپوښتل :
ولې دادیوال دروازې نه لري؟!
هغه ورته وویل :
صاحب خبره داسې ده  د دروازو د جوړولو مرسته کوونکي هیواد  د افغان چار واکو په بلنه خپله مرسته  د متوازینې  ودې او پر مختګ د عدالت په پار له کابل څخه پنجشیر ته بدله کړه  او هلته یې دروازې جوړی کړې.