کور / کتابتون - هنر او ادبيات / د خبریالۍ لارښود

د خبریالۍ لارښود

خپروونکی: رویټرز خبرځای

ژباړن: محمد زمان ستانکزی

نوملړ:

  • د رویټرز ارګان
  • د خبریالۍ لارښود
  • نوم لړ
  • سریزه
  • پیژندنه
  • په ټولنه کې د خبریال رول
  • د یوه ښه خبریال ځانګرتیاوي
  • د مطلب د لیکلو تګلاره
  • څه څیز خبردی؟
  • څه ډول یو خبر پیدا کړو؟
  • څه ډول یو خبر وړاندي کړو؟
  • سرچپه هرم
  • ولې دا خبر را ته مهم دی؟
  • د لیډټاکل
  • د لیډ د لیکلو لپاره بیلابیلې کړني
  • د لیډ د ښه کولو لپاره څولاري
  • په خبر کې کلیدي ټکي
  • د خبر سرچیني
  • راپور
  • شننه
  • راپور لیکنه
  • مرکه
  • خبري غونډي
  • د اعدادو لیکل
  • اخلاق
  • په کار کې امنیت

سریزه:

د ۲۰۰۴ زېږيدي کال په اکتوبر میاشت کې رویټرز او د ملګرو ملتو د سازمان د پراختیایي ‎پروګرام ادارې د هسپانیې د نړیوالو همکاریو د آژانس په مرسته په عراق کې یوه ګډه پروژه تر لاس لاندې ونیوه څو د خپلواکو او سراسري رسنیو په نشتون کې په عراق پورې اړوند خبرونه په ښه بڼه د دې هېواد په رسنیو کې خپاره شي، ددغه کار لپاره د الاوسط په نامه یو انټرنیټي سایټ جوړ شو څو عراقي خبریالان وکولای شي د عراق له ګوټ ګوټ څخه په دغه سایټ کې خبرونه تبادله کړي او خپل خبرونه پدې سایټ کې خپاره کړي.

په یاده شوې پروژه کې دغه راز د خبریالانو پر زدکړو څارنه هم شامله وه، څو د عراقي خبریالانو د پوهې کچه لوړه شي په ځانګړې توګه په دوه زره پنځم کال کې چې په عراق کې ټاکنې ترسره شوې؛ دغه ټاکنې څرنګه تر پوښښ لاندې ونیسي، له هغو ډلو څخه چې په دغه پروګرام کې یې دوه میاشتنۍ زده کړې وکړې په الاوسط انټرنیټي شبکه کې یوه مرکزي هسته جوړه شوه، د سایټ له جوړېدو څو میاشتې وروسته پنځه سوه راپورونه او خبرونه پکې خپاره شول، او په ډېرې چټکۍ سره دغه سایټ څو میاشتې وروسته د زیات هر کلي وړ وګرځېد، د دوه زره پنځم میلادي کال د جون په لومړیو کې په دغه سایټ کې ثبت شوي راپورونه له دریو زرو لوړ شول، دغه بریا او لړۍ ددې لامل شوه چې دا مهال دغه سایټ په یوې خپلواکۍ رسنۍ واوښت.

اوس ددغه سایټ همکاران د زیاتو مالي سرچینو په لټه کې دي تر څو وکولای شي لدغه سایټه ملاتړ وکړي دغه یادښت چې د رویټرز د خبرځای د اصولو پر بنسټ لیکل شوی داسې طرحه شوی څو وکولای شي چې عراقي خبریالانو ته سلا مشوره او لارښونه وکړای شي یاپه بل عبارت د عراقي خبریالانو د پوهې د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي، داټولګه د رویټرز د خبریالانو د تجربو له مخې چمتو شوې، دې ته په پام سره چې خبریالي له یوه هېواده په بل هېواده کې توپیر کوي نشو کولای دغې ټولګې ته بشپړه ټولګه ووایو خو تمه داده چې وکولای شو د رویترز تجربې چې دغه خبرځای ۱۵۰ کلنه لرغونتیا لري ترسیم کړي، دې سریزې ته په پام سره خبریالان کولای شي په یو مخ هغه مطالب خپاره کړي چې فکر کوي ورسره مرسته کولای شي. 

۲۰۰۶/ جون

پیژندنه:

د خبریالۍ دندې ته یو شان او نړیوال اصول نه شته.دا چې څه ډول کار وکړو،یا اجازه ورکړی چې څه ډول کار وکړو.له یوه هېواده وبل هېواد کې توپیر کوې په همدی حال کې ټولیز اصول شته چې دټولې نړۍ خبریالان ورسره هوکړه لرې.کلیدی ټکې شته چې کوم ډول راپور یو ښه او مسولانه راپور دی.اصلې قضیه د حقایقو موندل دي هغه هم په غوره بڼه جې یو تن وتوانیږې په داسې شرایطو کې چې ژوند کوې دغه چاره تر سره کړې

ځینې ټولیز او کلیدې اصول شته چې زمونږ په کار کې کولای شې د یوه ښه خبریال د ورځنیو چارو لارښود وې.دقت،واقیعت موندنه،رښتیا او انصاف دی.

دقت کلیدې رول لرې که بریالې نه شوی چې لومړنې اطلاعات په سمه توګه تر لاسه کړۍ لکه د افرادو نومونه ،سرلیکونه ، پوستونه او اعداد لوستونکې مو له خپرونو مخ ګرځوې او د نورو خبرې سرویسونو په لټه کې کیږې.

په رښتیا موندنې باندې لاس رسۍ او بې پریتوب سخت دی. ډیر کسان په دې آند دې چې اصلا نه شو کولای په رښتیا لاس رسی ومومو ځکه هر خبریال خپله کارې مخینه لرې او دا موضوع کولای شي د دوې په چارو او د اطلاعاتو په تر لاسه کولو اغیز وکړې. په دغو ټولو سیاسې دباو او اقتصادې لومړیتوبونه هم ور زیات کړی.په همدې حال کې په تمرین سره خبریالان کولای شې د واقیعت موندني په لوړو درجو لاس رسی پیدا کړی.

