کور / طنز / یاجوج او ماجوج څوک دي ؟

یاجوج او ماجوج څوک دي ؟

۳


دیاجوج او ماجوج یادونه په آسماني کتابو کې
 په قرانکریم کې:


د قرانکریم په  دوو مبارکو سورو کې لهیاجوج  او ماجوج  څخه یادونه شوې ده  یو  سوره کهف  ۹۳ تر ۹۸ آیاتو نه  او  بله په سوره انبیاء کې  ۹۶ آیه
د کهف  سوره له ۹۳ تر ۹۸
حَتَّى إِذَا بَلَغَ بَيْنَ السَّدَّيْنِ وَجَدَ مِن دُونِهِمَا قَوْمًا لَّا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ قَوْلًا 94 قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَى أَن تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا 95 قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي  بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا 96 آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ حَتَّى إِذَا سَاوَى بَيْنَ الصَّدَفَيْنِ قَالَ انفُخُوا حَتَّى إِذَا جَعَلَهُ نَارًا قَالَ آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا 97 فَمَا اسْطَاعُوا أَن يَظْهَرُوهُ وَمَا اسْتَطَاعُوا لَهُ نَقْبًا 98
 ژباړه:
«تر هغه پورې چې ورسید منځ د دو غرونو ته نو ويي موند وړاندې ددغو دواړو(غرونو)داسي قوم چې نه وو نژدې چې وپوهیږې په خبره د (ذوالقرنین) باندې.
وویل:دغو(ژباړونکو) ای ذوالقرنینه! بیشکه چې یاجوج او ماجوج فساد کوونکی دي په مځکه کښې پس آیا(حکم کوې ته چې) مقررکړو وتاته څه خرڅ محصول لپاره ددې کار چې جوړ کړی ته په منځ زموږ او په منځ د دوی کښې یو دیوال.
وویل( ذوالقرنین) هغه چې اقتدار راکړی دی ماته په هغه (شی) کښې رب زما خیر ډیر غوره دی( ستا سو له محصوله) پس مرسته  وکړئ تاسو له ماسره د( انساني) قوت( عمل نه په مال) سره چې جوړ کړم په منځ ستاسو او په منځ ددوی کښې یو پریړ دیوال.
راواخلئ تاسی ماته تختې د وسپنې تر هغه پورې برابر شو دا دیوال په منځ ددوڅوکو(دغرو) نو  وویل(ذوالقرنین) چي پو کړئ ترڅو چې وګرځوله دغه (وسپنه) اور وویل(ذوالقرنین) راوړئ ماته چې توی کړم په دې دیوال مس.
پس طاقت به نه وي د دوی چې وخیژي پرې اونه به طاقت وي د دوی دغه (غره) ته د سوری کولو.
وویل(ذوالقرنین) دغه (اتمام د سد) او اقتدار زموږ په جوړولو د هغه یو رحمت دی له جانبه د رب زما( په خروج ددغو قبیلو) نو وبه ګرځوی دا (سد) هوار برابر له مځکې سره او ده وعده درب زما حقه»


ذوالقرنین خپلو فتوحاتو ته  پراختیا ورکړه  اویوې سیمې ته ورسید چې د لوړو غرو په منځ کې پرته وه د هغه سیمې اوسیدونکو  ښه ژوند درلود د هغه څنګ ته  یو وحشي او زالیم قوم ژوند کوی
خلکو ذوالقرنین ته شکایت وکړ او ويي غوښتل د هغوی تر منځ یو سد جوړ کړي اوخلکو ورته وویل موږ  حاضر یو ستا سره په دې لاره کې مالي مرسته وکړو
ذوالقرنین  دهغو انساني   مرسته وغوښتل  او هغو ته یې وویل: هغه چې خدای ماته راکړي  ښه تره دي
خلکو هغه ته ډیر زیات وسپنه  ،مس ،لرګي او سکاره تیار کړل او ذوالقرنین به یوه  ټوټه وسپنه د دوو غرو تر منځ کیښوده او څلور خواوته یې ذغال او لرګی اوډل بیا به یې اورلګاوه او ویلي کړي مس به يې په راتوی کړل چې  سوري او درزونه ونیسي او دا  سد يې  جوړ کړی چې یاجوج  او ماجوج ترې دیخوا  راتیر نشي او خلکو ته يې له زړه له اخلاصه وویل:
 دا زما د خدای مهرباني او رحمت دی او هر وخت چې زما د پروردګار وعده راورسیږی دا سد به د مځکې سره یو شی کړی البته زما د پروردګار وعده حق ده
د انبیاء  په مبارکه سوره : ۹۶-۹۷ ایاتو کې د یاجوج  او ماجوج  په هکله داسې راغلي دي:
: «حَتَّى إِذا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَ مَأْجُوجُ وَ هُمْ مِنْ کُلِّ حَدَبٍ يَنْسِلُونَ وَ اقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَإِذا هِيَ شاخِصَةٌ أَبْصارُ الَّذِينَ کَفَرُو۲۱:۹۶-۹۷
ژباړه:
«ترهغه پورې کله چې پرانستلي شي یاجوج اوماجوج( دیوال  له منځه ولاړ شي) او دوی به له هرې لوړې څخه ګړندي راکوزیږي او هغه وعده( قیامت) به  رښتیا نژدې شي نو ناببره  به د کافرانو سترګې خیره شي»
تفاسیرشریف
 په ځینو تفاسیرو  کې هم د یاجوج او ماجوج یادونه کووشوې ده
ددې پورتنیوایاتو  په تفسیر کې لیکي:    دابوالفتوح تفسیر
چې یاجوج  اوماجوج خوشی شي د هرې لوړی به راشوه شی  د یاجوج اوماجوج راتګ  د مهدی اخیر زمان  د راتګ سره  یو وخت دی .

