کور / راپور / نژدې پنځه لکه افغانان په بېلابېلو نشو اخته دي

نژدې پنځه لکه افغانان په بېلابېلو نشو اخته دي

د ختيځ په درېيو ولايتونو ننګرهار، لغمان او کونړ کې دا مهال ٤٥٧ زره کسان په بېلا بېلو نشه يي توکو روږد دي.


دغه خبره په جلال اباد ښار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د روغتون رييس ډاکټر لايق الله عبادي وکړه .


هغه زياته کړه چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکيو دکنټرول د ادارې UNDC ديوې سروې له مخې، په ختيځو ولايتونو کې ٤٥٧ کسان په بېلابېلو نشه يي توکيو روږدي شوي دي .


د نوموړي په وينا، ٥٢ زره کسان په چرسو، ٥٠ زره په هيروينو، ١٥ زره په تارياکو، ١٦٠ زره په الکولو او ١٨٠ زره کسان په نشه يي درملو روږدي دي .


ډاکتر عبادي وايي چې ددوى روغتون يو کال مخکې په جلال اباد ښار کې په فعاليت پيل کړى،٢٠ بستره لري او تراوسه يې د ٧٨٣ تنو نشه يانو درملنه يې کړې او په سالمه توګه يې ټولنې ته وړاندې کړي دي .


ده زياته کړه :(( اوس هم ٣٣٣ تنه روږدي کسان د منتظرينو په لست کې دي او هر کله چې داخل بستر ناروغان فارغ شي، نو دغو کسانو ته به چانس ورکړل  شي . ))


دى وايي چې روغتون يې احاطه نه لري ، اداري خونې نشته، تشنابونه کم دي او داسې نورې ډېرې ستونزې هم شته، چې د روږدو کسانو ددرملنې په مخ کې يې خنډونه راولاړ کړي دي .


په نشه يي توکيو د روږدو کسانو د زياتې شمېرې په اړه ډاکټر عبادي وويل چې په بازارونو او دوکانونو کې د نشه يي توکيو په ازاده توګه ترلاسه کېدل يو له هغو مهمو لاملونو څخه دى ، چې ډېرى کسان روږدي شوي دي .


هغه زياته کړه چې په نشه يي توکيو د روږدو ١١ تنو ښځو درملنه د هغوى په کورونو کې ددوى د روغتون لخوا ترسره کيږي .


په  نشه يي توکيو د روږدو کسانو ددرملنې د روغتون رييس ډاکټر لايق الله عبادي وايي چې د بين المللي قوانينو له مخې، بايد ديوه ناروغ له درېو څخه تر شپږو مياشتو پورې درملنه وشي، خو دى زياتوي چې يو ناروغ له يوې مياشتې څخه زيات نه شي ساتلى .


نوموړي وويل :(( زموږ٢٠ تنه پرسونل نه شي کولى د لسګونو روږدو کسانو تر شپږو مياشتو پورې درملنه وکړي، ځکه چې په سلګونه نور کسان منتظر دي . ))


د ياد شوي روغتون يو تن ډاکټر محمد صميم ستانکزي پژواک اژانس ته وويل چې ددغو ناروغانو له ډلې څخه په يو شمېر کې يې د ايډز او توبرکلوز نښې هم ليدل شوې دي .


د هغه په وينا، دوى ناروغانو ته ددرملنې ترڅنګ اخلاقي او ديني زده کړې ورکړي او د لوبو لپاره يې هم زمينه ورته مساعده کړې ده .


د لغمان ولايت يوتن اوسېدونکى محمد عباس، چې په دغه روغتون تر درملنې لاندې دى ، پژواک اژانس ته وويل چې اوه کاله مخکې په ايران کې په نشه يي توکو روږدى شوى دى.


د روغتون رييس ډاکټر عبادي داهم وويل چې دوى ديو ناروغ درملنه کړې چې په ملي پوليسو کې يې دنده درلوده .


هغه زياته کړه چې له فارغېدو وروسته ياد شوي پوليس په محبس کې دنده واخيسته او د زندان ١٢٤ تنو زندانيانو ته يې نشه يي توکي په پټه وړل .


د ننګرهار ولايت دامنيه قوماندانۍ مرستيال قاري امير خان په دې اړه ناخبري وښوده، خو هغه زياته کړه چې دوى په هر صورت کې د نشه يي توکيو د قاچاق، پلورلو او استعمال مخه نيسي .


نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې دوى د روان لمريز کال په اوږدو کې د نشه يي توکيو ٨٤ بېلا بېلې قضيې ثبت کړي ، ١٥٨ مظنون کسان يې نيولي دي .


قاري زياته کړه چې په دغه موده کې يې ٤٧ ټنه بېلابېل  نشه يي توکي له ٢٩ موټرو او ٥٤ ميله وسلو سره ترلاسه کړي دي .


د هغه په وينا، يو شمېر هغه پوليس يي، چې د نشه توکيو په قاچاق او يا له قاچاقچيانو سره يې اړيکې لرلې، هم نيولې دي.