یوه مسلکي او جدي خبریال ته په لومړني پړاوکې رښتیا ډیر مهم دی.په ډیری آسانۍ سره کولای شۍ خپل ځانته خیالې سرچینه جوړه کړۍ او یا نقل قول جوړکړۍ. البته دا ډیره ساده چاره ده خو ډیره هم خطرناکه.په ځانګړی توګه هغه مهال چې د بل چا خبر غلاکړﺉ او په هغه خبر کې یې خپور کړی چې په خپله مو تر لاس لاندې دی.که له یوې همداسې لارې خبر جوړ کړی پایله به یې له لوړو ژورو پرته بل څه نه وې.

د خبریالانو په اخلاقی فدراسیون کې راغلې:خبریال باید د خبر له منصفانه تګلارو څخه په ګټې اخیستو خبر،انځوراو نور اطلاعات تر لاسه کړې.د منصفانه لارو څخه یوه لار دا ده چې تل ځان خبریال وپیژنو،د اطلاعاتود تر لاسه کولو لپاره خلک مه تیر باسۍ او چاته ګواښ مه کوﺉ. 

په ټولنه کې د خبریال رول :

په ولسواکو دولتونو کې د خبر یالانو تر ټولو مهم رول دا دی چې د حکومت او خلکو تر منځ د اړیکو وسیله وي.دوه طرفه کانال دی.خبریال کولای شي خلکو ته د پریکړو او کړنو په باب ووایې او حکومت ته د خلکو نظر هم ولیږدوي.

خبریال په لاندینو مواردو کې رول لرې:

  • د دولت محکمو او سترو شرکتونو په کړنو څارنه او د هغوي د بریاو او ناکامیو بربنډول.
  • په ټو لو برخو کی د فساد د جرړو موندل.
  • د چارواکو بي غوریو او نیمګړو کړنو ته د خلکو پام ور اړول.
  • د تولني مختلفو اقشارو ته د تریبون ورکول،نه دا چې د ټولنې یوه برخه خلک په پام کې وي.
  • هغو خلکو ته چې غواړي رایی ورکړي د سیاسي سیالانو له پروګرامونو سره مرسته وکړي .
  • اقتصادي حالت شرحه کړي.

د یوه ښه خبریال ځانګړتیاوي:

کنجکاوي: که خبریالان شخصا کنجکاو وي کولای شي خپلي پوښتني ښي مطرح کړي.

خبری حس: دا چې پوه شو،څه څیز خبردی عموما په تمرین سره تر لاسه کیدای شې،خو داسې بریښي چې ځیني خلک خبري حالت درک کولای شي.

استقامت او د کار تعقیب: دا چې د اطلاعاتو د تر لاسه کولو په لټه کې وی او له داسي اداري سره مخامخ شۍ چې تاسو ته خنډونه جوړوي او کارونه مو له یوې اداري وبلی ته سپاري دغې چاري ته مه تسلیمیږۍ.

واقیعت موندنه: یو ښه خبریال خپل نظریات او تعصبات په کور کې پریږدي او د تحریریې میدان ته ور دانګي. د ټولني په وړاندي د خبریال دنده دا ده چی خلک خبر کړي نه دا چي وهڅوي.اطلاعات ورکړي له ټولو ښکیلو لورو،تر کومه چې ښایې او اجازه ورکړي تر حو خلک خپل هوډ ونیسي.

شک او تردید: خبریالان چې له چارواکواود شرکتونو له مسولینو سره دیر کار لري د هغوی د څرګندونو په وړاندي باید ډیر شک ولري.سرچینی دیر خوښ لري تاسو ته داسې اطلاعات درکړي چې یې په ګته وي خو باید پوه شي چی دا شک او تردید په بدګماني وانوړي.

له خلکو سره راحت ووسۍ : د خبر زیات داستانونه خلک جوړوي له خلکو سره ښه تعامل د یوه خبریال چاري د بري تر پولو رسوی نو ښه خبریال هغه دی چی له خلکو سره ښی اړیکې ولري.دا چاره د دي لامل کیږي چې خبریال په حقایقو لاس رسۍ ومومي. 

د مطلب د لیکلو تګلاره:

خبر: له هغې پیښي روښان او نیغ په نیغه راپور چې همدا اوس را منځته کیږي.

ښه خبر: هغه دی چی تر کومي کچي کولای شي اغیزمن وي او خبر یال یې په پوښښ کې څومره مهارت لری. خبرونه معمولا لنډعمر لري.

راپور:هغه داستانونه چې د رامنځته کیدو مهال یې مهم نه وي او دلیل نه لری لکه تود او تازه خبر.زیات د هغه څه په اړه دی چې په دي ورځو کې را منځته کیږي او نه هغه څیزونه چې دا مهال را ولاړیږي. د زیاتو څيزونو حالت ،پیښي،ځایونه او لنډه دا چې اشخاص داسې چې په اړه یې لیکل لوستونکې ته جالب او په زړه پورۍ وي ښه را پورونه دي.

دا راز موضوعات د نوي توب له امله لوستونکي نه شي را جلبولای.نو ځکه باید خبریال له خلاقیت،د لیکلو له تګلاري،رنګ او جزییاتو ګټه واخلي تر څو لوستونکي را جلب شي.

شننه: مهمې او ارزښتمني موضوع ته ژوره کتنه چې د موثقو اسنادو پربنسټ چمتو شوي وي او په کي له بیلابیلو سرچینو چې نومونه یې ذکر شوي وي، نظریات اخیستل شوي وي، ګټه واخیستل شي.لازمه نه ده چې شننه داسې لید یعنی نګاه ولیږدوي چې د ټولنې له دود سره هوکړه ولري ځیني وخت همدا غوره شنني دغه لیدني تر ننګونو لاندي راولي.

مقاله :هغه یاد داښتونه چې اغلبا د ورځپاڼي سیاسي لیدنه لیږدوي.د سرمقالې په چوکاټ کې چاپیږي او اغلبا د کار پوهانو له لوري لیکل کیږي.

خبر څه شی دی؟:

له خبر څخه یو زوړ تعریف چې څه څیز خبر دی:

که سپی سړی وخوری دا خبر نه دی.خو که سړی را ولاړشي او سپی وخوری دا خبر دی.