 د ځینو پوهانو په اند د کهب  په مبارکه سوره کې  د ذوالقرنین له خولې ویل شوی چې هغه وایي دا سد به تر قیامته  تر  هغه ،چې د خدای (ج)  وعده پوره  شي پاته وي
ددې نه ښکاري، چې یاجوج او ماجوج د قیامت تر ورځي ددې سد تر شاه بند نه دي.
نو دا برداشت چې یاجوج او ماجوج به  تر قیامت د سد تر شا بند وي  سم نه دي ځکه   دا د ذوالقرنین له خولې ویل شوې خبره ده    دهغه منظور دا دی چې دا سد به تر قیامته پاته وي  ځکه هغه  سد ډیر کلک او ټینګ وو .
نو دا سد( دیوال )شته  او تر قیامت به وي شاید هغه تر خاورو لاندې شوی وي اویا د هغو سدونه څخه یو وي، چې وروسته په هغه خبرې کوو.
د انبیاء په مبارکه سوره کې د یاجوج او  ماجوج خوشی کیدل د سد په ماتیدو اړه نه لري ځکه  د «فتحت» ضمیر یاجوج او ماجوج ته اشاره ده  دلته د سد څخه  خبرې نه دي شوی.
 دا  دقران  کریم  وړاندوینه په دې مانا ده  چې قیامت ته  نژدې یاجوج او ماجوج  واک او ډیر نفوس پیدا کوي او له هرې لوري په نورو خلکو   یرغلونه پيلو ي.

د الفتوح  تفسیر په دولسم  ټوک  کې د ځینو مفسیرونو قولونه لیکل شوی دی  هغه چې په دی سکا لو اړه لري دلته ذکر وو
 وایي د یاجوج او  ماجوج دوې قبیلې د یافث له نسله    د ي  یافث اصلاً پېنځه زامن د جومر، نبرش، اشار، اسقویل ا و میاشح  لرل چې د اشار اولادونه  بیا یاجوج او ماجوج دي.
 په همدې تفسیر کې  علامه طباطبايي وایي   یاجوج او ماجوج يوه  لویه  ډله وه  چې د اسیا په شمال کې یې  ژوند کوی او یرغل ګر خلک وه.

 مبارک احادیث:

د  «حذيفة بن اليمان» څخه روایت دی  چې  رسول عليه السلام ویل:
دقیامت د راتګ لومړی نښه  د دجال راتګ  ؛ بیا د دابة الارض  راوتل؛ بیا د یاجوج او  ماجو ج  راتلل؛ بیا  دعیسی (ع) له اسمانه  را کښته کیدل او اخیر بیا مهدی اخیر زمان  راتلل دي
 له احادیثو څخه مالومیږي چې  یاجوج او ماجوج  سراسری برید کوی  او ان  عربستان نیسي نو د منځنۍ اسیا خلک غرو ته تښتي.
 یو بل حدیث شریف وایي د خدای (ج) خلک لس برخې دي چې نهه برخې يي  یاجوج اوماجوج دي.