له دې ښکاري چې خبر باید د غیر معمولي پیښو په اړه وي.خو تل هم داسي نه وي چې خبر دي غیر معمولي پیښي را واخلي.دولتي اعلامیې ،د سترو شرکتونو له لوري خبرپاڼي چي د خلکو په ژوندانه کې مهمي وي هم شایې خبر شي.دا چې په ورځپاڼې کې کوم خبر مهم دی،په مختلفو فکتورونو تړلی دی.

مجاورت او نږدیوالی:هر هغه خبر چې مونږ ته نږدي وي زیات ارزښت لري. بل فکتور ربط لرل دی.د بیلګي په ډول د کروند ګرو لپاره د آسانتیاو را منځته کول که آن زمونږ په ګاونډي هیواد کې وي هم مهم پرمختګ دی.

څه ډول خبر پیدا کړو؟ :

د ورځي له خبرونو زیات هغه دي چې لا له وړاندي پوهیدو رامنځته کیږي.لکه په دولت کې خبري غونډه،د بهرنیو چارواکو لیدنه،کلنۍ خبرتیاوي،دا کولای شو په خپلو ورځنیو جنتریو کې ولیکو.

دي ټولو ته په پام سره داسي خبرونه هم شته چې ناڅاپي را منځته کیږي لکه د دوو ریلونو او الوتکو ټکر…

تخصصي ژورنال:

څوک چې د روغتیا،علم،چاپیریال ساتني یا تیلو په اړوند خبرونه خپروي کولای شي دا ډول ژور نال وکاروي.دا ژور نال کارپوهانو ته لیکل کیږي نو ځکه هم تخصصی ژبه لري.خو ښایې ډیر خبرونه په زړه پوري هم وي.فکر مو وي چې دا ډول ژورنالونه باید ساده ولیکل شي.

څه ډول یو خبر وړاندي کړو؟

خبریال باید په دي فکر کې وي چې څه ډول خبر جوړ کړي څو د لوستونکو پام ځانته را واړوي زیات لوستونکې د داسي اطلاعاتو په لټه کې دي چې له تلویزیون ،راډیو او انټرنټ څخه یې تر لاسه کوي د هغوي د زړه د راښکون لپاره باید خبر روڼ ولیکل شې،لنډاو ګټور،په زړه پوری،غیر متعارف،رنګ لرونکی او ژوندی.

سرچپه هرم:

دا د خبر د لیکلو لپاره کلاسیکه او سنتي تګلاره ده.ښه خبریال کولای شي له دې تګلارې په ګټې اخیستوخبر په څلورو او یا پنځوپارا ګرافونو کې ولیکي.د خبر کلیدي عناصر د خبر په سر کې را ولي او نور عناصر ارزښت ته په پام سره په ترتیب راولي. لومړنی پاراګراف یعنې دلید پاراګراف حیاتي دی.باید دغو پوښتنو ته ځواب ورکړي

– څه پیښ شوي؟

– څوک په دغې پیښې کې ښکیل ؤ؟

– څه وخت دغه پیښه را منځته شوې؟

– چیرې را منځته شوې؟

– زه له کومه پرې پوهېږم؟ د خبر( سرچینه)

که چا،څه،څه شي ،څه وخت،چیري،ولي او څرنګه پوښتنو ته په دوو لومړنیو پراګرافونو کې ځواب ورنه کړو په پاتی برخه کې باید هڅه وشي څو مطلب لوستونکي پاته شې.

په لید کې کلیدي اطلاعات راځي.جزییات نورو پاراګرافونو ته پریږدی د اشخاصو نومونه په دي صورت کې چې زیات مهم نه وي او اوږد پست په لید کې مه را ولۍ.د خبر سرچینه باید په لید کې وي.ځکه لوستونکی د سرچیني په لیدو سره پوهیږي چې څومره کره دی او اعتبار لري.

ځینی مهال کولای شی سرچینه په دویم پاراګراف کې را ولي. خو باید سرچینه له دویم پاراګراف څحه وروسته را نه شي.

دویم پاراګراف باید هغو پوښتنو ته ځواب ورکړي چې په لومړنی پاراګراف کې ورته اشاره نه ده شوي.لکه ولي او څه ډو ل دغه پیښه را منځته شوه.او وروسته له ځان څخه دغه کلیدي پوښتني وکړي: 

ولې دا خبر ماته مهم دی څه مطلب؟

د خبر اوډون او بګرونډ روښانه کړﺉ.لوستونکو ته روښانه کړﺉ چې ولې ارزښت لري چې خبر یې ولوستل شي.ښایي خبر ستاسو په نظر جذاب وي خو که د نورو په نظر جذاب نه وي؛ وخت مو بې ځایه لګیدلی.له دې وروسته مو چې د خبر اصلي برخې روښانه کړې نقل قول ته اړتیا لري.څو د هغه لید اعتبار مو زیات کړي چې لیکلی مو دی هغه پیاوړی کري.دغه راز ښیې څه مو چې لیکلي د شواهدو او مدرک په بنسټ وي.

د رویترز خبر چې لاندي لولی څرګندوي چې څه ډول اصلي پوښتنو ته ځواب ورکړل شوی دی. او دغه شان د خبر سرچینه څه ډول ذکر شوي.په دویم پاراګراف کې د خبر بافت او پیش زمینه لیکل شوی او په دریم پاراګراف کی داسي نقل قول راغلی چی خبر مظبوطوي.

سیول/رویترز :

شمالي کوریا د جمعې په ورځ وویل چمتو ده د شپږاړخیزو خبرو اترو میز ته بیرته کیني او که شرایط چمتو وي نو خپلو اتومي فعالیتونه به پای ته رسوي.د سویلي کوریا خبر ځای يونهاپ د پیونګ یونګ د چارواکو په حواله خبر ورکړ.

دغه دریځ یوه ورځ وروسته په داسي حال کې خپریږي چې ولسمشر بوش او د چین جمهور ریس هوجنتاو د کمونستی شمالي کوریا د هستوی فعالیتونو له کبله چې په نړیوال ګوښه توب کې دی څرګندی کړی.او ژمنه یې کړی وه چې د خبرو اترو د لړۍ له پیله به چې کابو یو کال ودریدلی وي ملاتړ وکړي.

(که امریکا وښیي چې وکړای شو پری باور وکړو او سم شرایط جوړ کړي مونږ هره موقع چې ووایې ،چمتو یو خبرو ته حاضر شو.)

د شمالی کوریا چارواکي لکه څرنګه چې یونهاپ خبر ځای راپور ورکړ د روسیې یوه پارلماني پلاوي ته چې له پیونګ یانګ یې لیدنه کوله،ویلي.

له دې نقل قول وروسته یو یا دوه پاراګرافه مخینه یا بګراوند ورکړی او ووایې چې څه اتفاقات له دغه خبر وړاندې شوي ؤ څوخبره تر دې ځایه را ورسیده.وروسته کولای شۍ دا خبر له څلورو پاراګرافونو وروسته په یوي ورځپاڼي یا انټرنیټي سایډ کې خپور کړﺉ او ټول کلیدي موضوعات لوستونکي ته ولیږدوی.په همدي حال کې کولای شی خبر دغه راز په څونورو نقل قولونو مخینی ،رنګ او جزییاتو سره وړاندی کړﺉ.

د لېډ ټاکل:لېد د خبر ټول جزییات په لومړني په ډیر مهارت سره روښانوي نو غوره ده چې د یو ښه لید د جوړولو لپاره یو څه وخت ځانګړی کړو.ځیني مهال،په پییچیده خبر کې ښایی ونه توانیږی په هماغه لومړني مهال کې لید جوړ کړﺉ.نو له همدي امله هغو موضوعاتو ته چې لاندي ذکر کیږي غور وکړﺉ.

– د بسونوتمځای- فکر وکړﺉ د بسونو په تمځای کې ولاړیې او غواړﺉ خپلو دوستانوته چې په بس کې سواره دي،اوبس هم د تلو په حال کې ده،باید کړیکه ووهی اصلي پیښه وړاندي تر دي چې دوستان موغږ وانوري او ولاړشي،په چټکۍ سره بیان کړﺉ.

-انۍ یا انا- داسي فکر وکړﺉ چې دغه پیښه د ټیلیفون له لاري خپلي نیا ته بیانوی.

– ملګری- هغې پوښتني ته چې ملګری مو پوښتي،ځواب ورکړی.پیښه څه ډول وه؟اوس درته وایم……..

– تیتر- لومړی تیتر ولیکلی.ځکه فکر مو کلیدي موضوعاتو کې کې متمرکز وي.

– د اصطلاح یا واژي کلید- د اورپکو مشر پاچا په ډزو سره وواژه. (هله ګوله) 

د لېد د لیکلو لپاره بیلابیلي تګلاري:

هغه لیدونه چې اړتیا نشته په کې د پیښې شخصیت وپیژنی.

ولسمشر کلینټن د سې شنبي په ورځ وویل:هوډ لري کوسوو ته اضافی سرتیري واستوي.ځکه په دي هیواد کې سخت تاوتریخوالی روان دی.خو ډاډه شی خلک حتما د پیښی ښکیل شخص پیژني.که نه کولای شی چې ویې لیکی.

یوه امریکایې جګپوړي چارواکي وویل دولت څیړنی کوي چې کوسوو ته اضافي سرتیري واستوي ځکه…….

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال دن مورګان…..یا…..یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شې وویل……

ډلبندي شوي لېډونه:

له دې لیدونو هغه مهال ګته اخیستل کیږي چې څو بیلابیل موضوعات را منځته شوې وي او هیڅ یو یې دومره مهم نه وي چې وکړای شي په یواځې سر ځانته لیډ ځانګړی کړي،خو ټول د یو او بل ترڅنګ وکړای شې موضوعات روښان کړي.دغه لیدونه هغه مهال کارول کیږي چې خبریال وخت ونه لري چې موضوعات ځان ،ځان ته وڅیړي او هر یوه ته یو خبر ولیکي.

بیلګه:

د ختیځ تیمور دولت ۳۵۰نوي اقدامات تر لاس لاندې نیولي څو بهرنی پانګه جذب کړي،په ځانګړی توګه د تیلو او ګازو په برخه کې.

یو له دې اقداماتو …..

څواړخیز لېدونه :

کله چې دوه دوه پیښي په یوه مهال را منځته شي او ونه شو کړای چې د دواړو تر منځ توپیر وکړو.

بیلګه:

د برتانیي دولت د پجشنبي په ورځ اعلام وکړ د دفاع وزیر تام جونز شړي او ټول هغه پروګرامونه ودروي چې راپورونو په کې د وسلو د پیر په مهال د پراخ فساد خبر ورکړی ؤ. که دا موضوعات په لید کې زیات وي کولای شی مهم اړخ یې په راپور کې خپور کړی.او دویمه برخه یې په دویم پارزاګراف کې ولیکۍ.

بیلګه:

د برتانیې دولت د پنجشنبي په ورځ وویل چې د دفاع وزیر تام جونز یې ګوښه کړی او د وسلو د پیر پروګرام یې هم درولی دی. دا اقدام وروسته له دي تر سره کیږی چې په یوي ورځپاڼه کې په دفاع وزارت کې د فساد د شتون خبر ورکړ شوی ؤ.

تفسیري لېډونه:

د نورو د نظریاتو پر بنسټ د یوي پيښي پایلي روښانوي.

بیلګه:

ولسمشر کلینټن د پنجشنبې په ورځ اعلام وکړ هوډلري له کوسوو څخه درې زره سرتیري را وباسي.دا اقدام به لکه چې ملګرو ملتو ویلي له سیمي د زیاتو صربیانو د تیښتي لامل وګرځي.

کله چې داسې لیدونه لیکی ډاډمن شی کوم مدارک او شواهد چې لری باید د خبر په سر کې راشي،د بیلګي په ډول په دریم یا څلورم پاراګراف کې او د امکان په صورت کې د سرچیني نوم هم باید واخیستل شي.

بیلګه:

د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي اداري مشر جان سوچن اسکای په بلګراد کې رویترز ته ویلي همدا اوس هره اوونۍ ۵۰صربیان سیمه پریږدي ځکه ویریږي چې البانیایې توکمه کوسوو میشتې تري غچ وانخلي.دا اقدام ښایې د زیاتو صربیانو د تیښتي لامل شي.

په لېد کې سرچینه: عموما سرچینه د لېد په پای کې راځي.