یو بل حدیث شریف کې چې  دصدوق‌ رحمة‌ الله‌ عليه د‌ «خصال‌» په کتاب کې  ابوالطفيل‌ له حذيفة‌ ابن‌ أسيد څخه  روايت‌  کوي لیکل شوي دي :
موږ څو تنه  ناست وو د قیامت په شرایطو مو خبرې کولې رسول (ص) موږ ته نژدې شو اوهغه مبارک  وویل :
 تر هغه قیامت نه راځي ،چې دا لس ایاته  ظهور ونه کړي : د دجال راتګ؛  په اسمان کې د یو دود پیدا کیدل؛ د لمر راختل له لویدیځه: د دابّة‌ الارض پیدا کیدل؛ د یاجوج او ماجوج یرغل؛ پر مځکه  د درو سوریو پيدا کیدل چې یو به يې    په ختیځ او بل يې  په لویدیځ اودرېیم به یې  د عربو په ټاپو ګانو کې وي: یو اور د عدن له اخیره پيدا  کیږی چې خلک محشر ته سوق وی چې خلک لاندې راشي هغه هم لاندې راځي او چې خلک د غرمې د خوب لپاره راشي هغه هم د هغو سره خوب کوي.
خو په یو بل  مبارک حدیث کې ددې حدیث اخیره جمله داسې راغلې ده :
«تُقْبِلُ مَعَهُمْ إذَا أَقْبَلُوا» یانی  هر خواته چې  خلک ځي  اور هم د هغو پسې ځي.
صحيح‌ مسلم‌ دا مبارک  حدیث د  أبوالطّفيل‌ حذيفة‌ بن‌ أسيد غِفاري‌ له خولی داسې راویتوي:
 په دې حدیث شریف  کېد قیامت تر منځ  نهه شیان بیان شوي دي  چې لسم يې د حضرت عیسی (ع) بن مریم نزول دی
 ځینې اسلامي علما   وایي ‎یاجوج او ماجوج  په درې ډوله دی: یو ډله يې  جګ  دی لکه د صنوبر ونه ، بل  ډول يې څلور ذرع په څلورو ذرع   کې او درېیمه ډله  يې   ددرو شبرو او یو شبرند  دی
 د یاجوج اوماجوج  غوږونه  غټ دی چې ویدیږی د یوی څخه نالېچکه او دبل څخه تلتک جوړوي.
 پیلان، اوښان، سرکوزی او د خپلو مړو غوښې خوري
 هغوی  هره شپه پرله پسې دا ذوالقرنین سد (دیوال ) کیندې چې شپه شي بیا  وایي سبا به يې پاته برخه  وکیندو  د شپي هغه د خدای په امر بیرته سمیږی . وایي د شپي حضرت خضرو الیسع(ع) سد ته  راځی  دا سد د خدای په امر بیرته سموی او د هغو د یرغل  خنډ ګرځي، چې قیامت رانژدې شې  هغوی وایي سبا به  انشاالله  پاته برخه وکیندو اوسبا دیوال بیرته نه وی سم شوی نو هغوی سد نړوي او بهر راوځي  لومړی پر شام بیا  پرخراسان یرغل کوي  د مازنداران  دسیند اوبه  وچوی،  ټول شنه بوټي خوري چې په سیمه کې  وچکالي اوقحطي لامل کیږي.
 هغه وخت به د یو خره سر تر سلو اشرفیو ښه وي خو پیدا کیږی نه  او د غوا سر به  په یوه وقیه ( دولس درهمه) سره زر پلورل کیږي
یاجوج اوماجوج بیله  بیت المقدس، مکې او مدینې
 ټوله نړۍ نیسي
خلک حضرت عیسی (ع) ته  شکایت او زاری کوي   او هغه  یاجوج او ماجوج  ته بده دعا کوي
یاجوج او ماجوج   له غروره وایي : دمځکې  خلک مو مړه کړه اوس  داسمان  د خلکو وار دی .
د خدای(ج) لخوا یو چنجی پر هغه مسلط کیږی چې د هغوی په پزې کی پيدا کیږی  او ټوله په یوه شپه کې مړه کوي.
مسلمانان د پټو ځایو راوځي دا چې نور شنه  واښه نه شته  د هغو بوده ګان د یاجوج او ماجوج د مړو غوښې چې مځکه يې پوښلې ده خوري ځکه  مځکه د هغو د مړو ډکه وي نو پر مځکه  بد بویي وي.  عیسی (ع) خدای ته دعا کوي یو باد او غبار د یمن لخوا پیدا کیږي او د نړۍ مخ غم، اندوه او دود نیسي او ټول خلک زکامیږی او ددرو ورځو وروسته ټول جسدونه ورکیږی.
 یو بل روایت وایي: د عیسی (ع) په دعا د خدای لخوا یو الوتونکې  چې د یو اوښ غوندې لویه ده را پیدا کیږي د هغو جسدونه ټولوی او بیا د رحمت یو باران کیږي له مځکې څخه ریم اوچرک پاکوی او د مځکی برکت ډیروی په بیا میوې او واښه راشنه کیږي
 میوی ډیرې برکتی  او لوییږی ان یوه دانه انار دومره غټیږي  چې  څو تنه مړوي او د پوستکی  لاندې يې خلک  کښیني او  دیو اوښ شیدی یوې قبیلې ته کفایت کوي.
 خلک  اووه کاله یوازې د جنګ  لیندۍ او غشي سوځي لرګو ته اړتیا نه وي.
 وايي امیرالمومین ویلي دي:  یاجوج اوماجوج  ځینې لنډ لکه لاس او  ځینې يې  اوږده دي.  هغوی غاښونه او منګولی لري لکه سباع(وحشی ژوی) چې شی وخور ې د غاښو ږغ يې لکه د اوښانو په څير  وي او شخوند وهي  او لکه آس واښه خوري او لکه څاروي وېښتان لري اوغټ غوږونه لري یو يې   لکه پسه ډیر وېښتان لری او بل يې لږ ویښتان لری چې ویده شي یو غوږ يې  لکه نالیچکه  اوبل يې لکه تلتک وي او ،چې خپل زرم لمسۍ  ونه ویني نه مړ کیږي لکه موږ ته  چې په پسرلي کې باران اوریږي هغو ته له  سینده  کبان راځي. هغو دا کبان تر کاله زیرمه کوي او د یو بل سره لکه کوترې خبرې کوی او لوړ ږغ يې لکه د لیوه انګولا ده.