بیلګه:په بوسنیا کې جګړې د دي لامل شوي چې نیم میلیون وګړي په صربستان کې کډوال شي ملګرو ملتو د جمعې په ورځ وویل

خو په ځینو مواردو،په ځانګړي توګه د اطلاعاتو په کره توب کې شک لری،یا په دې صورت کې چې اطلاعا ت جنجال پارونکې وي،غوره ده چې سرچینه په لومړیو کې راشې.

بیلګه:

د منچوقستان د خلکو یوه سیاسي مخالف مشر ویلي په تیرو شپږو میاشتو کې څه د پاسه ۵زره کسان د ښي اړخو بنسټ پالو له لوري وژل شوي دي.

د لېد د ښه والي لپاره څو لارې:

له معلومو افعالو کار واخلی،نه له مجهولودا ډول روښانه او لنډه ده.

د ناپیلیون په مشرۍ د فرانسې پوځ منچوقستان ونیوه.

پنتاګون وویل.

مه لیکی:

منچوقستان د ناپیلیون په مشرۍ د فرانسې د پوځ له لوري ونیول شو.

خبرپه پوښتني مه پیلوی.د کار دا تګلاره په راپور لیکنه کې کارول کیږي.

له عباراتو،مخفف شویو پوستونو او د افرادو او ځایونو له اوږده نامه څخه له دې پرته چې پیژندل شوي وي، ډډه وکړی.

بیلګه:

غوره ده ولیکی:

په اروپا کې یو مهم امنیتي سازمان

له دې چې:

په اروپا کې د امنیت او همکاری سازمان(اواس سی ای)

غوره ده ولیکی:

د ملګرو ملتو د کډوالو اداره

له دي چې:

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د سازمان جګپوړی اداره(یو ان اچ سی آر)

په لېد کې هغه مهال له نقل قول څخه ګټه واخلی چې ډیر نامتعارف او دراماتیک وي.

بیلګه:

د یوګوسلاویا د پوځونو قوماندان خبرداری ورکړکه ناټو کوسوو ته دننه شي، د ځمکې په سر به دوزخ وویني.

هڅه وکړی له حال ساده زمانې څخه ګټه واخلی.

چین هوډلري

د دې پرځای چې ولیکی:

چین هوډدرلود…

د خبر په لیکلو کې کلیدي ټکي :

دقت: که لومړني اطلاعات سم ونه لیکی څوک به نورهغه څیزونه چې تاسو لیکلی باور پرې ونه کړي.

هیڅ وخت:

فکرمه کوی چې لوستونکې مو د هغه خبر په اړه لا له وړاندي پوهیدل چې مو لیکلی دی.هرځل چې خبر لیکی آن که هغه خبر څو ورځې د ژبو په سر وي باید په کافې اندازه پیش زمیني ،مخینه او توضیحات ولري.

داسې فکر وکړی داسی چاته خبر لیکی چې څو میاشتي په بهر کې ؤ او تازه نن سهارراګرځيدلی دی.

ذهن مو پرانیستی وي کله هم فکر مه کوی چې فلانی رښتیا وایې او فلانې تیروتی دی.

روڼ توب:

د جزییاتواو اعدادو اسیر کیږی مه.له ساده او روښانه ژبې ګټه واخلی.یوه برتانوي ورځپاڼه لیکونکي اچ جی ولز ویلي ؤ((زه چې په لاره سم ځم هماغه شان لیکم،ځکه چې سم لیکل مقصد ته د رسیدو تر ټولو ښه لار ده.))

تصحیح:

کله موچې خبر ولیکه حه ناڅه دوه ځله هغه له لومړیو تر وروستیو ولولی.تیروتني هرس کړی،غیر ضروري کلمات،اعداد او ارقام چک کړی هیڅ وخت دا تمه مه لری چې مو تیروتني نور کسان اصلاح کوي. 

نقل قولونه :

تل د ښو او رنګ دارو نقل قولونو په لټه کې شۍ ښه نقل قولونه خبر ژوندی کوي او ورته اقتدار او اعتبار ورکوي،البته لوستونکي په پرله پسي نقل قولونو مه ستړی کوی.که زیات شې درک یې ګران دی.که مو د خبر زیاته برخه لیکلي هغه خبرې دي چې موسرچینې ویلي دی.لیکلی عبارات په منطقی ډول له یو او بل سره وتړی دا کار د دي لامل ګرځی چې لوستونکی مو خبر په ښه توګه وڅاری.هڅه وکړی کوم داستان چې لیکی پری نه شي او له یوه ځایه بل ځای ته ولاړ نه شي.

تعادل:

ډاډمن شی لاسوهنه نه کوی او خپل نظریات په خبر کې نه تپۍ ډاډمن شی چې د ښکیلو لورو نظریات مو اخیستي دي.هر څوک چې تورن شوي، اجازه ورکړی غبرګون ته څه ولري.له داسي عباراتو لکه ادعا وکړه ډډه وکړی ځکه دا ډول عبارت په دي معنی دی چې تاسو د مقابل لوري په څرګندونو شک لری.له دغو عباراتو لکه ویره تري څرګندیږي یا فلانی هیله من دی ډډه وکړﺉ ځکه له دي څرګندونو ښکاري چې د چا پلوي کوی.

د خبر سرچینې:

د چورلیځي قاعدي تر عنوان لاندي،د خبر د لیکلو په برخه کې مو چې سرچینې چې څومره زیاتي وي غوره ده.د ښو سرچینو پیدا کول خبر با اعتباره کوي.

په اتلسمي پیړی کې برتانوي لیکوال سامول جکسن ویلی((هره ورځ چې تیره شې او زه په کې له چا سره بلد نه شم هغه ورځ مې بې ځایه تللی ده.))

د هر خبر مسول ستاسو د خبر د اخیستو لپاره څه نا څه دوه سرچینی در نه اخلې.هڅه وکړی داسې حالت را منځته نه کړی چې سرچینه په کې نه وې روښانه شوي داسې سرچینه چې ښایې څرګندوني یې جنجال پارونکې هم وې مه رااخلی څو چې نه وای اړ شوي. 

دولتي سرچینې:

دولتي ویناوي،دولتی سازمانونه،مرکزي بانک،او نوري دولتي سرچینې عموما په وسواس سره ادا کیږي او کلمات په دقیق کارول کیږي.خو اغلبا باید هڅه وکړی چې زیات جزییات تر لاسه کړی. دا تر ټولو ښي او با اعتماده سرچیني دی که څه هم تری د زیاتو معلوماتو د اخیستو تمه ګرانه ده.

کارپوهان ،محصلان او پوهنتونونه :

دا اغلبا تر ټولو ښې سرچینې دي ځکه خپلواکې دي له همدي امله کولای شی درته بي طرفانه اطلاعات په واک کې درکړي.کوم اطلاعات چې راحت نه دی له دولت یې تر لاسه کړی.

بهرنۍ سرچینې:

دیپلوماتان،نادولتي سازمانونه،ملګری ملتونه او تري لاندي ټیټ پوړي اداري،بهرنې شرکتونه دا اغلبا په درد خوري ځکه هېواد ښه پیژني خو له بهرني بعد څخه.

فرهنګې،مذهبې او حرفوي سازمانونو ته مراجعه کولای شي خبر مو جالب کړي عبادت ځایونه په ټولېزه توګه غړي لري.دغه راز په هر هیواد کې پراخ وې.له همدي امله پوهیږي چې اوس څه را منځته کیږي.

د واټونو سرچینې:

ټول نارینه او ښځینه چې په واټونو کې وینی ،تل ارزښت لري له هغو سره خبري وکړی. په دې شرط چې له ګڼو خلکو سره خبري وکړی تر څو وکړای شی له پیښي څواړخیز او ټولیز تصویر وړاندي کړی.  

نورې رسنۍ:

کله داسې پیښیږې له دې پرته چې له نورو رسنیو نقل قول وکړی بله لار نه لری.لکه ځیني وخت یو شمیر اشخاص له نورو رسنیو سره مرکه کوې تاسو باید د هغې رسنی نوم په ډاګه کړی او پري خبر جوړ کری.

خبر دي کیدای شي له چاپ وړاندي ووینم .

دغه راز غوښتنو ته مه تسلیمیږی.او مقاومت وکړی.که بله لار نه وي نو د دقت د لوړولو لپاره دا چاره تر سره کړی.د نقل قول محتوا ته باید بدلون ورنه کړی دغه راز سرچیني ته وخت مه ورکوی چې د خبر د لیکلو په مهال در سره ناست وي.

راپور :

راپور ونه په وخت پورې تړلې نه دي او کولای شو هغه وخت ته له پام پرته ولیکو.دغه راز کولای شۍ د ورځې خبرونه بدرګه کړي.

بیلګه:

کله چې غواړې یوه زلزله تر پوښښ لاندې راولۍ یا یوه بله طبیعې پيښه،ښه خبریال باید بشپړخبر ولیکې او ټولې زاویې تر پوښښ لاندې راولې خو بده نه ده د خبر تر څڼګ رنګ لرونکې راپور هم ولیکي.د بیلګې په ډول:

خلک له یوم او کلنګ پرته هڅه کوې د هغه وران کور خاورې او خزلې را وسپړي کوم چې په کې د یوې کورنۍ ګن غړی تر خاورولاندې شوې دی.دا راز راپور مرسته کوې چې د پیښې ټول ابعاد روښانه شې.

د لیډ د لیکلو لپاره چورلیځ اصول تقریبا روښانه دی خو د راپور د لیکلو لپاره ښایې هیڅ روښانه اصل نشته.مهمه دا ده کوم لیډ مو چې لیکلی لوستونکې جذب کړي.

بیلګه:

ځوان جګړه مار آرام بریښیده کله یې چې سیګرټ څکاوه او ټوپک یې په غاړه ؤلس کلن ؤ خو بریالی شو څه ناڅه دولس تنه حکومتې سرتیري د نښتي په مهال ووژني. 

شننه:

خبري موضوع ته له بیلابیلو اړخونو ژوره لیدنه ده چې لوستونکې ته په زړه پوري وي خو الزما خبري نه وي د شننې لیډ ښایې د خبري لیډپه پرتله چورلیځ وي خو لومړې اصول یې یوه برخه ده.د ښو سرچینولیکل،تعادل،د مخینې ، پيش زمیني او نقل قول وړاندي کول.د خبر پر خلاف اړتیا نشته چې د مطلب سرچینه په لومړنې او دویم پاراګراف کې ذکر شې.خو هر چیري چې اطلاعات وړاندي کیږي باید راڼه وې چې دا اطلاعات له کوم ځای څخه را غلي.

د پیچلې شننې د لیکلو یوه لار دا ده چې د مطلب کلیدې ټکې،مخینه او نقل قولونه په یوې ،دوو او دریو ډلو کې د استدلال پربنسټ او کوم ټکې چې غواړو ولیکو ورته اشاره وشي او دسته بندي شې. په دې کار سره کولای شو په منطقې ډول مطالب تنظیم کړو او متضاد او جنجال پارونکې موضوعات یو د بل ترڅنګ ولیکو.په دې ځای کې د رویټرز د شنننو څو بیلګې یادې شوې دي.

لندن-

د ګرانښت پراخ کموالی ښایې د ټوني بلیر هڅې چې په دې وروستیو کې نوي ټاکل شوی په پارلمان کې د هغه پروګرامونه چې غواړي د واک په سر کې پاته شي ،په اوبولاهو کړي. د ټاکنو له پایلو وروسته چې په کې بلیر د دریم ځل لپاره وټاکل شو او ګوند ته یې لومړنۍ بریا له کین اړخې منځ لارې سره و.کارګر ګوند یواځې ۶۶څوکۍ تر لاسه کړی په داسې حال کې چې په مخکینۍ پړاو کې یې ۱۶۱څوکۍ درلودي.

زنزیبار-

په زنزیبار کې د ټاکنو له تر سره کیدو وړاندې کړکیچ مخ پرزیاتیدو دی چې دغه حالت د تانزانیا کورنی حالت انځوروی.

مخالفینو په هغو ټاپوګانو کې چې نیمه خپلواکې دی ژمنه کړی اجازه به ورنکړي چې ټاکنو کې ددریم ځل لپاره درغلۍ را منځته شي.د ۱۹۹۵او ۲۰۰۰م کلونو په ټاکنو کې دوی څنډي ته شوی و.  

 

راپورلیکنه یا پلټنه:

ځیني وایې هر ډول راپور په هر حال پلټونکی دی،ځکه ښه خبریال تل د حقایقو د موندلو په لټه کې وي او هڅه کوي د حقایقو تر ټولو غوره نسخه پیدا کړي.په همدي حال کې کند کاو او پلټونکې را پورونه ځانته ځانګړتیاوي لری. چې هغوي متمایزه کوي.

  • په ټولیزه توګه وخت او د کار ځواک ته اړتیا لري.
  • معمولا د یوه بهیر یا یولړ پیښو د څار په حال کې دي، نه دا چې یواځې یوه پیښه تر پوښښ لاندي را ولي.
  • اغلبا د هغو موضوعاتو په خپرولو لاس پوري کوي چې له دي وړاندي په رسنیو کې نه دي خپري شوي.
  • د دوي بري اغلبا نابو سرچینو ته په لاس رسې کې نغښتۍ یا په هغو شمیرو او اسنادو کې چې په دولتی ادارو او شرکتونو کې له خپرواي پرته پاته دي.
  • ځیني مهال ایجابوي چې په پټه کار وکړﺉغوره ده دا څانګه هغو خبریالانو ته چې تخصص لري او د ډیر کار وړتیا په کې شته وسپارۍ. انټرنټ د ښو سرچینو څخه ده خو داسي هم نه چې پرې بشپړباور ولری. که په راپور کې پر چا تور لګول کیږي هڅه وکړی له هغه سره اړیکه ټینګه کړی او د هغه غبرګون باید په خپل راپور کې خپره کړی.

مرکه:

چمتو والی:

  • تر کومه چې کولای شی له هغه چا او یا دفتر سره چې مرکه کوی په اړه یې لومړني اطلاعات تر لاسه کړی که نه وخت مو په آسانه او بې ځایه پوښتنو تیریږي.که ځان مو چمتو کړی وي له چا سره چې مرکه کوې وبه پوهیږي چې تاسو هم په موضوع واکمن یاست. په پایله کې هغه پوهیږي چې تاسو وړتیا لری.او له همدي امله ستاسو په واک کې زیات اطلاعات درکوي.
  • که له چا سره مرکه کوی او هغه ټینګار کوي چې پوښتني به ګوري که بله لار نه وي ،پوښتني ور وښیی.خو دا دلیل نه کیږي چې کله مرکه پیل شوه نو هماغه پوښتني به تري کیږي.
  • سلام وعلیک-
  • څولومړنۍ دقیقې چورلیځو مسایلو ته ځانګړی کړی که په موضوع واکمن یاست مقابل لوری به وپوهیږي چې څومره چمتوالی لري فضا به ماته او حالت به ښه شې. نومونه او پوستونه حتما چک کړی.

لیدنه،د لاس او مخ حرکات:

خپله څوکې داسي مه ږدی چې له مقابل لوري سره مخامخ شۍ ښایې اذیت شۍ څوکې لږشاته کړۍ،لږ څنډي ته شۍ او تکیه وکړۍ کله اخوا او بل خوا وګورﺉ.

ریکارډ او یاداښتونه:اجازه واخلۍ چې له ریکارډ څخه کار واخلی که ریکارډ کوی هغه د مرکه کونکي مخې ته مه ږدی یوې خوا ته یې کړی ځکه مرکه کونکی به داسي فکر کوي چې غږیې ریکارډ کیږي او په ویلو کې به له احتیاط څخه کار واخلي.

پوښتني باید لنډې وي ځکه تاسو معلومات اخلۍ نه دا چې معلومات ورکوی.

  • سختې پوښتني لومړی مه کوۍ ښایې مقابل لوری اذیت شې او دفاعي حالت غوره کړي.او یا هم مرکه ودروي.سختي پوښتني در سره وساتۍ چې څه ناڅه ځینې معلومات مواخیستي وي.
  • پر تاسو ځیني نیوکه کونکی وایې دا د سختو پوښتنو لار ده.خپل ځان بیرته وباسی او پوښتنه د بل چا له لوري مطرح کړی.
  • له پرانیستو پوښتنو ګټه واخلی نه له تړلو پوښتنو ،تړلي پوښتني عموما په فعل پیلیږي او ځواب یې هم اغلبا (هو یا نه )کلیمي دی. د تړلو پوښتنولپاره تل ځای لری په ځانګړی توګه چې د کلیدي موضوعاتو په باب (هو او نه) تر لاسه کوی .
  • له څو پرله پسي پوښتنوډډه وکړی مرکه کونکی تل ساده پوښتني ښې ځوابوي.
  • له چوپتیا ګته واخلی او چې مرکه کونکی چوپ شې ور سره جوخت پوښتنه مه مطرح کوی.ډیر داسې را منځته کیږې چې مقابل لوری فکر کوې څه ډول ځواب ورکړي.یا فکر کوې چې مهم اطلاعات ومومې هغه ته لازم فرصت ورکړی.
  • که پوه نه شوی- او لاس او پښي وهی چې پوه شۍ هغه څه وایې داسې عبارتونه لکه که سم پوه شوې یو،وکاروی.یا دا چې موضوع عادې خلکو ته څه ډول تشریح کوی.
  • داسې څه شته چې له ویلو مو پاتې وې؟
  • د هرې مرکې په پای کې له خپل ځان څخه پوښتنه وکړی.ځیې مهال مقابل لوری داسې معلومات لرې چې تاسو نه پرې پوهیږی.
  • نومونه چک کړی-
  • اغلبا د یوې ناستې په ترڅ کې د ګدون والو نومونه لیکل کیږي په خپله کتابچه کې نخچه رسمه کړی او په ډاګه کړی څوک چیري ناست دی.څوکۍ شماره بندي کړی.۱۲۳……په دې ترتیب سره په آسانه پوهیږی چې څوک خبري کوي.
  • ډله ییز کاروکړی

په خبري غونډو کې ګرانه ده چې د خپلې یوې مطرح شوې پوښتنې پسې بله پوښتنه وکړی بده نه ده چا چې کومه پوښتنه کړی ور پسې د موضوع د لا روښانتیا لپاره بله پوښتنه وکړی.که ډله ییز کار وکړی زیات اطلاعات تر لاسه کوی.

  • د دروازې په خوله کې: هڅه وکړی څوک چې د خبرې غونډي سالون ته راځې او یا هم وځې ورپسې ولاړشی هغوي ډیر خوښیږي،څوتاسو ته ځواب درکړې او ستاسو په واک کې زیات معلومات درکړی.
  • د هغو خبریالانو سره یو ځای شۍ چې په موضوع کې تخصص لرې د هغو خبریالانو د پوښتنو د ځواب د تر لاسه کولو په لټه کې شی چې پوهیږۍ په موضوع واکمن دې.کارپوهان اغلبا خوښیږي چې نظریات یې خپاره شي.

په اعدادو کار

خبریالان په هره حوزه کې چې کار کوې له اعدادو سره سر او کار لرې یو دلیل یې دا دی چې ورځني اقتصادي او سوداګریز خبرونه معمولا د اعدادو درلودونکې دي.ځیني خبریالان کله چې له اعدادو سره مخامخ کیږي هک پک شې او دا هم وایې چې خبریال+اعداد= تیروتنه دا چې له ډیرو اعدادو لومړی درجه اطلاعات تر لاسه کړی څو لاندینۍ توصیې په په پام کې ونیسۍ.

پرتله:پرتله کړی او د تضاد په لټه کې شی اعداد په یواځیتوب مونږته څه ویلای نه شې یواځې باید پرتله شې.تیرکال،تیره میاشت یا بل شرکت داسې معنې پیدا کوي.

اعداد د پیښو روایت کوي لږ د اخوا اعداد وګورۍ څو بدلون ووینۍ.وروستۍ شمیرې ښیې چې د افغانستان د غنمو تولیدات د تیر یوه کال په بهیر کې دوه برابره شوي دي. ځکه دولت د ډوډۍ سب سایډې جوړه کړې څو له کورنیو کړکیچونو مخنیوی وشي.

د عدد پر ځای له کسر او سلو ګټه واخلۍ نیم میلیون غوره ده له ۵۰۰۰۰۰بشپړاعداد ډیر کم وکاروی.او هڅه وکړی په لید کې را نه شې.

د انسانې زاویو په لټه کې شی خلک خوښ لرې د نورو په باب معلومات تر لاسه کړی څه ډول د ونډو بانکې بیه د بل چا په پریکړو، چې غواړي کور واخلی اغیز کوي؟ایا دا به لامل شې چې ځینې خپل شغل له لاسه ورکړي؟

اخلاق:

خبری موسسې په هر هیواد کې اخلاقي اصول لرې البته دا اصول ډیر جزییات لرې او له یوه هېواده په بل کې توپیر کوي. خو ډیر دا اصول په کلیدې موضوعاتو هوکړه لرې.کله هم جعلې خبر مه جوړوی او یا دا چې د بل چا خبر مه پټوی .

کله هم بډي مه اخلۍ په ډیرو مخ پر ودو هیوادو کې خبریالان لږحقوق تر لاسه کوي نو له همدې امله د بډو اخیستو ته زړه ښه کوي.دا خبر یالان د ځینو سیاست والو او سترو شرکتونو د بډو ښکار ګرځې او د هغوي په ګټه خبرونه خپروي.

تل د مرکه کونکي له دې غوښتنې سره هوکړه مه کوی چې د مرکې له خپریدو وړاندې مطلب وګورې او خپور کړي.

د میلمستیا په وړاندې خورا احتیاط وکړۍ څوک چې میلمستا کوي په وړاندې یې د ځان په ګته څه تر لاسه کول غواړې.

کله هم دخپلې سرچینې نوم مه په ډاګه کوی خبریالان آن د خپلې سرچینې د نه ښکاره کولو په موخه جیلونو ته تللي.

خپل سیاسي نظریات د خبر له لیکلو لرې کړۍ. 

امنیت:

ستاسو امنیت په لومړۍ درجه ارزښتمن دی او هيڅ خبر که تر ډیرو مهم هم وي،ستاسو د ځان په وړاندې مهم نه دی.که د واټونو په کړکیچ کې ونیول شۍ بیا کله هم نه شی کولای خبر ولیکۍ. او ستاسو کړنې د خبریال په توګه محدودیږي.

که فکر کوۍ په خطر کې یې خپل مشر ته حالت بیان کړۍ.که د لاریون د پوښښ په لټه کې یاست او د لاریون په مهال تاوتریخوالې را منځته شې او ستاسو د ځان خطره هم په کې وې د تیښتې لار ولټوۍ.

عموما له زیاتو خبریالانو تمه نه کیږي چې له جګړې راپور ورکړې زیاتې خبري موسسې له دې وړاندې چې خپل خبریال د جګړو ډګر ته واستوې هغوی ته د خطرونو په اړوند معلومات ورکوي. که اړ یاست وسله والې نښتې تر پوښښ لاندي راولې لاندینو ټکوته پام وکړۍ.

احتمالي خطرونه جوت کړی او پریکړه وکړۍ کوم خبر چې غواړۍ خپور کړۍ آیا ارزښت لرې او که نه؟

لومړنۍ مرستې زده کړﺉ په ځانګړي توګه دا چې څه ډول له وینو توییدو مخنیوی وکړۍ.

تل که درنه وپوښتل شول ،ځان په روڼ ډول وپیژنۍ هیڅ وخت ځان د بل چا په نوم مه پیژنۍ. کله چې درنه وپوښتل شول څه کار کوی؟ ووایاست خبریال یم.

تل ملکي جامې واغوندۍ خو که د پوځې خبریال په توګه مجوز ولری او له تاسو وغوښتل شي چې پوځې جامي واغوندی دي غوښتنې ته مثبت ځواب ووایې.

د هغو نښانو په وړاندي چې لرۍ فکر موورته وي.ښایې دا نښانونه تاسو د یوي ډلې کس وپیژني.په ځانګړي توګه په داسي ځای کې چې واک له یوي ډلي بلي ته سپارل کیږي.

که درته ګواښ کیږي هڅه وکړۍ آرام ووسۍ او دوستانه چلند ولرۍ.

د خطر په ځایونو کې داسې بوټونه واغوندۍ چې ورسره تیښته وکړای شۍ.

پای